پیښور و، نوتیه وه، بریښنا تللې وه. د نولس سوه نویمو کلونو لومړي وختونه و. په بیټک کې میلمانه وو، ما له کوره څراغ وروړ پلار مې وویل چې مه یې راوړه هوا نوره هم تودوي میلمنو هم دا غږ غبرګ کړ. په همدې ګرمه تیاره کې دا بحث روان و چې کمپیوټر د خطاطي هنر وژلی او ځینو ویل چې یوه وړوکي ماشین د خطاطانو روزي واخیسته. په دغه تاوده بحث کې زما پلار دا خبره کوله چې اصیل هنر نه مري زما په زړه کې راتیریده چې پلار مې په خپله هر وخت د نی قلم په لاس کې وي، خطاطي کوي، خطاطي یې خوښه ده، زړه یې نه کیږي چې د دغه هنر د مرګ خبر واوري.
په لومړیو کلونو کې چې په کمپیوټر کې پښتو ژبه داخله شوه کمپیوټر نستعلیق خط نه لیکه د همدې لپاره به د ځینو نویو کتابونو عنوانونه او د کتاب بسم الله خطاطانو لیکله وروسته دا ستونزه حل شوه کمپیوتر مختلف ډول کمپوزونه کول. خو خطاطي بیا هم ورکه نه شوه، په همهاغه نویمو کلونو کې په پیښور کې د افغان کډوالو د خطاطي کورسونه چلیدل د همدې خطاطانو یوه ایت الکرسي شریفه تر ډیرو زموږ په کور کې په دیوال راځوړنده وه. دې خطاطي د کمپیوټر له نستعلیق سره دا توپير درلود چې ځیني حروف به یې نیم لیکل شوي و، د ځینو توریو اخره به یې داسې ښکاریده لکه رنګ چې وچ شوی وي ځیني یاګانې به سره ورته وې، ځیني به بیا سره ورته نه وې، دغه بینظمي کمپیوټر نه ساتله، نو همهاغه د فرانسوي فیلسوف ژان پل سارتر(۱۹۰۵-۱۹۸۰ م) خبره ده چې ښایست په بې نظمي کې نظم دی.
د کمپیوټر او (اې ای) ټکنالوژي توپیر دا دی چې کمپیوتر اله ده، کیسه باندې لیکو راته کمپوزوي یې، واک پکې د انسان دی خو د (اې ای) چټ جي پي ټي په خپله بشپړه کیسه راته لیکي.
چټ جی پي ټي (ChatGPT) د Generative Pre-trained Transformer
ټکنالوژي په اساس کار کوي، چې د OpenAI لخوا جوړه شوې ده او څوک ورسره سوال ځواب په لیکلې بڼه کولی شي. د جټ جي پي ټي لومړۍ نسخه د دوه زره دوه ویشتم کال په نومبر کې په عام ډول خلکو ترلاسه کړه.
دا ټکنالوژي یوازې هغو پوښتنو ته لکه په ګوګل سرچ کې چې یې کوو، ځواب نه وایي دا دا توان هم لري چې ادبیات وپنځوي. ما په چټ جي پي ټي کې ولیکل:
« یو څوک واده کوي، پيسې نه لري له خپل پلار سره جنجال کوي بیا د واده په ورځ دښمان په دې کس ډزې کوي. په دې پیښه باندې لنډه کیسه راته ولیکئ»
ChatGPT said:
لنډه کیسه: “نامراده هیلې”
لطیف د خپلې ځوانۍ ټولې هیلې د واده په شپو کې لټولې. هغه یو ساده ځوان و، خو په زړه کې یې ستر خوبونه وو. کورنۍ یې غریبه وه، او له خپل پلار سره یې تل په دې خبرې جنجال کاوه چې څنګه به د واده لګښتونه برابروي. پلار یې ورته ویل: “زویه، زموږ د وس خبره نه ده. ما او ستا دواړو لپاره دا ډېر لوی کار دی.” خو لطیف په ټینګه غوښتنه کوله چې د خپلې خوښې نجلۍ سره واده وکړي. هغه فکر کاوه چې که هر څه وي، واده باید وشي.
د واده ورځ راورسېده. د دې ورځې لپاره لطیف له خپلو دوستانو نه پورونه اخیستي وو، خپل ټول عزت او ابرو یې د دې مراسمو په خاطر قربان کړې وه. په زړه کې یې خوښي وه چې بلاخره د هغه هیلې پوره کېدونکې دي. کورنۍ او دوستان په خوشالۍ سره راغلي وو، نغارې غږېدلې، او د واده شېبې په شانداره ډول پېل شوې.
خو ناڅاپه، د لیرې څخه د یو موټر په حرکت کېدو سره د لطیف د زړه درزا تېزه شوه. دا هغه دښمن و چې له ډېر وخت راهیسې له لطیف سره شخصي تربګني درلوده. دښمن موټر ودراوه، ټوپک یې راواخیست او بې له څه وېرې یې ډزې پیل کړې.
په یوې شېبه کې خوشالۍ په ماتم بدله شوه. لطیف په خپلو جامو کې ټپي پروت و، خو په سترګو کې یې لا هم د راتلونکي ژوند خوبونه او هیلې وې. د واده نغمې په چیغو بدلې شوې. د خلکو په منځ کې ګنګس حالت رامنځته شو. پلار یې په ژړا شو او په غم کې ډوب شو.
لطیف ورو ورو سترګې پټې کړې، او د هغه ټول خوبونه د تورې شپې په تیارو کې له منځه ولاړل. واده چې د ژوند نوې پیل ته تیار شوی و، په غم بدلېده، او د دې ټولو د هيلو پای د یوه حسد او تربګني په اور کې وسوځېده.
******
کیسې ته یې د (نامراده هیلې) نوم انتخاب کړی چې له پیښې سره مرتبط دی، د کرکټر لپاره یې د لطیف نوم خوښ کړی دی. د کیسې په اخره کې یې دا تبصره هم په خپله راته ولیکله: « دا کیسه د هغو خلکو داستان دی چې د ژوند له ستونزو سره مخامخ کېږي، خو د تقدیر لاس یې هېڅکله هم نه پرېږدي.»
له دې څخه چاته دا پوښتنه پيدا کیږي، چې د داستان لیکلو ګیلم له نوې ټکنالوژي سره په ټولیدو دی؟
د دې سوال ځواب هم هو دی او هم نه. که چیرته دا د ( نامراده هیلې) کیسه یوه ځوان ماته رالیږلې وای او راته لیکلي یې وای چې خپل نظر ورته ولیکم. نو ما به ورته لیکل چې د کیسې نثر مو روان دی داسې نثر دی چې د کیسې لپاره مناسب دی. د کیسې عنوان داسې دی چې لوستونکی د کیسې له انجامه وار له مخه خبروي سرلیک یې ښه دی چې بدل شي. د کیسې لومړۍ جمله مو تلوسه لري هغسې تلوسه چې اکثر افغان لوستونکي یې له داستانه غواړي.
د دوهم پاراګراف او لومړي یوه ترمنځ زماني واټن ممکن په یوه جمله ډک شي. د کیسې ځیني صحنې داسې دي چې لیکوال پکې مداخله کړې ده، مثلا د « هغه ټول خوبونه د تورې شپې په تیاره کې له منځه ولاړل» خو داسې جملې پکې ډیرې نه دي. په پښتو چاپ شویو کیسو کې داسې ګڼې کیسې لرو که لږ هڅې زیاتې کړئ معیاري کیسې به ولیکئ.
اوس به همدا کیسه د ښو هنري کیسو په تول وتلو:
«لطیف د ځوانۍ ټولې هیلې د واده په شپو کې لټولې» په دې جمله کې د « ټول» کلمه عمومي حکم دی. د لطیف « په زړه کې ستر خوبونه و» د « ستر» کلمه لکه د « ټول» عمومي ده. « له پلار سره یې تل جنجال کاوه» د « تل» لفظ هم عمومي دی.
«لطیف له خپلو دوستانو نه پورونه اخیستی وو، خپل ټول عزت او ابرو یې د دې مراسمو په خاطر قربان کړي وه» دلته بیا عمومي حکم دی « ټول عزت او ابرو» څومره دی؟
«هغه یو ساده ځوان و» ناقدان وایي، په کیسه کې څه ښکاره کوئ وایئ یې مه، دلته وینا ده. چټ جي پي ټي کرکټر ساده بللی دی، ساده یې راښکاره کړی نه دی. « کورنۍ یې غریبه وه» دا هم وینا ده، غربت نه راښکاره کوي.
«کورنۍ او دوستان په خوشالۍ سره راغلي وو» په دې جمله کې د «خوشالي» قید ښکاره کول په وینا بدل کړې دي، خو دا وینا بیا دستي په یوه تصویر کې ښکاره شوې ده« نغارې غږیدلې».
« د واده شیبې په شانداره ډول پيل شوې» شانداره ډول څرنګه ډول دی؟
«دښمن موټر ودراوه» دلته کرکټر دښمن بلل شوی دی، ښکاره شوی نه دی. په همدې پاراګراف کې دا تصویر نه دی وینا ده« بې له څه ویرې یې ډزې پیل کړې» همدا راز لیکي « په یوې شیبې کې خوشالۍ په ماتم بدله شوه» دلته هم وینا ده خو دا وینا یې هم دستي په بله جمله کې سمه کړې ده« لطیف په خپلو جامو کې ټپي پروت و» البته دلته د « خپلو جامو کې» اضافي دی. په دې نثر کې کلیشه جملې هم شته، لکه:
« د هغه ټول خوبونه د تورې شپې په تیارو کې له منځه ولاړل»
دا کیسه په وینا پای ته رسیدلې« واده چې د ژوند نوې پیل ته تیار شوی و، په غم بدلېده، او د دې ټولو د هيلو پای د یوه حسد او تربګني په اور کې وسوځېده.»
د دغو نیوکو معنا دا نه ده چې چټ جي پي ټی یې نه شي راته سمولی. دا ټکنالوژي په خورا چټکۍ په بدلیدو ده. د ۲۰۲۴ کال د سپتمبر د وروستیو شپو د نړۍ د مشهور لیکوال یووال نوح هراري وینا ده چې ( اې ای) ټکنالوژي لا د لاوا په اندازه ده، چې په پنځلس-شل کلونو کې به په تیراکس ډاینسور بدله شي.
پوهان دا ټکنالوژي له یوه زده کوونکي سره تشبیه کوي چې ورځ تیریږي نوي شیان زده کوي او هرڅومره چې یې اطلاعات زیاتیږي همهغومره دقیق کیږي او تکړه کیږي.
( اې ای) ټکنالوژي دومره سریع وده کوي چې ما د سپتمبر په وروستۍ اونۍ کې ترې وغوښتل چې شعر راته ولیکي، شعر یې منثور راته ولیکه خو د اکتوبر په څوارلسمه یعني نژدې دوې اونۍ وروسته یې موزون شعر راته ولیکه. البته لاهم په پښتو ژبه کې دا هڅې هغسې ګړندۍ نه دي لکه د نړۍ په پرمختللیو ژبو کې چې ژر ژر تغییر پکې راځي.
د « نامراده هیلې» لیکل شوې کیسه د څو مخکښو لیکوالو او کره کتونکو د ویناوو په اساس:
ادګار الن پو(۱۸۰۹-۱۸۴۹ م) د لنډې کیسې د تعریف په برخه کې ټینګار کوي چې دا مهمه ده چې یو مرکزي احساس، موضوع او پیغام وړاندې کړي. یعنی لنډه کیسه د یوه پيغام د رسولو غوره ادبي فورم ګڼي.
د چټ جي پي ټي په لیکلې کیسه کې دغو ټکیو ته پام شوی دی.
هنري جیمز(۱۸۴۳-۱۹۱۶ م) په دې باور دی چې لنډه کیسه د یوې ځانګړې شیبې، حالت یا احساس په اړه وي او ډیر جزییات باید د مرکزي کرکټر د ژوند اړوند وي.
دا غوښتنې هم د چټ جي پي ټي په لیکلې کیسه کې تر یوه بریده په ځای شوې دي.
فرانک اوکانر(۱۹۰۳-۱۹۶۶م) بیا لیکي چې لنډه کیسه د فرد د شخصي تجربو او د ټولنې په اړه وي او په دې کې دې د یوازیتوب او بیلتون حس څرګند شي.
دا تعریف له دې پلوه د چت جي پي ټي په کیسه باندې تطبیقیږي چې د شخصي تجربې او ټولنې په باره کې ده او یوازیتوب هم یو ډول پکې احساسیږي.
ارنست همینګوې(۱۸۹۹-۱۹۶۱ م) وایي، په لنډه کیسه کې د « کنګل تیوري» ته وده ورکړه یعنی کیسه ساده پيښې ښکاري خو په تل کې ژورې معناوې لري.
د همینګوی د خبرې یوه برخه چټ جي پي ټي مراعات کړې ده چې ساده پیښه یې لیکلې خو ( ژورې معنا) ډیرې خبرې رانغاړي چې سپړل غواړي.
د چټ جي پي ټي لیکلې کیسه ( نامراده هیلې) درې سوه دیارلس کلمې ده. دا شمیره د هغو کره کتونکو په وینا کمه ده چې د لنډې کیسې په اړه وایي چې باید له زرو تر اووه نیم زرو پورې الفاظ ولري ځیني بیا وایي چې تر لس زرو پورې هم پروا نه کوي، خو که تر زرو لږ کلمات لري هغه په فلش فیکشن یا لنډکۍ کیسې کې شمیرل کیږي. که څه هم انتون چخوف (۱۸۶۰-۱۹۰۴ م) وایي، لنډه کیسه باید یوازې د یوې پیښې یا یوه حالت انځور وي او بیځایه اضافي جزییات ونه لري بلکې مختصره وي. ارنست همینګوې هم همدا خبره کوي او وایي چې لنډه کیسه باید په لږو الفاظو ډيرې خبرې راته وکړي، چې په دې ډول هاغه د مشخصو کلماتو نظر ممکن په یو ډول رد شي، خو بیا هم که څوک ټینګار کوي چې کلمات مهم دي لکه زموږ په کلاسیک ادب کې چې به یو وخت دا خبره د غزل په برخه کې مهمه بریښیده چې بیتونه یې باید جفت نه وي او تر اوو بیتونو که یې شمیر کم شو هغه غزل نه دی. نو له (چټ جي پي ټي) څخه مې د همدې نظر په اساس چې د الفاظو شمیر مهم ګڼي وغوښتل چې د نامراده کیسه په تفصیل راته ولیکه:
ChatGPT said
تفصیلي کیسه: “نامراده هیلې”
لطیف د یوې غریبې کورنۍ زوی و. هغه په کوچنیتوب کې د خپلو همزولو په څېر په خندا او لوبو بوخت و، خو د ژوند سختیو په ډېر کم وخت کې هغه زوړ کړ. کله چې یې پلار د کور د لګښتونو لپاره له سهاره تر ماښامه کار کاوه، لطیف هم ورته په اوږو بار و. د تعلیم لپاره یې زړه نه ښه کاوه، ځکه پوهېده چې کورنۍ یې د هغه لپاره کومې لویې هیلې نه لري. خو د زړۀ په تل کې یې یو خوب ساتلی و، د خپلې خوښې نجلۍ سره واده کول. نجلۍ د هغه ګاونډۍ وه، او لطیف هره ورځ په پټه ورته کتل.
کله چې لطیف د واده په عمر شو، زړه یې د ډېر وخت راهیسې پرېکړه کړې وه. هغه یوه ورځ خپل پلار ته د خپلې خوښې نجلۍ په اړه وویل. پلار یې لږ وخت چوپ پاتې شو، بیا یې ژوره سا واخیسته او په غوسه یې وویل: “زویه، دا خبره به بیا نه تکراروې! واده زموږ د وس خبره نه ده. موږ دومره پیسې نه لرو چې د واده ټول لګښتونه پوره کړو.”
خو لطیف پخپله پرېکړه کلک ولاړ و. هغه په مینه کې داسې ډوب و چې د فقر او بدبختۍ هیڅ څه یې ورته مانا نه درلوده. له خپلو دوستانو سره یې د پیسو په اړه خبرې وکړې، هغوی ورته د پور وړاندیز وکړ، او لطیف پرې زړه ښه کړ. په دې ډول یې له خپل پلار سره جنجالونه پیل شول. پلار یې په یوه ورځ په ناهیلۍ ورته وویل: “زویه، که دې واده وکړ، نو زموږ ژوند به نور هم په ستونزو کې ګېر شي. خو که پخپله پرېکړه ولاړ یې، زه دې نور هېڅ نشم ویلی.”
په پای کې لطیف خپل پلار ته وویل: “پلار جانه، زه خپل واده خپله ترتیبوم. تاسو ته هېڅ تکلیف نشته.”
واده یې په شانداره توګه جوړ شو. هغه په ټول توان سره هڅه وکړه چې د مراسمو ټول لګښتونه برابروي. د نغارو غږونه پورته شول، د ګاونډیانو په کورونو کې نڅا پیل شوه، او دوستانو د خوښۍ جشنونه جوړ کړل. خو په دې شانداره ورځ کې یو تور سیوری هم موجود و. یو داسې سیوری چې لطیف د ډېر وخت راهیسې له ځان سره لېږداوه—د هغه پخوانی دښمن، شاهد.
شاهد له لطیف سره له ډېر وخت راهیسې شخصي تربګني لرله. کله چې لطیف شاهد ته ښکاره کړل چې دی نجلۍ سره واده کوي، شاهد په قهر شو، ځکه هغه هم په پټه دې نجلۍ ته مینه درلوده. د لطیف خوشالي او د هغه پرمختګ د شاهد لپاره د منلو نه وو.
د واده مراسمو په منځ کې، کله چې ناوی او زوم د ژوند د نوې لارې په پیل کې وو، یو موټر له لیرې څخه د مراسمو ځای ته نږدې شو. د خلکو خوشالۍ ناڅاپه ودریده، او یو څو سترګې دې موټر ته کتل. دا شاهد و، چې د انتقام اور یې په زړه کې بل و. موټر یې ودراوه، او په بې رحمه ډول یې ټوپک راواخیست. بې له څه خبرې، یې ډزې پیل کړې.
په شېبه کې د واده خوشالي په ویر او غم بدله شوه. لطیف په خپلو وادهيي جامو کې پر ځمکه ولوېد، ټپي شوی و، او له ژورو ټپونو څخه یې وینه روانه شوه. د نغارو غږونه په چیغو او د خلکو په ویر او ژړا بدلې شوې. شاهد په خپل موټر کې وتښتېد، او د خلکو په منځ کې ګډوډي خپره شوه.
لطیف د خپلې مور او پلار تر څنګ پروت و، په سترګو کې یې لا هم د راتلونکي ژوند هیلې او خوبونه وو. هغه ورو ورو د خپل وروستي سا اخېستو په حال کې و. پلار یې په غم او پښیمانۍ سره ورته کتل، او زړه یې ټوټې ټوټې کېده.
لطیف په دې وروستیو شېبو کې په پټه خوله پاتې و، خو په زړه کې یې یوازې یو ارمان و—چې که یې ژوند نور هم دوام موندلی وای، او د واده خوښۍ یې له لاسه نه وای تللې. خو د هغه خوبونه د دښمن په حسد او تربګنۍ کې وسوځېدل.
لطیف خپل وروستی سا واخیست، او ټولې هیلې یې د دې نړۍ سره خدای پاماني وکړې. واده چې د خوشالۍ او نوې لارې پیل و، په غم او ویر بدله شوه. ناوې چې د نوې کورنۍ په خیالونو کې ډوبه وه، اوس په ژړا او سلګیو کې پټه شوه، او کورنۍ یې له یو نامراد تقدیر سره مخامخ شوه.
دا کیسه د هغو کسانو لپاره یوه نښه ده چې په ژوند کې د خپلو هیلو د لاسته راوړلو لپاره مبارزه کوي، خو کله ناکله د حسد، نفرت او تربګنۍ اور په دې هیلې او خوبونه کې سوځېږي.
***
د کیسې په پای کې دا تبصره هم د (چټ جي پي ټي) ده. دلته دا سوال بیا د چا په ذهن کې ورګرځي چې له داسې ټکنالوژي سره به د هنري کیسو برخلیک څرنګه شي؟
د دې پوښتنې تر څیړلو مخکې د (چټ جي پي ټي) د تفصیلي کیسې د ستونزو په اړه:
دا کیسه اووه سوه اتلس کلمې ده چې وړیا چټ جي پي ټي راته لیکلې ده. همدا ټکنالوژي اوس څو ډوله ده د ۲۰۲۳ کال د فبروري له لومړۍ نیټې راپه دې خوا CHATGPT Plus هم فعاله شوی دی چې دا بیا په پيسو دی او ډیر دقیق دی. البته تر دې شیبې چې دا مقاله لیکم ( چټ جي پي ټي ۲)، ( چټ جي پي ټي ۳) او ( چټ جي پي ټي ۴) هم کار کوي چې پيسې غواړي. د ( اې ای) په مرسته ( کو پایلټ) هم موږ ته نن سبا په پښتو ژبه د چټ جي پي ټي په څیر کیسه لیکي.
که بیا وړیا( چټ جي پي ټي) ته ولیکم چې د نامراده هیلې کیسه راته لږ نوره اوږده کړي دا کار هم په څو ثانیو کې کوي. د دې کیسې شننه:
دلته بیا په کیسه کې وینا زیاته شوې ده:
د «غریبي کورنۍ دی» غریبي یې نه راښکاره کوي
وینا: «د ژوند سختیو په ډیر کم وخت کې هغه زوړ کړ»
وینا: «د تعلیم لپاره یې زړه نه ښه کاوه»
وینا: «لطیف ته د فقر او بدبختۍ هیڅ څه مانا نه درلوده.»
وینا: «له خپل پلار سره یې جنجالونه پيل شول»
وینا: «واده یې په شانداره توګه جوړ شو»
وینا: «په بې رحمه ډول یې ټوپک راواخیست»
په دې اوږده کیسه کې دښمن د لومړۍ کیسې په څیر بې نومه نه دی، دلته د دښمن نوم شاهد دی.
وینا: «لطیف شاهد ته ښکاره کړل چې دې نجلۍ سره واده کوي، شاهد په قهر شو»
زموږ د اکثر کیسه لیکوالو په څیر لیکي: «هغه لږ وخت چوپ پاتې شو بیا یې ژوره ساه واخیسته او په غوسه یې وویل» دلته دغه (لږ زمان) نه دی ډک شوی ویل شوی دی او په غوسه ویل وینا ده چې کره کتونکي کیسه لیکوال هڅوي چې تر وسه وسه ډډه ترې کوي.
عام حکم : «هغه په کوچینیتوب کې د خپلو همزولو په څیر په خندا او لوبو بوخت و.»
کلیشه: «لطیف په مینه کې ډوب و»
کلیشه: « د انتقام اور یې په زړه کې بل و»
د ژورنالیزم اثر: «د پیسو په اړه یې خبرې ورسره وکړې او هغوی ته یې د پور وړاندیز وکړ»
یو نیم ځای په نثر کې تیروتنه شته، مثلا لیکي: « یوڅو سترګی دې موټر ته کتل» یا مثلا: «لطیف په دې وروستیو شیبو کې په پټه خوله پاتې و». همداراز لیکي: «لطیف خپل وروستی سا واخیست»، همداراز لیکي:« واده چې د خوشال او نوې لارې پيل و په غم او ویر بدله شوه».
کله چې ګوګل په دوه زره شپاړسم کې پښتو ژباړه پيل کړه، ډیر کله به یې یو شی داسې عجب او غریب وژباړه چې د چا به خندا ورته راتله، خو ورو ورو دا ټکنالوژي د ډیټابس د پراخولي، د کاروونکو د نظریاتو، د ټکنالوژي د پرمختګ، په ځانګړي ډول د ای ای له پرمختګ سره یو څه دقیقه شوه. چټ جي پي ټي چې په خورا پرمختللې ټکنالوژي سمبال دی بدلون پکې ډیر سریع دی. د کیسو په برخه کې به له ښکاره کلیشه جملو ممکن په لنډ وخت کې ځان خلاص کړي د وینا مساله به هم حل کړي، له عمومي حکم څخه به هم ډډه وکړي او هغه کیسه چې تر پیښې راڅرخي، تلوسه لري، پیل لري، اوج لري، پای لري… دا هرڅه به سم کړي اما هغه کیسه چې د لیکوال د حواسو یوه شیبه ده چې د پيښې شاته یې یو سیوری شته، د هغه سیوري شاته ممکن بل سیوری پروت وي او په یو ځل لوستو یو مفهوم ترې واخلو، په بل ځل لوستو یې ممکن زموږ نورو شیانو ته ورپام شي، په یوه زمان کې یو رنګ راته ښکاري په بل زمان کې بل رنګ راته ایسي دغه کیسه به هم ( اې ای) راته ولیکي او که اصول به مراعاتوي او داسې دقیق به یې پلي کوي لکه د ساینسي کتابونو فورمولونه. ساینس له هنر سره دا توپير لري چې کله ساینسي کتاب زده شي بیا یې نه لولو او د چخوف او همینګوې کیسې که شل ځله ولولو بیا مو هم ممکن لاس وروغځیږي، د لوستو لپاره یې راواخلو او نوي څه پکې ومومو.
د کیسو موضوعات محدود دي لکه مینه، ټولنیزې ناخوالي، ازادي، اختیار، مرګ، بقا، مذهبي او اخلاقي موضوعات، ناامیدي، خیانت، داخلي ذهني جنجال او داسې څو نور عام موضوعات شته چې کیسه ترې جوړیږي او دغه موضوعات بیا کم فروعات لري لکه په مینه کې کامیابي، ناکامي، پرمختګ، شاتګ یا د مینې یوه لحظه او شیبه…همدغه موضوعات بیا یو ډرامي حالت غواړي چې هغه هم په شمار دي، لکه اسره، غچ، ډار، تمه، تظاهر، جنایت، قرباني، مادي خطر….
دغه محدود شیان خو اې ای ټکنالوژي د سترګو په رپ کې خپلولی شي. اما ځیني شیان انفرادي دي کوم خوب چې یو کس ویني هیڅوک یې هغسې نه ویني، کوم درد او خوښي چې یو کس احساسوي بل یې همهغسې نه درک کوي.
زه چې کله سپوږمۍ د غره په سر ګورم ښه نه راته ښکارې خو کله چې سپوږمۍ په هواره کې ګورم عجیب کیف کوي، کله چې لمر په هواره کې ګورم هغسې خوندور نه وي، لمر د غره په سر ښه راته ښکاري. زما سیخ سړک خوښیږي چې په اخره کې یې لوړه وي. چې کلي ته ماښام ځم خوندونه راغونډوم خو همدا کیف بیا په تیاره کې نه احساسوم. زه چې کله له ښاره په موټر کې وځم او د سهار اته بجې شاوخوا وي زړه مې په تنګیږي دې ته مې فکر وکړ علت یې دا راته ښکاره شو چې په کوچینواله کې به تل په کور کې دا خبره کیده چې مکتب ته مه ناوخته کیږه هغې خبرې تر اوسه زما ذهن نیولی دی، د ماشوموالې بل اغیز مې په وړو شنو، زرغونو او سرو څراغونو کې لیدلی دی، د جشنونو په ورځو به دا څراغونه لګیدل دا دی لسیزې وروسته د پراګ په هغه کلي کې چې زه ژوند کوم یوه ګوښه کوڅه ده هلته یو چا د خپل کور په غولي کې همدا واړه رنګه څراغونه لګولي وي، زه چې کله ماښام ناوخته له دې کوڅې تیرشوی یم په شیبو شیبو ورته تم شوی یم. دغه خوند، کیف او احساس د هر انسان د ژوند د تجربو زیږنده وي د هر چا ژوند بدل دی او د هرچا تجربې مختلفې دي. خپل احساس خپل راز دی، کله چې په کیسه کې خپل راز له اصولو سره سم بیان کړو هغه په هنر بدلیږي.
کیسه د لیکلو په وخت خپل اختیار هم لري. معاصر لیکوال سټیفن اډوین کینګ وایي کیسه پریږدئ چې په کوم لور درومي، ځکه چې کیسه د ده په وینا ځانته ژوند لري او لیکوال یې لارښود دی.
جي. کي. رولینګ د « هري پاټر» لیکواله بیا وایي، کله چې یې د کیسو لړۍ پیل کړې ده بعضي برخې او کرکترونه یې وار له مخه پلان کړي وو، خو څرنګه چې یې فکر کاوه، کیسه په هغه لورې نه ده تللې. دا اعتراف کوي چې ځیني کرکټرونه او ځیني موضوعات د لیکلو په وخت په کیسه ورزیات شوې دي.
ښایي د کیسې لیکلو ممارست د دې سبب شي چې کیسه بیا خپله لاره وهي. بل لور ته همدا تمرین د یو ډول توازن محتاجه دی مثلا کله چې یو تکړه کیسه لیکوال د مینې په باره کې شل کیسې لیکي دا کیسې به سره ورته نه وي ځکه چې زمان اوښتی دی د هرې کیسې د لیکلو د وخت زمان بدل دی، خو که چیرته په همدې یوې موضوع په یوه ورځ یا د ساعتونو په واټن کې کیسه ولیکئ شباهت به پکې زیات شي همهغه دی چې هنري ارزښت یې کمیږي او دا ډول لیکنې یو ډول پلجریزم بلل کیږي.
ښه کیسه کلمات نه دي چې یو نکل راته بیانوي ښه کیسه هغه ده چې په کتار کړیو الفاظو کې یې یو ځانګړی احساس نغښتی وي. دا احساس عام نه دی خاص دی.
هیڅوک د چخوف کیسې بیا په خپل نوم له تغییر سره نه شي چاپولی او خپلولی ځکه چې دا شخصي دي، د منفرد شخصیت دي د هغه د حواسو تاریخ دی نو که چیرته یې په خپل نوم خپرې کړي په لوستونکي باندې به هغه اغیز ونه کړي لکه د چخوف لیکلې کیسه، ځکه چې حقیقت که وینو یا یې نه وینو یو تاثیر کوي.
کیسو ته د منفردو تجربو او احساساتو انتقال هم اصول غواړي او هم صدق ته متحاجه دی. اصول تر لیکوال ( اې ای) ممکن ښه تطبیق کړي خو له صدق سره به څه کوي؟!
لیکوال د متن په مټ یوازې موضوع نه انتقالوي، یوازي احساس نه انتقالوي، یوازې عاطفه نه انتقالوي موږ ته د متن په مټ صدق انتقالوي.
که ښه کیسه لیکوال د لیکلو په وخت شهرت ته پام کړی وی، د لیکلو په وخت یې د کیسې چاپ ته پام کړی وي، دې ته یې توجه کړې وي چې تر بل ښه ولیکم، دې ته یې پام کړی وي چې ډير لوستونکي جذب کړم … صدق متاثره کیږي.
کیدای شي چې څوک استدلال وکړي چې اې ای ټکنالوژي ده، په شهرت څه پوهیږي، د بل په جذبولو او تر بل په ښه لیکلو څه خبر دی؛ خو په کیسه کې دوه اړخیزه صدق او عاطفه شته یوه د لوستونکي ده یوه د لیکوال ده.( ای ای) ذي روح نه دی چې په صدق پوه شي، دی موږ ته کاپي کوي په دې توپیر چې پخوا به فوټو کاپي ورته کاپي راته ایسته او اې ای له مختلفو کاپيانو یوه کاپي جوړوي.
په کیسه کې دوه اړخیزه صدق او عاطفه شته یوه د لوستونکي ده یوه د لیکوال ده.( ای ای) ذي روح نه دی چې دغه صدق راسره شریک کړي.
د ( زه پوهیږم چې د قفس مرغه ولې سندرې وایي) اټوبیوګرافي لیکوالې مایا انجیلو(۱۹۲۸-۲۰۱۴م) وینا ده چې وایي:« خلک به ستا د لیکنو جزییات هیر کړي، خو هغوی به ستا د عواطفو اغیز هیر نه کړي هغه به یې په یاد وي»
د لیکوال عاطفي صداقت د دې سبب کیږي چې کیسه لوستونکی جذب کړي. مثلا د یوه بهرني منلي لیکوال کیسه چې کله ژباړو ممکن هغسې اغیز ونه کړي لکه څومره چې همهغه کیسه په اصلي ژبه کې لولو ځکه چې د مبدا په ژبه کې د لیکوال او اثر رابطه ډیره خوندې شوې ده. د ( اې ای) ټکنالوژي له دغسې فردي هنري صداقته تشه ده.
موږ وایو، زړه زړه ته لاره لري، دا هم وایو چې هغه خبره چې له زړه پاڅي په زړه کښیني. دغه زړه د یوه کس دی یعني د هنر شاته یو منفرد شخصت دی، د هغه مشاهده ده چې د انسانانو مشاهده په کل کې یوه ده، خو په جزء کې یوه نه ده. د هر کس عاطفه او خیال هم ځانګړی دی او له نورو سره یو رنګ نه دی ځکه کله چې د دغې انفرادي عاطفې او خیال په مټ کیسه لیکل کیږي هغه تاثیر کوي، د دې لپاره تاثیر کوي چې نوی شی زموږ مخې ته ږدي، که نوی نه وي خوند نه کوي او هنري ارزښت یې کمیږي.
( اې ای) منفرد شخص نه دی. د (اې ای) شاته نور ګڼ کسان دي. چې کله هنر عمومي شو انفرادي خاصیت یې له منځه ځي، خیال بیا خیال نه وي.
کیسه لیکوال د یوه فرد په صفت د یوه زمان په یوه مکان کې خیال په هغه واقعیت بدلوي چې ده درک کړی دی، دغه خیال بل څوک همداسې نه احساسوي، که یې احساس هم کړي په بل واقعیت به واوړي او بدل به شي.
کله چې خیال او واقعیت سره یوځای شي تر رښتوني کیسې یې تاثیر زیاتیږي. د فیلسوفانو په باور خیال یو ساده فکر نه دی، بلکې د انساني پوهې، تخلیق او فلسفې ژوره اساسي برخه ده. د فیلسوف ژان پل سارتر په باور خیال د واقعیت بله نړۍ جوړوي. البته ځیني ښایي داسې فکر وکړي چې رښتونې کیسه د داستان په څیر بیا بیا نه ده لیکل شوې چې صیقل شي او خوند یې ډير شي خو داسې نه ده، مثلا په نړۍ کې هیڅ ژوند لیک د داستانونو په څیر نه پلورل کیږي همهغه ژوند لیک هم بیا بیا کتل شوی دی او دا ځکه د ناول ځای نه نیسي چې د ناول خیال زورور دی. واقعیت راته نژدې وي، خیال تر لرې لرې درومي که سترګې پټې کړو، په غوږونو کې هم څه کیږدو د خیال مخه نه شو نیولی. خیال له واقعیته ورها خوا یوه بله نړۍ ده چې ساحه یې ډیره پراخه ده او په داستان کې له واقعیت سره همغږه کیږي او پر لوستونکي ژور اغیز کوي.
کله چې یو لیکوال له بل یوه څه پټ کړي لیکنه یې خلک نه خوښوي ځکه چې اغیز نه کوي او ځکه اغیز نه کوي چې دا لیکنه یې خپله نه ده. دلته د لیکوال او اثر تر منځ رابطه ده چې پر لوستونکي تاثیر کوي او دا شی ( اې ای) نه لري.
که چیرته زه کیسه لیکم او په دې کیسه کې یوه صحنه د همینګوی له کیسې راواخلم دا کیسه هغه تاثر په لوستونکي نه کوي چې په یوه صادق فکر لیکل شوې وي. کیدای شي چې لوستونکی د همنیګوې له کیسې خبر هم نه وي خو همدا کیسه چې غلا پکې شوې ده په لوستونکي باندې تاثیر نه کوي. دغه صداقت یوازې د بل په باره کې نه دی د خپله لیکوال په باره کې هم دی که لیکوال د دې لپاره لیکوالي کوي چې کیسه یې ډیر خلک ولولي د لیکلو په وخت همدغه احساس هاغه نرۍ رابطه چې د اثر او لیکوال ترمنځ ده او صادقانه رابطه ورته ویلی شو له منځه ځي نو تاثیر یې کمیږي.
له موضوع سره هم صداقت پکار دی ځیني لیکوال ممکن د خلکو د ذوق په اساس لیکنې وکړي او په یوه زمان کې یې خلک خوښې کړي خو داسې لیکنې د ښو لیکنو په څیر اوږدې زمانې نه کچ کوي، مثلا یو زمان یوه نظریه ګل کوي خلک یې ډیره یادوي لیکوال د لیکلو په وخت هڅه کوي چې همدا نظریه خپلې کیسې ته راکاږي. دی به دا کار وکړي، د همدې نظریې پلویان به یې خوښه هم کړي، خو لیکوال خبر نه دی چې د لیکلو په وخت یې صداقت ته شا کړې ده. کله ناکله ځیني لیکوال دې ته ګوري چې مهمه سیاسي موضوع کومه یوه ده، نو د هغه په اړه کیسه لیکي ممکن ډير یې خوښه کړي، خبریالان مرکې ورسره وکړي په نورو ژبه وژباړل شي خو نتیجه به یې دا وي چې دا هم د عمرونو کیسه نه ده چې نورو نسلونو ته به پاتیږي او هغوی به هم خوند ترې اخلي.
د شوروي اتحاد د واکمنۍ په وخت یوشمیر لیکوالو کارګران او بزګران کیسو ته راکش کړل، په افغانستان کې بیا د شوروي د ځواکونو د یرغل پرمهال یوشمیر لیکوالو داسې کیسې ولیکلې چې په پيغام کې یې اسلامي نظام ته تبلیغ شوی و، د جمهوري نظام په وخت ځینو په کیسو کې د فیمینستي نظریاتو د داخلیدو هڅه وکړه خو دغسې پيغامونه که په زوره په کیسه کې ځاییوو هنري ارزښت یې له منځه ځي، اما که چیرته کیسه لیکوال په رښتیا خواري، غریبي تجربه کړې یا عمیقه یې احساس کړې وي بیا کیسه لیکي او د لیکلو په وخت یې دې تبلیغي جهت ته پام نه وي، هغه به یې صادقانه لیکلې وي چې اغیز کوي.
د صداقت په برخه کې یو بل شی هم مهم دی، هغه له خپلو لیکل شویو کیسو او نوې لیکلې کیسې سره خپل منځي صدق دی که چیرته څوک کیسه لیکي او پام یې دې ته وي چې دا کیسه یې تر مخکنۍ کیسې ښه وي بیا هم ناکامه کیږي ځکه چې د لیکلو په وخت هاغه صادقانه مزی چې د لیکوال د احساس، عاطفې او نوې( نه لیکل شوې کیسې) ترمنځ پيدا شوی دی هغه لکه د کاغذباد له بانس سره تړلی تار ښکیږي، که کاغذ پران کیسه فرض کړو په هوا کې به ښه ښکاره شي خو که له بانګس سره تار غوڅ شي، غورځیږي. یوشمیر کیسه لیکوال کله ناکله اعتراف کوي چې ښه کیسه ولیکي بیا ژر بله ښه کیسه نه شي لیکلی، دا ځکه چې ښه داستان په ذهن کې پاتیږي او لیکوال غواړي چې بله کمزورې کیسه ونه لیکي د تیرې کیسې په څیر ښه کیسه ولیکي نو صدق صدمه ویني او هغسې کیسه نه شي لیکلی چې په زړونو کښیني. دلته سوال دا دی چې کومه کیسه په زړونو کښیني:
هغه چې ښه پیل لري دا کار ای ای کولی شي
هغه چې ښه تلوسه او ټکر لري دا هم اې ای ته اسانه دی
هغه چې کرکټر پکې بدل شوی وي، دا هم د اې ای د وس خبره ده
هغه کیسه چې نثر یې ستونزې ونه لري دا هم ای ای کوي البته د دې مقالې د لیکلو تر وخته په پښتو کې لا یومخ له تیروتنو پاک نثر نه شي لیکی خو دا به هم ولیکي.
یو شی چې ای ای نه شي کولی هغه د متن او اثر عاطفي رابطه ده دا ځانګړې وي، مشخصه وي، منفرده وي دغه عاطفي رابطه لکه د پاړوګر موزون کلمات مار نڅوي.
په ورته وخت کې ( اې ای) یو زمان لري هغه د کیسې زمان دی او لیکوال دوه زمانه لري یو د کیسې زمان دی او یو د کیسه لیکلو په وخت د لیکوال خپل زمان دی.
۱. د کیسې زمان (داخلي زمان)
دا هغه وخت یا دوره ده چې د کیسې پیښې پکې رامنځته کېږي. دا کیدای شي لنډ ( د یوې شیبې، څو دقیقو، ساعتونو یا ورځو په اندازه) یا اوږد (د څو کلونو یا نسلونو په اندازه) وي. د کیسې زمان د کیسې د محیط، پېښو او موضوع له مخې ټاکل کېږي، او کیدای شي په تیر وخت، حال یا راتلونکي کې وي. د کیسې زمان لوستونکو ته دا درک ورکوي چې د کیسې پېښې په کوم وخت او حالاتو کې رامنځته کېږي.
مثلا، که یوه کیسه د کابل د نویمو کلونو د کورنۍ جګړې د وخت وي، نو د کیسې زمان د همدې دورې ځانګړتیاوې لري هلته به له چا سره ځیرک ټیلفون نه وي، څوک به لوړ پورې ودانۍ نه جوړوي، ماحول به جنګي وي، د ژوند طرز به هم د جګړې د وخت په څیر وي.
۲. د لیکوال زمان (خارجي زمان)
دا هغه وخت دی چې لیکوال کیسه پکې لیکي. په دې زمانه کې هغه ټول شیان شامل دي چې لیکوال په خپلو حواسو درک کړې دي او حقیقت یې له خیال سره یوځای کړی دی. په دې برخه کې د لیکوال کورنی ژوند، د ده درک کړې ټولنه، درک کړی کلتور، درک کړی تاریخ هر هغه څه چې ده د کیسې تر همدې شیبې خپل کړي یا زده کړي وي ممکن پر کیسې تاثیر وکړي. دغه زمان نه پخوا و، نه به بیا راشي، نه بیا تکرار شي په دې زمان کې له مکان او فضا سره د حواسو له لارې یو تعامل ترسره شوی دی چې د دغه تعامل په نتیجه کې کیسه لیکل شوې ده اما ( اې ای) ټکنالوژي یو مشخص زوړ زمان لري.
یوه د لیکوال خپله تیره زمانه ده او یوه بشري اوږده تجربه ده چې له نسلونو نسلونو لیکوال ته په میراث رسیدلې ده چې د ستر ارواپوه کارل ګوستاو یونګ(۱۸۷۵-۱۹۶۱م) په نظرانسانان یوازې شخصي شعور او تجربې نه لري یو ډول جمعي لا شعور Collective Unconsciousهم شته چې دا شعور د زمان په اوږدو له یوه نسله بل ته لیږدي.
دا جمعي شعور د یونګ په باور تخلیقي اثر ته ممکن موضوع ورکړي، کیسې ته کرکټر ورکړي، سیمبول ورډالۍ کړي، تصویر ورپه برخه کړي…
د یونګ په نظر یو شخصي لاشعور دی چې هلته د یوه کس خپلې تجربې، یادونه او احساسات خوندي شوې دي او ده هیر کړې دي. مثلا په یوه ماشوم بدې ورځې تیرې شوې دي دی غواړي چې دا بد حالت او وضعیت له ذهنه بهر کړي خو په لاشعور کې یې خوندې دي.
بل جمعي لاشعور دی چې په هغه کې د انسانانو مشترکې تجربې دي او دا هغه تجارب دي چې له یوه نسله بل ته او له بله بل ته انتقال شوي دي او هر انسان یې په خپل لاشعور کې لري.
د یونګ په نظر سمبولونه او ارکیټایپونه د جمعي شعور برخه دي او په ډېرو افسانوي او ادبي اثارو کې څرګندېږي. ارکیټایپونه لکه د قهرمان (Hero) چې له ګڼو ستونزو سره مخامخ کیږي او بیا بریالی کیږي، لکه مور (Mother) چې د محبت، ساتنې او پاملرنې سیمبول ده او لکه سیوری (Shadow) چې د شخصیت هغه تور اړخ او یا ناسم افکار، چې د ټول بشریت په کلتورونو او ادبیاتو کې په مختلفو شکلونو سر راپورته کوي.
یونګ په دې باور دی چې هنرمندان ډیر کله د خپل لاشعور او جمعي لاشعور له سرچینو څخه الهام اخلي او د دوی هنر په حقیقت کې د هغو تجربو او سیمبولونو نتیجه ده چې په لاشعور کې شته.
لاشعوري احساسات لکه ویره، خپګان یا اضطراب د انسان په ژوند کې د ستونزو سبب کیږي ځکه چې انسان د دې احساساتو او فکرونو په سرچینې نه پوهیږي او همدا لاشعور په ورځني ژوند کې د انسان په فکر تاثیر کوي او پرته له دې چې په شعوري ډول دا پروسه وګوري، پریکړه کوي. مثلا هغه شیان چې موږ هیر کړې دي او نه یې درک کوو هغه بیا هم زموږ په چلند او احساس اغیز لري.
په لاشعور کې کرل شوې عقدې او ناخوښۍ ممکن په یوه شخص کې د ستړیا یا اضطراب په شکل څرګند شي. یو څوک ګورو چې ناڅاپه په قهر کیږي یا خپه کیږي خو په شعوري دلیل یې نه پوهیږو اکثر دا غبرګونونه د یونګ په باور د لاشعور له امله وي.
لاشعور زموږ د ذهن هغه برخه ده چې په شعوري ډول یې نه شو درک کولی خو بیا هم زموږ ورځنی ژوند اغیزمنوي او په پریکړو باندې مو تاثیر کوي. لاشعور د شخصي تجربو او د ټول بشر د ګډو سیمبولونو او تجربو یو ترکیب دی چې د هنرونو، خوبونو او بیلابیلو اروایي بهیرونو په ترڅ کې څرګندیږي.
یعني ښه ادبیات یوازې د انفرادي تخلیق نتیجه نه ده، بلکې له جمعي شعور، سمبولیکو تجربو او ارکیټایپونو څخه هم اغېزمن دي. هغه لیکنې چې د جمعي شعور تر اغیزې لاندې لیکل شوې وي هغه د بشري شعور برخه دي چې پر ټولو انسانانو اغیز کوي.
یونګ هنرمندانو ته د ځانګړیو خلکو په سترګه کتل چې د لاشعور له ژورو چینو څخه الهام اخلي. ده به ویل چې هنرمندان د لاشعور په څنډه ناست دي او له دې چینې مرغلرې راغونډوي. په دې ډول ده باور درلود چې هنرمندان یوازې د خپل شعوري ذهن په مرسته تخلیق نه کوي دوی د لاشعور له ژورو هم الهام اخلي.
دغه لاشعور یوه پټه نړۍ ده چې هنرمندان یې په مستقیم ډول نه درک کوي خو د دوی په کار کې په سیمبولیکه او غیرشعوري توګه څرګندیږي. د یونګ په نظر هنرمند له دې لاشعوري چینې څخه الهام اخلي او داسې مفاهیم، فکرونه او انځورونه وړاندې کوي چې شعوري ذهن یې په بشپړ ډول نه شي درک کولی.
په دې ډول د ښه داستان لیکونکي او هنرمند تخلیق یوازې د شخصي تجربو بیان نه دی، دا د جمعي تجربو، کلتوري ارزښتونو او انساني ارکیټایپونو بیان دی.
په ټوله کې، د یونګ دا مفکوره چې هنرمند د لاشعور له چینې مرغلرې راغونډوي، دا څرګندوي چې هنر یوازې د شعوري فکر پایله نه ده، بلکې یوه ژوره او سیمبولیکه پروسه ده چې د لاشعور له سرچینو څخه سر راپورته کوي.
هنرمندان د دې وړتیا لري چې له دې ژورو رواني تجربو او سیمبولونو څخه ښکلا او هنر راوباسي او بیا یې په شعوري توګه له خلکو سره شریک کړي.
یونګ په دې باور و چې هنرمندان کولی شي د خپل هنر له لارې د رواني روغتیا په برخه کې مرسته وکړي، ځکه چې د دوی اثار د هغه غیر شعوري پروسو څرګندونه ده چې خلک یې نه شي تشریح کولی. په دې توګه، هنر د شعور او لاشعور ترمنځ د پله حثیت لري.
د یونګ په باور یو پټ سیوری شته او دا هغه څه دي چې د یوه کس د شخصیت پټ اړخونه دي او دی نه غواړي چې نور خلک یې وویني او حتی په خپله یې هم په شعوري ډول ردوي خو هنرمندان له دې سیوري سره ژوره اړیکه لري او په خپل هنر کې یې څرګندوي. دا سیوري کولی شي په هنري اثارو کې د تیارو په شکل، د اضطراب په بڼه یا په بل احساساتي ډول څرګند شي.
یونګ وایي چې هنرمندان دا وړتیا لري چې په خپلو اثارو کې داسې سیمبولونه وکاروي چې د جمعي لاشعور برخه وي. دا ستر سویسی ارواپوه په دې باور هم دی چې هنرمند له رویایي نړۍ سره اړیکه لري چې دا لاشعوري رابطه د سیمبولونو، معناو او مفاهیمو په بڼه په اثر کې څرګندیږي. دغه کمالونه لیکوال او د هغه اثر ته ځانګړتیا ورپه برخه کوي چې د ټکنالوژي د وس خبره نه ده.
البته ( اې ای) له سیمبولونو ډکه کیسه هم راته لیکلی شي، خو دا ټکنالوژي له هغه څه استفاده کوي چې په جمعي حافظه کې یې شته او هغه راته تکراروي چې په دې ډول ډیر کله د کلیشه سیمبولونو د استعمال چانس پکې زیاتیږي او اصیل هنر د کلیشې مخالف دی. د دې لپاره چې سیمبول کلیشه نه شي نو لیکوال عادتا هڅه کوي چې له دودیزو سیمبولونو څخه په نوې بڼه او تخلیقي ډول استفاده وکړي یا نوي سیمبولونه تخلیق کړي چې لوستونکي ته نوې څه ورکړي.
د ښه کیسه لیکوال نثر مهم دی. هر لیکوال خپل نثر لري، که چیرته کره کتونکی د یوه تکړه کیسه لیکوال نثر وارزوي له بل هر کیسه لیکواله به بیل وي ځکه چې نثر د لیکوال خپل غږ دی یوازې د پيِغام رسولو وسیله نه ده. همدا نثر د لیکوال ځانګړی هویت دی، د نثر په مټ لیکوال خپل غږ تر لوستونکي رسوي او د ده نثر کیسې ته ژوند ورکوي چې په دې ډول هره ښه کیسه یو ژوندی اثر دی چې یو مخ نورو ته ورته نه دی.
د ټکنالوژي له پرمختګ سره ممکن په لنډ وخت کې ( چټ جي پي ټي) موږ ته په ډير ښه روان نثر کیسې ولیکي. حتی دغه اوس یې هم په پښتو ژبه کې نثر زیات کمزوری نه دی. د انګلیسي په څیر په پرمختللیو ژبو کې خو د دې ټکنالوژي نثر د ډیرو په باور عالي دي. په پښتو کې به هم همداسې شي خو دا نثر به د یوه شخص، چې هغه لیکوال دی د هغه په غږ او هویت بدل نه شي. البته دا نوې ټکنالوژي د هر لیکوال پیښې په اسانۍ کولی شي.
له چټ جي ټي پي څخه مې پوښتنه وکړه، که ( د نامراده هیلې) کیسه همینګوې لیکله څرنګه به یې لیکله؟
لومړی یې تبصره راته ولیکله بیا یې کیسه او په پای کې پیغام:
که ارنست همینګوې دا کیسه لیکله، نو هغه به د خپلې ځانګړې سټایل په اساس په لنډو، مستقیمو، او له احساساتو ډکو جملو کې لیکلې وای. د همینګوې لیکوالۍ اسلوب تل په سادګي او لنډه بڼه کې د ژورو احساساتو او واقعیتونو بیان کولو ته تمایل لري. هغه به په احتمالي توګه د کیسې د پېچلتیاوو او فلسفي افکارو پر ځای، د عمل، درد، او احساساتو ډير مستقیم او روښانه څرګندونه کړې وای.
همینګوې به کیسه داسې لیکله:
لطیف واده کول غوښتل. هغه پوهېده چې دا کار ګران دی، خو زړه یې ټینګ و. پلار یې ورته وویل، “دا زموږ وسه نه ده.” لطیف یوازې وغورځېد او غلی پاتې شو. خو زړه کې یې هیلې وې. هغه د خپلې خوښې نجلۍ سره واده کول غوښتل، هر قیمت یې چې درلود.
واده وشو. خلک راغلل، نغارې ووهل شوې. لطیف پورونه اخیستي وو، عزت یې د دې ورځې لپاره قربان کړی و. هغه خوشحاله و. ګومان یې کاوه چې هر څه به سم شي.
موټر له لرې څخه راغی. لطیف پوهېده چې څه کېږي. سړی له موټر ښکته شو، ټوپک یې راواخیست، ډزې یې وکړې. لطیف ولګېد. په یوې شېبه کې هر څه بدل شول.
لطیف پر ځمکه پروت و. په سترګو کې یې لا هیلې وې. شاوخوا یې چیغې وې. هغه ورو ورو سترګې پټې کړې. ټول خوبونه یې ختم شول.
همینګوې به ښایي د کیسې له اوږدو توضیحاتو ډډه کړې وای او پر عمل تمرکز کړی وای، چې په ساده الفاظو کې د لطیف ژوند ته اشاره وکړي. همدا یې سټایل و، لنډې جملې او عمیق احساسات، پرته له ډېرو تفصیلونو.
*******
د همینګوی د نثر ځانګړنې په دې مثال کې په دقیق ډول نه دې ځای شوي. د هغه نثر په دې مشهوره دی چې له تفصیلاتو او غیرضروري شیانو پاک دی هاغه د کنګل تیوري پرې تطبیقیږي چې د کیسې یوه برخه ښکاره بیان شوې او لویه برخه یې پټه پاتیږي چې لوستونکی به یې کشفوي. د دې ستر لیکوال د نثر په اړه ناقدان دا هم لیکي چې ریالیزم پرې برلاسه دی او کرکټرونه په بد حالت کې هم لږ احساساتي انځوروي خو دغه احساسات بیا داسې بیانوي چې کله ناکله ځیني کلمات تکراروي او د هغوی په مرسته لوستونکی دغه احساسات ښه درک کولی شي. د ارنست همینګوې داستانونه له سیمبولونو هم ډک دي. ښایي ( اې ای) ته دا ګرانه نه وي چې د همینګوې په سبک سیمبولونه استعمال کړي او ممکن د دغه نامتو لیکوال د نثر دا نور خصوصیات هم (چټ جي پي ټي) خپل کړي، خو د بل په پله تګ د انفرادیت مخالفت دی چې له همدې امله هنري ارزښت نه پيدا کوي، که داسې وای نو په ۱۸۳۹ م کال کې چې کله فرانسوي مخترع لویس داګیر کمره اختراع کړه او عکسونه یې واخیستل عکس به د انځور ځای نیولی وای لږ تر لږه د پورټریټ اهمیت به یې پیدا کړی و، خو داسې ونه شول او داسې به ونه شي.
د ( اې ای) د انځورونو او انساني هنري رسمونو ترمنځ بیا تفاوت د عکس او انځور په سطحه نه دی. ما ( چټ جي پي ټي) ته ولیکل:
« یوه نجلۍ راته انځور کړئ چې سترګې یې تورې وي، باڼه یې اوږده وي، خوله یې راغونډه وي، ویښته یې پر اوږو پراته وي»
ماته یې دا رسم وایست:
د همدې رسم په اړه که هرڅومره نور مشخصات ورته ولیکو هغه ټول مراعاتوي او په څو ثانیو کې بل رسم زموږ مخې ته ږدي.
د دې ټکنالوژي په مرسته په دوه زره دوه ویشتم کال کې د امریکا د متحد ایالتونو په کلوراډو کې لومړی ایستل شوی انځور سیالۍ ته ایښودل شوی و چې د انسانانو له رسامیو څخه یې لومړی مقام وګاټه. تر دې جایزې وروسته په نړیواله کچه بحثونه پيل شول.
په دې بحثونو کې یو دا و چې ځینو انځورګرانو وویل چې ( اې ای) له نورو رسامیو استفاده کړې ده، ځینو ټینګار کاوه چې د ( اې ای) انځورونه دې د بشري تخلیقي اثر په توګه نه پيژندل کیږي ځکه چې غلا کوي، البته ځینو دا استدال کاوه چې ولې د ( اې ای) انځور ته لومړۍ جایزه ورکړل شوې ده، دا په ټکنالوژي جوړ انځور خو د انساني جذباتو او تجربو په څیر عمیق نه دی، خو هغو استادانو چې خبر نه و چې دا رسم ( اې ای) ایستلی دی همدا خبره کوله چې دا رسم ډیر هنري دی.
تر دې بحثونو وروسته د امریکا په متحد ایالتونو کې داسې راپورونه خپاره شول چې د هنري ټولنو، قانوني ادارو او ټکنالوژي شرکتونو ترمنځ دې نوي مقررۍ او پالیسۍ جوړې شي چې د انسانانو حق ونه خوړل شي.
ممکن د ( اې ای) د داستان لپاره هم ورته قوانین وضع شي، خو سوال دا دی چې په دریمه نړۍ او وروسته پاته هیوادو کې به دا قوانین څرنګه پلي کیږي؟
په افغانستان کې د ژباړې په برخه کې تقریبا هیڅ اصول څوک نه رعایتوي هرڅوک د هرچا کتاب رااخلي او ژباړي یې، له یوه بله د شعرونو د غلا تورونه لګول کیږي، کتاب یوې خپرندویه ټولنې چاپ کړی وي، یوې بلې هم خپور کړی وي، یو کتاب یو چا چاپ کړی وي، بل ځل یې پرته له دې چې د مولف نظر واخلي بیا د تجارت لپاره چاپ ته استولی وي….
البته د (چټ جي پي ټي) په مرسته به زموږ په هیواد کې په راتلونکو کلونو کې ممکن ډیرې کیسې پټې ولیکل شي خو داسې وخت به هم ژر پسې راشي چې همدا ټکنالوژي یې دستي کیسې بربنډې کړي. دا کار نن سبا د لویدیځو او پرمختللیو هیوادو په پوهنتونونو کې روان دی، که کوم محصل خپل تیسیز د ( اې ای) په مرسته لیکلی وي استاد پرې پوهیږي او د همدې لپاره د سمستر په پیل کې محصلینو ته وایي، له ( ای اې) څخه به استفاده نه کوئ.
سوال دا دی چې زموږ کیسه لیکوال به له دې نوې ټکنالوژي سره څه کوي؟
داستان ( اې ای) ټکنالوژي نه شي وژلی ځکه چې هنري کیسه د انساني تخلیق د ژورو عاطفي تجربو او تخیل انعکاس ده.
یووال هراري وایي، موږ په رښتنې کیسه د خلکو قناعت هغومره نه شو ترلاسه کولی لکه په داستان( خیال+ حقیقت) چې یې قانع کولی شو.
د داستان دغه کمال به د ای ای تر کیسو وروسته هم وي ځکه چې کیسه فردي تجربه ده، داسې تجربه ده چې بل نه ده حس کړې نو تاثیر به یې په ځای وي. البته په هیڅ دول به بشر د ای ای د لیکل شویو کیسو په تاثیر سترګې پټې نه کړي.
د ( اې ای) په زمانه کې ښه لیکوال پاتیږي، ښه لیکوال همهغه دی چې دی دی، بل نه دی. که دی بل شو هنر یې تقلید شو نو که تقلید کوي هیڅوک به د ای ای په څیر دقیق تقلید ونه کړي.
که لیکوال د بل په پله نه درومي او د خپلو حواسو په مټ لیکل کوي هغه د بل په څیر نه وي، د داستان چوکاټ به یې د نورو په څیر وي لکه اوس چې عمومي چوکاټونه سره ورته دي، په داستانونو کې عنوان شته، پیل شته، کرکټر شته، مکالمه غالبا وي که هغه نه وي مونولوګ پکې وي او د کیسې پای د پیل په څير نه وي تغییر پکې راغلی وي.
کیسه لیکوال به له ( اې ای) څخه په لنډ راتلونکې کې ځیني مرستې غواړي او ځیني شیان به له دې پرمختللې ټکنالوژي سره بدلیږي:
۱-له ای ای سره د داستان لیکلو د نثر اهمیت نور هم زیاتیږي، د لیکوال نثر خاص دی. استاد غضنفر وایي عادي کلمې شوبین دي، هنري کلمې د ډیوې غوندې دي نور شیان هم درښکاره کوي. که چیرته یوه کیسه لیکلو او هرې کلمې ته یې تم کیږو او هره کلمه تنها د معنا له پلوه نه؛ د احساس له پلوه تلو داستان به مو اغیزمن وي، مخکې هم دا پکار و خو له ای ای سره باید دا حساب کتاب زیات شي. دوهم ځل چې څوک خپله کیسه ګوري باید له هر لفظ سره وغږیږي چې ولې دا لفظ دلته راغلی دی، له دې سره دا بله کلمه چې څنګ ته یې استعمال شوې ده څه د کیسې په احساس، عاطفې، ورزیاتوي له لویه سره په داستان کې څه نقش لري هرڅومره چې د داستان کلمات د زرګر د غمي د دانو په څیر صیقل شوي وي همغومره به یې اغیز زیات وي. البته دا زرګر اوس هم د ښې کیسې د لیکلو لپاره پکار دی، خو د ( اې ای) د کیسو له زرګر سره څټک نه وي چې غمی پرې سموي، له ده سره داسې ماشینونه وي چې ذرات هم سیخوي، سموي او صیقلوي.
۲-د سبک اهمیټ ډیر زیاتیږي د اې ای له ټکنالوژي سره دا مهمه کیږي چې لیکوال کوم کلمات انتخابوي، څرنګه جملې لیکي، حتی د کیسې ټول چوکاټ په دې کې راځي نو له سبک سره هرڅه د لیکوال خپل شي او خاص شي.
۳-د هنري سیمبول ارزښت به زیات شي یعني د هغه یوه چې د لیکوال تخلیق وي.
۴-د ای ای له برکته به هغه کیسې ورکې شي چې پکې کل په کل دلالت کوي،
مثلا زه له کړکۍ بهر ګورم، هلته ممکن د یوې ونې زیړې پاڼې ته ځیر شم، یو بل څوک ممکن په همدې ونه کې ټولو پاڼو ته وګوري یو بل بیا د ونې شاته جوړ شوي سیوري ته په فکر کې شي. که دا کړکۍ د ټولګي وي او یو څوک له زده کوونکو پوښتنه وکړي چې تاسو ته د ټولګي له کړکۍ څه شی معلومیږي؟ ټول ښایي ورته ووایي هلته یوه ونه ده.
په دغو ځوابونو کې یو هم غلط نه دی خو عمومي ځواب عامه خبره ده داستاني نه ده چې یو څوک خاص شي ته ځیر کیږي. یو بل مثال، د کابل د نویمو میلادي کلونو په کیسه کې به مړي راښکاره کوي او له هر لورې به ډزې وي، خو یو وړوکی شی به نه راښکاره کوي چې لیکوال په خپلو حواس درک کړی او هغه په دې ټول وحشت دلالت کوي.
امریکایی معاصر ناول لیکوال ریچرډ پرایس ( ۱۹۴۹ زیږیدلی) لارښوونه کوي چې تاسو د جګړې د وحشتونو په اړه مه لیکئ تاسو د هغې سوځیدلې جرابې په اړه ولیکئ چې په سړک پرته ده.
همدا سوځیدلې جرابه هم د بشر د راتلونکي وحشت سیمبول ده او هم د تیر ژوند د وحشت سیمبول.
کیسه د تجربې شراکت ده، د عامې تجربې نه ده د خاصې تجربې ده چې لیکوال درک کړې ده او دا تجربه چې لیکوال په خپلو حواسو درک کړې او خپله کړې ده د نورو د تجربو په څیر نه ده، ځانګړې ده. ځکه چې په کیسه کې وړوکی شی دومره لوی څه رانغاړي چې د ټولې جګړې تصویر یې نه شي رانغاړلی. کیسه عمومیات نه دي خصوصیات دي چې په عمومیاتو دلالت کوي دا سوځیدلې جرابه له ازله تر ابده د انسانانو پر جګړو لعنت وایي.
۱-لیکوالي تغییر کوي، داسې نه شي کیدای چې څوک له پيله کیسه لیکي د بل پیښې کوي بیا ورو ورو مخته ځي ، د اې ای په زمانه کې به لیکوال وار له واره خلاقي لیکنې له نورو سره شریکوي، یعني د زده کړې مراحل به له ځان سره خوندي کوي؛ دا جمله به نقاد چاته نه لیکي چې پلانی ښه راتلونکې لري.
۲-هغه کسان چې یوازې د پیښو کیسې یې لیکلې دي او پخې یې لیکلي دي خو کیسې یې هاغه سیوری نه لري چې مختلفې معناوې ترې اخیستل کیږي هغوی ممکن له کیسه لیکلو لاس واخلي یا په خپله زړه توري شي.
۳-تقلید به کم شي حتی ورک به شي. زموږ یوه لویه برخه کیسې د دې لپاره بې ارزښته دي چې د نورو په څیر دي.
۴-هغه کیسه لیکوال چې موضوع نه لري او په زوره کیسه لیکي د داسې کیسو له لیکلو به لاس واخلي
۵- په ټولنه کې به د مبتدي او متوسط کیسه لیکوال اهمیت خورا کم شي
۶-د لیکوالي ادعاوې به کمې شي
۷-د لیکوالو شمیر به محدود شي
۳-کیسه لیکوال به په سوژو پسې نه ګرځي چې له بله اوریدلي پيښه په کیسه بدله کړي
۴-د غلا و مخه به ونیول شي، همدا ټکنالوژي به هرڅه راته وایي چې چا څه له چا اخیستې دي
۱۳-اې ای ممکن له لیکوال سره د داستان د عمومي چوکاټ د جوړولو په برخه کې مرسته وکړي
۱۴-د غیرتحلیلي کیسو په تلوسه کې له لیکوال سره ډیر کومک کولی شي چې داسې تلوسه ورته جوړه کړي چې اکثر لوستونکي یې خوښوي
۱۵-دا ټکنالوژي لیکوال د مختلفو ادبي مکتبونو له سبک سره په اسانۍ اشنا کولی شي
۱۱-چټ جي پي ټي به ایډیټ اسانه کړي یعني که دوهم ځلي څوک خپله کیسه ګوري د دې ټکنالوژي په مرسته به یې په څو ثانیو کې ایډیټولی شي. ایډیټ – د AI له راتګ څخه مخکې په نړیواله کچه یو ډول پیچلی و خو اوس داسې سافټویرونو لکه ProWritingAid، Grammarly، AutoCrit، او نورو دا هڅه په انګلیسي او نورو پرمختللیو ژبو کې خورا اسانه کړې ده. په پښتو کې به هم ښایي دا ستونزه هواره شي.
۱۲-کیدای شي چې نوي لیکوال د (اې ای) په همکاري په راتلونکې کې کیسې ولیکي، د دې ټکنالوژي چټک پرمختګ ته په کتو دا راتلونکې لرې نه ښکارې. دا کیسې به ښایي داسې وي چې ( اې ای) به یې اصول ورته سموي او نوره کیسه به لیکوال لیکي، خو شرط به بیا هم دا وي که چیرته په دې کیسه کې تنها اصول وي، مثلا پیل وي، پای وي، تلوسه وي، ټکر وي…. هنري ارزښت به پيدا نه کړي، ځکه چې اصول هنر نه پنځوي. که ښه کیسه یوازې د اصولو له مخې لیکل کیدای نو نقاد به تر هرچا ښه کیسه لیکوال وای.
ماخذونه
The Story of Philosophy, James Garvey and Jeremy Stangroom,2013 Quercus Editions Ltd.55 Baker Street Block, W1U 8EW
Rewrite, Paul Chitlik, Michael Wiese Productions 3040 Laurel Canyon Blvd 1111 -2008
ChatGPT