هغه ډاکټره، چې د پوهنتون دروازې پرې وتړل شوې، خو د خپلې ارادې په زور یې عملي زدهکړې وکړې او اوس د غاښونو د طبابت په برخه کې پوره تجربه کاره ډاکټره ده.
په داسې هېواد کې، چې د نجونو پرمخ د پوهنتون دروازې تر امر ثاني پورې تړل شوې دي. یوې ځوانې جلۍ ډاکټر ذاکره خلیل خپل هوډ پرېنښود. نوموړې ډاکټرې (ستوماتولوژیستې)، چې له کلونو راهیسې یې د خپل مسلک لپاره مبارزه کوله. د ښوونځي له اووم ټولګي څخه یې اراده دا وه، چې د غاښونو ډاکتره شي. په ۱۳۹۶ کال کې د کانکور له لارې د بایزید روښان پوهنتون د ستوماتولوژۍ پوهنځۍ ته بریالۍ شوه. د تیورۍ تر څنګ یې د کابل ښار په مشهورو روغتونونو، لکه: باختر روغتون او هېواد شفاء روغتون کې یې عملي زدهکړې پیل کړې. تر نهم سمیستره یې زدهکړې او عملي کارونه روان ساتلې و؛ خو په ۲۰۲۲ کال کې د طالبانو (ا.ا.ا) له لوري د نجونو پوهنتونونه تر امر ثاني پورې وتړل شول. ډېرې نجونې مايوسې شوې، مګر نوموړې خپل همت له لاسه ور نه کړ. د هغې هوډ د کاغذي سند لپاره نه و؛ بلکې د خلکو د خدمت لپاره باید ډاکتره شوې وای.
نوموړې په کابل کې د درمان پولي کلینیک کې خپلو عملي زدهکړو ته دوام ورکړ او ترڅنګ یې امید فردا روغتیایي علومو د پرتیز په برخه کې دوکلنې زده کړې بشپړې کړې. تر ۱۴۰۴ کاله پورې یې زرګونو ناروغو مېرمنو په خدمت بوخته وه. په ورته وخت کې یې له انلاین پلیټفارمونو او مصنوعي ځیرکتیا (AI) څخه ګټه واخیستله او په ارتوډانتیکس (Orthodontics)، د غاښونو عمومي طبابت (General Dentistry)، پیریوډانتیکس (Periodontics)، اینډوډانتیکس (Endodontics)، پروستوډانتیکس (Prosthodontics)، (Oral & Maxillofacial Surgery)، پیډیاتریک ډینټسټري (Pediatric Dentistry)، اورل پیتالوژي (Oral Pathology)، ډینټل انیسټیزیالوژي (Dental Anesthesiology)، ډینټل پبلک هیلت (Dental Public Health) او نورو برخو کې یې خپلې زدهکړې لا نورې هم غښتلې کړې. د هندوستان هېواد د ستوماتولوژۍ په برخه کې یې د انلاین تدریسي ساعتونه او کتابونو مطالعه یې پر مخ یو وړه.
نن ورځ دا ډاکټره په خوست ښار کې د سینوهه د غاښونو کلینیک کې د خوست مېشتو مېرمنو لپاره د غاښونو په معالجه بوخته ده او د عصري میتودونو او AI د تخنیکي وسایلو په کارولو سره خلکو ته دقیق او مسلکي درملنه وړاندې کوي.
نوموړې یوه همت ناکه، ځیرکه او پوهـ ډاکټره ده او د خوشحال بابا دا بیت یې په حق کې ښه تصدیق کېدای شي:
چې فلک دې د زمري په خوله کې ور کړي
د زمري په خوله کې مه پریږده همت
نوموړې ډاکټره په خټه د منګلو د دروند او علم پرست قوم څخه ده او په ۱۳۷۹ هـ کال د پکتیا ولایت د مرزکې ولسوالۍ د خلیلانو په کلي کې د مامور طلاخان په کور کې پیدا شوې او په ۱۳۸۴ کال د کابل ښار اتمې ناحیې د رحمن مېنې د نجونو په ښوونځي کې شامله شوې او په ۱۳۹۶ کال ترې فارغه شوې ده او د کانکور له لارې د بایزید روښان پوهنتون ستوماتولوژۍ پوهنځۍ ته بریالۍ شوې ده، چې پوره پنځه کاله یې په یاد پوهنتون کې علمي او تیوریکي زده کړې کړې دي.
دا مهال نوموړې ډاکټره د خوست ښار د سینوهه د غاښونو په کلینیک کې د خوست مېشتو لپاره په خدمت بوخته ده او د طبابت په عصري او مصنوعي ځیرکتیا په مټ د غاښونو معالجه کوي.
سینوهه! د تبسم، ښایست او دقیقې معالجې مرکز
پته: نورمحمد پلازا، لویدیځ لوري لومړی پوړ، د نویو دواخانو لین، خوست ښار.