دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeخبرونهګران هېواد: سبا دوشنبه کابل د یوې درې اړخیزه ناستې کوربه دی

ګران هېواد: سبا دوشنبه کابل د یوې درې اړخیزه ناستې کوربه دی

تاند (یکشنبه، د سرطان ۲۲) سبا دوشنبه د افغانستان، آذربایجان او ترکمستان تر منځ درې اړخیزه ناسته تر سره کېږي.

ټاکل شوې سبا دوشنبه د سرطان په ۲۳ د افغانستان، ترکمنستان، او آذربایجان د بهرنیو چارو وزیران درې اړخيزه ناسته د وېډیو کنفرانس له لارې تر سره کړي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد وايي چې د درې واړو هېوادونو وزیران به د یادو هېوادونو د ولسمشرانو د درې اړخیزو غونډو په پایلو او وړاندیزونو خبرې وکړي.

د هېواد په خبره په دغه ناسته کې به د یادو هېوادونو د ولسمشرانو په درې اړخیزه غونډو څخه د راپورته شویو وړاندیزونو او نظریاتو لپاره د عملي حل لارو پر جوړولو کار وشي.

د سرطان په ۱۲ ولسمشر محمد اشرف غني د آذربایجان له ولسمشر الهام علي اوف او د ترکمستان له ولسمشر قربان قلي بیردي محمدوف سره د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې اترې وکړې.

په دغه ګډه ناسته کې پریکړه وشوه چې د سیمه ییز ارتباط ، د ریل پټلۍ پراختیا ، نوري فایبر ، ترانسپورت او سوداګرۍ د پراختیا په هدف به د درېوو هېوادونو ترمنځ ګډه کاري کمیټه جوړه شي، چې له هرو درېوو میاشتو وروسته به خپل راپورونه د ستونزو د حل او د احتمالي بیوروکراسۍ څخه د مخنيوي په موخه د یادو هېوادونو ولسمشرانو ته وړاندې کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب