چهارشنبه, اپریل 17, 2024
Home+خپګان | نعمان دوست

خپګان | نعمان دوست

ماشوم، تورې پلاستیکي کڅوړه کې پیچلي شي ته ګوته ونیوله:
پلاره!
دا څه شی دی؟
– پام، ور نږدې نشې ماین دی!
له دې سره ماشوم چیغه کړه ،  پړ مخې ولوید او په ژړا یې ویل:
که دلته  وچوي، که زه پکې  مړ شم …
پلار، هلک غیږ کې ونیوه، شیبه په شیبه یې په سر ښکلوه او همدا یې ویل:
خدای دې نکړي زویه، داسې مه وایه، زړه به مې وچوي.
د ټلویزیون پر سکرین عاجل خبر راغی، په ماین الوتي موټر لمبې بلیدې . خلکو د اور په غیږ کې  ایسارو انسانانو ته کتلې؛ خو هیڅوک ور نږدې  کیدای نشول.
۲۰۲۰.۱۲.۳۱

4 COMMENTS

  1. نعمان دوست وروره مینونه او بمونه خو هره ورځ وینو نو د څه په خاطر یې بیا بیا را یادوې، د سوژو قحطي خو نه ده مړه! سړی تاند ته راشي چې غم غلط کړي، دلته هم جګړه روانه ده……
    دغه لاندي جمله خودي بیخي له پانټازي ډکه ده:
    خلکو د اور په غیږ کې ایسارو انسانانو ته کتلې؛ خو هیڅوک ور نږدې کیدای نشول.

    غیږ مې په عاطفي جملو کې اوریدلي ده، دا ستا موډل استعمال لږ څه راته داسي بل شاني په نظر راغی کنه، که خوا دي بده نه شي.

  2. نعمان دوست وروره مینونه او بمونه خو هره ورځ وینو نو د څه په خاطر یې بیا بیا را یادوې، د سوژو قحطي خو نه ده مړه! سړی تاند ته راشي چې غم غلط کړي، دلته هم جګړه روانه ده……
    دغه لاندي جمله خودي بیخي له پانټازي ډکه ده:
    خلکو د اور په غیږ کې ایسارو انسانانو ته کتلې؛ خو هیڅوک ور نږدې کیدای نشول.

    غیږ مې په عاطفي جملو کې اوریدلي ده، دا ستا موډل استعمال لږ څه راته داسي بل شاني په نظر راغی کنه، که خوا دي بده نه شي.

  3. مننه دا دری لپاره هره لحظه یادوی چی موز پوه کری چی د انسان لولاد سره حه ظلم روان دی

  4. دوست صیب له خپل آس نه نه کوزیږي، بس لګیادی کیسه ګۍ ته نور نو که په تول کې وه یا بې توله.
    که زه دده پر ځای وای بالا مې زور نه ور سره وهی او د کیسو کار مې اهل د کار ته خوشي کاوه، بله خواري مې لټوله.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب