سه شنبه, اپریل 23, 2024
Home+«فرحت په تبۍ تور د باجوړ گلونه» / عبدالعزیز نایبي

«فرحت په تبۍ تور د باجوړ گلونه» / عبدالعزیز نایبي

ستاکلهم، سویدن

لاړ شه ننگرهار ته کمیس تور ماته راوړه

تازه، تازه گلونه درې څلور ماته راوړه

دا پښتو فلکوریکه سندره، د احمدظاهر په غږ کې ثبت شوې ده. تر هغه وړاندې گلناربېگم په ۱۹۷۶م کال کې د «یوې شپې ناوې» فلم ته ویلې ده، خو د «ننگرهار» پرځای یې د تیمورشاه ابدالي ژمنۍ پلازمېنه «پېښور» پکې یاد کړی دی. چې لږ نور هم د سندرې مخینه وگورو نو د پورتنیو دواړو ځایو د نومونو پرځای «باجوړ» هم موندلی شو؛ هغه سیمه چې کونړ ته مخامخ د ډیورند کرښې پورې غاړې پرته ده.

د دغې تاریخي فلکوریکې سندرې د یوې مسرې: (فرحت په تبۍ تور د باجوړ گلونه) په اړه سرور خټک، له محمدگل منصور سره په یوې مرکې کې د سیمې له مشرانو څخه د اوریدلي روایت نکل کوي، چې لنډون یې دلته راخلم:

«شاوخوا ۳۵۰ کاله وړاندې له باجوړ پورې غاړې کنړ کې د اوبو یوه چینه وه چې د (تورې تبۍ) په نامه یادېده، هغه پدې چې د چینې غاړې سره یوه پلنه توره تیږه پرته وه. له تیـږې چارپیر ښایسته گلان غوړیدل. د شاوخوا کلیو نه به چې کومې نجونې یا ښځینه راغلې، چینه کې به ېې خپل منگي ډکول، بیا به پر تورې تبۍ کښیناستې او مجلس به یې کاوه.

 یوه ورځ د فرحت په نامه یوه پیغله نجلۍ چینې ته تله، په لاره کې د کلي یوه زلمي سره مخ کیږي چې بازار ته روان وي – (هغه مهال به چې له کلي څخه کوم څوک بازار ته تلو نو کلیوالو به له هغه څخه خپلې سوداگانې هم راغوښتې؛ کلیوال ژوند و، سَتر پرده نه وه، ځکه لږ کورونه وو او ټول یوبل سره په رشتو باندې تړلي وو) – فرحت له خپل کلیوال زلمي څخه غواړي چې هغې ته له بازاره د تور کمیس له پاره کپـړه راوړي. هغه منگي سره چینې ته روانه وې او په تلو- تلو کې هغه ته وايي چې کله له بازار څخه بیرته کلي ته راستون شي، نو مور به یې د کپـړې پیسې ورکړي.

دې وخت کې د فرحت د ورور یو نیـږدې ملگری هغه ته په غلط رنگ کې خبره او شیطاني کوي؛ داسې چې ستا خور له پلانکي نه کمیس غوښتی دی! د فرحت د ورورغیرت پاریـږي او په لیونۍ جذبه بې له دې چې تور- سپین معلوم کړي، توره په لاس د تورې تبۍ چینې ته ورځي؛ هلته فرحت چې له خپلو خورلڼو سره په گپ شپ لگیا وي، په توره ووهي او شهیده یې کړي.

 له دغې غمجنې پیښې څخه وروسته یاده مسره جوړه شوې ده، چې په ستاینو، یا کومه ښادي کې به له دمبل، رُباب او منگي سره ویل کیده او تراوسه پورې را روانه ده.» (۱)

سرور خټک مدعي دی چې د مسرې په دوام، سندرې ته نور بیتونه هغه جوړ کړي دي. خو مخالفین یې بیا وايي چې شعر اصلا د عبدالغفران بیکس ده. اقبال حسین افکار د «لاړ شه باجوړ ته» تر سرلیک لاندې، پښنونخوا ویبپاڼه کې د سرور خټک دا ادعا په یوه اوږده لیکنه کې نقد کړې ده او په یوه ځای کې یې د رحمت شاه سایل خبرې داسې راخیستي دي:

«دا رپورټ مې اولیده، دا ټولې خبرې او دعوی غلطې دي، دا چې چا ریکارډ کړې، هغوي تحقیق نه دی کړی، دا یې د یوې سندره نما چاربیتې نه سرنامه پټه کړې ده او دغه سندره یې ترېنه جوړه کړې ده. دا ما سره نیمه لیکلې موجوده ده او چې د چا نه مې اورېدلې ده، هغه سړی ژوندی دی او شاعر یې ما لیدلی وو؛ خو چې مړ به وي او که ژوندی، د چاربیتي په مشاعره کې؛ کومه چې په (پي ټي وي) پېښور کې شوې وه، په هغه چاربیتي مشاعره کې پاچاگل استاد هم وو، چې د چاربیتي لوی شاعر دی.»

د قلندر مومند له خولې بیا په لیکنه کې د یادې مسرې په اړه داسې راویت شوی: « د باجوړ خلک غنم رنگ دي او په دې رنگ کې زړه راښکون وي؛ نو(د فرحت تبۍ) نه مقصد فرحت بخش دی. د پښتو په فولکوري سندرو کې د مینې د راز و نیاز خبرې ډېرې زیاتې باریکو اشارو، کنایو کې شوي.» (۲)

داسې ښکاري چې یواځې د (فرحت په تبۍ تور د باجوړ گلونه) مسره نه، بلکې د سندرې اصلي بیت:

لاړ شه ننگرهار ته کمیس تور ماته راوړه

تازه، تازه گلونه درې څلور ماته راوړه

د ولسي ادبیاتو برخه ده چې سندرغاړي یې په ټپـو او لنډیو بشپړوي. د موضوع د وضاحت لپاره د سرمحقق زلمي هیوادمل د «پښتو ادبیاتو تاریخ» کتاپ پاڼې رااړو او د پښتو شفاهي ادبیاتو د ډولونو له برخې نه یې هغې کرښې رااخلو چې د دې بحث لپاره به، ښه پای وی.

«د پښتو شفاهي ادبیاتو په څېړونکو کې ښاغلی حبیب الله رفیع یوازینی سړی دی، چې د پښتو منظوم شفاهي ادبیات یې د خپلو ځینو خصوصیاتو له امله په دوو برخو وېشلې دي:

۱- عامې سندرې، یعنې هغه سندرې چې ویونکي یې نه دي ښکاره او په گرد ولس پورې اړه لري، لکه: لنډۍ، سروکې، نارې، لنډکۍ، د ښادۍ بدلې او نور.

۲- خاصې سندرې، په دې سندرو کې یې هغه سندرې راوړې دي، چې اکثر د بېسوادو ولسي شاعرانو له خوا جوړېږي او یا جوړې شوي دي. یعنې شاعران یې معلوم کسان دي، لکه: چاربیتې، بدلې، بگتۍ، لوبې، داستان، مقام، کسرونه او نور.

دا لوړ وېش تر ډیره حده پر ځای دی او د پښتو د ولسي ادبیاتو په ډېرو څېړنو کې منل شوی دی. دا خاصې سندرې سره له دې چې زیاتره د بېسوادو ولسي شاعرانو له خوا ویلې شوې دي، د خپرېدو او انتقال جریان یې هم کټ مټ هماغسې دی، لکه د پښتو د شفاهي ادبیاتو عامې سندرې او دا خاصې سندرې هم زیاتره لیکلي ډول نه لري او سینه په سینه په شفاهي ډول انتقالیږي.

سروکی:

د پښتو د شفاهي ادبیاتو دغه سندرې، لکه چې یې له نامه څخه څرگندیږي، د سندرې د (سر) حیثیت لري او نوره سندره د لنډیو په وسیله بشپړیږي، له دې څخه ښکاري چې د سروکو بشپړوونکې لنډۍ دي او سروکي له لنډیو پرته په ځانگړي ډول د استعمال موارد نه لري.

داسې ښکاري چې سروکي د پښتو د خاصو سندرو، لکه: چاربیتو، بدلو، بگتیو او لوبو پاتې شوني دي. مانا دا چې د پښتو د ولسي ادبیاتو دغه گردې یادې شوې سندرې هره یوه یو سر او په سر پسې بندونه لري، څنگه چې دا سندرې هم اکثر شفاهي بڼه لري، د وختونو په تېرېدو سره یې بندونه د خلکو له حافظو وزي او یوازې سر یې باتېږي، چې بیا یې د محلي ټنگ ټکور څښتنان د لنډیو په وسیله بشپړوي او د یوې بشپړې سندرې په بڼه یې وړاندې کوي. سروکي سره له دې چې زیاتره برخه یې د پښتو ولسي سندرو پاتې شونې دي، ځینې داسې سروکي هم شته، چې ذوقیانو جوړې کړي دي له هغو پاتې شونو او دغو نوو جوړو کړو سروکو څخه د پښتو د شفاهي ادبیاتو دغه ډول راپیدا شوی دی چې په عام ډول (سروکي) بلل کېږي، په ځینو پښتني سیمو کې نیمکۍ هم ورته وایې او د پکتیا د منگلو پښتانه یې پامونه بولي.

د سروکو شکلي جوړښت مختلفې بڼې لري، ځینې سروکې یوازې یوه مسره وي؛ ځېنې دوې مسرۍ لري او ځینې یې درې، څلور، پنځه او حتی لا زیاتې مسرۍ لري چې زموږ ځینو فولکلور څېړونکو د سروکو دغه جوړښتي اجزا د پاړکو په نامه نوملي دي، لکه یو پاړکیز سروکي، دوه پاړکیز او نور.

د سروکو مسرۍ د قافیوي جوړښتونو او هجايي سیستم له مخې تر یوه واحد قانون لاندې نه شي راتلای، دغه سیستمونه په بېلابېلو سروکو کې توپیر مومي. سروکي په موضوعي لحاظ زیاتره د عشق او مینې مسایل رانغاړي، نور اجتماعي مسایل او حتی د رزم خبرې هم پکې منعکس شوي دي.» (۳)

سرچینې:

۱- منصور، محمدگل (۸/۴/۲۰۱۹م). لاړ شه پېښور ته… د دې سندرې تاریخ او د شاعر سره تاریخي مرکه، محمدگل منصور رسمي یوتیوب چینل.

۲- افکار، اقبال حسېن (۲۲/۱۱/۲۰۲۲). لاړ شه باجوړ ته، د پښتنو ټولنیز ولسولیز گوند خپرونه.

۳- هېوادمل، زلمي، د پښتو ادبیاتو تاریخ (لرغونې او منځنۍ دورې)، چاپځی: د دانش خپرندویې ټولنې تخنیکي څانگه، درېیم چاپ ۱۳۹۳ لمریز، ص ۴،۸،۹.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب