پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Homeخبرونهطالبان: پنجشېر کې د ۳۵ ښوونځيو ودانۍ رغوو

طالبان: پنجشېر کې د ۳۵ ښوونځيو ودانۍ رغوو

تاند:( دوشنبه ، د غویي ۱۸ ) د پنجشېر لپاره د طالبانو د رژیم د د پوهنې رئیس وايي، چې سږکال به دغه ولايت کې د ۳۵ ښوونځيو د ودانيو د بيارغونې چارې پيل کړي.

طالب واکمن غلام‌ايشان حماس ويلي، ټاکل شوې چې د دغو ښوونځيو د بيارغونې چارې به د ياد ولايت مرکز سربېره په ټولو ولسواليو کې پيل شي.

د نوموړي په وينا، د يادو ښوونځيو د بيارغونې ټوولييز لګښت څه باندې ۱۷ ميليونه افغانۍ کېږي ،چې د پوهنې وزارت له پراختيايي پروژې به ورکړل شي.

د طالب مقام په وینا، د دغو ښوونځيو د بيارغونې چارې به د پوهنې وزارت له منظورۍ وروسته پيل شي.

 طالبانو یادې څرګندونې په داسې وخت کړي، چې مخکې د پنجشېر یو شمېر خلکو په ښوونځيو کې د دوی د پوځي مرکزونو له جوړیدو شکایت کړی او ویلي، چې ځينې ښوونځي د طالب جنګیالیو له موجودیت او ناپامۍ سره زیانمن شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

‏د هندي سینما مشهور لوبغاړی ګوردهن اسراني ومړ

تاند (سې شنبه د تلې ـ میزان ۲۹مه) اسراني د هندي فلمونو په نړۍ کې د خندنۍ یا کومیډي د رولونو له امله شهرت...