Home+د جذب قانون څه شی دی؟ د کارولو طریقه یې څه ده!

د جذب قانون څه شی دی؟ د کارولو طریقه یې څه ده!

لیکوال: دوکتور آزمندیان

ژباړن: حکمت الله هلال

د ذهن، باور او جذب قانون

د جذب قانون هغه اصطلاح ده چې په ۲۱مه پېړۍ کې یې ډېر پلویان پیدا کړي دي. خو د جذب قانون په اصل کې څه شی دی؟

د جذب قانون یو داسې باور دی چې وايي: انسان کولی شي د هر هغه څه په اړه چې فکر کوي، د ترلاسه کولو لپاره یې هڅه او زمینه برابره کړي. د همدې باور له مخې، مثبت فکر کول، پر خپلو غوښتنو او موخو دوامداره تمرکز کول او په ذهن کې د خپلو هیلو انځور جوړول، د جذب قانون تر ټولو مهم اصول ګڼل کېږي.

په دې لیکنه کې به د جذب قانون په اړه د معلوماتو در کولو سربېره به دا هم وښیو چې څنګه یې په خپل ورځني ژوند کې وکاروو.

د جذب قانون؛ د مثبت فکر له لارې خپلو غوښتنو ته د رسېدو باور

د جذب قانون یوه فلسفه ده چې پر دې باور ولاړه ده چې د انسان فکرونه او احساسات د هغه د ژوند پر څرنګوالي اغېز کوي. د دې باور له مخې، انسان کولای شي د مثبت فکر او پر خپلو موخو د تمرکز له لارې د ښو پایلو د ترلاسه کولو لپاره زمینه برابره کړي.

د دې قانون بنسټ پر دې خبره ولاړ دی چې: هر څه خپل ځانته ورته شیان جذبوي.

یعنې کله چې تاسو پر خپلو موخو تمرکز کوئ، مثبت فکر کوئ او د هغو د ترلاسه کولو لپاره هڅه کوئ، نو د بریا او پرمختګ لپاره مو د فرصتونو موندلو امکان زیاتېږي.

د دې نظریې ځینې پلویان باور لري چې د جذب قانون د ژوند پر بېلابېلو برخو، لکه روغتیا، اقتصادي وضعیت او اړیکو اغېز لري.

د دوی په باور، کله چې انسان پر مثبتو فکرونو او احساساتو تمرکز کوي، نو مثبتې انګېزې پیدا کوي او د ښو فرصتونو د ترلاسه کولو لپاره چمتو کېږي. برعکس، که یو څوک تل پر منفي فکرونو بوخت وي، ښايي د ژوند پر وړاندې یې لیدلوری منفي شي او د پرمختګ فرصتونه له پامه وغورځوي.

په ورځني ژوند کې د جذب قانون څنګه وکاروو؟

د جذب قانون د پلویانو په باور، انسان د خپلو فکرونو او کړنو له لارې د خپل ژوند په جوړولو کې مهم رول لري. هغه څه چې انسان ورته پام کوي او په اړه یې فکر کوي، د هغه پر پرېکړو او کړنو اغېز کوي.

په ورځني ژوند کې د دې قانون د کارولو لپاره لاندې ټکو ته پام وکړئ:

  • د خپلو نعمتونو شکر وباسئ: د ژوند پر هغو ښو شیانو تمرکز وکړئ چې لرئ یې، او د الله تعالی شکر ادا کړئ.
  • خپلې موخې په ذهن کې انځور کړئ: په روښانه ډول ځان د خپلو موخو د ترلاسه کولو په حالت کې تصور کړئ.
  • په هر حالت کې مثبت اړخونه ولټوئ: که له ستونزو سره مخ کېږئ، هڅه وکړئ چې له هغو څخه د زده کړې، پرمختګ او فرصت په توګه ګټه پورته کړئ.
  • منفي فکرونه وپېژنئ: کله چې مو ذهن ته منفي فکرونه راځي، هڅه وکړئ چې علت یې پیدا او پر ځای یې مثبت فکرونه پیاوړي کړئ.
  • ځان ته مثبتې خبرې وکړئ: هره ورځ ځان ته داسې خبرې وکړئ چې پر ځان باور، انګېزه او هیلې مو زیاتې کړي.
  • منفي پېښې له مثبتې زاویې وارزوئ: که په ژوند کې کومه بده پېښه درته کېږي، هڅه وکړئ چې یوازې پر خپګان یې تمرکز ونه کړئ، بلکې له هغې څخه د زده کړې او تجربې په توګه ګټه واخلئ.

که څه هم د جذب قانون د ژوند د ټولو ستونزو د حل لپاره کومه سمدستي لار نه ده، خو تر ټولو مهمه ګټه یې دا ده چې انسان ته د ژوند په اړه مثبت لیدلوری ورکوي او د خپلو موخو د ترلاسه کولو لپاره یې هڅوي.

مثبت فکر؛ د جذب قانون تر ټولو مهم فورمول

اوس دا پوښتنه پیدا کېږي چې د جذب قانون فورمول څه دی او څنګه کار کوي؟

د دې نظریې پلویان باور لري چې د انسان فکرونه او ذهني حالت د هغه پر کړنو او لاسته راوړنو اغېز لري. یعنې مثبت فکر انسان هڅوي چې مثبتې پایلې ترلاسه کړي او د منفي فکرونو دوام بیا د انسان پر روحیه او کړنو ناوړه اغېز کولای شي.

د جذب قانون پلویان درې مهم اصول یادوي چې د دې قانون بنسټ جوړوي:

لومړی اصل: ورته شیان یو بل ته راجذبوي

د دې اصل له مخې، ورته شیان یو بل ته میلان لري. د بېلګې په توګه، انسانان ډېر وخت له هغو کسانو سره اړیکې جوړوي چې فکرونه، عادتونه او لېوالتیاوې یې له دوی سره ورته وي.

همدارنګه، د دې نظریې پلویان باور لري چې مثبت فکرونه انسان د مثبتو تجربو پر لور هڅوي، په داسې حال کې چې منفي فکرونه د انسان پر ژوند او پرېکړو منفي اغېز لرلای شي.

دویم اصل: طبیعت تش ځای نه پرېږدي

د دې اصل له مخې، کله چې انسان له خپل ژوند څخه منفي عادتونه، فکرونه او ناوړه چلندونه لرې کړي، نو د ښو عادتونو او مثبتو فکرونو لپاره ځای پیدا کېږي.

د دې نظریې پلویان وايي چې د انسان ذهن او ژوند تل په یو څه بوخت وي؛ نو غوره ده چې خپل ذهن له ښو فکرونو، مثبتو موخو او ګټورو کارونو سره بوخت وساتو.

درېیم اصل: اوسنی وخت تر ټولو غوره فرصت دی

د دې اصل موخه دا ده چې انسان باید د تېر وخت په افسوس او د راتلونکي په اندېښنو کې دومره ډوب نه شي چې اوسنی فرصت له لاسه ورکړي.

تل داسې څه شته چې انسان یې همدا اوس د خپل ژوند د ښه کولو لپاره ترسره کولای شي. له همدې امله، د وېرې او ناهیلۍ پر ځای باید خپل پام هغو کارونو ته واړوو چې په اوسني وخت کې یې د خپل وضعیت د ښه کولو لپاره ترسره کولای شو.

ایا د جذب قانون علمي بنسټ لري؟

یوه مهمه پوښتنه چې د پوهانو او څېړونکو له خوا مطرح کېږي، دا ده چې ایا د جذب قانون په علمي لحاظ ثابت شوی دی؟

تر اوسه داسې باوري علمي شواهد نه شته چې ثابته کړي یوازې فکر کول او د یوې غوښتنې تصور کول کولای شي هغه غوښتنه حتمي حقیقت کړي.

له همدې امله، ډېری څېړونکي د جذب قانون د یوې عقیدې یا فلسفې په توګه پېژني، نه د یوه ثابت علمي قانون په توګه.

البته، مثبت فکر، پر ځان باور، د موخو ټاکل او د هغو د ترلاسه کولو لپاره منظم کار کول هغه څه دي چې د انسان پر انګېزه، پرېکړو او بریا مثبت اغېز لرلای شي.

د جذب قانون؛ خپلو موخو ته د رسېدو یوه لاره

په دې لیکنه کې مو دا وڅېړل چې د جذب قانون څه شی دی، څنګه کارول کېږي او ایا علمي بنسټ لري که نه.

د جذب قانون یوه فلسفه ده چې پر مثبت فکر، د موخو پر تصور او د ژوند پر ښو اړخونو د تمرکز ټینګار کوي.

کله چې انسان مثبت فکر کوي، خپلې موخې په روښانه ډول ټاکي، پر ځان باور لري او د خپلو غوښتنو د ترلاسه کولو لپاره عملي ګامونه اخلي، نو د بریا او پرمختګ لپاره ښه زمینه برابروي.

البته، یوازې مثبت فکر کول د بریا لپاره بسنه نه کوي؛ بلکې هڅه، زحمت، پلان جوړونه، صبر او دوام هم اړین دي.

په پای کې ویلای شو چې د انسان د فکرونو بدلون د هغه د ژوند پر بدلون اغېز لرلای شي. نو که غواړئ خپل ژوند ښه کړئ، له مثبت فکر سره یوځای عملي هڅې هم پیل کړئ او د خپلو موخو د ترلاسه کولو لپاره په پوره هوډ مخته ولاړ شئ. شاعر وایي: 

خدای هم نه بدلوي حال د هغه قوم

څوک چې نه بدلوي خپل حالت په خپله

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د نوي نسل په روزلو کې د ادبیاتو رسالت

پوهندوی آصف بهاند د جرمني په کولن ښار کې کونړ کولتوري‌ټولني پتیلې ده چې د ۲۰۲۶ ام کال د اکتوبر پر یودیرشمه نېټه د کونړسیند...