جمعه, مارچ 29, 2024
Homeادبد ژړک هوسۍ / نعمت الله صديقي

د ژړک هوسۍ / نعمت الله صديقي

ښايي د صادق ژړک په (مجبوري) داستاني ټولګه کې د هوسۍ کيسه د فني حس درک ځکه وبولو چې زما په اند د انساني درد هغه دروند پيغام ترڅنګ د کيسه یيزې تيوري له فني چوکاټونو سره چلند يې د فني ميتود وړ ښکاري، او دا نو بيا هغه کيسه یيز حس دى چې د کيسو په اړه مو ژوند ته د ارزښت په توګه قايل کوي، که څه هم د هوسۍ د کيسې منځنۍ پيغام د يوې رياليستکي کيسې په توګه ژمنتيا څرګنده وي، خو ولې هغه فني اړخونه يې دومره قوي افاده شوي چې په عين حال کې يې د خوند لپاره هم لوستلى شو.

د کيسې منځنۍ کردار ډاکتر زړه سواند او هوسۍ دي ، ډاکتر زړه سواند چې د ډبر زړې طبقې په منځ کې د عاطفي زړه خاوند دى ، نو نه يوازې په خپل کلينک کې د غريبو او بې وزله خلکو په حالت زهيراو خواشينى وي بلکې په کور کې د پلار له ساتلى هوسۍ سره دومره بې کچه مينه کوي چې پاى دواړه د يو بل د کړو وړو تر څنګ په څيرو او خبرو هم پوهيږي ، ډاکتر زړه سواند چې هره ورځ په کور کې د خپلې خواشينى د علت بيانول کوي ، نو ورسره د هوسۍ هم وينه او هډوکي وچيږي ، او د کيسې په پاى کې چې د (مجبوري) ليکوال د ځينو نورو کيسو د غوټې خلاصولو يو جالب مهارت لري ، د همدې کيسې په پاى کې هم د ډاکتر زړه سواند په هغه خبرو چې يوه مور په کلينک کې د زيږون پر مهال ژوند له لاسه ورکوي ، ليکوال يې پرې د زړه سوي لامله په هوسۍ زړه ورچوولۍ او کيسه يې په منطقي ډول پاى ته رسولې ، کيسه درد لري ، انساني درد، کيسه ليکوال پدې سخت زړې زمانى طنز کوي خو طنز يې ظريف دى يوازې ظنز نه بلکې په خپل هنري ليد يې درد ته ځانکړې زاويه ورکړې ، زمونږ نننى ټولنه د يو عالم بې حسۍ له پړاو ه تيريږي، نو د اد بياتو ويښ پنځونکي مو په تخليقي پنځونو هيله راکوي چې د ژوند او هنر شيبې او کيسې خو يو څوک د شعور او زوق په خاطر هم جوړه وي ،د کيسې په مروج راوياتو کې ځينى ضروري اصول (ارونه) وضعه شوي چې دا د هر ژانر ارزښت ته په کتو د هغه داخلي او خارجي هيت د پايښت تضمين وي، د (هوسۍ)کيسې پيل او پاى دواړه مناسب دى ، د کرکټرونو خوځونه يې کوم غير طبعي او مصنوعي اکټونه نه تر سره کوي ،که ژبه يې د کيسې لپاره په ځينو ځايونو کې نوره هم کيسيزه کړې وه نو بهتر به وه ، د تلوسى تناسب يې د پلاټ د مهال جوړونې لپاره بيخي د جديد طرز انداز په ګوته کوي ، او همدا ډول کيسه د يوې ښى لنډې کيسې په توګه تکميل ته رسيږي ،که د همدې کيسې کوټلې هنري مطالعه نه شو څرګندولۍ نو د پيغام په تخنيکي افادې يې ضرور يوه کاميابه کيسه بولو، بې له مبالغې ژړک يوازنې هغه څوک دى چې دادب د بې کچه خدمت تر څنګ يې په سينه کې عملا د قلم خوځونې زور شته او په لنډه ګانده کې يې د ډير کار او زيار ناز او ستاينه حق دى ،که د کيسو لپاره ژړک د هوسۍ پر پل په پرلپسې همدا ډول فنى او سبکي پل واخلي شايد د پښتو په کيسيز بهير کې د يو ښه لنډه کيسه ليکوال په توګه خپل انفرديت ثابت کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب