پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeادبلنډه کیسهسرې جامې او د سبز هلالي بیرغ| نوربادشاه یوسفزی

سرې جامې او د سبز هلالي بیرغ| نوربادشاه یوسفزی

سبا سهار په بابړه کې د خدای خدمتګارو جلسه ده. امین خان بابا خپلې کور ودانې ته غږ کړو!

وا سپین سرې: هغه سرې جامې مې د صندوق راوباسه چې سبا یې جلسې ته واچوم.

سپین سرې یې د ورخاړي بوټي ته اوبه واچولې او لیږ شان په قار کې یې جواب ورکړو: وه سړیه هغه سرې جامې خو دې په مینځلو او ګټو ټکولو سورې او ورستې شوې دي، ځای په ځای پکې د نورو جامو ټکړې لګیدلي، هغه جامې نورې مه اچوه، دغه سپینه جوړه واچوه!

امین خان بابا په لاس کې نیولې امسا ته زور شان ورکړو او په قار سره یې جواب ورکړو: جمات ته هم کله څوک د ټوپۍ او تسپو بغیر تللي چې زه د ” سرو جامو ” پرته د خدای خدمت ګارو جلسې ته لاړ شم؟ زړه مې ډېر مه خوره خو چې جامې دې راته سهار تیارې ایخښودې وي!

د امین خان بابا ( ټبر ) چې هغه به ورته د ډېرې مینې سپین سرې وئیله: په قار کې ورته وئیل چې ښه ښه راوباسلې به مې وي وس مې د کور کارونو کولو ته پریږده……. د اوویا کالو شوې خو دا ستا جلسې او خدای خدمت ګاري ختمه نه شوه، اخر له دې مونږ ته ګټه څه ده!

امین خان بابا چې د ماځیګر د لمانځه لپاره په دواړو ځنګونانو لاسونه کیښودل او ډېر په ګرانه سره پورته شو، یو ځل بیا یې خپلې ” سپین سرې ته مخ راوړلو او داسې په قار یې خوله راخلاصه کړه او ګویا شو:

ګوره سپین سرې! په دنیا کې خلک هر کار د ګټې لپاره نه کوي! کله کله انسان د نورو فکر هم کوي، کله کله انسان د قام فکر هم کوي! خدای خدمت ګاري یواځې د یو تحریک نوم نه دے بلکې خدای خدمت ګاري یو خپل مطلب او معنې لري، یعنې د خدای د انسانانو د خدای لپاره خدمت کول، کله چې انسان د خدای د انسانانو خدمت کوي دا داسې ده لکه چې خدای له خدمت کوي، په دې تحریک کې یواځې زه نه یم، په زرګونو نور خلک هم پکې دي.

امین خان بابا یو دوه قدمه واخیستل او د کوټې په درشل ودریده، خو سپین سرې ته یې لا هم زړه سپک کړے نه وو او یو ځل بیا ګویا شو؛ چې دا د تیرو څلویښتو او پنځوس کلونو ته دې خیال نه دے چې انګریزانو بچي څنګه زمونږ په خاوره راج کوي، پاک صفا اسکولونو او دفترونو ته روان وي، زمونږ په خپله خاوره کې یې زمونږ نه غلامان جوړ کړي، زمونږ د خاورې وسایل لوټ کوي او تر لندن پورې یې غلا کوي.

امین خان بابا یو ځل بیا سپین سرې ته وکتل او بیا لګیا شو چې : زمونږ خدای خدمتګاران په دې پښتنه خاوره کې د تعلیم د یو داسې ډیوې بلول غواړو چې رڼه یې په ټول جهان خوره شي، مونږ هم هر پیغله او ځوان تعلیم یافته لیدل غواړو، مونږ په خپلو پښتنو کې سیاسي شعور او د خپلې خاورې سره د مینې جذبه پیدا کول غواړو. د خدای خدمت ګارانو دا میشن دے چې په دوشمنو، تربګڼو، تربورو او جاهلتونو په تیارو کې نختي پښتانه راویښ کړي………!

مخکې له دې چې امین خان بابا خپلې خبرې ته دوام ورکړي، سپین سرې ابۍ یې خبره کټ کړه اوغږ یې پرې وکړو چې، وا سړیه: لمر پریوځي! د ماځیګر د لمانځه وخت درنه روان دے، زر جمات ته ځان رسوه، ملا صیب ستا نوکر نه دے چې ستا د راتلو پورې به درته د لمانځه جمه په تمه ولاړه وي!!!

په امین خان بابا د سپین سرې دا خبره سمه ونه لګیده خو لمونځ خو لمونځ دے کول خو به غواړي، او د جمات په طرف روان شو…..

سپین سرې ابۍ انغري ته ناسته او اور ته پوکي ورکوي خو خبره نه ده چې سبا به یې په کور قیامت راځي، خبره نه ده چې سبا یې د امین خان سره د پنځوس کلنو د ملګرتیا مزے شلیګي، خبره نه ده چې هم دغه انغرے به یې د سبا نه بلیګي او نه به پوکو ورکولو ته اړتیا پاتې وي!

سهار چې کله د جماعت نه امین خان کور ته واپس راغی نو په درشل د قدم کیخودو سره سم یې د ” سرو جامو ” پوښتنه وکړه! سرې جامې یې ورستې شوې وې، ځای په ځای سورئ او د نورو جامو ټکړې پکې لګیدلې وې، خو بابا ته پکې ځان داسې د فخر او غرور نه ډک ښکاریده لکه یو فوجی چې خپله وردي واچوي!

داسې په کګه یې ” سپین سرې ” ته راوکتل او په غرور یې و وئیل؛ څنګه سپین سرې له خو ځوان یم کنه ! داسې راته ځان ځوان ښکاري لکه شل کاله مخکې چې د باچا خان سره نیول شوی او جیل ته تلے وم، داسې راته ځان ښکاري چې د باچاخان سره به ایسټ بنګال نه تر د وزیرستان په صحراګانو میاشتې میاشت پیدل ګرځیدلم او د پښتنو د سیاسی شعور لپاره مو تبلیغونه کول!

سپین سرې ورته د چای پیالۍ ورمخکې کړه او ډېر په ناز یې و وئیل چې بس کړه ! بس کړه ! د اوویا کالو شوې خو دا د خدای خدمت ګارۍ جوش جذبه دې سړه نه شوه!

امین خان چې کله ترې پیالۍ واخیسته، او په کمزورو او رپیدلو لاسونه یې د اول ګوټ لپاره خولې ته نیزدې کوله نو په کوڅه کې د یو ماشوم غږ شو او ګویا شو چې ” بابا مې وايي چې زر تر زره ځان د کلي بره سر ته راورسوه چې جلسې ته وختي لاړ شو، باچا خان د وخت په پابندی نه کولو خفه کیږي!

د وارخطایایۍ نه امین خان د چای نه دوه ګوټو وکړل او کوشش یې وکړو چې د ځوانۍ په شان د کټه پورته شي خو پورته نه شو!!! لاسونه یې په ځنګونانو کیښودل او د وړې خدای په امانۍ روسته د خپل کوره رابهر شو او د کلي بره سره پله روان شو.

د کلي په بره سر کې سپین ږیري مشران، ځوانان او ماشومان راټول شوي ولاړ دي او ټولو په شریکه د ” بابړې ” په طرف حرکت وکړو!!!!!!!!!

نن بابړې ته په زرګونو خلک راټول شوي، یو سور سمندر دے! دا خلک د باچاخان د خلاصولو غوښتنه کوي که چې باچا خان د برطانیه هند په وخت کې هم ټول عمر د تورو تمبو شاته تیر کړے او د پاکستان د جوړیدو سره سم هم په جیل کې په ځولنو کې ساتل کیده، نو اخر دا ظلم دا ناروا سلوک به تر کومه برداشت کیده؟

خدای خدمت ګاران په بابړه کې د پرامن احتجاج پاره راټول شوي، دوي خبر نه دي وس به کوم ظلم ورسره کیږي.

هم دغه وخت وو چې د خدای خدمتګارانو نه د یو کشمیري چارواکي عبدالقیوم خان په حکم دفوج یو جنونی لښکر چاپیره شو، د هر فوجي په سینه سبز هلالی بیرغ لګیدلے، د فوج د لښکر د مخکنۍ ډلې سره ” سبز هلالی بیرغ ” په لاس کې دي او په ‘ خدای خدمت ګارانو ‘ د ډزو کولو حکم ته انتظار کوي!

همدا شیبه ده چې فوج ته د ګولو چلولو حکم وشي، دوړې شي، لوګي شي، شور شي، چغې شي، دردونه شي، اسویلي شي…….. ګولۍ داسې وریږي لکه جوار چې وراتیږي، داسې غوغا او قیامت دے چې لکه روس، برطانیې، فرانسې او امریکه چې د جرمني په ښارونو ګولۍ او بمونه ورول!

د ” خدای خدمت ګارانو ” جرم ډېر سخت او د نه معاف کولو وو هغه داسې چې هم دې تحریک د انګریزانو سره داسې کار کړے وو لکه غوږ ته چې کوم ماشۍ ننوځي، د خپلې عدم تشدد په فلسفه دې تحریک انګریزان ډېر پریشانه کړي وو! دې تحریک په پښتنو کې د تعلیم او پوهه خپرولو خبره کوله چې هغه انګریزانو ته د منلو نه وه، ځکه انګریزان پوهیدل چې که پښتون تعلیم یافته او پوهه شي نو دا مو هم د غازی امان الله خان په شان د خپلې خاورې شړي.

” خدای خدمت ګارانو ” ته د انګریز نه د پاتې شوي اولاد زړونو ښه سم ډک وو، او هم دا وه چې شپږ سوه خدای خدمت ګاران په دغه ډزو کې و وژل شو، په سنده لاهو کړل شو، په جیلو کې په ټارچر و وژل شو، د خدای خدمت ګارانو نه د ډز

زو د ګولو پیسې هم واخیستل شوې.

وس لس کلونه تیر شوي، او سپین سرې ابۍ د خپل امین خان د مړي لټولو لپاره د بابړې په مقام کې دلګیره ناسته وي، کله وايي چې مړے به سند وړے وي، کله سوچ کوي چې امین خان به د لاهور په جیلونو کې په وهلو مړ کړل شوے وي……… هم پدې سوچونو او فکرونو کې ډوبه ناسته وي او مخامخ د پاکستان ” سبز هلالی بیرغ ” ته په بې وسئ سره ګوري……!

2 COMMENTS

  1. سلامونه،
    هوکې انګریزانو او هره مونو ېې پر پښتنو هاغه ظلمونه، نارواوې او تشډدونه کړي چې نه به نړیوالو جنګونو کښې متحدینو او متفقینو پر یوبل کړي وي ؛ نه اسراییلیانو پر فلسطینیانو ؛ نه هندوانو پر پوکسټینیانو او نه کمونستانو پر خپلو مخالفینو!
    او همدا څو کاله مخکې د همهاغه هره مونو پنجابي وردیوالاوو د ضرب غضب ا.د.ن. تر نامه لاندې پر مظلومو وزیرستانیانو، سواتیو، خیبریو ا.د.ن. څه نادودې ونکړې چې نه په انسانیت، نه اسلامیت او نه ګاوڼډیتوب کې اجازه لري!
    همدا څو میاشتې مخکې په خړ کمر کې د پي.ټي .ایم (پشتون تحفظ موفمنټ = پښتون ژغورنې غورځنګ ) څومره غړي ېې شهیدان او څومره زخمیان کړل؟ … دا ګیمونه ختمول غواړي . اغزن سیمان شکول او پنجابي تورلنګیان په خندقو کې ښخول لازم دي.
    پشتنو ته ژوندون غواړو!

  2. ښاغلي نوربادشاه یوسفزی
    که ستاسو پڅیر دپښتنو یو شمیر لیکوال همدا حقیقت او ترخې زړه بوږوونکی خاطرې دپښتونخوا خلکو ته په خوږه پښتو او انګلیسی ژبه په خواله رسنیوکی پرلپسې ولیکی اود پښتنو ځوان نسل پوه کړی نو پښتانه به دپنجاب له ظلم څخه نجات ومومی
    مننه خپلې مبارزې ته دوام ورکړه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب