یکشنبه, اپریل 28, 2024
Homeادبشعرنرګس سترګې/ پوهاند م. ا. زيار

نرګس سترګې/ پوهاند م. ا. زيار

   پوهاند م. ا. زيار، اکسفورډ ۲۴-۲- ۱۶

تاندو او لوراندو دوستانو!

ما دغه دوې څلوريزې،  يوخوا په ننگرهار او پېښور، او دلته په اروپا کې د نرگسو د موسم او بيا د ښاغلي گلرحمان رحماني د ٌ نرگسيت– ٌ  پر بنسټ  کښلې، لومړۍ دامې همده ته ډالۍ کړې او دويمه خپلې شپږکلنې لورزۍ ته. هيله ده، داړوندې ليکنې د نرگس  له انځور سره يې يوځای خپرې کړئ. ما يې يوناني اسطوره په يونيم شعر کې د سترگو د ښکلا او راکښون د انځورنې لپاره کارولې،  نه د ځانخوښۍ يا ځان مينتيا نرسېزم  د سېمبول په توگه ، او بيا زياتره د سيمې له شاعرانه دود سره سمه د هېښتيا(حيرانۍ) په جاج ؛ لکه  څنگه مې چې څلورنيمې لسيزې پخوا د هېواد ورځپاڼې  د ادبي مخ د چلوونکي په توگه له ننگرهاره له تازه رارسېدلي نرگس سره دا سملاسي (فی البد يهه) څلوريزه چاپ ته سپارلې وه:

ستا له هېښو سترگو جار شم- د نرگس زېړيه گله

چې رارسي دې وږمې له – ننگرهاره تر کابله!

نرگس سترگې

          (۱)

سترگې دې نرگس که دي، همتاته دي،

تل همدغه ستا لور ته کاږه گوري…

دومره ناز وښاڅ پرمخ اخېستې دي،

تش چې همدا تاگوري، ما نه گوري!

          (۲)

سترگې دې کټ مټ لکه نرگس داسې ،

څو چې وي ويدې، مخ پر اسمان گوري…

سمې چې  له خوب ځنې راويښې شي،

هله نو يوازې بيا خپل ځان گوري!

۲۹-۱- ۱۶(د اوېستالورزۍ۶- مه کاليزه)

————————————-

د پوهاند دوکتور زیار نورې لیکنې

1 COMMENT

  1. Kisiey Nargesi nazar ko DEL, dengee Ham

    Sary din rahengee ham per, Dil ki gham! ,Ey Hasieyn tere Rah- mi karrey hey ham…

    Pa bakhshana sara, Ziyaar mama, portaniy de marhuum el-haj M.Rafi` yawa paxwaniy hindi filmi gana saruka va!.
    Staso Zlrraver s.H.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب