Homeخبرونهعزیزي: نېږدې راتلونکي کې به په هېواد کې د سرطاني ناروغیو روغتون...

عزیزي: نېږدې راتلونکي کې به په هېواد کې د سرطاني ناروغیو روغتون جوړ شي

تاند/ چهارشنبه د لړم ـ عقرب ۱۳مه/ د افغانستان ملي سوداګر او د عزیزي بنسټ مشر میرویس عزیزي وايي چې، هېواد کې به د سرطاني ناروغیو درملنې روغتون چې اوس یې کار د پيل په درشل کې دی، نږدې راتلونکي کې جوړ شي.

نوموړي چې نن د دولتي شرکتونو عمومي ریاست او عزیزي انرژۍ شرکت ترمنځ د ډبرو سکرو له کانونو د استخراج او اکتشاف او همدارنګه د انرژۍ تولید په برخه کې د تړونونو لاسلیک غونډه کې خبرې کولې، ویلي چې یاد روغتون به د سرطاني ناروغیو درملنه په وړیا ډول کوي.

هغه دغه راز زیاته کړې چې، په دې پروژه کې به یو نسایي ولادي روعتون او د طب پوهنتون هم شامل وي.

عزیزي داسې مهال دا ژمنه کوي چې، تر دې وړاندې په ځلونو د داسې یوه روغتون د جوړېدو غوښتنه شوې او په بدل کې ژمنې شوي خو لا نه دي عملي شوي.

وبه لیدل شي چې عزیزي دا ژمنه پوره کوي که نه په داسې کې چې، تر دې وړاندې د برښنا په اړه کړې ژمنه هم لا پرځای ده او خلک د هېواد په لویو ښارونو کې څه چې په مرکز کابل کې هم برښنا په نشت حسابوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د نوي نسل په روزلو کې د ادبیاتو رسالت

پوهندوی آصف بهاند د جرمني په کولن ښار کې کونړ کولتوري‌ټولني پتیلې ده چې د ۲۰۲۶ ام کال د اکتوبر پر یودیرشمه نېټه د کونړسیند...