له ژورنالېزم سره په سوچه فکري او نظریاتي تړاو خبر ژورنالستان او کارپوهان یې په اړه پوهېږي، چې صحافت یا ژورنالېزم اوس یوازې د خبرونو، راپور او خبرېدنې مسلک نه دی؛ بلکې دا د یوه بشري ضرورت په توګه یو انساني مسوولیت او د عامه پوهاوي او شعور رسالت هم دی، مصنوعي ځېرکتیا چې دغسې انساني عواطفو او احساساتو بې برخې ده او یوازې کاري برخه یې تېزه او جدي ده؛ نو دوه ډوله تړاو یې د پام وړ ګڼلی شي، چې یو یې کاري ساحه او بل یې معاصر وجداني رسالت او مسوولیت دی.
په دې کې شک نشته، چې مصنوعي ځېرکتیا به همدا لومړی برخه یعنې کاري ساحه کې خبرونه، راپور، ایډیټ او حتی په یوه نیمه برخه کې راتلونکې تګلاره هم په سرعت سره جوړه او نورو ته ورسوي؛ خو دا به یوازې یو کار، عمل او حتی د معلوماتو او ډیټا سراسري او کلیشیي عمل او تحلیل وي؛ خو په دویمه برخه کې به د هیڅ نوعه انساني وجدان، اخلاقو، درد او برداشت په اړه هغسې حس ونلري؛ بلکې یو ډول لکه له نومه یې چې ښکاري مصنوعیت به پرې غالب وي، همدغه ځای دی، چې صحافت د بشري او مصنوعي عاطفې او کاري چټکتیا په دروهۍ حیران او پریشان ولاړ دی او همدې مصنوعي ځېرکتیا چې که له یوې خوا یې کاري فرصتونه رامنځته کړي دي؛ نو بلخوا یې عاطفي او بشري ننګونې هم ایجاد کړي دي.
په خپله دغه لومړني فرصتونه یې هم د ژورنالستانو له خوا ځکه د اندیښنې وړ ګرځېدلي، چې د دوی کار، دنده یا په اصطلاح د رزق و روزۍ وسیله یې چې همدا وه، ترې اخیستې ده؛ خو له دې هر څه سره سره اوس په معاصرو رسنیو او ژورنالېزم کې مصنوعي ځېرکتیا یوازې یو تخنیکي بدلون نه؛ بلکې د فکر، مسلک او رسالت په کچه یو نوی تحول بلل کېږي، ځکه دا خو که د خبرونو د تولید، ترتیب، خپرونې او معلوماتو د تنظیم برخه کې بې ساری سرعت او اسانتیا هم رامنځته کوي؛ ولې ورسره یې د ژورنالېزم هغه انساني ماهیت هم تر پوښتنې لاندې راوستی، چې تر ډېره د واقعیت، احساس او ټولنیز مسوولیت پر بنسټ ولاړ و.
تر کومه، چې د کار او دندو خبره ده؛ نو په دې کې هم شک نشته، چې مصنوعي ځېرکتیا په ځانګړې توګه د ابتدایي او انټري لیول دندو ساحه تر خپل اغېز لاندې راوستې او ګڼ هغه کارونه، چې پخوا به انسانانو ترسره کول اوس یې ماشینونه یا همدا ایپونه په چټک، منظم او کم لګښتي ډول سره سرته رسوي؛ خو په هغو برخو کې، چې انساني تجربې، ژور درک، پرېکړه، مشاهده او د فکري شعور اړتیا موجوده وي، دغه ځېرکتیا به ورته محتاجه وي، ځکه تراوسه یې په همدې اساس دا بشپړ بدیل نشي کېدای او دا یوازې د معلوماتو، ډیټا او ظاهري تحلیل تر بریده محدوده ده، نه د انساني عاطفې، درد او وجداني احساس تر کچې.
ښایي همدا لامل شي، چې هېڅ مصنوعي ځېرکتیا به د یوه تکړه خبریال، ساحوي رپورټر او یا د ټولنیزو واقعیتونو د ژور تحلیلګر او خلاق لیکوال ځای ونشي نېولای، که څه هم د څېړنې، معلوماتو راټولولو، ډیټا تنظیم او حتی د لومړنیو مسودو په برابرولو کې مرسته کولای شي؛ خو د یوې پېښې تر شا د انساني درد، ټولنیز حساسیت، اخلاقي مسوولیت او فکري تحلیل هغه اړخونه نه شي درک کولای، چې یو ژمن او فکري ژورنالست یې د خپلې تجربې، مشاهدې او وجدان له مخې محسوسوي.
یوازې یوه اندیښنه چې جدي ګڼلی شي، هغه د همدې ځېرکتیا په اړه د انسان خپل تمایل دی؛ یعنې دغه وسیلې که په احتیاط ونه کارول شي یا یې په کارولو کې افراط وشي؛ وېره یې شته، چې اندیښنې په واقعیتونو بدلې کړي؛ مثلاً دغه ځېرکتیا او ایپونه دا وړتیا لري، چې زدهکوونکي به خپلې کورنۍ او علمي دندې پرې لیکي، مسلکي کسان به خپل رپورټونه پرې جوړ کړي او ځینې ژورنالستان به خپلې مقالې او لیکنې هم ورباندې تیارې کړي؛ خو زیان به یې دا وي، چې خپله تخلیقي ونډه به یې پکې په نشت وي او دا به یو ډول فکري او تخلیقي ظرفیتونه کمرنګي کړي؛ ځکه ذهن هم د عضلو په څېر دی، چې استعمال نه شي کمزوری کېږي؛ ځکه خو که ټول تمرکز یا په دغسې کمزوري تمایل تکیه وکړای شي، ښایي په جمعي ډول ټول معاصر انسان له تخلیقي او علمي بحران سره مخ کړای شي، له همدې امله د مصنوعي ځېرکتیا په دې عصر کې ریښتوني او واقعي بریالي خلک همغه دي، چې له AI څخه د یوې مرستندوی وسیلې په توګه کار واخلي، نه د خپل عقل او فکر د بدیل په توګه. هغه کسان، چې له مصنوعي ځېرکتیا څخه د څېړنې، معلوماتو راټولولو او ژباړې مرسته اخلي؛ خو فکر، تحلیل، ترتیب او قضاوت خپله کوي، د هغوی پرمختګ باوري دی؛ خو هغه څوک، چې مصنوعي ځېرکتیا د خپل فکر او شعور بدیل ګڼي، ورو ـ ورو ممکن له فکري، تخلیقي او مسلکي پلوه شاته پاتې شي.
په ټوله کې ویلای شو، چې مصنوعي ځېرکتیا د ژورنالېزم لپاره هم فرصت دی او هم ننګونه. فرصت ځکه دی، چې د کار چټکتیا، معلوماتو ته لاسرسی او تخنیکي اسانتیاوې زیاتوي او ننګونه ځکه، چې د انسان فکري استقلال، تخلیقي ظرفیت او انساني احساس تر اغېز لاندې راولي؛ خو تر هغې، چې صحافت د انساني شعور، اخلاقو، درد او ټولنیز مسوولیت له روح سره تړلی وي، انسان به یې اساسي محور وي او مصنوعي ځېرکتیا به یوازې د یوه مرستندوی وسیلې حیثیت ولري. لهذا د معاصر صحافت دا دواړه لوري که په متوازي ډول مدیریت او ساتل شي؛ نو د پرمختګ او انساني ارزښتونو ترمنځ به مو تعادل ساتلی وي.