تاند -خبریال: داوود جبارخېل (جمعه، د لیندۍ/ قوس ۶ مه) د خیبر پښتونخوا په مرکز پېښور کې یوه ۱۶ کلنه افغانه وژل شوې او پولیسو یې خاوند نیولی دی.
د وژل شوې ښځې پلار وايي، کورنۍ یې د افغانستان د کونړ ولایت اوسېدونکې ده او لور یې په خپله خوښه واده کړی و. د هغه په وینا، د واده شاوخوا څلور میاشتې تېرې شوې وې چې د لور خاوند ورته ټیلیفون وکړ او ویې ویل چې برېښنا نیولې او مړه شوې ده.
د پلار په خبره، کورنۍ د دې ادعا په اړه شکمنه شوه او د لور جسد یې له خاوند څخه وانه خیست. وروسته دوی خبر شول چې په پټه د ښځې د خښولو هڅه کېږي، نو پولیسو ته یې خبر ورکړ.
د نوموړي په وینا، پولیسو د پېښې له پلټنو وروسته وموندله چې د ښځې مړینه د برېښنا د نیولو له امله نه وه، بلکې هغه وژل شوې وه.
د وژل شوې ښځې پلار وايي، پولیسو د هغې خاوند نیولی او نوموړي وروسته د خپلې مېرمنې پر وژلو اعتراف کړی دی. د پلار په وینا، تورن د وژنې علت دا ښودلی چې ګواکې مېرمنې یې له یوه کس سره پر ټیلیفون خبرې کولې.
د پېښې په اړه د پولیسو رسمي څرګندونې، د تورن د اعتراف جزئیات او د قضیې د قانوني بهیر نور معلومات لا نه دي روښانه شوي.