Home+د مور ورځ؛ له شخصي غمه تر نړیوالیدو پورې

د مور ورځ؛ له شخصي غمه تر نړیوالیدو پورې

تاند – په ډېرو هېوادونو کې، لکه متحدو ایالتونو، کاناډا، اسټرالیا او زیاترو اروپایي هېوادونو کې، د مې میاشتې دوهمه یکشنبه د “مور ورځې” په نوم نمانځل کېږي. سږ کال دا ورځ د غويي له 20 مې سره سمون خوري.

خو پوښتنه دا ده چې ولې دا ځانګړې ورځ غوره شوې؟ د دې ورځې بنسټ‌اېښودونکی څوک و؟ او څنګه دا ورځ په رسمي کالهنداره کې شامله شوه؟ د دې پوښتنو ځوابونه موږ د شلمې پېړۍ پیل ته او آن تر هغې مخکې وخت ته بیايي.

د مور ورځې پیل؛ یو شخصي درد او یو ټولنیز فکر

د مور د ورځې اصلي بنسټ‌اېښودونکې یوه مېرمن وه چې آنا جارویس نومېده. جارویس وروسته له هغه دا هوډ وکړ چې د “مور” په نوم یوه ځانګړې ورځ رسمي اعلان شي، چې مور یې په ۱۹۰۵ کال کې مړه شوه. آنا د دې مفکورې الهام له خپلې مور، آن جارویس څخه اخیستی و.

آن جارویس د امریکا د کورنۍ جګړې پر مهال د “د میندو د کار کلپونه” جوړ کړي وو، چې موخه ‌یې د عامې روغتیا ښه‌والی او د ماشومانو د مړینې کموالی و. هغې هڅه کوله چې د شمال او جنوب میندې سره راټولې کړي او د سولې د ټینګښت لپاره د ښځو ونډه پیاوړې کړي.

آنا له خپلې مور وروسته دا لاره تعقیب کړه او عامه کمپاین یې پیل کړ، څو “د مور ورځ” رسماً ومنل شي.

له لومړۍ غونډې تر رسمي رخصتۍ

د ۱۹۰۸ کال د مې په ۱۰ مه، آنا جارویس د مور د ورځې لومړۍ رسمي غونډه د امریکا د لوېدیځې ویرجینیا په یوه کلیسا کې جوړه کړه. هغې د رسنیو، کلیساوو او سیاسي چارواکو له لارې هڅه وکړه چې یوه ځانګړې ورځ د میندو د درناوي لپاره وټاکل شي.

په پای کې، د ۱۹۱۴ کال په مې میاشت کې، د امریکا ولسمشر ووډرو ویلسن د مې دوهمه یکشنبه د مور د ملي ورځې په توګه اعلان کړه. دا پرېکړه ډېر ژر د امریکا په نورو ایالتونو کې هم ومنل شوه او وروسته نورو هېوادونو ته هم خپره شوه.

د مې دوهمه یکشنبه؛ تصادف که سمبولیک انتخاب؟

د دې خلاف چې ځینې خلک فکر کوي، د مې دوهمه یکشنبه د مور د ورځې لپاره کومه ځانګړې مذهبي یا دودیزه معنا نه لري. دا نېټه هماغه ورځ وه چې آنا د خپلې مور په یاد غونډه جوړه کړې وه، او وروسته یې رسمي بڼه خپله کړه.

مې میاشت په مسیحیت کې د مقدسې مریم (حضرت عیسی علیه‌السلام مور) میاشت بلل کېږي، چې د مور او سپېڅلې ښځې مفهوم ورسره تړلی دی. که څه هم دا مستقیم دلیل نه و، خو بې‌اغېزې هم نه و.

جالبه دا ده چې آنا جارویس، چې د مور د ورځې بنسټګره ده، د خپل ژوند په وروستیو کلونو کې د همدې ورځې کلکه مخالفه شوه. هغې وویل چې د مور د ورځې اصلي روح، یعنې “ریښتینې مینه او بې‌ریا مننه”، د چاپ شویو کارتونو، سوداګریزو ګلونو او په رستورانونو کې د قیمتي خوړو قرباني شوې ده.

هغې هڅه وکړه چې دا ورځ بېرته لغوه شي او د همدې مخالفت لپاره ‌یې خپله شتمني هم مصرف کړه. آنا غوښتل چې په دې ورځ یوازې د زړه له کومې د میندو او کورنیو یادونه وشي، نه دا چې له دې چارې څوک خپله سوداګري وغوړوي.

د مور ورځ په اروپا کې، پرته له بریتانیا

له لومړۍ نړیوالې جګړې (۱۹۱۸) وروسته، د امریکا فرهنګي نفوذ د اروپایي هېوادونو په منځ کې پراخ شو، په ځانګړي ډول د امریکايي سرتېرو او تبلیغاتو له لارې.

په هغو اروپایي هېوادونو کې چې له امریکا سره یې نژدې اړیکې لرلې، لکه بریتانیا، فرانسه، جرمني او سکاندیناوي هیوادونه، د مور د ورځې مفکوره خپره شوه او د ۱۹۲۰ او ۱۹۳۰ لسیزو په اوږدو کې دا ورځ یا خو رسمي یا هم غیر رسمي نمانځل کېده، که څه هم د دغو هېوادونو نیټې له امریکایي نېټې سره توپیر درلود.

نن‌سبا، ډېری هېوادونه د مې دوهمه یکشنبه د مور د ورځې په توګه نمانځي، خو په ځینو هېوادونو کې، په ځانګړې توګه په اسلامي یا آسیایي هېوادونو کې، دا ورځ د مذهبي یا سیمه‌ییز کلیز له مخې ټاکل کېږي.

بریتانیا؛ بې‌سارې استثنا

بریتانیا له هغو لږو اروپایي هېوادونو څخه دی چې د مور لپاره جلا ورځ لري. هلته دا ورځ د “مورنۍ یکشنبې” (Mothering Sunday) په نوم نمانځل کېږي، چې د مسیحیانو د روژې له څلورمې یکشنبې سره سمون خوري. دا ورځ مذهبي رېښه لري او له امریکايي دود سره توپیر لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پوهنې اتل او غوره مدیر | حبیب وقار

نومیالی هغه دی چې په بهرنیو ماڼیو کې د اوسېدو پر ځای د خپل کور او کلي د خټینو کورونو پر ماڼۍ کولو فکر...