شنبه, مې 4, 2024
Homeمقالېچاپیریالپه افغانستان کې ککړې هوا په یو کال کې ۲۶ زره کسان...

په افغانستان کې ککړې هوا په یو کال کې ۲۶ زره کسان وژلي

د فارن پالیسۍ مجلې په یوه تازه څیړنه کې راغلي چې په افغانستان کې د هوا د ککړتیا له امله د جګړې په پرتله ډېر ولسي وګړي مري.

د سټېټ آف ګلوبل اېیر په وینا، په افغانستان کې یواځې په ۲۰۱۷م کال کې له ۲۶۰۰۰ ډېر افغانان د هوا د ککړتیا اړوند ستونزو له امله مړه شوي دي او  یوناما بیا په همدې موده کې د ۳۵۰۰ ولسي وګړو مړینه ثبت کړې ده.

د هوا د ککړتیا لامل د هر څه سوځول، دوړې او ګردونه، د موټرو دود، د ځینو فابریکو دودونه چې له پلاسټیکه نیولې، تر سکرو او ربړونو هرڅه سوځوي.

په کابل کې روغتیاپالان وايي له هرو دوو ناروغانو یو یې په تنفسي ستونزو اخته وي، چې عمده لامل یې همدا د هوا ککړتیا ده.

دا چاره بیا د شپږو میاشتو او پنځو کلونو تر منځ په کم عمره ماشومانو ډېر اغېز کوي.

د افغانستان د چاپېریال ساتنې ملي اداره وايي، هغه فابریکې چې د سون غیرمعیاري یا د ټيټ معیار سون توکي سوځي، موږ یې د بندولو هڅه کړې، خو د دولت نورې ادارې بیا مداخله کوي او نه پرېږدي چې متخلفې فابریکې وتړو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب