Homeخبرونهپاکستان حکومت: په خیبر پښتونخوا کې د بېړني حالت پر اعلان سلا...

پاکستان حکومت: په خیبر پښتونخوا کې د بېړني حالت پر اعلان سلا مشورې روانې دي

خبریال: جبارخېل: د پاکستان مرکزي حکومت په خیبر پښتونخوا کې د بېړني حالت د اعلان پر احتمال سلا مشورې پیل کړې دي.

د کورنیو چارو د دولت وزیر طلال چوهدري ویلي، د بېړني حالت د اعلان په اړه هر اړخیزې مشورې روانې دي او که نورې لارې او هڅې پایله ورنه کړي، دا به د حکومت وروستی انتخاب وي.

راپورونه وايي چې د مسلم لیګ (ن) په مشرۍ مرکزي حکومت غواړي له دې لارې د تحریک انصاف ګوند له هغه لاریون څخه وګرځوي چې څو ورځې وړاندې یې د خیبرپښتونخوا له لکي مروت څخه پیل کړ او د اسلام اباد په لور روان دی. له دې لاریون سره لسګونه زره کسان یوځای شوي او د پخواني صدراعظم عمران خان پر ضد د سختیو د پای ته رسېدو غوښتنه کوي.

په همدې حال کې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف له ولسمشر اصف علي زرداري سره لیدلي او د هېواد پر سیاسي او امنیتي وضعیت یې خبرې کړې دي. د ولسمشرۍ ماڼۍ په وینا، په دې کتنه کې د امنیتي وضعیت ترڅنګ پر روانو سیاسي مسایلو هم بحث شوی دی.

تر اوسه په خیبر پښتونخوا کې د بېړني حالت د اعلان رسمي پرېکړه نه ده شوې. د صوبې والي فیصل کریم کونډي هم ویلي چې لا تر اوسه رسمي اعلان نه دی شوی.

  له بلې خوا په مرادن کې د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر سهیل افریدي ویلي، که په صوبه کې د ګورنر راج  (د ګورنر واکمني) یا   بېړني حالت د لګولو هڅه وشي، نو د روان اوږده لاریون لوری به د پېښور پر لور وي.

نوموړي دا څرګندونې په مردان کې د اوږده لاریون پر مهال په خپله وینا کې کړې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د کاناډا صدراعظم: کاناډا ویاړي چې ان کرسن د نوبل جایزه ګټلې

تاند (شنبه، د تلې/ میزان ۱۸ مه) د کاناډا صدراعظم مارک کارني، د کاناډایۍ شاعرې ان کارسن له خوا د ادبیاتو د نوبل جایزې...