شنبه, اپریل 20, 2024
Home+میراجان او قلندر | عبدالباري جهاني

میراجان او قلندر | عبدالباري جهاني

 قلندر د پښتو ژبي یوازینی شاعر دی چی له نامه سره یې د یوې سوځنده میني فوکلوري او ریښتوني داستان تړلی دی، او یا ښایی لږترلږه موږ په پښتو ژبه کی بل داسي شاعر نه پېژنو چی د هغه نوم او د میني کیسه دي په فکلوري نکلونو کی د قلندر په څېر شهرت ولری. له میرا سره دهغه د سوځنده میني داستان د پښتنو د ټولو سیمو خلکو ته اشنا دی او په هر کلي او بانډه کی د ژمي اوږدې شپې ورباندی سبا کېږی. هری سیمی پر هغه باندی خپلی نښی ایښي دي او حتی د هری سیمی نکلچیان یې خپل بولي. له نیکه مرغه، د دې فوکلوري داستان له دوو لوبغاړو څخه د یوه قهرمان بشپړ دیوان راپاته دی چی لږ ترلږه د شاعر د ژوند د زمانې، او تر یوه حده پوری د اوسېدني د سیمی په باره کی سوالونه حلوي او په ځینو ځایونو کي له فوکلوري نکل سره اړخ لگوي. قلندر له میرا سره مینه درلوده او خپلي دې میني ته یې په خپلو غزلونو او رباعیاتو کي بشپړ انعکاس ورکړی دی؛ ځکه نو دا فوکلوري داستان د میرا جان او قلندر په نوم شهرت لري. او ښایی د پښتنو په ټولنه کی یوازینی نکل وي چی د دوو نارینه ملگرو تر منځ د سوځنده مینی کیسه کوی.

             د ملی هینداري په نوم کتاب د فوکلوري نکلونو مولف  محمد گل نوري، چی د پښتنو فوکلور ته یې نه هېرېدونکي خدمتونه کړي دي، دغه نکل د دغی فوکلوري مجموعې په دوهم ټوک کی ځای کړی وو، چی پښتو ټولني ورته چاپ کړ. ما داسی اورېدلي دي چی ددې ارزښتناکه فوکلوري نکل دوهم ځل چاپېدل ځکه له خنډ سره مخامخ سو او ځکه بیا تر وروستیو شپو ورځو پوری دوهم ځل چاپ نه سو چی دولتي مطبوعاتو ویل دا د پښتني ارزښتونو  او رسم په خلاف نکل او د دوو نارینه وو ترمنځ د مینی داستان دی او پښتني اخلاقی معیارونه یې د زغملو حوصله نه لري. دا داستان بیا چاپ نه سو . تر څو چی په کال ٢٠٠٩ کی د علامه رشاد خپروندویی ټولني دا ارزښتناک فوکلوري نکل د ملی هینداري د نورو ټولو نکلونو سره یو ځای چاپ ته وسپاره.

          په نکل کي راغلي دي چی میرا او قلند دواړه د خانانو زامن وه ، په یوه جومات کي ، چی میرا پر ملا باندی سبق پکښی وایه، سره مخامخ سول او د دواړو ترمنځ یارانه پیل سوه. څه وخت وروسته دوی دواړه تر یوې وني لاندی ناست وه او د قلندر له خولې داسی یوه خبره راووته چی د میرا خوابده سوه او د تل لپاره یې له هغه څخه د جلا کېدلو فیصله وکړه. قلندر چی هر څه  زاری ورته وکړې میرا ونه منله او تر مرگه یې بیا هغه  په سترگو ونه لید. نوري. ص ص ۲۸۹-۲۹۰

           البته دا د ملي هینداري روایت دی. او کوم نکل چی ما زیات وکم پنځه پنځوس کاله مخکی په کندهار کی  اورېدلی دی وایی چی میراجان او قلندر یوه ورځ د باندی وتلي وه. دواړه ستړي سول، او د یوې وني سیوري ته کښېناستل. میراجان ډېر ستړی وو، خوب ورغی او قلندر ورته وویل چی سر د هغه پر زنگانه کښېږدي او یو گړی آرام وکړي. کله چی میراجان په خواږه خوب ویده سو نو پر قلندر باندی د هغه مینی دونه غلبه وکړه چی یو ناڅاپه یې له سترگو اوښکي راغلې او د میراجان پر مخ راتوی سوې. میراجان له خوبه را کښېنستی او چی د قلندر څخه یې د ژړا علت وپوښتی او د هغه په دلایلو قانع نه سو نو ډېر سخت ورباندی بدگومانه سو او  د تل لپاره  ورڅخه بېل سو. یو روایت لا دا وو چی ویل یې پر قلندر باندی د میرا مینی دونه غلبه وکړه چی په خوب ویده میراجان یې پر مخ مچ کړ. هغه له خوبه را پاڅېدی او پر قلندر باندی دونه بد گومانه او په غوسه سو چی د تل  لپاره ورڅخه بېل سو.

     کله چی د میراجان سره د قلندر سوځنده میني ته گورو ، چی په څومره عاشقانه سوز د هغه د خط او خال او سرو شونډو ستاینه کوی نو ویلای سو چی وروستي دوه روایتونه به حقیقت ته نیژ دې وي. زه یقین لرم چی زموږ ستر فوکلوریسټ محمد گل نوري به دغه دواړه وروستي روایتونه حتما اورېدلي وي خو ښایی د مطبوعاتي سانسور له امله یې د نکل شکل او روایت کی تغیر راوستلی وي او یوازي یې دونه ویلي وي چی هغوی په کومه خبره سره مرور سول. ځکه چی قلندر به څه ویلی وي؟ چی هغه د دومره خوږو  او پر یوه بل مینو یارانو د همېشگي بېلتون سبب سوي وي. په هر صورت میرا جان له قلندره بېل سو او قلندر ته یې تر مرگه د بېلتانه د غم اوښکي پرېښودلې. قلندر چی هره چیغه کړې ده هغه یې د میراجان په نوم پورته کړې ده.

زړه می تل ستا په ارمان دی الغیاث

لکه زلفي ستا، پرېشان دی الغیاث

د بلبل په څېر سوم سر په فریادونه

په منظور مي ستا بوستان دی الغیاث

داستا سرو شونډو زه وسومه دلبره

په آه شین  زما اسمان دی الغیاث

لږ زړه سوی راباندي وکړه میراگله

قلندر په زړه بریان دی الغیاث

       د ملي هینداري په نکل کي موږ گورو چی میراجان سوات ته ولاړ، قلندر سوات ته پسی ورغی. هلته یې میرا جان پیدا نه کړ ځکه چی میرا جان هندوستان ته مخ ورڅخه ونیوی . نو قلندر د هغه پل پیدا کړ او یا یې داسی گومان وکړ چی دا به د میراجان پل وي. د هغه پله سره یې کوډله جوړه کړه، ملنگ سو او د میراجان د بېلتانه له غمه  په سوات کی د هغه پله سره نیژدې مړ سو. کله چی میراجان سوات ته راغی. خبر سو چی قلندر د ده د بېلتانه له غمه مړ سوی دی نو د هغه قبر یې  پیدا کړ . خدای ته یې خواست وکړ چی دی هم مړ کړي او د قلندر سره په قبر کی یو ځای سی. نوري ص ص ۲۹۳-۲۹۸

         د نکل دغه وروستۍ برخه د قلندر له چاپ سوي دېوان سره سر نه خوری. د قلندر په دېوان کی موږ گورو چی میرا مړ سوی دی او قلندر د هغه پر مړینه او دایمی بېلتون باندی اوښکي تویوی. دلته د فوکلوري کیسې روایت ځکه له اعتباره لوېږی چي موږ ته د قلندر چاپي دیوان پروت دی او معتبر هغه دی. او داچی په نکل کي د میراجان له خولې نارې راوړلي کېږي او د قلندر پر مړینه اوښکي تویوي هغه د نکلچیانو کار او کمال دی او له اصلی ریښتوني داستان سره، چي د قلندر بشپړ دېوان یې ثبوت دی،  اړه نه لری. داسی په نکل کی د قلندر له خولې هم نارې راوړلي سوي دي چی د قلندر د شعري پوخوالي سره هیڅ اړخ نه لگوي.

که سپیني سپیني سپوږمیه سپیني

احوال مي یوسه د یار تر سیمي

په میراجان مي سلام ووایه

چي یار دي خوري، وی د ځیګر ویني

××××××

دا غزل هم له میرا سره د قلندر د مجازي میني ثبوت دی.

زه چی ستا وروښان مخ  وته نظر کړم

لب دي سره دي حاجت نه لري د پانو

ستا د ورځو په کمان باندي زخمي شوم

قراري دي له مایوړه په چشمانو

ما به ستا د زني خال په منگول راووړ

که می لار کېدای د زلفو له مارانو

که تا زه چېری په مهر یادولای

ما به ولي منت ووړ د رقیبانو

قلندر دی تا میرا په اور کي سوی

لکه وسو ځان پر شمع پتنگانو

           د قلندر په چاپی دیوان کی څو ځایه د میرا مړینی ته اشاره سوې ده. البته د دې خبری معلومول چندانی امکان نه لری چی میراجان د قلندر څخه د بېلېدلو نه څونه وخت وروسته مړ سوی او د هغه تر مرگ وروسته قلندر څونه ژوند کړی دی.

عزیزانو رانه لاس واړو په سر کړ

خدای په لار کی د چا پرې مه باسه څټه

اندامونه می تمام  ذری ذرې شوه

چی پر ولوېده د هجر لویه گټه

د میرا د قبر ځای دی په لاهور کی

قلندره پسی واخله لټه پټه

    او یاداچی:

زما دلبره د خاورو خټ شوې

په تورلحد کی را څخه پټ شوې

دا تاچي مخ کړ و تور لحد ته

له قلندره گویا په څټ شوې

بل ځای وایی:

نن د اجل د سپرو غږ دی

       غږ د مرگي می د یار تر غوږ دی

زه قلندر بې له هجره ومرم

      چی میرا لاړ شو دا غږ په زوږ دی

        مرحوم عبدالحي حبیبي، په خپل کتاب پښتانه شعرا لومړي ټوک کي، د قلندر د ژوند داستان تقریبا ټول د هغه فوکلوري نکل څخه را اخیستی دی چی محمد گل نوري د ملی هینداري په دوهم ټوک کی راوړی دی. مرحوم حبیبی د قلندر څخه وروسته د میرا نوم د پښتنو شاعرانو په کتار کی راوړي او وایی چی میرا په سوات کی پر یوه لویه غونډی باندی د قلندر قبر ته ورغی هلته یې څو شعرونه وویل. حبیبي ص ص ۱۳۰-۱۳۵

په داسی حال کی چی مرحوم حبیبی د قلندر دیوان لوستی، د بیتونو او څلورویزو شمېر یې ورته معلوم وو  او هغه بیتونه به یې حتما تر سترگو سوي وي چی قلندر د میرا د مړیني په ویر کی ویلي او د خپل محبوب قبر په لاهور کی بولي.

       مرحوم حبیبی موږ ته میرا د پښتنو شاعرانو په کتار کی را معرفي کوي او یو څو بیتونه ، چی البته ټول په فوکلوري نکل کی راغلي دي، د هغه د کلام د نمونې په توگه راوړي. په داسی حال کي چی د ادب په قلمرو کي میرا یوازي د یوه فوکلوري نکل د یوه قهرمان حیثیت لري او چی هغه ته څه بیتونه منسوب دي هغه د نکلچیانو د خپل کمال محصول دي. موږ ته له میرا څخه  یوه لیکلې پاڼه هم راپاته سوې نه ده چی د هغه د شاعری د ثبوت دپاره یې وړاندی کړو.  حبیبي هغه کتاب هغه ځای

          زلمي هیواد مل د قلندر پر دېوان، چی پښتو ټولني په کال ١٩٧٧ کی چاپ کړی دی، یوه مقدمه لیکلې او په هغې کی د مرحوم حبیبی، مرحوم ریښتین او نورو څېړونکو له قوله وایی چی دا نه ده معلومه چي میرا کوم ښکلی هلک یا زلمی وو او که د قلندر پیر وو.هیواد مل ص ۲۳

هیوادمل، د خپلي ادعا او یا د استادانو د قولونو د اثبات لپاره،  د ادبیات سرحد د یوه کتاب د مولف له قوله لیکي« قلندر یو عاشق مشربه او عاشق مزاج سړی وو. دی د میرا په نوم یوه سړي باندي عاشق وو. دا خبره تر اوسه پوري معلومه نه ده چي میرا یو ښایسته هلک وو او که کوم دروېش وو. د ځینو خلکو دا خیال دی چي هغه یو دروېش وو او قلندر هغه ته عقیده درلوده. مګر د قلندر له یوه شعر څخه څرګندیږي چي میرا به یو ښکلی هلک وو» هیوادمل ص ص ۲۳-۲۴

          البته د قلندر په ټول دېوان کی یوازي یو ځل میراته د پیر په توگه اشاره سوې ده او مطلب یې هم ښایی هجران ته خبرداری ورکول وي چی لکه څرنگه چی پیر او مرید نه سي جلاکېدلای او اړېکی یې ډېر ټینگ وي نو د ده او د میرا د بېلولو له کوښښ څخه دي هم لاس واخلی. د ادبیات سرحد لیکوال د قلندر په دېوان کي یوازي یو ځل لیدلي دي چي قلندر میرا ته د یوه ښکلي هلک یا معشوق په سترګه نه بلکه د پیر يه سترګه ګوري.

زه له هیواده راغلم یارانو

میرامي ولید په دوه چشمانو

میرامي پیر دی زه یې مرید یم

هجره لاس واخله له غریبانو

 خو په هغه دېوان کي قلندر تر شل ځله زیات د میرا د ښکلا صفت کوي او د هغه د هجران له لاسه په کوکو ژاړي. له دې یوې رباعي یا څلوریځي څخه پرته چي میراته د پیر خطاب سوی دی نور نو په هره بله څلوریځه کي هغه  یو ښایسته محبوب دی چي قلندر یې په هجران کي ژاړي.

چي ویل کړمه له کنایته

خوشرنګ میرا دی بې نهایته

قلندر ځکه له هجره ژاړم

چي شوم متروکه له جماعته

××××××

په دوو چشمانو دي زه په دار کړم

چي په جهان دي له خاورو خوار کړم

میرا دا ګوره قلندر ژاړي

په بد هجران دي زه ګرفتار کړم

××××××

څو یې له غمه په صحرا سر نه شم

په آهو چشمو پسي به ور نه شم

څو دي له غمه خوار قلندر نه شم

میرا د تا به هومره په بر نه شم

           د قلندر په دیوان کي د میرا دپاره یو ځل د پیر د کلمې یادونه زموږ د دې ادعا د اثبات لپاره کفایت نه کوی چی گواکي میرا به د قلندر پیر او مرشد وو. د هغه په دېوان کی په لس هاوو داسی بیتونه او کلمات راغلي دي چی د فوکلوري کیسې سره سم د میرا له ښکلا، سروشونډو او تورو سترگو سره د قلندر سوځنده مینه ثابتوی او له هجرانه یې په سرو سترګو ژاړي.

د سرولبو اورمی هسی په سر بل دی

چی می وسو سراسر پرې خان ومان

د سپین مخ د تورو زلفو په آرزو کی

گوره راغله خراسان او هندوستان

ستاخونخوارو سترگو زه هسی شهید کړم

چی زیارت له می رادرومي انس و جان

قلندره د میرا له جوره ژاړه

چی په تا به که څوک بل سړی ارمان

        د قلندر دېوان له سر څخه تر پایه پوری ددغه راز عشقی کلماتو او د هجران په لمبو سویو چیغو څخه ډک دی. البته د قلندر په دېوان کی له یوه غزل څخه د حقیقی مینی بوی راځي او له میرا سره د ده د سوځنده مینی په مسله کی سړی بل اړخ ، یا په اصطلاح صوفیانه میني، ته هم متوجه کوی.

زه مدام مینه پر تا کړم

  بې له تابه یې پر چا کړم

ته خو شمع د مجلس یې

 ځان به زه پر تا جلیا کړم

خپل اختیار مي واړه پرېښود

  اوس به کار ستا په رضا کړم

عالم نوري که خبري

   زه تل ستا د مخ ثنا کړم

هغه دم چی له ما بېل شې

  په نارو سوې ژړا کړم

قلندر قسم په رب خورم

  که نور مینه پر میرا کړم

        البته د شاعر په دېوان کی پر یوه غزل او یا  یوه بیت او یا مقطع باندي د شاعر د ټول فکر او یا د هغه د عقیدې د تغییر خوړلو په باب قضاوت کول هم گران او هم  یو څه له واقعیت څخه لیري کار دی. ځکه چی د قلندر نور ټول دیوان د میرا د حسن  او ښکلا له صفتونو او د هغه له هجرانه له سوو غلبلو څخه ډک دی.

          یوه خبره چی موږ یې د قلندر د شعرونو په برخه کي کولای سو دا ده چی د هغه دیوان ، لکه څرنگه چی دی پخپله ادعا کوی، که یې د وخت د سیالانو څخه میدان گټلی نه وي، نو سیالي خو ورسره کولای سي. زه چی د هغه د شعر پوخوالي او رنگینی ته گورم  نو په دې عقیده یم چی هغه به حتما په سل گونو نورغزلونه او څلوریځی لیکلي وي چي د وخت ناخوالو به له منځه وړي وي او د هغه د کلام دغه پوخوالی دی چي قلندر یې په ځان دونه مغرور کړی دی چی بالاخره یوازي حمید ماشوخیل د خپل ځان حریف بولی. دا چی د هغه د  قام او ټاټوبي پرسر د څېړونکو ترمنځ اختلافات موجود دي  اود پلار په نامه او د ده په خپل ژوند ژواک  څوک خبر نه دي او قبر یې چاته څرگند نه دی، نو دا خبره ښکاره ده چی هغه به، د پښتو ژبي د نورو ډېرو شاعرانو په څېر، په ډېره سخته نیستي او گمنامي کی  ژوند کړی وي. خو داچی لږترلږه موجود دیوان یې راپاته دی دا پخپله یو لوی غنیمت دی.

              مرحوم حبیبی د قلندر د شاعری او دیوان په باب لیکي چی قلندر د دوو زرو بیتونو یو دیوان  پرې ایښی دی . په دې دیوان کی ١١۴  بدلي ، غزلي او ٣٥ رباعیانی دي. او دا دېوان یې په ۱۲۸۳ هجري کي لیکلی دی. حبیبي ص ۱۳۲

  زه یقین لرم چي د هجري قمري سنې په قیدولو او راوړلو کي به چاپي غلطي سوې وي ځکه چي دا د نولسمي پېړۍ دریمه لیسزه جوړوي او د قلندر له زمانې څخه ډېره فاصله لري. دغه راز  که د قلندر ټول غزلونه ، ټوټې او ۴٨ رباعیات ټول سره یو ځای کړو نو ایله  څه کم زر بیتونه به ورڅخه جوړ سی. د دې خبری یوه معنی به دا وي چی مرحوم حبیبی به د قلندر  کوم بل دیوان هم لیدلی وي چی هغه به د پښتو ټولني تر چاپ نور هم بشپړ وي. خو چی موږ د قلندر د دیوان بل چاپ او یا نسخه لید لې نه وي نو قضاوت به مو یوازي د هغه پر دغه چاپ سوي دیوان باندی وي چي ټول بیتونه یې تر زر لږ دي.

       زلمي هیواد مل د قلندر پر دیوان باندی د تعلیقاتو د لیکلو په ترڅ کي یوه ډېره په زړه پوری خبره کړې ده چی راوړل یې بې گټي نه بولم. دی وایی ماته  استاد عبدالحی حبیبی وویل چی د قلندر په نوم نور شاعران هم تېر سوي دي. باید چی د غزلونو او شعرونو په نقلولو کی پام ورته وکړم. ما چی د تعلیق د کښلو لپاره دیوان له سره ترپایه ولووست نو پر ځینو داسی غزلونو پېښ سوم چی  سبک یې د استاد دوینا له مخي قدیم معلومېده. په دې  دیوان کی د یوې غزلي مقطع داسی ده.

که په لاس کی یې کښتۍ کړم د ابرویو

قلندر به د ډهلی شاه جهان کړم

له دې بیته ښکاری چی شاعر دغه غزل هغه وخت  ویلې چی شاه جهان په ډهلی کي پاچا وو، اود شاعر معاصریت ځینی ښکاری. که موږ دغه غزله د هغه قلندر چی د حمید شاگرد دی وگڼو نو یې د ژوند زمانه دونه اودېږی چی درایت لرونکی فکر یې نه شوای منلای. په دې توگه دغه یادونه دلې وشوه چی له امکانه لیري نه ده چی په همدې مجموعه کی دي د قدیمو قلندر نومو شاعرانو شعرونه هم راغلي وي. هیوادمل ص ص ۱۷۸-۱۸۰

            لومړی خو که چا د شاه جهان نوم واخیست نو حتمی نه ده چی هغه به خامخا د شاه جهان په زمانه کی ژوند کړی وي. شاه جهان، د خسرو، سکندر، هارون الرشید  او نورو لویو سلطانانو او پاچاهانو په څېر یو  عظیم سلطان وو چی شاعرانو یې نومونه د عظمت د افاده کولو دپاره راوړي دي. د قلندر له دې بیت څخه دا نه ښکاری چی هغه به حتما د شاه جهان په زمانه کی ژوند کړی وي. د بلی خوا که یې چېری داسی فرض کړو چی قلندر دغه شعر د شاه جهان په زمانه کی ١٦٥٧-١٦٢٧ لیکلی وي  نو که یې د شاه جهان د پاچهی په وروستیو لسو کالو کی دا غزل لیکلې او د هغه پاچا د وفات په وخت کي یې شل کلن او حتی دېرش کلن وبولو نو  دهغه  د زوی اورنگ زیب د مړینی ١٧٠٧ په وخت کی به شاعر زیات و کم د اویا کالو وي او دا فرضیه په هیڅ توگه له درایت څخه لیری نه ښکاری. بده به نه وي چی د هغو لوستونکو لپاره چی د قلندر دیوان به په لاس کی نه لري  ددې غزل یو څو بیتونه راوړو.

چی را یاد یې  سپین غاښونه سره لبان کړم

دُر د اوښکو مي نثار تر گریبان کړم

توري زلفي یې چی وریځی کړم په زړه کښی

توی د اوښکو له چشمانو پرې باران کړم

د اختیار جلب می وسپاره صحرا ته

په طلب د آهو زیست پر بیابان کړم

زه مقیم شوم لکه گنج په ویرانه کښی

عاشقی په خرابی کي ابادان کړم

لکه غشی غورځوي می یار له ځانه

چی مطلب یې د کږو ورځو کمان کړم

په شپه شمع ستا د وصل مخ ته کښېږدم

سفتگي د مرغلرو په چوگان کړم

ډک گریوان په لعل یاقوتوسره ناست یم

خدای د عشق په کاروبار کښي بدخشان کړم

که په لاس کی یې کښتۍ کړم د ابرویو

قلندر به د ډهلي شاه جهان کړم

        لومړی خو سړی په جرات سره ویلای  سی چی  دا غزل د قلندر له نورو غزلو سره د سبک او کلماتو له پلوه  پوره ورته ده. او که چېری دا غزل د کوم بل قلندر وي نو هغه باید د سل گونو شعرونو د لیکلو څخه وروسته خپل کلام دغه پوخوالي او رنگینی ته رسولی وي. په دې حساب باید موږد یوه قلندر نومي شاعر پر ځای دوه یا درې دیوانونه په لاس کی لرلای. خو تر څو چي د نورو قلندر نومو شاعرانو دېوانونه مو لیدلي او ترلاسه کړي نه وي، موږ به یوازي د همدغه قلندر دېوان د اعتبار وړ بولو چي د میرا په مینه کي سوځېدلی دی. او له سل ګونو کالو وروسته به، چي په ژوند کي یې هیڅ نیکمرغي نه وه لیدلې، د یو څو غزلو د لیکلو او دېوان درلودلو افتخار، په لوی لاس، نه ورڅخه اخلو. دغه راز د غزل له وروستي بیت یا مقطع څخه په هیڅ توګه دا نه ښکاري چي شاعر به حتما د شاه جهان پاچا په وخت کي ژوند کړی او دا غزل به یې لیکلې وي.

          په زړه پوری خبره دا ده چی هیواد مل وایی  ماته مرحوم حبیبی صاحب وویل چی دغه قلندر چی په اپرېدي مشهور دی ځانته جلا سبک لری او په هر شعر کی له خپل نامه سره د خپل محبوب میرا نوم هم راوړي. او په دغه دیوان کی  ځینی داسی غزلی هم مومو چی ددغه قلندر نه معلومېږی. سبک او رغښت یې د قدماودی.

          لومړی خو چي قلندر پخپله ځانته اپرېدی ویلی نه وي او موږ د خپلي دې ادعا  د ثبوت لپاره هیڅ متن او سند په لاس کي ونه لرو نو هغه ته په کوم اساس اپرېدی وایو. بل دا نه ده معلومه چي موږ قُدما چاته وایو. که حمید مومند په قُدماوو کي راسي نو بیا خو قلندر مومند هم د هغه د زمانې سړی دی او پخپله په قُدماوو کي دي . له بلي خوا که یوازي د میرا د نوم یادېدل  قلندر ته د منسوبو غزلونو د معلومولو مِلاک وبولو نو بیا خو د قلندر په دېوان کی د ټولو ۱۱۴  غزلو له جملې څخه  یوازي په ۴٧  غزلو کی د میرا نوم راغلی دی. په دې حساب نو قلندر ته ډېری لږ غزلي پاتېږی. او که یوازي په مقطع کی د میرا د نوم یادېدل معیار وټاکو نو بیا خو هغه غزل هم د قلندر نه سی کېدلای چی وایی:

 د پښتو ژبی په شعر په داخله زمانه کي

پرې دي نه ښود قلندره بې حمیده بل حریف

او هغه غزل  به هم د قلندر نه وي چی په پای کی وایی:

فضل د سبحان په قلندر د شعر وشو

دا ټوله اثر فصیح بلیغ وو  د ماشو

          دا هغه غزلونه دي چی د هغو په اساس موږ قلندر یا د حمید مومند معاصر او یا یې شاگرد او د سبک پیرو بولو. او په دواړو غزلو کی د میرا نوم نسته . که چېری دا دوې غزلي د قلندر نه وي نو بیا خو د هغه د ژوند او زمانې په برخه کی زموږ څخه بېخي لاره ورکېږی. بیا به څرنگه دا قضاوت کوو چی قلندر د حمید په زمانه کی ژوند کړی دی او یا د هغه په پیروي او شاګردي ویاړي؟

دغه راز د یوه شاعر د دېوان، د هغه د غزلونو او رباعیاتو د سبک په باب یوازي دا خبره کفایت نه کوي چي سړی ووايي د هغه په دېوان کي داسي غزلونه سته چي د هغه سبک نه معلومیږي. بلکه د دې ادعا د اثبات لپاره باید هغه غزلونه چي د قلندر نه بلل کیږي را وړل سي. پر الفاظو او کلماتو یې بحث وسي او بیا نو لوستونکي یا لوستونکو ته د نور تحقیق او پلټني لاره پرانیستل سي.

          که چېری یوازي د غزلونو په مقطع کی د نوم یادول معیار وټاکو او ووایو چي په دغه یا هغه غزل کي یې د میرا یا خپل محبوب نوم نه دی یاد کړی نو دا یا هغه غزل به د ده نه وي  بیا خو د مولنا جلال الدین رومي د شمس تبریز د کلیاتو د اتوبرخو برخو  څخه اووه  برخی په مولنا اړه نه لری ځکه چی هغه  دا ټول غزلونه د شمس په مینه او نوم  لیکلي دي خو د هغو غزلونو شمېر تر دوه زره زیات دی چی د شمس تبریز نوم ته اشاره نه ده پکښی سوې. نو دا غزلونه به کوم بل چا لیکلي او مولنا ته منسوب کړي وي؟

          چی بیرته خپلی موضوع ته را وگرځو نو د میراجان او قلندر  نکل د قلندر د دېوان د هغو  ځایونو سره سر خوری چی میرا کله په سوات، کله په لاهور او کله په هند کی بلل سوی دی. قلندر د میراجان د مینی په اور کی سوځی او سړی ویلای سی چی که یې د هغه نوم یاد کړی  او که یې نه وي یاد کړی، مطلب به یې یوازي میراجان وي او ټولي سوي چیغی یې د هغه په نوم وهلی دي. مگر که د قلندر تر دیوان او له میرا سره د هغه د سوځنده مینی تر خبری را تېر سو نور نو د هغوی نکل یوازي فوکلوری ارزښت لری او ښايي ډېره زیاته برخه یې د عوامو خبري وي. په کار نه ده چی موږ په ریشتیا سره هم قلندر د میرا پله ته وژړوو . قلندر دي د لیونیو په څېر د هر چا پلونه د میرا په نامه مچ کړي او هر پله ته دي جلا جلا وژاړي. د هغه پر قدم دي کوډل جوړه کړي او په ژړا ژړا کي د بېلتانه په دنیا کی بالاخره ساه ورکړي.  حبیبي ص ص ۱۳۰-۱۳۱

قلندر موږ ته په خپل دیوان کی د خپلی میني په ارتباط یوازي سوي چیغی را پرې ایښي  او نور یې ډېر لږ څه ویلي دي. څرنگه چی موږ په دې برخه کی بل هیڅ لیکلی سند نه لرو نو وایو چی قلندر د عبدالحمید ماشوخېل په زمانه کی ژوند کړی دی. او حتی دا خبره هم څوک په یقین سره نه سي کولای او کېدلای سي چي د حمید مومند څخه وروسته یې ژوند کړی او د هغه پیروي یې کړې او افتخار یې په کړی وي. قلندر پر میرا باند ی مین وو او موږ ته یې داسی دیوان را پرې ایښی دی چی د پښتو په ژبه کی د سیالانو سیال دی. کله چی دی پخپله ځانته اپرېدی نه وایی موږ ولي هغه په وچ زور اپرېدی کو، او استناد مو هم د یوه مستشرق په لیکنه وي چی ښایی هغه هم د اټکل له مخی قضاوت کړی وی. او کله چی قلندر د پښتنو په پراخه سیمه کی د یوه یا دوو رودونو نومونه اخلی نو موږ وایو چی هغه د دغودوو رودونو  ترمنځ ژوند کړی دی. هغه کتاب  ص ۱۳۰

هغه مستشرق چي په دغه اړه یې نوم یادیږي هغه ډارمسټتر دی. تر هغه ځایه چي زه معلومات لرم، ډارمسټټر زیاتره د پښتنو د فوکلوري سندرو او سندرغاړو په باب تحقیق کړی او د پښتونخوا د شعر هارو بهار کتاب یې ترتیب کړی دی. که یې چیري په کوم بل ځای کي د قلندر نوم اخیستی او هغه یې اپرېدی بللی وي، زه معلومات نه لرم. خو ډارمسټټر د نولسمي پېړۍ په وروستۍ لسیزه کي لیکنه کړې او قلندر د اته لسمي پېړۍ د نیمايی کلونو په شاخوا کي ژوند کړی دی. د دې دواړو کسانو د ژوند ترمنځ زیات و کم یوه نیمه پېړۍ فاصله ده. په دې صورت کي د ډارمسټټر خبره، چي که یې کړې هم وي، ځکه له اعتباره لویږي چي د قلندر د قوم او ژوند په باره کي هیڅ ډول لیکلی سند نه هغه وخت موجود نه وو او نه تر اوسه زموږ لاسته راغلی دی. دا ادعا به یوازي هغه وخت سمه وه چي ډارمسټټر یا د قلندر په ژوند او یا د هغه ژوند ته نیژدې کلونو کي پېښور ته تللی او تحقیقات یې کړي وای.

  ما ته دا معلومات نسته چي لومړی ځل به دا خبره ، چي قلندر په قام اپرېدی وو، چا کړې وي خو وروسته زیاترو لیکوالانو تعقیب کړې او قلندر یې اپرېدی بللی دی. په داسي حال کي چي د قلندر د ژوند په باره کي له فوکلوري افسانو او د ده له خپلو شعرونو څخه پرته ، چي میرا یې خپل معشوق او محبوب بللی دی، بل هیڅ ډول معلومات هم په لاس کي نه لرو او نه د ده معاصرو شاعرانو د ده د ژوند ژواک او قوم په باره کي څه ویلي دي. قلندر په خپل دېوان کي نه ځان اپرېدی او نه کومي خاصي سیمي ته منسوب بللی دی. نو دا معلومات به موږ له کومه کړي وي؟

دغه دېوان چي اوس حاضر زموږ په لاس کي دي، د هرې غزلي په پای کي، د معمول سره سم، د قلندر نوم لري. زه په پوره یقین ویلای سم چي سبک یې هم د یوه شاعر معلومیږي. که چیري په دیوان کي د اشعارو په سبکونو کي یو څه تغییر ولیدل سي هم د دې معنی نه ورکوي چي دا به د دوو یا څو تنو قلندر نومو شاعرانو وي. او ټولي یا زیاتره هغه غزلي به چي د میرا نوم پکښي نسته د نورو قلندرنومو شاعرانو وي. څرنګه چي قلندر به حتما له دېرشو تر پنځوسو یا لازیاتو کلونو شاعري کړې وي او د پنځوسو کالو په اوږدو کي د لومړیو، منځنیو او وروستیو شعرونو په الفاظو، سبک، او افکارو کي توپیر ډېره لویه او د تعجب خبره نه بلکه طبیعې ده.

څرنګه چي د قلندر نوم له فوکلوري افسانې سره تړلی دی او لکه چي مخکي مو وویل یوازنی شاعر دی چي هم یې نوم د میني له فوکلوري افسانې سره پیوند او هم یې ریښتونې لیکلې شاعري موجوده ده او په ژوند کي دونه ګمنام او نېسمتن اوسېدلی دی چي د دومره غښتلي قلم سره سره یې، چي له حمید مومند څخه پرته بل حریف نه ویني، چا نوم قدر هم نه دی یاد کړی نو د شلمي پېړۍ لیکوالانو او شاعرانو هر یوه د هغه د ژوند په باره کي قلمونه ځغلولي، له خپل اند سره یې اټکلونه کړي او د یوه نسل لیکوالانو څخه یې لاره ورکه کړې ده.

ښاغلی هیوادمل د پېښور د یوه مشهور لیکوال عبدالحلیم اثر د یوه مضمون په حواله لیکي چي ښاغلي اثر د قلندر د ژوند زمانه په ۱۲۵۰ هجري قمري کي ( ۱۸۳۸ میلادي ج) اټکل کړې ده… دی وايی ښاغلي اثر به دا اټکل د دیارلسمي هجري پېړۍ د میرا له کبله چي هغه یو کوکي خېل اپرېدی وو، کړی وي. هیوادمل ص ۱۰

سړی نه پوهېږي چي موږ په لوی لاس له خپلو لوستونکو څخه ولي لاره ورکوو. هغه میرا چي په دیارلسمه هجري پېړۍ کي یې ژوند کړی دی د مشهور مستشرق ډارمسټتر په کتاب کي یې یادونه سوې او په ډمانو کي یې نوم یاد سوی دی او وايي چي د زخمي په نامه یې شعرونه ویل او په هر مجلس کي به یې تر پنځوس روپۍ کمي نه اخیستلې او د پېښور د نواب د زوی په واده کي یې پنځه سوه روپۍ واخیستلې چي د فرانسې له زرو فرانکو سره برابري دي. ډارمسټټر، د پښتونخوا د شعر  هاروبهار ص ۱۷

هغه میرا چي له قلندر سره یې نوم فوکلوري کیسو ته لوېدلی دی، یو افسانوي او فوکلوري موجود دی چي له قلندره پرته بل هیچا ته معلوم نه دی او هیچا یې څرک نه دی ایستلی. نه یې شعر لیکلی او نه یې سندري ویلي دي؛ بلکه د قلندر له نامه سره د تړلي فوکلوري نکل په حساب څو څلوریځي ورته منسوبي دي. په دې کي خو هیڅ شک نسته چي د قلندر د دېوان میرا د ډارمسټتر د کتاب له میرا سره یوازي د نامه په حساب شریک دی. هغه میرا چي نوم یې د قلندر له شاعری او سوځنده میني سره تړلی دی د پښتو د فوکلوري ادب په باب د ډارمسټټر له تحقیقاتو څخه، چي د نولسمي پېړۍ د نیوي لسیزه ده، څه باندي سل کاله پخوا وفات سوی دی. دا مثال اصلا په راوړلو نه ارزي.

     ماءخذونه

۱: نوري، محمدګل. ملي هینداره . کندهار ۲۰۰۸

۲: قلندر. د قلندر دېوان. پښتو ټولنه. کابل ۱۳۵۶

۳: حبیبي، عبدالحی. پښتانه شعراء لومړی ټوک. یونیورسیټي بک ایجنسي. پېښور.

۴: ډارمسټټر، جېمز. د پښتنخوا د شعر هاروبهار. پښتو ټولنه کابل. ۱۳۵۶

۵: هیوادمل، زلمی. د قلندر د دېوان مقدمه او تعلیقات. کابل ۱۳۵۶

1 COMMENT

  1. په زړه پورې لیکنه ده ، جهاني صاحب ته اوږد عمر او سلامتي غواړو .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب