جمعه, مارچ 29, 2024
Homeادبشعرغزل/ عبدالباري جهاني

غزل/ عبدالباري جهاني

تر مرګه مي په برخه دي کلونه د هجران

تندي ته مي سجدې راځي چي یاد کړمه جانان

یارانو رخصتېږمه خُمار درڅخه ځمه

رقیبي سترګي وینمه په کور کي د مُغان

د عُمر زکندن ته شپې یوه یوه لېږمه

نسیمه را خبر که په سفر تللي یاران

خالق ورته لیکلي دي د نوح د قوم خوبونه

سل ځله مي خبر کړل چي راغلی دی توپان

پر کلیو پر ښارونو یې ځالۍ دي غوړولي

د چا له کوره وشړمه سیوری د شیطان

د وینو په دریاب کي یو د بل وینو ته تږي

په قهر ورکتلي له  لومړۍ ورځي اسمان

زخمي مي کوچۍ پېغلي دي د تېښتي له مزلونو

نه ټیک لري په پزه نه پر سرو شونډو پېزوان

اورنګ دي اوس چپاو کوي پر پېغلو ګودرونو

نه توره د ایمل سته نه هی هی د خوشحال خان

د خپل بابا پر مېنه چلوي د مرګ باړونه

د خپلي مور پوړنی وړي د نن ورځي غازیان

نصیب د جهاني له ستوني زور دی تښتولی

چي هره چیغه پورته کم پاتېږي پر ګرېوان.

عبدالباري جهاني

د ۱۳۹۴ کال د دلوي د میاشتي اوه ویشتمه، وزیر اکبر خان مېنه

2 COMMENTS

  1. سلام

    نه ټيک لري په تندي/ټنډه
    نه چارګل لري په پزه
    نه پېزوان په سرو شونډو
    دا فرهنګ دى دکوچيانو
    ډزما هدف له تبصرې نه نيوکه نه ده او په عين وخت کې العذر عند کرام الناس .
    د سر لوړي، پياوړي،مېړني او عيرتمن کلتور او فرهنګ په هيله

  2. سجدي به درته وکړمه که یوه چغه کړې پورته
    بلال ناروغه ناست دی اوڅوک نشته د آ‌‌ذان
    راځه له تخته کوزشه چی تابوت درته خلاص نه شی
    داوښکو تویولو خو اوس ډیردي پهلوان
    درناوی
    زرین ګل اندیا

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب