یکشنبه, اپریل 28, 2024
Homeادبژبه او لیکدودګڼونه په شمیرنیزه بڼه او په تورو لیکل

ګڼونه په شمیرنیزه بڼه او په تورو لیکل

  ډاکتر ماخان میږی شینواری                                             

   کابل د ۲۰۱۹ ز ک د جون ۲۰-م

داسې یوه لنډه ننوتنه.

ما د تاند په درنه پاڼه کې د ښاغلي پوهنمل اسدالله وحیدي صیب لیکنه د ،،  په متن کې شمېرې څنګه ولیکو؟ ،، سرلیک لاندې ولوستله. زه دې ته هکپک شوم، چې چا څه نه دي پرې لیکلي، دا ولې؟

په دلیل یې زه هم نه پوهیږم او دې کار زه هم دې لیکنې ته راوهڅولم، خوهیله مې ده زما لیکنه په ګوتڅنډنې توګه وګورئ، چې څه د سمیدو وي، سم یې کړو.

په لومړي سر کې موږ په شمیرپوهنه کې دوه ډوله کارونو سره سر او کار لرو. ګڼل او شمیرل،

لومړی: د یوه څه څووالی او څومرهوالی ټاکل دي

لکه: ۱ ۲ ۳ ۴ ۵ ….۱۰۰ …

۱ – م، ۲ – م، ۳ – م ، ۴ – م، ۵ – م ، ….، ۱۰۰ – م (نه ۱۰۰ – ن)

لوستل: یو،  دوه( دوې)، درې، څلور، پنځه، ….

یوم(لومړی) ، دوهم ( دویم)، درېم، څلورم،پنځم، ….، سلم(نه سلن)

یادونه: په پورته کې که دوه وي، نودوهم اوکه دوې وي،نودویم دۍ. درېم سم دۍ. زموږ ځنې لیکوالان یې په دوه اوځنې یې په درې ییګانو لیکي،چې ناسم دۍ.   

ګڼل. د یو څه څووالي اوڅومره والي له پاره هغه څه ګڼو، چې کړ یې ګڼل دي او هغه څه چې پرې ګڼو یې هغه ګڼونه ( یو یې ګڼ) بلل کیږي.

شمیرل: ګڼونه چې د کړنو یا د نښلوننخښو له لارې سره ونښلي یا وتړلشي، لکه زیاتون(جمع)، کمون، ځل اونور، دې ته شمیرل ویل کیږي.

موږ د ګڼونویا عددونود لیکلو له پاره کورونه (کوټه ګۍ یا ځایونه) لرو، چې هغه څنګه لولو  بیایې همهغسې لیکنه هم ده.

موږ د ګڼونو له پاره (ارزښت) کورونه یا ځایونه لرو، چې لومړی کور یا ځای کې له صفر تر نه ولیکل کیږي او له دې امله دا ځای یویز بلل کیږي. دویم (ځای ارزښت) کور یا ځای لسیز بلل کیږي، چې په هغه کې، که نور ګنونه پسې را نه شي یا بل ځای ونه لري، نو ۱ څخه تر نهه (۱ – ۹ ) په کې لیکل کیږي او لس، شل، …،نوي ځایارزښت لري، نوله دې امله د ځای ارزښت له مخې دا داسې ګڼو:

يویز، لسیز، سلیز، زریز او … کورونه لرو چې ارزښتځایونه هم ورته ویلی شو

بیلګه: ۶۱۸ دا شپږ سوه اتلس لولو، چې همدا یې لیکنه ده.

په پورته کې د سلیز کور کې شپږ،د لسیز کور کې یو او د یویز کور کې اته دي.

مات یا کسر:

که ولرو: ۳/۸  لولو:درې پر(په) اته، یعنې له اتوبرخوڅخه درې برخې یا د یوه یوون ( واحد،چې ناسم دۍ) څخه چې په اته برخو ټوټه شي، درې برخې واخلو. دا داسې لولو: درې پر اته،چې همدا یې لیکنه یا لیکبڼه هم ده.

که د چا پیسې زیاتیږي، ڼووایي، چې پیسې مې دوه برابر یا یونیم برابره یا درې برابره شوې. دا چې څوک یې ناسم وایې، د هغې ناسم ویلو یا بللو له پاره، نو موږپه ژبه کې کومه لار  نه لرو او نه برابروو.

لسمیز یا عشاریه:

که ولرو: ۳.۰۸۲ نو دا داسې لولو: درې لسمیز (عشاریه) صفر، اته دوه او همدا یې لیکنه هم ده.

موږ په تورو د ګڼونو د لیکلوسره ستونځې نه شو لرلی، دا یوه پیداېښتي پروسه ده اودا زموږ په ژبه کې هم لرو.

که ولرو: ۶۳۵.۸۰۴ نو دا په سلیز کورکې شپږ، په لسیزکور کې درې په یویز کور کې پنځه لري او په لسمیز کور اته په سلمیز کور کې صفر اوپه زرمیرکورکې څلورلري اوداسې یې په تورو لیکو: شپږسوه پنځه دېرش لسمیز اته، صفر، څلور. ګورو چې په کوم ځای کې په تورود لیکلو سره ستونځې نه لرو.

په سلنه مې یوه لیکنه کړې، چې ناسمه ده او سمه یې سلمه ده.

لنډ: موږهر ګڼ بې له کوموستونځو په تورو یا د توروسره لیکلی شو. څنګه چې لولو همهغسې یې لیکو.  

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب