پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Home+جګړه | ليکوال شېروود اندرسن

جګړه | ليکوال شېروود اندرسن

ژباړه الف ستانک

دا کيسه ماته هغې ښځې وکړه چې په اورګاډي کې ورسره مخامخ شوم. په اورګاډي کې ګڼه ګوڼه وه اوماته ددې په څنګ کې تش ځاى پيدا شو. ګومان کوم چې له دې ښځې سره يو سړى هم و چې زنانه څېره يې درلوده او د درنې خمتا نسواري رنګى کوټ يې اغوستى و، کټ مټ لکه ګاډيوانان چې يې په ژمي کې اغوندي. دا سړى اورګاډي ته نژدې ښکته پورته کېده او ښايي دې ته يې کتل چې زه د ښځې له څنګه پاڅېږم او دى کېني خو هغه وخت زه په دې نه پوهېدم.

د ښځې لوى مخ اوپلنه پوزه وه. په دې ښځې حتماً څه شوي و، يايې جګړه کړې وه اويا چېرته لوېدلې وه. خداى هېڅکله چاته دومره لويه اوبدرنګه پوزه نه ورکوي. له ماسره يې په ډېره روانه انګريزي ژبه خبرې کولې. ما ته داسې ګومان پيداشو چې دا مېرمن له خمتاوالا سړي څخه چې ښايي څو ورځې يا څو اونۍ به يې يوځاى سفرورسره کړى و، بېزاره ده اوپه دې خوشاله وه چې څو ساعته له يوه بل سړي سره په خبرو وخت تېرکړي.

په نيمه شپه کې په يوه ګڼ اورګاډي کې دسفر حالت هرچاته معلوم دى. زموږ  اورګاډي د لويديځ يووا او ختيځې نېبراسکا ترمينځ لاره وهله. له څو ورځو راپه دې خوا باران ورېده او ټولې ځمکې سېلاب وړې وې. د اورګاډي له کړکۍ څخه ښکارېدل چې په شنه تياره آسمان کې سپوږمۍ راختلې وه. دباندې فضا نامانوسه خو عجيبه ښکلې ښکارېده.

زموږ اورګاډي دلويديځ په لورلاره لنډوله. د واټونو پرڅنډو لوڅې ونې کتار ولاړې وې، د اوبو ډنډونه په داسې حال کې چې د سپوږمۍ تصويرپکې ښکارېده د اورګاډي له مخې په منډه په ځغاسته وو، اورګاډي پرله پسې ترکا کوله، د ګوښيو کليوالي کورونو څراغونو تته رڼا خپروله اوکله به چې کوم ښارګوټي ته ورسېدو د څراغ پايو کتارونه به راڅرګند شول.

زما د څنګ مېرمن له جګړه ځپلي پولنډه راغلې وه. خدايزده دې او ملګري يې څه کوډې کړې وې چې له دې اشغال شوي وطنه راوتلي وو. د دې ښځې په ليدو ماته هغه جګړه رايادېده چې دې هم برخه پکې اخيستې وه. دا کيسه چې زه يې تاسوته کوم د همدې ښځې کيسه ده.

د دې دخبرو پيل مې نه دى په ياد او دا مې هم نه دي په ياد چې څنګه زما او دې سره جوړه شوه او هغه کيسه چې دې ماته وکړه څنګه زما د هغې خاموشې  شپې دراز يوه برخه شوه.

په پولنډ کې ديوه واټ پرغاړه د پولنډي کډوالو يوه ډله په حرکت کې وه چې مشري يې يوه جرمن کوله. جرمنى به ښايي پنځوس کلن و،ږيره يې لرله اوماته داسې ښکاره شو چې زموږ د هېواد د کوم ښار مثلاً د دېس نوينز ياد يووا ياهم د سپرينګ فيلډ يا اوهايو په پوهنتون کې به د بهرنۍ ژبې استاد وي. فکر مې کاوه چې دى به غښتلى اندام لري او د نورو نارينه وو په څېر به ډېره ډوډۍ خوري. فکرمې کاوه چې د کتابونو له لوستلو سره به مينه لري او افکار به يې د منظمو فلسفو خوا ته ډېر تمايل لري. فکر مې کاوه چې جګړې ته به ځکه استول شوى وي چې جرمنى و او خپله عقيده به يې د جرمنانو د قدرت له فلسفې سره ملګرې کړې وي. يوه فکر مې هم دا راته ويل چې ښايي د ده په ککره کې به داسې يو هېوا دوي چې دى ورته ځورېږي او د دې لپاره چې د زړه له تله د خپل حکومت خدمت وکړي نو هغه کتابونه چې د ده احساسات د يوه ځواکمن خو کرغېړن شي لپاره روزي لولي- داسې يو شى چې دى دهغه لپاره جګړه کوي. جرمنى له پنځوسو اوښتى و، او ځکه د جګړې په ليکو کې نه و، خو ده ته د کډوالو چارې سپارل شوې وې څو دوى د ډوډۍ په وخت کې له خپلو ورانو کليوالو کوډلو څخه هغه کمپ ته چې د اورګاډي ليکې ته نژدې پروت و، ورسوي. نور کډوال- پرته له دې ښځې چې په اورګاډي کې زما څنګ ته ناسته وه، او هغه سړى چې ورسره و، او د دې ښځې له موره چې ښايي پنځه شپېته کلنه به وه، ټول کليوال خلک وو. په دوى کې کروندګر او د دوى نور سيالان وو چې په خپلو ځمکو کې يې کارکاوه. د دوى ډله پر لويه لاره روانه وه، جرمني چې دروند دروند پر لاره ته ددوى مشري کوله او پر دوى يې وخت ناوخت غږ کاوه چې دريږي دې نه. دى په خپل ټينګار کې بې رحمه و، خو پنځه شپېته کلنه ښځه چې د کډوالو مشره ښکارېده هم په ضد کې تر ده کمه نه وه او پر له پسې به يې له تګه انکار کاوه.

ښځه په دې تياره باراني شپه په داسې حال کې چې باران ورېده ناڅاپه د سړک د خټو او چيکړو په مينځ کې ودرېده او نور کډوال هم ترې راتاو شول. ښځې لکه ضدي آس خپل سر وښوراوه او په پولنډۍ ژبه تر شونډو لاندې زونګېده.

(زه غواړم چې يوازې مې پرېږدئ. نور څه نه غواړم. په دې ټوله نړۍ کې بس همدا يوه هيله لرم چې يوازې مې پرېږدئ.)

ښځې همدا يوه خبره بيا بيا کوله، څو چې ناڅاپه جرمنى راورسېد. جرمني ښځه له ملا ونيوله او له ځان سره يې کش کاږله. د دې خواشينوونکې شپې پاى دا شو چې کله به د کډوالو بهير ودرېد، کله به د ښځې بد رد پيل شول او کله به جرمني عسکر کشول پيل کړل. جرمني او ښځې له يو بله له زړه کرکه کوله.

ډله ديوه خوړ غاړې ته چې ډېر ژور نه و، ورسېده. په دې ځاى کې ګڼې ونې کتارولاړې وې. ناڅاپه جرمني ښځه له مټې ونيو -له اودخوړخواته يې ورغوځار کړه. نورهم ورپسې شول. ښځه پرله پسې ترژبې لاندې زونګېده:

(زه غواړم چې يوازې مې پرېږدئ. بل څه نه غواړم. په دې ټوله نړۍ کې بس همدا يوه هيله لرم چې يوازې مې پرېږدئ.)

جرمني دونو دکتار په مينځ کې اور بل کړ. عجيبه وه. ده له اورلګيت، او هغو پيلوزو څخه چې په ربړي بکس کې ورسره وو، داسې اوربل کړ چې لمبې يې په څوشېبوکې ډېرې لوړې شوې. جرمني له دې وروسته تنباکو راواېستل او د ونې پرمونډه کېناست، دسګرټو څکول يې پيل کړل اوکډوالوته ځيرشوچې ده ته مخامخ داوردلمبو بلې خواته پرښځه راټول شوي وو.

جرمنى ولاړ ويده شو اوهمدلته يې ورځ وګرزېده. له يوساعت خوب وروسته چې راويښ شو، نوکډوال تللي وو. فکروکړئ چې ده به په دې خټو اوچيکړو کې څه منډې کړې وي څودا کسان بېرته سره راغونډ کړي. دده غوسه شېبه په شېبه ډېرېده خوپه څېره کې يې وېره نه ښکارېده. دايوجنجال واودى پوهېده چې بايد پرسړک ډېرزيات وړاندې وروسته وګرزي څوخپل کسان سره راټول کړي، کټ مټ لکه يوڅوک چې په خپله ورکه غوا پسې ګرزي.

وروسته کله چې جرمنى خپلې ډلې ته راغى، نودده اودښځې جګړه پيل شوه. ښځې زونګېدل بندکړل، په يوه لاس يې دده ږيره کلکه کړه اوپه بل لاس يې دده داورمېږ پېرړ پوستکى ټينګ ونيو.

دې جګړې ډېروخت دوام وکړ. جرمنى ستړى شوى و، اوهسې چې ښکارېده چندان سېک يې هم نه درلوده. دى دومره کمزورى وچې سوکانو يې پرښځې هېڅ اثر نه کاوه. په لاسونويې ښځه له نريواوږو ونيوه اوپورې يې وهله اوښځه شاته ولاړه. ددوى جګړه روانه وه اوښکارېدل چې دواړه نه غواړي جګړه بنده کړي خو په دوى کې ددې جګړې لپاره سېک هم نه و، پاتې.

له دې وروسته ددواړوترمينځ رواني جګړه پيل شوه. که څه هم په دې خبره د چا پوهول ګران کاردى خوپه اورګاډي کې ناستې مېرمنې زما سرپرې خلاص کړ. ماله شپې او په اورګاډي کې له خپل عجيب سفرڅخه مرسته وغوښته. له خټو پرډک سړک دباراني شپې په کمزورې رڼاکې ددې دواړو ارواوو جګړه ژوندى حقيقت و. د دوى جنجال ټوله فضا نيولې وه او کډوال په داسې حال کې پرې راټول شوي ووچې له سړو رېږدېدل. دوى له سړو اوکرکې رېږدېدل اوطبعاً له يوه بل شي څخه هم. دوى په خپله شاوخوا فضاکې په هر ځاىکې احساسول چې کوم څه پېښېدونکي دي. ښځې په زړه کې ويل مرګ يې منلى خوله دې جنجاله دې يې اوس خداى خلاصه کړي. سړي هم همدا احساس درلود. ښځې وويل موږدباد دوو سرزورو جريانونو ته ورته يو، لکه دوه نرمې ورېځې چې ناڅاپه په ضدراشي اوله آسمانه ديوبل داېستلو لپاره زورونه وهي.

ناڅاپه جنجال پاى ته ورسېد. ښځه اوجرمنى ستړي ستومانه پرځمکه پرېوتل. کډوال پردوى راټول شوي اوانتظارولاړول. دوى فکرکاوه چې بل کوم څه هم کېدونکي دي، اوحتى ډاډه وو چې يوڅه به پېښ شي.

هغه څه چې په پاى کې پېښ شول ددې کېسې ترټوله مهمه برخه ده.

په اورګاډي کې ناستې مېرمنې ټوله کيسه راته تېره کړه. دې وويل چې دواړه ارواوې بېرته دواړو بدنونوته ننوتې خوداسې چې دزړې مېرمنې اروا دجرمني بدن ته او دجرمني اروا دزړې مېرمنې بدن ته.

له دې وروسته خبره معلومه ده. جرمنى پرځمکه کېناست، خپل سريې خوځاوه او ويل يې چې غواړي يوازې وي. دى زونګېده اوويل يې:

(زه غواړم چې يوازې مې پرېږدئ. بل څه نه غواړم. په دې ټوله نړۍ کې بس همدا يوه هيله لرم چې يوازې مې پرېږدئ.)

خوزړې پولنډۍ ښځې له جېبه خپل کاغذونه راواېستل اوترلاس لاندې کډوال يې بېرته شاته مارش کړل. دې له هغوسره ډېربدچلندپيل کړ اوچې ستړي به شول نو په لاسونو يې پورې وهل.

کيسه لاپاتې ده. دښځې ملګري چې دښوونځي ښوونکى وکاغذونه واخيستل، خپله مينه يې له ځان سره کړه اوله هېواده ووت خوله ماڅخه نورجزييات هېر شوي دي. يوازې جرمنى مې په ياد دى چې دسړک پرغاړه ناست دى، ترژبه لاندې زونګېږي اووايي چې يوازې مې پرېږدئ، خوپه پولنډ کې زړه مېرمن ښکنځلې کوي اوترلاس لاندې ستړو کډوالوته دشپې په تياره کې بېرته دخپل هېواد په لوردتګ امرونه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب