په ګرامري لحاظ (له)، (د) او (دې) درې واړه مورفیمونه دي. مورفیم د ژبې تر ټولو کوچینی نه تجزیه کیدونکی مانا لرونکی لفظي واحد دی، کیدای شي دغه کوچینی واحد لغوي یا ګرامري او یا هم په یوه وخت کې دواړه ماناوې ولري. په لومړي سر کې مورفیمونه په دوو لویو (خپلواکو او نا خپلواکو) ډلو وېشل شوي دي. په خپلواکو مورفیمونو کې (نومونه، فعلونه او قیدونه) راځي. په ناخپلواکو مورفیمونو کې تاړې، وندونه (سرینې، پسینې، مختاړې، روستاړي) او ادات راځي. زموږ د اصلي موضوع، (له) د ناخپلواکو مورفیمونو په سربلونو کې، (د) د نا خپلواکو مورفیمونو د اداتو په ډله کې او (دې) د خپلواکو مورفیمونو د نومونو د ډلې په ضمایرو کې ځای لري.
(له):
له سرینه ده. سرینه خپلواکه مانا نه لري، له کلمو او مورفیمونو مخکې د ارتباط لپاره لیکل کیږي. سرینې د کلمو په مانا کې تغیر نه راولي، لکه: له کوره راغلم. له احمد سره مې کار دی.
په لیکنو کې د (له) پر ځای د (دال) کارول پر ګرامري تېروتنې برسیره لفظي او مانیزه تېروتنه هم رامنځ ته کوي، لکه:
د کوره راغلم. د احمد سره مې کار دی.
دلته په دواړو جملو کې د اضافت (دال) د (له) ارتباطي سرینې پر ځای استعمال شوی دی. د پورتنیو جملو سیي بڼه داسې ده:
له احمد سره مې کار دی. له کوره راغلم.
(د):
(دال) د اضافت توری دی. د اضافت توری ملکیت ښیي. پښتو ژبه یوازې یو د اضافت توری (دال) لري. د اضافت ویکي یا ادات څیزونه او پدیدې سره اړوندوي، لکه: د کامپیوټر موس. د احمد قلم.
ځینې خلک په لیکنو کې د اضافت د توري (دال) پر ځای (دې) نومځری کاروي، لکه:
دې احمد کتاب. دې کامپوټر موس. د دواړو جملو سيي بڼه په لاندې ډول ده:
د احمد کتاب. د کامپوټر موس.
(دې):
دې، ځانګړی بیواک نومځری (ضمیر) دی. نومځری د نوم یا د نوم د تکرار پر ځای کارول کیږي. نومځري ډیر ډولونه لري، زموږ د موضوع (دې) نومځری د شخصي یا ځانګړو ضمیرونو د ناخپلواکو نومځرو په ډله کې ځای لري. ځانکړي نومځري دوه ډولونه لري:
- خپلواک (غښتلي، منفصل) ضمیرونه
- نا خپلواک (کمزوري، متصل) ضمیرونه
نا خپلواک ضمیرونه په ځانګړي ډول یوازې نه شي راتلای. دا ډول ضمیرونه تل د نوم په وروستۍ برخه کې په نوم پسې متصل جلا لیکل کیږي او خپله مانا له کلمو سره د یو ځای والي په صورت کې په ډاګه کوي. پښتو کې یو ګړي(مفرد) نا خپلواک ضمیرونه (مې، دې او یې) دي چې په ترتیب سره د (متکلم، مخاطب او غایب) لپاره کارول کیږي. لکه: قلم مې راکړه. قلم دې واخله. قلم یې ورکړه.
په ډیرو ځایونو کې لیکوالان د (دې) ضمیر پر ځای د اضافت توری (دال) کاروي، لکه: فراغت د مبارک شه. دنده د درته مبارک وي. کامپیوټر د راوړه. په پورتینو دری واړو جملو کې (دال) د ناخپلواک شخصي مخاطب ضمیر پر ځای لیکل شوی دی، سیي ډول یې داسې دی:
فراغت دې مبارک شه. دنده دې درته مبارک وي او کامپیوټر دې راوړه.
نور بیا…