جمعه, مارچ 29, 2024
Homeادبد رڼو سترګو خوب| نور سعید

د رڼو سترګو خوب| نور سعید

د (ادې) غږ ناڅاپه له خوبه راویښه کړه. د سپوږمۍ تیته رڼا له کوچنۍ دریڅې خونې ته راتله. څنګ ته د پراته مېړه خوا ته یې وروکتل. د هغه  یوازې مخ او سپینه ږیره له بړستنې راوتلي وو. د زوی غږ یې لا هم په غوږونو کې ازانګه کوله. چټکه پاڅېده. پر دېواله د لاس په تپولو وره ته ورسېده. بیا یې غوږ ونیو، لېرې سپو غپل. لرګین ور یې بېرته کړ. د دهلېز دېوال له بیخه سره یې کیڼه پښه په څنګ لګوله او د څنګ خونې ته ورسېده. تشه خونه له تیارې ډکه وه. د وره څنګ ته تاقچه کې ایښي الکین ته یې خلی ونیو. خټینه خونه ژړې رڼا واخیسته. د غولي په بر سر کې پر ټغره اسفنجي توشکه پرته وه اورجايي میینه پرې هواره وه، خو کمپله پر بالښت نغښتې ایښې وه. د بسترې څنګ ته پر خټین دېوال کتار ټومبلیو میخونو پورې ګلدوزي څادر، جمپر، ټېسر پټکی، پکول او یوه ورېښمنه کلکته يي لونګۍ د زرینې غمي دارې خولۍ تر څنګ ځوړند و. ښځه د بسترې څنګ ته بې سېکه کېناسته. په مخامخ تاقچه کې ایښي پوښ بند ټوپک ته یې کتل.

جولای ۱۲

لوټن برتانیا

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب