Home+د خليج جګړه: تاکتیکي برلاسي، ستراتیژیکې ننګونې او نړیوال بدلونونه

د خليج جګړه: تاکتیکي برلاسي، ستراتیژیکې ننګونې او نړیوال بدلونونه

عبدالوحید وحید

​د ۲۰۲۶ کال په لومړیو کې د ایران پر وړاندې د امریکا او اسرائیلو ګډې پوځي جګړې د تاکتیکي بریاوو ترڅنګ ژورې ستراتیژیکې ننګونې او پراخ نړیوال بدلونونه رامنځته کړل. د نړیوالو شنونکو په باور، که څه هم واشنګټن او تل‌ابیب په هوايي بریدونو او د ایراني مشرانو په نښه کولو کې تاکتیکي پرمختګونه درلودل، خو په نورو مواردو کې د استخباراتي تشو، نیمګړو پلانونو، د ايران د ستراتېژي او وړتیاو ناسمو ارزولو له امله جګړه له هغو پولو څخه واوښته چې په پیل کې یې اټکل کېده.

​که څه هم  امریکا او اسرائيل د ایران د مشرتابه د مېشتځایونو په موندلو او سایبري عملیاتو کې پرمختللې وړتیاوې وښودې، خو په څو اساسي برخو کې له جدي تېروتنو سره مخ شول. د ۲۰۲۵ کال استخباراتي راپورونو واشنګټن ته دغه باور ورکړی وو چې د سیاسي مشرانو پراخې وژنې او کورني لاریونونه به ایراني نظام د مقاومت وړتياوې له منځه يوسي او له دننه به وپاشل شي؛ خو په عملي ډګر کې بهرني برید په ایراني ټولنه کې د ملي غرور احساس راوپاروه او د نسکوريدو پر ځای یې ټولنیز یووالی رامنځته کړ.

پر دې سربېره، امریکايي استخباراتو د ایران د توغندیو عملیاتي وړتیاوې، د هوايي دفاعي سیسټمونو وروستي پرمختګونه او په خلیج کې د امریکا پر اډو او پرمختللو رادارونو باندې د بریدونو په هکله د اپران وړتیاوې کمې اټکل کړی وې. په ورته وخت کې، د اټومي انرژي نړیوالې ادارې د ۲۰۲۵ کال له جون راهیسې د ایران د بډای شویو یورانیمو زېرمې نه وې تایید کړې، او د جګړې له پیلېدو وروسته هم ناڅرګنده پاتې شوه چې دغه زېرمې له منځه تللي او که خوندي پاتې دي.

بله ستونځه داوه چې واشنګټن د بریدونو د پیل لپاره ډير څه درلودل، خو د جګړې د پای ته رسولو لپاره یې روښانه لار نه وه جوړه کړې؛ کله چې ایران د هرمز تنګی وتاړه، د جګړې د پای ته رسولو نوښت د امریکا له لاسه ووت. یوازې په هوايي او سمندري بریدونو د ايران په څير پياوړي نظام نسکورول ممکن نه دي، خو امریکا د عراق او افغانستان د جګړو د ترخو تجربو له امله د ځمکنیو عملیاتو لپاره سیاسي او ولسي لېوالتیا نه درلوده او دغې تشې پوځي بن‌بست رامنځته کړ. له دې څخه ورهاخوا امریکا خپل د هوايي دفاع او تهاجمي سیسټمونه د اسرائیلو د دفاع لپاره چمتو کړې وې، خو په خليج کې یې د خپلو عربي متحدینو، لکه قطر، متحده عربي اماراتو، بحرین، کوېټ او سعودي عربستان، د دفاع لپاره بشپړ چمتووالی نه درلود. د جګړې اوږدېدو د امریکا د دفاعي توغندیو پر زېرمو هم جدي فشار راوړ او ایران په ځیرکتیا سره د ډېرو او ارزانه توغندیو په کارولو د مقابل لوري دفاعي لګښتونه خورا لوړ کړل.

​د خليج جګړه په داسې ناسمو مفروضو ولاړه وه چې په عمل کې غلطې ثابتې شوې. واشنګټن د ۲۰۲۵ کال د دولس ورځنۍ جګړې تجربه په ناسمه توګه وارزوله او فکر يې کاوه چې ایران به دا ځل هم محدود غبرګون وښيي؛ خو په جګړه کې د امریکا د مستقیمې ښکېلتیا له امله تهران خپله تګلاره بدله کړه او د اسرائیلو ترڅنګ یې په سیمه کې د امریکا اډې او د هرمز تنګی د فشار د اصلي وسیلو په توګه وکارول. د امریکا  سیاسي مشرانو ته د هرمز تنګي د ممکنه تړلو په تړاو خبرې درلوده خو اټکل داسې وو چې ایران به تر هغه پړاوه پورې له رسيدو وړاندې تسلیم شي. په ورته وخت کې، د ایران د لوړپوړو مشرانو په نښه کولو نه یوازې نظام ړنګ نه کړ، بلکې جګړه یې نوره هم پراخه کړه او د ډیپلوماتیکې هوکړې شته فرصتونه یې زیانمن کړل.

​د دغې جګړې اقتصادي او بشري پایلې په نړیواله کچه خورا ژورې وې. که څه هم ایران درانه مادي، بشري او اقتصادي زیانونه ولیدل، زرګونه کسان پکې ووژل شول او پوځي بنسټونه یې زیانمن شول، خو د هرمز تنګي تړل کېدو د نړۍ د تېلو او ګازو اکمالاتي بهير ګډوډ کړ، د تيلو بيې يې خورا لوړې کړې، نړیوال انفلاسیون یې زیات کړ، مالي بازارونو ته یې درانه زیانونه واړول  او په نړیوال اقتصاد یې دروند فشار رامنځته کړ.

​له جیوپولیټیکي پلوه، د خليج جګړې د امریکا د «نه ماتېدونکي»  ځواک انځور ته سخت زیان ورساوه او د نړیوال ځواک توازن یې بدل کړ. امریکا جګړه د ایران د بې‌قید او شرطه تسلیمي په غوښتنه پیل کړه، خو وروسته اړ شوه چې د هرمز تنګي د بېرته پرانیستلو لپاره د ایران په وړاندیزونو او له دغه هېواد سره په خبرو اترو تمرکز وکړي او هغه تنګی چې له جګړې وړاندې پرانیستی وو، اوس بند پاتې دى. خلیجي هېوادونه پوه شول چې د خپل امنیت په موخه امریکا ته له سلګونو مليارده ډالرو ورکولو سره سره يې امریکا امنیت ونشو ساتلى، د واشنګټن په امنیتي چتر او ژمنو باندي یې باور کم شو او لا يې هم د خپلو امنیتي ستونځو د حل لپاره د خپل ځواک د پياوړي کولو پرځاى سیمه‌ییزو امنیتي تړونونو ته یې مخه کړې ده.

پر دې سربېره، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له منظوري پرته جګړې، د ملکي تلفاتو له امله نړیوالو نیوکو، د ناټو د متحدینو کمزوري ملاتړ او د امریکا دننه د جګړې د لګښتونو پر سر مخالفتونو د واشنګټن سیاسي لګښتونه هم خورا لوړ کړل. د وسلو د زېرمو کمښت، د نړیوال مشروعیت زیانمنېدو، په منځمهاله ټاکنو کې د جمهوري غوښتونکو ماتې، د چین او روسیې په څېر سترو سیالانو ته فرصتونه برابره کړل چې په سیمه او نړۍ کې له دغه وضعیت څخه ستراتیژیکه ګټه پورته کړي.

​له دغې ناانډولې جګړې څخه زده شوی تر ټولو مهم ستراتیژیک درس دا دی چې پرمختللې پوځي ټکنالوژي او تاکتیکي برلاسي درلودل د ستراتیژیکو موخو د ترلاسه کولو تضمین نشي کولای. دغې جگړې وښوده چې په نامتوازنو نښتو کې کمزوری لوری هم د ځيرک مشرتابه او ويښ ولس په شتون کې کولای شي د ارزانه وسلو، سیمه‌ییزو متحدو شبکو او د هرمز تنګي په ډول حساسو جیوپولیټیکي نقطو په کارولو سره د امريکا په شان زبرځواک هېواد باندي دومره درانه لګښتونه تحمیل کړي چې د جګړې توازن بدل کړي. د يوه ملت د کورنیو ټولنیزو او نفسياتي واقعیتونو له ژورې پېژندنې او له جګړې څخه د وتلو له روښانه ستراتیژي پرته جګړه، د دښمن نظام د نسکورولو پر ځای د پیاوړتیا، خو په سیمه‌ کې د بې‌ثباتي لامل کېږي.

​که څه هم امریکا په مستقیمه پوځي نښته کې تاکتیکي برلاسي درلوده او د ایران پوځي وړتیاوې یې سختې زیانمنې کړې، خو د استخباراتي نیمګړتیاوو، د ځمکنیو واقعیتونو د ناسمې ارزونې او له جګړې څخه د وتلو د ستراتیژي د نشتوالي له امله یې خپلې بنسټيزې موخې ترلاسه نه کړې؛ بلکې د جګړې د پای ته رسولو تله یې د سیمه‌ییزو معادلاتو او د هرمز تنګي د فشار له امله له لاسه ورکړه. په پېچلو نړیوالو شخړو کې دقیق استخباراتي تحلیل، د مشرانو او ولس نفسياتي ارزونې او ډیپلوماتیکې لارې چارې تل له پوځي ځواک څخه ډېرې اغېزناکې ثابتېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پلار مړینې څنګه د ژوند او هنر په اړه د روري کینیر لیدلوری بدل کړ؟

روري کینیر د خپل پلار د غمجنې مړینې او د کورنۍ د غړو د مړینو د اغېزو په اړه خبرې کړې دي او ویلي...