لیکوال اسدالله بلهار جلالزی
د ۱۸۳۸ ع کال د جولای د میاشتي په ۲۷ نیټه د انګریزې لښکرو جنرالانو د غزني ښار د بالاحصارکلا د ړنګیدو پریکړه وکړه. چې د دغه ټینګ مورچل او مدافعینو په ماتېدو سره دوئ په اسانۍ سره د کابل دروازو ته ځانونه رسوي او خپل د خوښي او باور وړ کس به د واک په ګدۍ کینوي او په دې توګه به يي د ښکیلاکې پلانونو د پلي کیدو او موخوته د رسیدو په لاره کې کوم خنډونه موجود نه وي. د جګړې شیپورونه له پخوا ږغول شوي و. کندهار کې انګریزان واکمن ول. خو په غزني ښار کې ځوانانو او نورو جنګیالیو د مقاومت او مقابلې له پاره چمتوالی نیوه. د بالاحصار او دهغې په کلا کې د جنګې وسایلو ځای پرځای کیدنه او هرچاته د دندو دسپارلو چارې هم په ګوته شوي وي. (مهرګل) هم یو له هغوو ځوانانو څخه و. چې په بالاحصار کې ورته د توپ ویشتنې دنده ورکوله شوه. مهرګل له نورو شاه زلیمو سره یوځای له غزني څخه د دفاع له پاره ملاتړي. د مهرګل په اړه لا هم له سینې نه سینې روایتونه ژوندي دي. اوس هم دا روایتونو د خلکو له لوري خولهء په خولهء کیږي، مهرګل دغزني په زاړه ښار کې ژوند کوي. مور او پلار يي خپل زوی ته د همدې غزني په زاړه ښار کې د یوه سوداګر لور(زیبا) نومې نجلۍ لا پخوا په نکاح کړي. د دوئ دواړو پلرونه په هیواد کې روانو حالاتو اندیښمن کړي، د انګریزانو تیری او دهغوئ کړنې هم څارې. خو دا هم له یاده نه باسي د همدې ښکیلاکې ځواک د یرغل په ورځو کې له دې امله چې د خپلو اولادونو د خوښۍ ورځي او شیبې په خپلو سترګو وویني. د واده مراسم د خوښیو په فضا کې تر سره کیږي. له واده څو ورځي وروسته د انګریزانو لښکرې د غزني ښار ته را رسیږي او د بالاحصار په کلا باندې بریدونه پیلوي. په دغه وخت کې مهرګل له خپلو نورو ملګرو او اوښي سره یو ځای په بالاحصار کې د توپونو تر شا دریږي او په دښمن د ګولیو اورول پیلوي. د دفاع او مقاومت په چارو کې ښه ځلیږي. خو تر خوا يي د جګړې په دغه تاوده مورچل کې (زیبا) هم د خپل میړه او ورور تر خوا په داسې حال کې دریږي چې لاسونه يي لا هم په نکریزو سره دي. دا جګړه څو ورځي دوام کوي. په همدې څو ورځو کې زیبا هم په داسې حال کې د جګړې برخواله ده. چې د نارینه وو کالي يي په تن کې او له خپل میړه سره اوږه په اوږه پر د شمن ګولۍ اوروي. خپل شهامت ښکاره کوي. د هیواد په لاره کې د دفاع مورچل تر دې غوره ګڼي چې په کور کې د ناویتوب په پالنګ خوب وکړي. په خواشنیۍ سره چې د غزني کلابند ښار ته نه د موسی خان غلجي مرستندویه لښکري را رسیږي او نه هم د امیر دوست محمد خان لښکري. ځکه چې د موسي خان غلجي لښکرو ته لا مخکې دانګریزانو لښکرو څاو( کمین) نیولی و. چې دغه کاريې سخت ورته ګټور هم تمام شو. په هرحال د دغې نیمه خوا ناوي یادونه زموږ د سیمې شاعر او لیکوال مرحوم نظر محمد سها شالیزي کلونه وړاندې په خپله یوه بولله کې داسې یادونه کوي:
بلی این داستان مرگ زیباست
که بود از بانوان پرفضلیت
گرامي دختر غزني که جان داد
برای عشق میهن با شرافت
نه تنها نام او زیبا است
که زیبا بوده در رخسار وسیرت
به صورت هم به سیرت هم بوده زیبا
به ظاهر هم به باطن هم با کرامت
مرحوم نظر محمد سها د خپلو شعرونو په دې بیتونو کې لوستونکو ته په لومړي سر کې د دې وطنپالې میرمنې د شرافت، سیرت، اخلاقو او په ظاهر او باطن د سپیڅلتیا په اړه معلو مات ورکوي.دا چې په سرو منګولو له کوره را وزې او دهیواد ساتنې په مورچل کي دریږي.د جګړې سختۍ، کړاونه او تکلیفونه په ځان منی. مرحوم نظر محمد شالیزي وړاندې راته د دغې جګړې او په کې د زیبا په رول باندې داسې رڼا اچوي
بجنگی کاندرآن از تیغ افغان
جهان بر انگیسیان شد قیامت
لباس مرد برتن کرده زیبا
که با مردان در رزم کند شرکت
بجنب مهر گل کاو شوهرش بود
بمیدان درشدی با صد صلابت
هوکي: زیبا په دغې سپیڅلي جګړه کې د نارینه وو کالي اغوندې. هغه هم د دې له پاره چې په ښه ډول وکولای له خپلو وروڼو سره په کې برخه واله شي. د دې دا هڅه او کړنه موږ ته دا هم ښکاره کوي چې دغې هیوادپالي ناوې ته د دهیواد د دفاع تر خوا د خپل پت ساتنه هم اهمیت لري. دوهم دا خبره هم ترې جوتیدای شي که چیرته په جګړه کې بوخت ځوانان دا په خپل ښځینه لباس کې وګوري چې یوه ښځینه هم د دفاع او ننګې په مورچل کې ولاړه ده. نو ښايي دا به يي ننګ، میړانه، غیرت او نارینتوب ومني او ده به له دې سپیڅلي جګړې څخه را وګرځوي ځکه نو دا اړه کیږي چې د هیواد د ساتنې په لاره کې له داسې تاکتیک نه کار واخلي.
لکه وړاندې مو هم چې یادونه وکړه په دغې جګړه کې د دې له میړه مهرګل سره د زیبا ورور هم برخه وال دی. هغه هم د توپ ویشتلو دنده لري. د خلکو په منځ لا هم دا کیسه ژوندۍ ده چې له څو ورځو وروسته په جګړه کې انګریزان د باروتو په واسطه د کلا یوه دروازه الوزوي. د ( افغانستان د تاریخ په پوړیو کې) مشهور لیکوال میرغلام محمد غبار هم د خپل اثر په ۵۲۶ مخ کې کاږي : ( د امیر دوست محمد خان زوی سردار غلام حیدر خان کلا ته د دښمن دننه کیدو د مخنیوي په موخه د کلا دروازې وتړلي. ځکه دا کلکه کلا په اسانۍ سره نه شوای نیول کیدای او سوبه يي ناشوني ښکاریده، سردارعبدالرشید د سردار عبدالامین زوی چې د امیر دوست محمد خان خوريي چې په کابل کې د برنس د پلاوي د اوسیدو په مهال له موهن لال سره اشنا کیږي. چې په هماغه وخت کې د انګریزانو سره مقرریږي. خو اوس په غزني ښار کې دی او په پټه توګه د مخابرې له لارې له موهن لال سره اړیکې ټینګوي. دغه سردار د غزني ښار د دفاعی او جګړه ایزو حالته نخشه ورته وسپارله. په خپله هم له دښمن سره یوځای شو. دا يي هم ورته وښوده چې د غزني د کلا کومه دروازه «کابلۍ دروازه» د الوزولو او سوځولو وړ ده. په داسې حال کې نورې دروازې د کلکو دیوالونو په درلودلو سره تړلي شوې وې. دښمن هماغې دروازې ته چاودنه ورکړه او دغزني ښار ته ننوتل، عبدالرشید هم د دغه خیانت په پار د میاشتي پینځه سوه روپۍ تر لاسه کولې خو هغه يي هم ډیر وخت ونه خوړې او ژر مړ شو)
ویل کیږي چې په دغه سهار انګریزانو د کلا له شا سپیدارانو څخه د مهرګل د توپ په ځای ډزې وکړي. چې په شهادت يي ورساوه. وروسته چې انګریزان ښار ته ننوزې له بده مرغه په دین او هیواد مینه ناوې هم د ۱۸۳۹ میلادي کال د جولای په ۲۲ نیټه له یو شمیر نورو مدافعینو سره یوځای د انګریزانو له لوري ژوندۍ نیوله کیږي. په دې جګړه کې له اوو بیا تر اتوزرو پوري دغزني ښار وګړي شهیدان شول. خو زیبا، بیا د جنرال سیل میرمنې لیډې سیل ته سپارله کیږي. زیبا ډیره خپه او په اوږدو سوچونو کې ډوبه وي. مرحوم شالیزی د بوللي په بله برخه کې د دې کیسې تصویرداسې وړاندې کوي:
نکشتندش ولي او را سپردند
به لیدی سیل از بهر اسارت
چو لیدی سیل دیدش گفت دیدم
ترا و همسرت را پر شجاعت
نگهدارمت آسوده و خوش
بخاطر ره مده هرگز ملامت
موږ وینو چې لیډې سیل زیبا ته که څه هم ډاډ ورکوي. هغه هڅه کوي چې زیبا ته وښيي چې ته به په امن کې ژوند ولري. دهغه غیرت او شجاعت ستايي لاس په لاس کې ورکوي د کلا یوه لوړ برج ته پورته کیږي. څو د ښار ننداره وکړي، په دغه مهال ( زیبا) د اسارت احساس کوي. د ویر او غم نخښې يي په څیره ښکاري. خو د دې په اپوټه لیډې سیل بیا خوشحاله بریښي. په دغه وخت زیبا د لیډې لاس خوشی کوي او ځان کښته غورځوي. په پرښو او کاڼو کې لګیږي. ټپي کیږي تن يي په وینو سور شي او روح يي د لایزال رب د دربار په لوري الوزي.
همدا ډول د هیواد بل فرهنګي، قلم په لاس او شاعر سراج الدین پرواک غزنوي هم په خپل یوه شعر کې د زیبا داسې یادونه کوي.
میان غازیان یک جوان است
بسوی رزمگاه اکنون روان است
هنگام وداع با همسر خویش
سخنهای نیکو آورد در پیش
مرحوم پرواک هم په خپله بولله کې د زیبا په اړه وايي:
زن زیبا که زیبا بود نامش
حلاوت های معنی در کلامش
یا هم دا : د زیبا د میړه مهرګل او د زیبا د ورور یادونه هم کوي. کوم چې په دې سپيڅلي جګړه کې برخه اخیستي.
همین مرد شجیع مهرگل نام
ز صبح جنگید با کفار تا شام
جوان دیگری بود نورگل نام
تپیدی در جهاد از صبح تا شام
لیکوال او شاعر پرواک هم په خپله بولله کې لکه د شالیزي په څیر د انګریزي لښکرو له خوا د زیبا د نیول کیدو خبره کوي. یعني دوئ دواړه په دې نظر دي چې شهیده زیبا د انګریزانو له لوري ژوندۍ نیوله کیږي. په ورته وخت په دې خبره هم دواړه یوه خولهء دي چې زیبا د نارینه وو کالي اغوستي په دغې سپیڅلي جګړه کې ګډون کړی. چې له نیول کیدو وروسته يي یوې پرنګۍ ته سپاري او هغه يي له ځان سره یوه برج ته په دې مقصد خیژوي چې د ښار ننداره وکړي څو خوار او زار حال يي یوڅه ښه شي هغه وايي:
بهنگام قتال وشور وغوغا
اسیر دست دشمن گشت زیبا
لباس مرد را زن کرده درجان
از آن کفار جمله گشته حیران
چون زیبا شد اسیر فوج پرکین
سپردندش بدست خانم کین
خو زیبا د خپل وطن، غزني او بیا د خپل میړه په حال له دې ورهاخوا د کلا دننه د ځوانانو، ماشومانو، سپینږیرو او ښځو په مړینه سخته ځوریږي او د خپګان نښې نښانې يي په ستومانه وجود کې له ورایه لیدلې کیږي.
ولي زیبا به یاد شوهر خویش
دیگرگون گشته قدري حالش از بیش
میان کشته گان دید او شوهر خویش
بشد از فرط غصه قلب او ریش
زیر پرتگاهی تنش پرتاب نمود
بگفت او این جهان را زدو پدرود
زن با غیرت وعالی و زیبا
گرفت اندر بهشت عدن ماوا
په خواشینۍ سره چې زیبا په داسې ډول خپل ژوند ته د پای ټکی ږدي او د اسلام، هیواد او ولس په لاره کې د تللو شهیدانو له کاروان سره یوځای کیږي. په پایله کې ویلای شو. چې له انګریزانو سره په دوهمه جګړه کې د دې خاورې یوه بله وطنپاله، په دین او ولس مینه هم لکه د نورو غازي میرمنو په څیر ټینګ او متین ګامونه ږدي. حماسه را منځ ته کوي، خپل دین او رسالت په رښتیني وینا په پوره اخلاص سره سرته رسوي. په پایله کې موږ ته دا په ډاګه کیږي. چې د افغان خاورې نارینه اوښځینه اولادونه د خپلې خاورې د ساتلو په لاره کې په یوشان خپل مسولیت ادا کوي. اوس نو موږ ته په کار ده چې د داسې ننګیالو میرمنو د خاطرو او یادونو د ژوندي ساتلو په پارعلمي، فرهنګي اوتعلیمي محفلونه جوړ کړو. تر څو له فکري اړخه د زموږ د ځوان نسل اړیکې او تعلقات له تیرو سره وساتلي شي. د وطن دوستي، ازادي غوښتني فکر او خیال د دوئ په ذهن کې وده او نمو وکړي. د وطن په مینه کې د ډوب نسل روزنه زموږ د ستونزو دهواري یوازنۍ لاره ده. په همدې هیله
یادونه: څو موده وړاندې مې د لیډي سیل یاداښتونه کتل که څه هم هغې د افغان – انګلیس په جګړه کې ځینې پیښې یادې کړي دي. خو دا چې شهیده زیبا به يي دې ته سپارلې وي او کنه ؟ په دې اړه په لیکلي بڼه کوم څه نه لیدل کیږي. والله اعلم