Homeخبرونهد پکتیا په ډنډ پټان کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ...

د پکتیا په ډنډ پټان کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته شوې

تاند (یکشنبه، د تلې/ میزان ۱۹ مه) د ۲۰۳ منصوري قول اردو د شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د پکتیا په ډنډ پټان ولسوالۍ کې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته شوې ده.

د دې قول اردو په خبرپاڼه کې ویل شوي چې نښته وروسته له هغه پیل شوه چې پاکستاني ځواکونو ډزې وکړې او افغان ځواکونو هم ځوابي ډزې وکړې.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د نښتې په ترڅ کې له سپکو او درنو وسلو کار اخیستل شوی دی.

د ۲۰۳ منصوري قول اردو تېره شپه ناوخته وویل چې اوس وضعیت بېرته عادي شوی او د دوی ځواکونو ته په دې نښته کې مرګ‌ژوبله نه ده اوښتې.

پاکستاني چارواکو تر اوسه د دې نښتې په اړه څه نه دي ویلي.

مخکې په ځینو راپورونو کې ویل شوي وو چې د ځاځي اریوب ولسوالي اړوند پر ډیورند کرښه د دواړو خواوو ترمنځ نښته شوې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د نومیالي شاعر عبدالباري جهاني دیارلسمه شعري «پیمان» خپره سوه

په ۳۶۳ پاڼو او پنځو برخو کي د نومیالي افغان شاعر عبدالباري جهاني دا شعري ټولګه د پیمان په نامه د نوموړي د وروستیو...