جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهمسوولان: روانه اونۍ ۷۵۴ تنه افغان کډوال د عراق او پاکستان له...

مسوولان: روانه اونۍ ۷۵۴ تنه افغان کډوال د عراق او پاکستان له زندانونو ازاد شوي

تاند (پنجشنبه د لړم ـ عقرب ۲۳مه) افغانستان کې د طالبانو د کډوالو چارو وزارت خبر ورکړی، چې روانه اونۍ کې ۷۵۴ افغان کډوال د عراق او پاکستان له بندخونو ازاد او هېواد ته راستانه شوي.

یاد وزارت د کندهار او نیمروز ولایتونو کې د خپلو ریاستونو په حواله لیکلي: ” ۷۲۵ تنه افغان کډوال د سپین بولدک له لارې، چې د بند موده یې دوه میاشتې وه، خپل هېواد ته راستانه شول او همدارنګه ۲۹ تنه د نیمروز له لارې، چې په عراق کې له ۵ تر ۹ میاشتو پورې بندیان و، له بند خونو ازاد او هېواد ته راستانه شول.”

دغه کډوال د سپین بولدک او نیمروز د کډوال لېږد امریتونو کې تر ثبت او د همکارو بنسټونو له لوري د بشری مرستو له تر لاسه کولو وروسته خپلو پلرنیو مېنو ته لېږدول شوي دي.

په دې وروستیو کې له پاکستان او ایران څخه د افغان کډوالو د راتګ بهیر چټک شوی چې، د طالبانو په وینا دوی هم دا پروسه په منظم ډول مدیریت کړې ده.

بل لورته بیا راغلي کډوال له حاکم نظام څخه د مرستو او سرپناه غوښتنه کوي او وایي د دوی تر راتګ وروسته د کرایي کورونو یو په دوه چنده کرایې لوړې شوي چې دوی یې توانایي نه لري.

طالبانو که څه هم د کورونو د خاوندانو ته خبرداری ورکړی چې تر لس سلنه لوړه کرایه باید وانخلي خو د خلکو په وینا کور لرونکي د طالبانو د نه څار له امله د دې پرېکړه هیڅ خیال نه ساتي او یواځې خپله خوښه عملي کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب