شنبه, اپریل 20, 2024
Homeادبلنډه کیسهنالوستي لوستوال/ عبدالوکیل سوله مل

نالوستي لوستوال/ عبدالوکیل سوله مل

عبدالوکسل سوله مل

ډالۍ

پلار ته چې یوه خاطره او یاد ېې د دې کیسې الهام وګرځید.

سوله مل

——————–

ـ نه ږیره پريږدې ، نه خولۍ په سروې ، او نه څادر په اوږو راچوې.

سترګې په ېې نیغې راوویستې .لاس به ېې زما لورته ونیو:

ـ ددې مزه به یوه ورځ وڅکې .

بیا به ېې په خپله تا زه پرییښې ږیره لاس راتیر کړ.سر به ېې لاندې با ندې وخوزاوه:

ـ څه وایې چې زما دا ددوی نخرې ښه راځي ! خدای (ج) شا هد او باید دئ که مې په ټول عمر کې کله لمونځ قضا کړی او نه مې کله هم روژه خوړلې . خو په زور مې ولاکه لا لمونڅ او روژه ښه راځي.

بیا به ېې نا ببره لکه لویه دیني تیروتنه چې ترې سرووهي او کفر ته پرې وخیژي په بیړه غوږونو ته ګوتې وروړې :

ـ خدایه معا في را ته وکړئ!

د پلار مې دا لومړی وار نه و چې داسې خبرې به ېې زما له غوږه تیرولې او زه به ېې ګواښلم .خو ما به دده په هیڅ خبره سر نه ګراوه او دده په ټولو ګواښونو او نصیحتونو به مې ځا ن ړوند او کوڼ اچوه ، او کله کله خو به مې لا خوله هم ورسره وهله:

ـ څه د ږیرې فر ما ن خو یی نه دئ ورکړی او نه لوڅ سر کومه ګنا ه ده پلاره.

پلار به مې له غوسې رانیغ شو:

ـ نو ددریشئ په اغوستلو او بندیز خو یی هم کوم فرما ن نه دئ ورکړی. خو له پا چا تر ګدا داسې څوک وینې چې دریشي ېې په تن وي.

ما ته به خنذا راغله او په ملنډو به مې وویل:

ـ نو دا خو له مشره تر کشره ګرد د مدرسو طالبان او ساده کلیوال دي پلاره ،دوی کله عسکری او ملکي مکتب لوستی دي.

پلار به مې اوږې اوغورزولې او په لنډو به یی ځواب کړم .

ـ چې هر څوک او له هره ځا یه راغلي او س ېې له تا سو پا چا هي نیولې چې څه دوی کوي رعیت به ورسره غاړه وړي.

پلار مې ګرم نه و، له هغې ورځې چې نوې اداره او نوي واکمن راغلي وو، نوو او پخوانیوما مورینو ټولو دریشۍ غورزولې وې .

په ښار کې اوس نه یوازې زده کوونکي، حکومتی ما مورین په دریشیو کې نه ښکاریدل.څارندویانو ، سرتیرو او صا حبمنصبانو

هم خپل یو نیفورم له ډاره نه اغوستل . ان د موټرو د تګ راتګ اداره کوونکي ترافیک هم په جا مو کې ولاړ وو.

د نوو واکمنو په راتګ سره نه یوازې چا د د ریشۍ اغوستلو ته زړه نه ښه کاوه ، له هغې ورځې چې دوی راغلي وو د چا لاس د ږیرې خرییلو ته هم نه ورته. ځکه نوو او پخوانیو اوس ټولو ږیرې درلودې اود پخوانیو ډیرو یی په ږیرو برسیره اوږده ویښتان هم په اوږو راخپاره وو.

سره له دې چې پخوانیو لویو او وړو ټولو مامورینو ته عمومي بخښنه اعلان شوې وه خو بیا به هم چې نوو وسله والوله چا غچ ته زړه وشوپه رڼا ورځ به ېې وویشت .په وینو کې به ېې ولمباوه او چا یی مخه نه نیوه . ځکه خو ېې په څو ورځو کې ګڼ پخوانی ما مورین په رڼا ورځ د خپلو او خپلوانو تر مخه وویشتل .

دوی نه یوازې په داسې کړنو له پخوانیو غچ اخیست او خپل د کینې اور یی سړاوه . په دې سره یی د خپل زور ننداره هم وړاندې کوله. او هیڅوک ېې مخې ته نشو دریدای.

عسکري او څارندوی ځا نګړي ګاډي چې د ښار سرتیری او څا رندویان به پکې څار ته راوتل هم دا څو ورځې نه ښکاریدل او ځای ېې نورو ملکي ګاډو ته پریښی وو.ښار له وسله والو ډک ووخو د غو وسله والو د ښار یانو د سا تلو دنده نه درلوده . دوی هر یو له بله  لکه یو دبل ابدی غلیمان چې وي ځا ن سا ته . له دې کبله خو به په ډیر واړه قو ما ندان پسې هم د څو ووسله والو بدرګه روانه وه.

په ښار کې ویره ګډه وه.  کا ر او روزګار ته د چا زړه نه ورته. ښار لکه هدیره داسې وو. نه یوازې په مو سیقۍ بندیز لګیدلی وو، چا ان په لوړ آواز خندا ته هم زړه نه ښه کاوه. ځکه د نوو راغلیو ټنډې خورا تروې او له خندا سره ېې ډیره نه وه جوړه.

کیدای شوه د چا خندا یی په خپل غبرګون په ژړا اړولې وای. خو ما لکه ړوند او کوڼ چې نه څه وینم او نه څه اورم په دې ټولو ځا ن ناګاره اچاوه او د هیڅ شي غم کې نه وم . هیڅ ډوله اندیښنې او ویرې ته مې په زړه کې ځای نه ورکاوه: هره ورځ مې چټ ږیره خرییله . سر مې هم لوڅ او ویښتان به مې تل کله به چې باد ګډوډ کړل هر چیرې د خلکو په وړاندې ګومنځول. جا مې به مې هم تل اتو ، پاکې او ستره وې. په دې برسیره مې د کتا ب لوستل هم نه هیرول او دا شوق مې هم خورا په مینه پاله او هیڅ ورځ مې په لوستلو کې قضا نه راوسته. زما دې چلند نه یوازې زما د پلار غوسه راپاروله ، د ښار او کور ګا ونډ اشنیان او خپل خپلوان به هم راته حیران وو چې څنګه د دنیا او نوو راغلو دشوق او خوښې خلاف ځا ن جوړوم او د نوو بدلونونو او اړتیاوو هیڅ خیال نه سا تم او له هیچا مې سترګه نه سوزي.

زه چې اوس دډیرو مامورینو په څیر له دندې ګوښه او رخصت وم نو ګرده ورځ به مې د پلار په دوکان تیروله. سره له دې چې په دوکان کې ما ته اړتیا نه وه او ددوکان چارې مې پلار او ورڼو پر مخ وړې خو ما به د پام اړولو لپاره ځان هره ورځ هلته رساوه. ددوکان مخته مو لویه ونه دریدلې وه چې په اوړي کې به ېې سیوری خورا غنیمت وو او اوس د اوړي موسم هم وو. ما به ددې ونې لاندې خپله چوکۍ راوړه او ټوله ورځ به د کتا ب په لوستلو بوخت شوم.  دا چې په ښار کې به څه روان وو پام مې نه وراوښت.

پلار او ټوله کورنۍ مې د کتا ب له شوقه خبروو . تل به په کور کې زما او ددوي ترمنځ زما د کتا بونو او کتابتون په سره لانجه وه . ځکه زموږ په واړه کور کې د کتا بونو ځا یول او خوندیتوب خورا ګران کار وو. له دې سره سره ېې زما پوره خیال سا ته او زه ېې نه خفه کولم. خو اوس په دې شپو ورځو کې زما په پلار زما کتا بونه او زما شوق ښه نه لګیدل. پوهیدم چې له دې اړخه زوریږي او خوند نه ورکوي خو بیا مې هم هڅه نه کوله چې زړه ته ېې لار وموم او ددې نارضا یتۍ راز ترې راوکا ږم.

په هر څه مې ځا ن ناګاره اچاوه او هسې چې مې دده د دږیرې د پریښودو ، خولۍ او څادر خبره نه منله دا شان مې د کتا ب د لوستلو شوق هم نه پریښود.

یوه ورځ چې ټکنده غرمه او کتاب مې د هغې ونې د سیوري لاندې لوست. نا ببره مې چا په اوږه لاس کیښود. چې پا س مې وکتل یو دنګ وسله وال چې ږیره ېې تر نا مه اوا وږدې څڼې ېې تر اوږو هم تیرې وې سرته ولاړوو. د هغه لاس لکه د یږ پنجه وویرولم . لکه په ځمکه چې ننوزم. سر مې له ویرې ځوړند ونیو ، خو هغه مې سر بیرته راپورته کړ:

ـ دا څه شی دئ؟

زه چې له ویرې رپیدم په لړزیدلی غږ مې ځواب ورکړ:

ـګورۍ چې کتا ب دئ کنه!

لاېې بله پوښتنه نه وه کړې چې نور انډیوالان یی هم راورسیدل.  هغه چې د کبر په ګدۍ نا ست او سترګې ېې بټې راوتلې وې بیا وویل:

ـ د څه شي کتا ب؟

ـ تاریخ

د تاریخ په آوریدو ېې اوږې اوغورزولې؟

ـ د څه شي تاریخ ـ د اسلام که د کفر؟

ـ نه صا حب د آفغا نستا ن

ـ پرون دې کوم کتا ب لوست؟

ـ همدا

ـ او هغه بله ورځ ؟

ـ یو ادبی اثر

د ادب په آوریدو ېې تندی څه وغوړید.

د څه شي ادب ؟ اسلامي ادب!

ترور او لار مې ورکه کړه،ځکه ګرانه وه چې داسې یو شډل او نا لوستي سړي ته  دې ادبیا ت تعریف او ور وپیژنم .

هغه دستي بله پوښتنه وکړه:

ـ ولي کتا ب لولې؟

دې پوښتنې مې ګڼ ځوابونه په ذهن کې راوټوکول: کتا ب رڼا ده، کتا ب د مدنیت او انسا نیت بنسټ دئ، پوهه ده ، پرته له کتا ب او لوستلو ژوند نیمګړی او حیوانی دئ. او له دې سره جوخت مې د کتا ب او د هغه د اهمیت او ارزښت په اړه د ګڼو نوابغو، مذهبی پیشوایانو او فیلسو فانو اندونه یو په بل پسې یاد ته راوالوتل خو  ما هغه چې ټوپک او زور ېې قا نون او رهنما وو څنګه

په دې پوهولی شو او دداسې ځواب په وړاندې کولو مې څنګه د هغه سر خلاصولی شو. بل ځواب مې نه درلود:

ـ دا مې شوق دئ او پام پرې غلطوم.

دا خبره ښه پرې ونه لګیده سترګې ېې نیغې راوویستې:

ـ ولې په بل شي وخت نه اړوئ؟

ما چې ریږدیدم او لاړې مې په خوله کې وچې وې وروشان له ده وپوښتل:

ـله کتا ب پرته په بل………

خبره ېې پرې او په خوله کې را وچه کړه:

ـ ولې د تسبحو او ذکر شوق نه کوې؟

هک پک او بې ځوابه شوم ځکه دداسې مسالې او سوال د ځواب په حساسیت پوهیدم  چې که زما استدلال ېې په ما غزو بد ولګیږي برخلیک به مې کومه بڼه خپله کړی ځکه ما په دې ورځو کې دداسې وسله والود وهلو او زورولو ډیرې بوږنونکې کیسې اوریدلې وې. ځوان بیا وویل:

ـ د قران تلاوت څنګه ؟

پرته له ځنډه مې ځواب ورکړ:

ـ قران هم لولم .

ـ څه وخت ؟ موږ خو دا یوه میا شت ستا په لاس کې قران څه چې سپاره هم نه ده لیدلې؟

دزړه درزا مې نوره هم زیاته او رنګ مې لا زیړ راواوښت. داسې مې وانګیرله لکه چې په رښتیا ېې څارلی او زما د ټولو کړوړو نوټ ورسره وي. په ریږدیدلي غږ لکه په مرۍ کې  ېې چې چاړه راباندې ایښي او په زور مې اعتراف ته اړباسي په ورو مې وویل:

ـ هر سهار د قران تلاوت کوم.

تندی ېې ګونځې او سترګې بټې راوویستې ، شونډې په خوله کې ونیوې او داسې وښوول ګواګې درواغ وایم او دی تیر باسم .

خو ما زړه لوی او د ځان په ستا ینه شوم  :

ـ زه نه یوازې قران لوستی شم ما یی تفسیر هم ویلی دئ.

درواغ مې نه ویل ما نه یوازې قران پخپله ژبه بلکې په نورو ژبو کې هم لوستی وو او د هغه له ټولې محتوا سره پوره بلد وم خو د ډیرو عا مو وګړو په خلاف د قران یو وړ ایات مې هم له یاده نه و یاد، ځکه په دې باوري وم چې قران قا نون او د اسلام لارښود دئ. او مسلمان ېې د اوامرو او لارښونو په پلي کیدو اړ دئ.  هیڅکله مې هم زړه ته نه وو ولیدلې چې کله به د هغه د کوم ایات ویلوته اړ وځم.  هغوی لکه چې له دې هر څه خبر وو نا ببره بیا وپوښتلم:

ـ که ته رښتیا واېې د قران یو ایا ت تیر کړه.

د شرم څپه را باندې راغله ، ځا ن مې با یلود .ستونې کې مې لاړې له ویرې او شر مه وچې شوې .ځکه د جو مات یو ساده طا لب هم پوره سپاره له یادو یاده وه خو ما چې دقران ټوله ژباړه لوستې او لوړې زده کړې مې درلودې د قران تر ټولو لنډ ایا ت هم له یادو نشو ویلی . ما نه یوازې قران او د هغه تفسیر څو ځل لوستی وو د هغه تر څنک مې د نورو ابراهیمی ادیانو سپیڅلی کتا بونه هم لوستی وو خو اوس مې یو ایات هم په عربی نه و یاد. بې ځوابه وم.له شرمه مې وسله وال ته نه ورکتل او سترګې مې د یو لوي مجرم په څیر ټیټې نیولې وې. وسله وال مې بیا په سر لاس کیښود:

ـ ځمکې ته مه ګوره ، ځواب راکړه.

خو زما له خولې سوڼ هم نه خوت لکه روح چې مې له تنه والوځي. له غوسې ېې پورې وهلم :

ـ لمونځ تیر کړه.

سره له دې چې زه په لما نځه کې هم ښه میړنی نه وم او تل به مې پلار د لمانځه په قضا پوره کنځلم خو په دې شپو ورځو کې مې یو لمونځ هم نه قضا کا وه . نه پوهیږم په ما په دې شیبه کې څه وشول چې واروپار مې خطا او له ویرې او شرم مې په یوه شیبه کې ټول لمونځ له حا فظې والوت.په ما غزو او حواسو مې دومره زور راغئ چې ان کلمه مې هم په خوله کې وچه شوه ، خو وسله وال چې له غوسې ایشیده .بیا په ما سترګې راوویستې:

ـ ولې ګونګی شوې ؟ لمونځ دې هم نه دئ یاد لعینه.

په دې شیبه کې ېې تر څنګ ولاړ کلا شینکوف راواخیست ، زړه مې نا ببره ولوید لکه ډز چې راباندې کوي . وریږدیدم. خو پلار مې چې  موږ ته مخامخ په دوکان کې ناست وو او په ځیر ېې موږ څارلو لکه باد راټوپ وهل اودمخه تردې چې له هغوی زما د ژغورنې  لپاره دوي ته زارۍ وکړي  وار له مخه ېې ما ته لاس راواچاوه له رانږدې کیدو سره سمدلاسه ېې کلکه څپیړه راکړه او له څپیړې وروسته ېې  په وارد لغتو باران هم را با ندې جوړ کړ.

بې خوده ولویدم خو پلار مې زما د ولیدو هیڅ پروا ونکړه او دستی وسله والو ته په ننواتو او زاریو شو:

ـ ویرې نیولی، وارخطا دئ کنه هر څه ېې په زور او زیر ټول یاد دي.

له ده پسې ېې زما کتا ب ته لاس او څیرې څیرې کړ. بیا یی لیرې وغورځاوه په غوسه او لوړ آواز ېې وویل:

ـ نور به د قران له تلاوته بل کتاب رانه ونه ګوري.

د پلار په دا ډول بیړني او پخپل وخت غبرګون د وسله والو په چلند کې نرمښت راغئ، د غو سې اور ېې ورو ورو په سړیدو شو.

ـ بس ستا په خاطر ېې نن بخښو خو چې بل ځل مو د خدای له کتا ب بل کتاب ورسره ولید ستا په مخکې دا ټول شا جور پرې خالی کوم. بل انډیوال ېې هم په پلوۍ وویل:

ـ جمعه وروسته که راغئ هم به لمونځ راته تیروي او هم د قران څو ایا تونه.

پلار مې چې خولې پرې را ما تې او ځمکې ځای نه ورکاوه لاس سینې ته ونیو:

په سترګو ، بله جمعه ېې امتحان کړئ . که یی نه وو زده خون ېې دربخښم.

په دې سره وسله وال رخصت او زه ېې له شره خلاص او وژغورل شوم. د خدای شکر مې ادا کړ ځکه زړه ته مې نه ولیده چې په داسې اسانۍ به ېې له منګولو خلاص او وژغورل شم، ژغورنه مې داسې معجزې ته ورته وه لکه د پیشو خولې ته ولیدلې مرغۍ چې دهغې له خولې را جلا شي. زه چې په ځمکه پروت او له بیرې او درده ستمیدم،او ځمکه راباندې ګرده تاویده

په ورو را پورته شوم او پرته له دې چې د پلار په لور وروګورم او یا هغه پام راواړوي. په کرار راپورته او سیده کور ته روان شوم. د درد او نهیلۍ د اوږد بار لاندې وم چې سوکه سو که کورته راورسیدم. کور ته په راننوتو مې هڅه وکړه چې څوک په ځا ن ونه پوهوم. په ځان مې فشار راوړ. تندی مې وغوړاوه، خوله مې په زور موسکا ته جوړه کړه خو پرته له سلا مه خپلې کوټې ته ننوتم. نه مې غوښتل پخپل غم نور ولړم. د مور د زورونې او ژړا د زوره نه وم ځکه له راننوتو سره سمدستي کټ ته وختم او په سره اوړي او ټکنده غرمه کې مې ځا ن په بړستن ننویست چې خپل غم پخپله وګا لم اود نور و د پریشانۍ سبب ونه ګرځم . خو شیبه نه وه تیره چې مور مې کوټې ته راننوته:

ـ زویه ! خیریت خو به وي؟

په ورو مې له بړستنې سر راوکیښ. د زړه له پا سه مې وخندل:

ـ هیڅ هسې ساړه مې کیږي.

مور مې خورا وارخطا شوه ، نږدې راغله د مینې ډک لاس ېې لکه پا غونده زما په تندي کیښود:

ـ تبې خو هم نه ېې نیولی ، څنګه دې ساړه کیږي.

ما چې لا هم په بړستن کې ځان نغاړلی او دننه مې له ګرمۍ ټول کالی لمده وو په ورو وویل:

ـ نه پوهیږم مورې خو ټول ځان مې خوږیږي.

تبې نه وم نیولی خو د پلار د ګوزار ځایونو په رښتیا څړیکې وهلې او خوږیدل. د مور له ویرې مې د پلستر او واسیلینو غوښتنه هم له چا ونه کړه ځکه پوهیدم چې کور به ټول ژړا ونیسي. مور مې وویل:

ـ  هسې ستړی او سودا اخیستی ېې. یو پیاله چای چې وڅکئ، ساړه او خوږ دې ورکیږي.

او له دې سره له خونې ووته. شیبه وروسته له مشرې خور سره بیرته له چا یو سره راننوته او له مهربانۍ نه په ډک غږ ېې وویل:

ـ دا وڅکه ښه کیږې.

خور مې پیاله ډکه او زما مخته کیښوده خو ما لا پیاله نه وه پورته کړې چې پلار مې هم نا ببره کوټې ته راننوت. همدا چې په ما ېې سترګې ولګيدې لکه کوچنی ماشوم پړینګ ېې وهل. زه ېې په غاړه کې ټینګ ونیولم .او ژړا ته ېې داسې زور ورکړلکه ټوله کورنۍ چې په ابدی خوب ویده او دی ېې په دې نړۍ کې یوازې پریښی وي.

پلار مې لکه زموږ د ټولنې، کور او کلي هر نارینه هیڅکله په هیچا چا هیچري او هیڅکله نه و ژړلي. له هغه وخته چې شونډه ېې توره شوې وه دا ېې لومړنۍ ژړا وه. هغه هغه وخت هم کله ونه ژړل چې زما کوچنی ورور یی سوری سوری په مرمیو مړ کور ته را ننویست. زما د هغه پیلوټ ځوان کا کا په مرګ  ېې هم چې الوتکه ېې راولویده او تر نن یی چا مړی ونه لیدهم هیڅکله ونه ژړل .

دپلار دا رنګه په کوکو ژړل موږ ټول واړه او لوی وژړولو.مور مې حیرانه دریا نه وه . پلار مې د ژړا په منځ کې له ډیرې مهربانۍ او شفقت لکه کوچنی په سینه پورې کلک ونیولم . څو ځلې ېې په سر او تندي ښکل کړم او له ما نه ېې بخښنه وغوښته:

ـ ما وبخښه ! خو که ما په لرګی نه وای وهلی هغوی د ټوپک په کونداغ وهلې . تا ته دا ځناور نه دي معلوم. هغوی تا سو خلکو ته هسې با نې لټوي. بیا یی وویل:

ـ ما خو چې په تا د ږیرې ټینګار کاوه خولۍ مې درباندې په سروله او څادر مې دربا ندې اغوست خو همدا ورځ مې لیدله او ژړله.

اوږد اوسیلی یی اوکیښ:

ـ ته لا دداسې ځناورو په منځ کې کتا ب هم لولې .

سر یی لربر وخوځاوه :

ـ سمه ده چې تا فاکولته او بلا ډیر کتابونه لوستي خو په هغه څه چې ستا دا ساده او نالوستی پلارپوهیږي لا ډیر فاکولتیان پرې نه دي خبر.

د پلار خبرو ته ګوته په غا ښ او چرت کې لاړم. خبرې وغزولې:

ـ تا سو دا خلک او اولس نه پخپله  پاچاهي کې وپيژاندل او په ځان مو هسې را وپارول او نه اوس چې ددوی پا چاهي ده.

پلار مې لکه یو تاریخ پوه او ټولنپوه اټکل کاوه:

ـ خو دا ځناور هم په هغه لار روان دي چې پخپله به یو بل خوري . زه دا خوب وینم خو په دې هم پوهیږم چې ددې هر څه زور به له موږ وباسي.

له ځا یه راپورته او ما ته مخا مخ ودرید سرېې په ورولربر یوړ او راوړ:

ـ کا شکې یوازې مو خپل کتا ب نه لوستی لږ مو زموږ کتاب هم لوستلی او زموږ مشورو ته مو هم غوږ نیولی وای.

موږ چې څه لیدل او اوریدل تا سو هغه نه لیدل اونه اوریدل.

تندی ته یی ټس ورکړ:

ـ ځکه خو دا وطن داسې تبا ه او برباد شو.

د ورستي ځل لپاره یی بیا په غیږ کې ونیولم:

ـ نور دې دلته نه اوسوم.

مور ته یی مخ ور واړاوه:

ـ داسې نه ده.

مور مې هکه پکه او لکه سا ه یی چې وتلی وي پرته له دې چې د پلار په خبرو او ننۍ پیښې ېې سر خلاص شي وویل:

ـ په څه کې چې زموږ خیر وي .

پلار مې بیا ما ته مخ را واړاوه او د خپلې پریکړې او ارادې د توجیې په دلایلولګیا شو:

ـ دا ځناور دي، نن یی کتا ب بانه کړ ، سبا به دی په بله پلمه راونیسي . ددوی پلمې کمې نه دي .

مور ته ېې بیا مخ ور وګرځاوه:

ـ بس نور یی له کوره تر هغو مه راپریږده چې د اوږدې مسا فرۍ د پیسو غم مې ورته نه وي خوړلی.

پلار مې یوه میا شت وروسته د کور نیما یی برخه وپلورله. زه له کوره په اوږده سفر راووتم. خو اوس له هغه وخته ډیر کلونه واوختل، پلاراو مور دواړه مو په منځ کې نشته. زه اوس پخپله د هغه عمر ته رسیدلی اویوپلار یم خو ایله اوس په دې پوهیږم چې کله کله نا لوستي په هغه څه ډیر پوهیږي چې لوستي پرې نه پوهیږي.

لندن ـ سوتهال

د شپې یولس بجې او دیرش دقیقې

د ۲۰۱۶میلادی کال د اکتوبر اتمه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب