جمعه, دسمبر 5, 2025
Home+د پښتو او عربي ژبو د صفتونو نحوي او معنايي ځانګړتیاوې

د پښتو او عربي ژبو د صفتونو نحوي او معنايي ځانګړتیاوې

څېړنه: نثاراحمد احمدي

سريزه

ژبه د انساني تفکر او اړیکو تر ټولو مهمه وسیله ده او د هغې نحوي جوړښت د مانا د سموالي بنسټ ګڼل کېږي. صفت د نوم (موصوف) ځانګړتیا، حالت، رنګ، شمېر او کیفیت څرګندوي او د ژبې د توصیفي جوړښت بنسټیزه برخه جوړوي.

پښتو او عربي دواړه ژبې د صفت او موصوف تر منځ نحوي اړیکه لري؛ خو د جوړښت، ترتیب  او ګردان له پلوه په یو شمېر مهمو ټکو سره توپیر لري.

 په  دغه مقاله کې ما هڅه کړې ترڅو د یادو ژبو ترمنځ د تصویفي ترکیبونو له مخې نحوي او معنايي ځانګړتیاوې پرتله او ورپسې یې شننه وکړم.

د صفت عمومي پېژندنه

صفت:  هغه کلمه ده چې د نوم کیفیت، رنګ، شمېر، یا حالت څرګندوي او د “څنګه دی؟ څو دي؟” پوښتنو ته ځواب وايي. لکه: ښه هلک، سپینه جامه، لوی غر، پنځه کتابونه…

په عربي ژبه کې ورته “الصفة” وايي او هغه کلمه ده چې د “موصوف” د ځانګړتیا لپاره کارېږي.
لکه :رجلٌ شجاعٌ، درختٌ أحمرُ، طلابٌ مجتهدونَ

 (ابن هشام، ۱۹۸۵، ۱۲).

په پښتو ژبه کې د صفت نحوي (گرامري) ځانګړتیاوې

۱-  موقعیت (ترتیب): په پښتو کې صفت تل د خپل موصوف نه مخکې راځي.
لکه: ښکلې نجلۍ، ښه سړی، لوی کور…

۲-  ګردان: صفت د خپل موصوف سره په جنس (نرينه/ښځينه)، په عدد (يوګړی/ډېروګړی) او کله هم په حالت برابرېږي .لکه: ښکلې نجلۍ، ښکلی هلک، ښکلې نجونې، ښکلي هلکان

۳- د درجې څرګندونه: پښتو ژبه د دری او عربي په څېر د صفت د درجې (تفضیل او اعلی) ځانګړې نحوي بڼه نه لري؛ بلکې د ادواتو په مرسته یې څرګندوي.لکه :ښه، ډېر ښه، خورا ډېر ښه/ سپين، ډېرسپين، خورا ډېرسپين

۴-  د صفت ډولونه

  • اصلي: ښه، بد، تور، سپين
  • نسبتي: پکتیاوال، کندهاری
  • عددي: دوه، درېیم، شلم
  • استفهامي: څومره، کوم، څو
  • فاعلي: تلونکی، راغلی
  • مفعولي: ساتلی، ليکلی
  • اشاري: دغه، دا، هغه
  • مجرد: ليونتوب، روغتيا، هوښيارتيا

 (شېرزاد، ۱۳۵۸، ۳۱).

۵-  نابدلېدونکي صفتونه
هغه صفتونه دي، چې د جنس او عدد له مخې نه بدلېږي؛ لکه: تکړه، ښایسته، تازه، شمالي، برېښنایي.

۴ د صفت نحوي ځانګړتیاوې په عربي ژبه کې

۱- موقعیت (ترتیب): په عربي ژبه کې صفت د موصوف وروسته راځي.
لکه: رجلٌ شجاعٌ، درختٌ أحمرُ، الصناعةُ جدیدةٌ

۲- ګردان: صفت د خپل موصوف سره په څلورو نحوي برخو کې برابرېږي:

  • جنس (مذکر/ مؤنث)
  • عدد (مفرد/ مثنی/ جمع)
  • حالت (رفع، نصب، جر)
  • معرفه او نکره (

بېلګه: رجلٌ شجاعٌ – امرأةٌ شجاعةٌ – رجلانِ شجاعانِ – طلابٌ مجتهدونَ – الطلّابُ المجتهدونَ

۳. د درجې څرګندونه (درجات التفضیل): په عربي کې صفت د تفضیل له جوړښت سره جوړېږي (أفعل التفضیل): کبیر – أکبر – الأکبر / جمیل – أجمل – الأجمل

۴. د صفت ډولونه

  • الصفة الأصلیة (شجاع، کبیر، جمیل)
  • الصفة النسبیة (کویتي، أفغاني)
  • الصفة العددیة (ثلاثة، رابع)
  • الصفة الإشاریة (هذا، ذاک، تلك)
  • الصفة الاستفهامیة (أیّ، کم)
  • الصفة الموصولة (الذی، التي)
  • الصفة المشتقة (کاتب، مکتوب، فاعل، مفعول)

(الزجاجی، ۱۹۹۵، ۳۱)

۵. معنايي ځانګړتیاوې

لکه مخکې مو چې یادونه وکړه،  په پښتو ژبه کې صفت له موصوف مخکې راځي؛ مګر په عربي ژبه کې بیا صفت له موصوف وروسته راځي.

په پښتوکې صفت د جنس او عدد له مخې ګردانېږي؛ مګر په عربي ژبه کې صفت د جنس، عدد، حالت او معرفې له مخې ګرادنېږي.

په پښتو ژبه کې د صفت درجه د «ډېر، خورا» په مرسته ټاکل کېږي؛ خو په عربي ژبه کې د افعل جوړښت پر مټ د صفت درجه ټاکل کېږي.

په پښتو کې د صفت معنایي کچه توصیفي او ساده بڼه لري؛ مګر په عربي ژبه کې منظم نحوي او معنایي جوړښت لري او داسې نور…

(منګل، ۲۰۲۰م، ۵۸).

۶. د پښتو او عربي ژبو د صفتونو پرتله (شننه)

۱- نحوي جوړښت
په پښتو کې صفت د موصوف نه مخکې راځي، خو په عربي کې وروسته. دا توپير د دواړو ژبو د نحوي جوړښت له عمومي قاعدو سره تړاو لري.

پښتو د SOV (Subject–Object–Verb) ژبه ده؛ حال دا چې عربي د VSO یا SVO ژبو له ډلې ده.

۲-  ګردان
پښتو ژبه صفت یوازې د جنس او عدد له مخې ګردانوي؛ خو عربي په څلورو برخو کې ګردان لري (جنس، عدد، حالت، معرفه/نکره)، چې دا د عربي ژبې د نحوي نظام ښکارندويي کوي.

۳-  درجې (تفضیل)
پښتو ژبه د درجې څرګندولو لپاره د قیدونو (ډېر، خورا) څخه ګټه اخلي؛ خو عربي د “أفعل” او “فعلى” بڼې څخه کار اخلي. دا معنايي توپیر د دواړو ژبو د توصیفي جوړښت ژور بدلون ښيي.

۴-  معنايي ارزښت
پښتو صفتونه ډېره ژوره توصیفي بڼه لري او د احساس، کیفیت او حالت څرګندونه کوي.
عربي صفتونه منطقي او علمي سیسټم لري، چې معناوې په دقیقو نحوي اړیکو سره څرګندوي.

۵- مصدر او فعل پورې تړلي صفتونه
په دواړو ژبو کې د فعل له مصدره صفتونه جوړېږي؛ خو جوړښت یې توپير لري.
پښتو: تلونکی، لیکلی، ساتلی…
عربي: کاتب، مکتوب، حافظ…

(رښتین،۱۳۸۲، ۱۴)

پایله

پښتو او عربي دواړه ژبې د صفت او موصوف تر منځ نحوي تړاو لري؛ خو د ترتیب، ګردان او درجې له پلوه څرګند توپيرونه لري.

پښتو صفت د توصیف پر احساساتي او طبیعي اړخ ولاړ دی، حال دا چې عربي صفت یو منظم نحوي سیسټم تعقیبوي.

په پښتو کې د صفت موقعیت مخکې او په عربي کې وروسته راځي، چې دا د ژبنیو کورنیو د جوړښت یو څرګند شاخص دی.

په معنايي لحاظ، دواړه ژبې د توصیف د څرګندولو لپاره پراخ ظرفیت لري؛ خو د نحوي تعامل سطحه یې توپير لري.

اخځلیکونه

۱. شېرزاد، محمد آقا رشیدي، جشېد (۱۳۸۵). پښتو ژبه او ادبیات. کابل، افغانستان.

۲. کامران، منګل افغان. (۲۰۲۰). پښتو ګرامر، معماذ خپروندویه ټولنه.

۳. رښتین، صدیق الله. (۱۳۸۲). پښتو ګرامر (ژب‌ښودنه. الازهر خپرندویه ټولنه، پېښور.

۴. عبدالعلي رسول‌زاده. پښتو ژبه او ګرامر. Qamosona.com

۵. الزجاجي، عبدالرحمن (1995). الجمل في النحو. بیروت: دارالکتب العلمیة.

۶. ابن هشام الأنصاري (1985) مغني اللبيب عن كتب الأعاريب. القاهرة: دایره المعارف.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب