تاند (پنجشنبه د لړم ـ عقرب ۲۲مه) افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پر خپله اېکسپاڼه، د پاکستان د پارلمان له لوري د تازه تایید شوې طرحې په غبرګون کې لیکلي چې نن د پاکستان لپاره یوه خواشینونکې ورځ ده.
خلیلزاد وایي، د دغه هېواد پارلمان، پاکستان کې پر خپلې نیمهپاتې دیموکراسۍ هم برید وکړ.
خلیلزاد دا څرګندونې وروسته له هغې کوي چې تازه د پاکستان پارلمان هغې طرحې ته د تایید رایه ورکړې چې د منتقدینو په باور، د هېواد په سیاسي چارو کې ورسره د پوځ واکونه لوړیږي.
تر اوسه د دغې طرحې ډېر جزیات نه دي رسنیز شوي.
پاکستان په دې وروستیو کې له سیاسي، امنیتي او اقتصادي اړخه له سختو ننګونو سره مخ دی او د نظر خاوندانو په باور د دغه هېواد له حکومته په لویه کچه د دې هرڅه کنټرول له واکه وتلی او یو ورک او ځوړ حالت سره مخ دي.