جمعه, اپریل 19, 2024
Homeادبکره کتنهدا شېبې به شي یادونه/ فیصل فاران

دا شېبې به شي یادونه/ فیصل فاران

 تخیل د بنیادم یو بنیادي ذهني ځواک دی او هم په دې ځواک هغه د نورو زنده سرونه بیل دي، خو د عام وګړي د خسیاتو نظام دومره ګړندی او چاخ نه وي چې په معنوي مخه هغه د حذباتي رد عمل نه جګ شي البته د یو پنځونکي حسیاتي نظام دومره تربیت یافته وي، چې خپلو تصوراتو او اراکاتو ته د تخیل په ځواک د تخیلق جامه ور واغوندي هسې خو په تخلیق کې حافظ، واهمه هم په خپل منځ کې په اجتماعي توکه د یو اوبل په مرسته کردار تر سره کوي. نو دا تخیل وي، چې د دوي دي اجتماعي فعالیت کې د حواسو د ارتکاز پیداکړي، هم دغه د حواسو ارتکاز در اصل د تخلقي شعور دویمه نامه ده بنیادم چې د معروض نه کوم ارتسام او اغیره اخلي تخیل پکې ربط او تړون پیدا کوي. تخیل په درې ډوله دی.

تلازماتي متخیله (Imaginative Associative)

تصوراتي متخیله (Imaginative Lontemplative)

مخفي تخیله (Imaginative Penetrative)

تلازماتي تخیل کې بیلا بیل څیزونو کې اختلاف نه پرته داسې اړخونه په ګوته کیږي، چې وحدت پکې رامعلوم شي، تصوراتي متخیله کې ساده تصویرونه او مرکبونه خپله کې یو کولی شي او مخفي متخیله کې د څیزونو د ننه نه د دوي پټ او مفخي اړخونه راوباسلي کیږي.

د ډاکټر ذبیح الله حسن په شعري مجموعه دا شېبې په شي یادونه کې د تخیل فعلیت ډیر څرګنده دی خو زیاتره هغه خپل تخلیقي عمل کې د تلازماتي او تصوراتي متخیلي نه مرسته اخلي لکه:

ویل یې په ژبه د خوشبو، چې په دې لارې لاړې

کړه اشاره راته یوا د موج په لاس جانانه

د نظر غوټي دې مه پرانیزه یاره

په دې چم کې لا په مینه پابندي ده

څڅوه لکه اوبه مې زه حسین یم

بیرته بیرته لکه غم درته راځم

تر سحره به مې سترګو کې ځلیږي

هر یو یاد دې راته ستوری شه جانانه

چې وچې دښتې یې د سترګو شوې لندې په ژړا

د بې وسۍ دې په خندا خلکو ته څه وویل؟

د خوشبو ژبه د هوا اشاره، د نظر غوټۍ، د یاد ستوری، د اوښکو سیند دا هر څه په موږ د هغه د تخیل ځواک ښه انکشاف کوي او دي نه دا هم اندازه کیږي، چې د تخیل د غوره پکارونې پرته هم د هغه شاعرۍ د لفظیاتو په حواله هم او په فکري ساخت کې هم د شاعرۍ هغه روایت ته نږدې ده کوم ته، چې موږ کلاسیک وایو. ځکه دلته بنایدي موضوعات مینه، ښایست، جدایئ، او وصال دی او دي سره سره هغه د خپل معروض د حوادثو نه هم بې خبره نه دی او د غزل بعد یې د مشرقي قامي روایت سره هم علاقه لري.

ډک چې تر څو پورې وي دلته له وسلو لاسونه

له غریبۍ به خلک مینځي په ایرو لاسونه

ما وي درته وطن له وروره چا نه دی ګټلی

درنې پیغلې د چم دې ګداګرې شوې کنه

نو په بنیادي توګه د هغه غزل د کلاسیک د روایت سره کلک تړون لري البته د هغه دغه ډول فکر کوم، چې دی دوه شعرونو کې یعنې مترقي فکر دغه فکر د پاره هغه د قطعي صف غوره ګرځولی دی. اصل کې دا هم د کلاسیک سره د هغه د فکر رابطې یوه ذریعه ده ځکه، چې زموږ کلاسیک کې د غزل نه پس دویم مهم صنف کوم کې، چې ټولو شاعرانو اظهار کړی دی. هغه رباعي یا قطعه ده، موږ ګورو، چې د روښاني مکتب نه د خوشحال خټک هغه نه حمزه شینواری هغه سلیمان لایق عبدالرحیم روغانی پورې او دوي نه تر د نعیم ازاد او ډاکټر حسن پورې د شاعرانو هغه پرګند، چې موږ یې د تخلیقي جلیت نه پرته خپل فکر و نظر ته هم جواب ده ګڼلی شو.

دي ټولو ته قطعه کې اظهار کړي دي، دا ځکه، چې قطعه یا رباعي د فکري اظهار غوره ذریعه ده، رباعي خو د اخلاقیاتو ترحده پورې پاتې شوه ځکه هغې د کلاسیک نه پس په راواج او نه مونده ولې قطعه کې دا ډول بندیز نشته دی ځکه موږ ګورو، چې نوی شاعرۍ کې ټول پوهه او ځیرک لیکونکي د خپل فکرڅرګندونه د قطعې په صنف کې کوي، زما په انداز دا د نوې شاعرۍ د دوري د پاره یوه خوش بختي ده، چې شاعر اوس د غم جانان او غم جان هغه دائیره ماتوي کوم، چې غزل کې ده او د ځان او جانان نه پرته هم په خپل ماهول او د خپل چاپیریال باندې غور کوي او د دغه غور پایله به قطعه کې وړاندې کوي په حیرت انګیزه توګه دې شاعرۍ کې داسې قطعې هم شته، چې هغي کې د غزل موضوعات کوم، چې عا دي راغلي خو بل خوا لویه شمیره یې د غورو فکر بلنه ورکوي، چې دي نه ددې خبرې اندازه کیدای شي.

ځینو ډیرو اهمو خبرو ته اشاره کوي، چې د هغه په فکر و نظر باندې شاره دارې دي:

چې تعصب سره دې فکر وده نه کړي

په غنمو کې جودر دي راشنه شوي

تش په نوم د مارغه نشي الوتلی

څه که چرګ پورې وزر دي راشنه شوي

که هر څو یې څپې وشندي حسنه

اخیر یو ځای شي خځلې په اوبو کې

لور یې ویلې کړه خنجرېې ترینه جوړ کړ

دلته جنګ د رزق ګټلو وسیله ده

هره غوټه کش کوي خوې ته یې نه وړي

پښتانه راخیستې داسې مشغله ده

دلته یې شهید بولي خر اوسه

نوم به د قاتل ګوره په پام اخلې

څومره یې ، چې خلک ډیر وژلي وي

هومره به یې نوم په احترام اخلې

رهبران مو نابغه او اتلان وي

دا وطن نو بیا د چا د لاسه خوار شو

موږ ته هم د ژوند په لارو پسې اوځو

چې له جنګ نه په قبرو کوي اوزګار شو

د تهذیب لباس زاړه وحشت اغوستی

د ځواکمن ده لا خبره زوروره

د حیوان غوندې پروت در کې ضمیر وي

چې په نوم د انسان ګرځې بې هنره

ستا تصویر دی د مخ شمع پکې

چې یې سترګې دی نن بیا ډکې له نمه

د حسن د شعر لفظونه بل څه نه دي

خو بس اوښکې دي څڅیږي له قلمه

ته چې خفه شې په ما شعر راولې

ته چې پخلا شې زمزمه یې کړمه

پریږده سکوت د تنهایي مې مات کړه

غم دې را پریږده، چې نغمه یې کړمه

د لاندې دوو قطعاتو نه معلومیږي، چې شاعر یو خوا که د ښایست او محبت سره خپل د زړه رشته نه پریکوي بل خوا هغه د مني ښایست دی رشتې سره د ذهن حواله هم ژوندی ساتي او په هغه هر څه سوچ و فکر کوي، کوم، چې نن د معروضي ژوند یو برخه ده. معروضي ژوند ته د هغه فکری رسیدنه کې د کتاب نامه هم زموږ مرسته کوي. چې ژوند د هغه یار لکه د یو وجودی ښایست په شان داسې یو عمل دی، چې وروستنئ نتیجه یې نیشت دی ځکه هغه وایي:

هر ساعت په مثال مړی د لحد دی

مړي چا دي ژوندي کړي په ژړا

خو د وحدت الوجودیانو ټول جبریت کې د تلونکي وخت دا احساس ډیر بنیادي نکته ده، ځکه صوفیانه معقوله ده، الوقت القاطع وخت پریکونکې توره ده ددې جبریت نتیجه کې هغوي د ټولنې نه تیښته وکړي او رحصت وکړي ولې روح یې رد عمل کې بیرته ټولنې ته راستون شي،زیات نه زیات خوند ترې اخلي او وجودی د دې نیست له ویرې د خپل وجود اثبات په ځینو داسې کیفیاتو کوي، چې په ښکاره علت نه لري لکه، خپګان، مایوسي، تنهایي، خاموشي، کراهت او وغیره. ځکه دلته د شاعر رویه ژوند ته نه ده نه وجودي بلکې روح دی. یعنې هغه د ژوند نه د خپل وجود اثبات د ژوند د رنګینو په ذریعه باندې غواړي.

خو دې سره سره موږه ګورو، چې په غیر شعوري توګه هغه ځي، چې لوی ثبوت یې د هغه نظم ملنګ او باچا دی، چې دا ثبوت ورکوي، چې نظریې او مفکوري، چې د تحریک له مخې وغورځیږي نو بیا د ذهني روایتونو برخه اومومي. په هر حال دا شعري مجموعه موږ ته دا ښایي، چې لیکونکی یې په ذهني توګه فعال ژوند کوي او د هغه تخلیقي واردات، چې په هغه باندې څه منکشف شوي ددغه انکشاف نه هغه غزل، قطعه او نظم جوړولی شي او په لوستونکي یې منلی هم شي ځکه، چې هغه پر متخیلانه او فکري دواړو حوالو باندې د خپل تخلیقي شخصیت د دوه اړخونو تر منځه د توازن او اعتدال ساتلو په هنر باندې هم پوهیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب