Homeخبرونهاقتصادي خبرونهحق شناس: تېره اونۍ پر رېللار تر ۲۰۰ زره مټریک ټنو زیات...

حق شناس: تېره اونۍ پر رېللار تر ۲۰۰ زره مټریک ټنو زیات انتقالات شوي

تاند (چهارشنبه د ثور/ غويي ۱۶مه) ‏افغانستان کې د طالبانو د حکومت د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمداشرف حق شناس وایي چې، تېره اونۍ د اوسپنې پټلې له لارې ۲ لکه ۲۹ زره ۵۳۶ ټنه صادرات او واردات شوي دي.

حق شناس په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې، دغه اندازه انتقالات د ثور – غويي میاشتې له ۴مې تر ۱۰ مې شوي دي.

نوموړي زیاته کړې چې، په یاده اندازه کې د حیرتان بندر له لارې یو لک  ۵۸ زره ۱۳۳ ټنه د تورغندۍ بندر له لارې ۱۹ زره ۱۹۵ ټنه، د اقینې بندر له لارې۲۱ زره۷۹۷ ټنه او د هرات ـ خواف بندر له لارې۳۰ زره ۴۱۱ ټنه انتقالات شوي دي.

د حق شناس په وینا په یاده اندازه کې نفتي او غیرنفتي او نور مواد شامل دي.

نوموړی وایي چې، هڅه کوي څو د لازیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرايط برابر او سوداګرۍ ته اړین سهولیتونه چمتو او د سوداګریزو توکو لېږد ـ رالېږد بهیر روان او چټک وساتي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د يوويشتمي پېړۍ ليڪ | زهير سپېڅلی 

"د يويشتمې پېړۍ ليڪ" فقط يو ليڪ نه دی، يو ناول دی. ښاغلي محبوب شاه محبوب ليڪلی دی. مومند خپرندويي ټولني په لومړي ځل...