یکشنبه, مې 5, 2024
Homeخبرونهمشهور افغان مخترع صدیق وردک وفات شو

مشهور افغان مخترع صدیق وردک وفات شو

تاند (دوشنبه، د جوزا ۲۶) افغان مخترع غلام صدیق وردک د ورپېښې ناروغۍ له کبله د ۸۰ کلونو په عمر وفات شو.

د صدیق په اړه، چې په مخترع مشهور و، ویل کېږي چې ۳۴۴ اختراعوې یې کړي دي.

ده تل ګیله کوله چې حکومتونه یې ملاتړ نه کوي او نه یې اعتراعوو ته ارزښت ورکوي.

ښاغلي وردک په ۱۳۹۲ لمریز کال د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت څخه وغوښتل چې د ده له اختراعګانو څخه د خوانانو لپاره نندارتون او یا سیمینار جوړ کړي چې هغوی هم اختراعوو ته تشویق شي.

صدیق وردک هیله لرله چې اختراعوې یې په یوه کتاب کې ثبت شي.

صدیق وردک د لمر په انرژۍ د چلیدونکي موټر، په اوبو او وچه کې د چلېدونکي موټر، بې تېلو واټرپمپ، د سېل مخکې تر مخکې خبرداري ورکوونکې الې، د داسې زانګو چې که ماشوم ویده وي نو نه خوځي او یو شمېر نورو شیانو د اختراع ادعا لرله.

ده ویل چې په امریکا کې د بې چلوونکي موټر تر جوړېدړو وړاندې یې داسې موټر جوړ کړی و.

صدیق وردک په ۱۳۱۹ لمریز کال د وردک ولایت د سیداباد ولسوالي د تنګي درې په په امیرکلا کې زېږېدلی و.

ده عصري زده کړې نه وې کړې او په کوچینوالي کې یې ګڼې ستونزې لرلې. چا به لیونی گاڼه، چا به ویل چې اعصاب یې خراب شوي دي او آن دا چې پلار یې هغه په زیارتونو او پر ډاکترانو گرځاوه ترڅو د نوموړي درملنه وکړي.خو مخترع لیونۍ نه وو او نه یې هم ناروغی درلوده، بلکې هغه څه چې ده غوښتل پرې پوه شي دنورو له درک څخه لوړ وو. هر څه يې چې لیدل له هغې څخه یې یو الهام اخیست او له هغې څخه به یې د یوې تجربې په توګه زده کړه کوله.

2 COMMENTS

  1. مرحوم وردګ ته ابدی جنتونه غواړو.
    شاید مرحوم وردګ هم دا تریخ حقیقت درک کړی ؤ چی د روانو نهو لسیزو په اوږدو کی ټولو سیاسی حُکامو (بېله استثنا) د افغان مظلوم وولس لیونئ ګڼلی او مرحوم ورړګ غوندی ئې ټول وولس د انګریزی پیرانو او روسی مارکسیسټانو تعویذونو او څاښتونو او زیارتونو ته ور خوشی کړی او عملاً ئې د وولس څخه د هر ډول ابتکار او اختراع توان سلب کړی ؤ بناً مرحوم وردګ د خپل یأس او نا امیدی او عالی ارمانانو د وژنی په ځاله کی یوازی نه ؤ بلکه ټول وولس ئې په مرئی او نا مرئی او په محسوسه او نا محسوسه توګه په څنګ کی ناست او احتمالاً دا ناسته به تر نا معلوم مهال پوری دوام ومومی.

  2. ځينې به اورېدلي وي چه “استدادوونه وژل کېږي”، او د غربی اروپا دسیسه له دوو زرو کلونو نه په لار واچوله سوه، په تېر نهه سوه کلوونو کې چه اسناد لاس کې دي پنځوس زره کسان چه75 په سلو کې ښځې او نور یې نارينه دي او غوڼد یې بې څاري پوه او لایق کسان وو د شیشکو تر نامه او یا د شیطاني قواو خوندان تر نامه لاندې وسوځول شول او یا په سېلاوه سرونه یې پرې شول، دا ټول مستند. او یو له شمېر وتلي کسان د لیونیو تر نامه مشهور شول. انجنیر دیزل چه د دیزل موتر یې اختراع کړ ، مړی یې د مانش له بحیرې وویستل شو، داکتر وایس د شرقي اروپا چه بې هوشي دوا یې اختراع کړ او سلګونه نور، مستند ووژل شول یا بدنام شول د دوی لاسونه په توله نړۍ کې ګډ دي، هغه ښځې چه په افغانستان کې د تارکین دنیا نامه لاندې په کابل او نورو ولایتو کې ګرځېدلې په اصل کې جاسوسان او شیطانانې وې، زه لا څلور میاشتنی ووم چه پر ما هم د ، چه وروسته لیونی کېږي، ټاپه وهله شوې وه، دا قصه ډېره اوږده ده. خدای بښلی صدیق وردک په یقین چه ابتکار دماغ یې درلود او غربی اروپا نه شي زغملئ چه کوچني منالکو نه پوه خلک خپل وطنونه جوړ کړي. 43 کاله مې تحقیقات وکړ او 1999 کال کې مې د زیوریخ په طبي فکولته کې دوه ساعته سیمینار ورکړ، او په درې پنځوسو زرو د دکترا تېسزوونو باندې مې له 1952کلونو را په دې خوا چلیپا وویستله، د امریکایي داکترانو له خوا چه زما کتاب یې ادیت کړي وو، خبر راکړ شو چه د اروپایي داکتران سخت غوسه دي او پام کوه چه وژني دې. بیا هم صدیق ورک چه یو کال ما نهه مشر دوو، خدای ېې وبښي. په 1986کال کې مې د غاښونه برقی برس چه د اورال بی نامه لاندې وروسته ووت، زما پېتنت او رسمي اسناد یې راسره دي، په همدې شکل او قواره او مهم ماشینونه مې دیزان کړي دي، خو د حارجي نامه لاندې زه دا حقوق په غربي اروپا کې خصوصا چه پښتون یم، چه زما تر نامه لاندې کوم شی ووځي. زه په سویس د جنایاتو په مرکز کې لا ژوندی یم.
    ټاپي تېروتنې مې وبښئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب