Home+په پښتو ژبه کې نااړين او تکراري نويزونه | احمدالله وصال

په پښتو ژبه کې نااړين او تکراري نويزونه | احمدالله وصال

لنډيز:

په ژبه کې د نویو مفاهيمو د انتقال او ارایې لپاره نوې کلمې جوړول يو حياتي او نوښتي عمل دی، چې د ژبې د ژوند او بقا لپاره بايد په اصولي ډول وپالل شي او له ښه مرغه په پښتو کې د وييرغاونې دود تر څه بريده پالل شوی هم دی. په پښتو کې نوې جوړونې که له یوې خوا پرېمانه ښېګڼې لري؛ له بلې خوا ځينې ستونزې هم په کې ليدل کېږي. د پښتو ژبې د نيولوګېزمونو په روان بهير کې ډير داسې مفاهيم  شته چې د څېړونکو د ناسم درک، سرسري برخورد او  بشپړو ژبنيو قاموسو د نه شتون له امله کې ورته نوې کلمې جوړې شوې، حال دا چې د دغو مفاهيمو د ښوولو لپاره د پښتو ژبې په ګړدودونو او متونو کې تيارې کلمې شته او ځينې داسې مفاهيم هم شته چې د ارایې لپاره یې دوه یا ډېرې نوې کلمې جوړې شوې دي، دا مقاله د همدغه ډول ستونزو د تشخیص او دې موضوع ته د ژبپوهانو د پام وراړلو په پار ليکل شوې. د دې تر څنګ په دې مقاله کې د ژبنۍ پانګې (ګړويزونو، زړويزونو) په اړتيا او لومړيتوبونو بحث شوی او لارښوونه کوي چې د ژبې د بڼې د ساتنې، عصريت او معيارسازۍ په پروسه کې بايد د ژبې پر خپله پانګه (ګړويزونو او زړويزونو) زياته اتکا وشي او نوې جوړونې بايد پر ژبنيو اړتياوو بناء او د امکان تر بريده متحدې او په ژبه کې د شته تشو د ډکون چار ترسره کړي.

کليدي کلمې: ژبه، نويزونه، نيولوګېزم، ګړويزونه، زړويزونه.

سريزه

نن‌سبا د ملتونو تر منځ د فنونو او توکو د تبادلې لړۍ خورا چټکه شوې چې له امله یې له يوې ژبې څخه بلې ژبې ته د وييونو د تګ بهير هم ښایسته چابک شوی. له ژبو څخه ژبو ته د وييونو د تګ په دې چابک بهير کې پښتون پښت هم د نورو ملتونو غوندې د نده لري چې د خپلې ژبې د بقا لپاره د نورو فکټورونو تر څنګ د وييرغاونې په برخه کې خپل مسؤليت ته اوږه ورکړي، چې له ښه مرغه زموږ څېړونکو خپل دې مسؤليت ته څه ناڅه پام کړی او د بېلابېلو مفاهيمو لپاره یې څه اندازه نوي وييونه جوړ کړي؛ خو ستونزه دا ده چې دا نوې جوړونې د یوه نه، بلکې ډېرو ادرسونو له لوري په داسې ډول شوې چې يوه یې په کامله معنا د بل کارونه او جوړونې نه دي تعقيب کړې. د دې تر څنګ پښتو ژبه چې خورا غني ګړدودونه او په ښه اندازه متون لري؛ خو څرنګه چې تر اوسه پورې د پښتو ژبې ټول ګړدودونه نه دي راټول شوي او نه یې هم متونو ته هغسې پاملرنه شوې چې څنګه پکار ده؛ نو موږ تر دې دمه داسې يو جامع قاموس نه لرو چې د پښتو ژبې ټول وييونه او د هغو معناوې دې په کې راغلې وي چې په دې سره زموږ د ژبې د وييونو په اړه نيولوګېزم جوړوونکي د معلوماتو له خلا سره مخامخېږي او د دې خلا په شتون کې نوي جوړ شوي وييونه به حتمي ده چې له تېروتنو خالي نه وي.

په دې مقاله کې هڅه شوې د هغو نويو جوړو شويو وييونو بېلګې راوړل شي چې په ژبه (ګړدودونو او متونو) کې تيار موجود وو، خو د معلوماتو د خلا، بشپړ قاموس د نه شتون او ګړدودي پانګې ته د نه لاسرسي په پايله کې پرې په ژبه کې د نه شتون ګومان شوی يا هم  د نيولوګېسټانو د نه تجسس او راحت طلبۍ له امله داسې وييونه ګڼل شوي چې ګواکې په ژبه کې نه شته او نوي وييونه ورته جوړ شوي، د دې تر څنګ په دې مقاله کې د ځينو داسې مفاهيمو او نومونو بېلګې هم رااخیستل شوې چې د افادې لپاره یې د بېلابېلو اشخاصو او ټولنو له خوا دوه یا زيات نويزونه جوړ شوي دي.

د څېړنې اهميت او مبرميت

د دې څېړنې اهميت په دې کې دی چې ويي رغوونکو ته ور په زړه کوي چې له وييونو سره سرسري چلند و نه ‌کړي، د دې ترڅنګ دا څېړنه د نا اړينو نويزونو ستونزې بيانوي او ښيي چې په پښتو ژبه کې د ځينو مفاهيمو د افادې لپاره ستونزه د وييونو کموالی نه، بلکې د وييپانګې په اړه نابشپړ پوهاوی دی.

د څېړنې مبرميت په دې کې دی چې دا څېړنه په عملي ډول د بې ضرورته نويزونو بېلګې ښيي او هغه ستونزې بيانوي چې د بې ضرورته نويزونو د جوړښت په پايله کې بڼه مومي.

د څېړنې پوښتنې

۱ـ په ژبه کې د کومو مفاهيمو د افادې او کومو پديدو د نومولو لپاره نويزونه جوړ شي؟

۲ـ په پښتو نويزونو کې د نا اړينو او تکراري نويزونو څه کول پکار دي؟

د څېړنې مېتود: په دې څېړنه کېله  تحليلي او انتقادي ميتود څخه ګټه اخيستل شوې او د څېړنې ډول یې کتابتوني دی.

اصلي موضوع

دا چې د نويزونو د جوړښت روايت د نويو پديدو له ایجاد، د ژبې د خپلې پانګې (ګړويزونو او زړويزونو) د شته تشو او د نورو ژبو د پور وييونو له خوا د دغو تشو د ډکون له مخنيوي څخه سرچينه اخلي؛ نو له همدې امله د نويزونو پر اړتيا باندې عام بحث هم له همدې توکو (ګړويزونو، زړويزونو او پورويزونو) سره په ارتباط کې بڼه پیدا کوي؛ خو څرنګه چې زه دلته پر دې  نه غږېږم چې کومو پورويزونو ته نويزونه جوړ شي؟ نو په همدې وجه مو په دې موضوع تمرکز هم نه دی کړی او که په کومو برخو کې دې موضوع ته اشاره هم شوې وي، نو لامل به یې د دې نظر تقويه وي چې  ((په ژبه کې شته ویيونو ته باید نويزونه جوړ نه شي)). دلته زموږ د بحث اصلي موضوع دا معلومول او بېلګې وړاندې کول دي چې په ژبه کې کومو شته وييونو ته نويزونه جوړ شوي او کوم نويزونه تکراري دي؟

داچې د نويزونو په تعريفونو کې د نويزونو څرنګوالی درک کېدای شي، نو پر همدې بنسټ غواړم خپل بحث د نويزونو په ځينو تعريفونو پیل کړم:

نويزونه

د نويو توليد شويو شيانو او نويو مفاهیمو لپاره په ډېرو ژبو کې نوي نومونه جوړ شوي او لا هم جوړېږي چې نيولوګېزمونه یې بولي.

 نیولوګېزم هغه لغت، اصطلاح یا عبارت ته ویل کېږي ‎چې‎‎‎ نوی جوړ شوی وي او زیاتره پر یوه نوي مفهوم باندې دلالت کوي یا یوې زړې اصطلاح ته نوی ژبنی رنګ ورکوي. (هوتک، ۲۰۰۷م: ۵۶ مخ)

خپللاسي یا مصنوعي ويی (نيولوګېزم) هغه دی ‎چې‎‎‎ په بېلښتي یا تړښتي ډول د یوې علمي ټولنې له خوا د تیارو بېلګو له مخې جوړ شوی وي. (زيار، الف،۱۳۶۰ل: ۳ مخ) یا نيولوګېزم نوي لغت ته ويل کېږي، هغه لغت یا اصطلاح چې د نوي او غيري مشهور څيز یا نوي مفهوم د څرګندولو لپاره وضعه وي.  نيولوګېزمونه په دوه ډوله دي:

۱ـ لفظي نيولوګېزم: هغه ته ويل کېږي چې د کومې معنا لپاره نوی لغت جوړ شي.

۲ـ معنوي نيولوګېزم: هغه دی چې لغت په ژبه کې پروت وي خو د کومې نوې معنا لپاره وکارول شي. (لودين، ۱۳۹۹ل:  ۱۰۸مخ)

د نیولوګېزمونو د جوړښت اړتیا

د ژبې غنا او بسیاینه د ژبې د لغوي پانګې په غنا او بسیاينې پورې تړلې ده. په هره اندازه، چې دیوې ژبې ویيپانګه غني وي په هماغه اندازه ژبه هم غني بلل کېږي.

دا مشهوره خبره ده چې ژبه یوه متحرکه او بدلېدونکې پدیده ده چې له ټولنيزو بدلونونو سره سم په کې هر وخت تغیر راځي، نو ويلای شو چې  په ژبه کې نوي  وييونه رامنځته کېدل د ژبې له پیدایښت څخه تر نن ورځې پورې يو معمول دودو او د ژبو د لغوي تشو د ډکولو او ژوند لپاره لومړۍ درجه اړتيا ده.

د پوهاند زيار په وینا د ( ژب ـ فرهنګي ) یرغل پر وړاندې وار له مخه وييرغاونه (نيولوجېزم) له نټه نه منونکو اړينتياوو څخه ګڼل کېږي. (زيار، ۱۳۹۱ل: ت مخ)

د نويو وييونو جوړول ژبنۍ اړتيا ځکه ده چې د اړيکو، علم او پرمختګ په دې نړۍ کې له یوې خوا نوې پوهې او ټولنيز فرهنګونه په تېزۍ سره له يوې ټولنې څخه بلې ته انتقالېږي او له نويو نومونو سره نوي مفاهيم ليږدوي او له بلې خوا هره ورځ نوي او ناليدلي توکي توليدېږي چې هر یو یې ژر يا وروسته له خپل ځانګړي نوم سره چې د توليدوونکو له ژبې ورته ټاکل کېږي، نورو ټولنو ته ځي او په دې توګه د وخت په تېرېدا سره د فرهنګ ورکوونکو او توليدوونکو ټولنو په ډېره اندازه وييونه د واردوونکو ټولنو په ژبه کې ځای نیسي او دا لړۍ مخ پر وړاندې ځي. که چېرته اخيستونکې ټولنې دې چارې ته پام و نه کړي او د خپلې ژبې د خوندي‌تابه تدابير ونه نیسي، نو د وخت په تېرېدا سره یې معلومه خبره ده چې د ژبې لمنه له پرديو کلمو څخه ډکېږي، نو د دې لپاره چې هره ټولنه خپله ژبه د پرديو ژبو له بې‌زغمه تاثير څخه وژغوري، اړه ده  چې د تناسب او اړتيا له مخې نوي وييونه جوړ کړي. د حبیب الله رفيع صاحب له قوله ((… ځینې کسان لغت جوړونه او د ژبې د بشپړتابه چار بدعت او ناروا بولي او په لوی لاس له خپلې ژبې نه د پردیو ژبو موزیم جوړول غواړي، خو په مقابل کې یې ځینې نور کسان په يوازې ځان او افراطي ډول په خپله ژبه کښې نوې نومونې کوي او په دې وسیله ژبه د تجرید او ګوښه ګیرۍ لور ته سوق کېږي. موږ باید یوه منځوۍ لار خپله کړو نه دا ‎چې‎‎‎ هڅه وکړو پښتو سوچه کړو او د هر څه لپاره نوي نومونه کېږدو او په دې توګه خپله ژبه له انزوا او تجرید سره مخامخ کړو او نه د نورو ژبو د بهیر او نړیوالو نویو پدیدو په وړاندې لاس تر زنې کښینو او هر څه ‎چې‎‎‎ زموږ ژبې ته راځي او هر څومره نومونه چې‎‎‎ پښتونخوا ته را وارېدېږي په پټو سترګو یې په خپله ژبه کې ځای کړو او له خپلې ژبې نه د نورو ژبو موزیم یا لوښی جوړ کړو، ‎چې‎‎‎ يوازې چوکاټ یې د پښتو له (( ده، نه، تر، دی او…)) څخه جوړ وي او نور ټول نومونه او لغاتونه د نورو ژبو ور واچوو)). (رفیع، ۱۳۹۴ل: ۱۲۸ مخ)

ګړويزونه او زړويزونه که نويزونه

د پو هانو له نظره د ويي پانګې غنا پر څلورو ستنو ولاړه ده، د ارکایکولغتونو را ژوندي کول، له لهجو څخه لغات اېستل، له نورو ژبو څخه پورول او د نویو لغتونو جوړول. (هوتک، ۲۰۰۸م: ۶۳ مخ . د ژبنيو توکو دا څلور واړه ډلې پر خپل ځای د ځانګړی ارزښت لري. د نړۍ‌وال تعامل په پروسه کې بېشکه پوروينو ته اړتيا ده؛ زاړه لغات سره له دې چې ژبه له پرديوالي ژغوري د پخوانيو ژبنيو زمينو په مرسته زموږ نننۍ ژبنۍ اړتياوې پوره کوي او هم زموږ د فرهنګ او پخوانۍ ويل کېدونکې ژبې د غنا او زموږ د خلکو د فکرونو ښکارندوي کوي او نيولوګېزمونه ژبه له فقر او ګدايي‌ګري څخه ساتي، خو که څه هم چې په ترتيب سره زړويزونه، نويزونه او پوروييونه د اوسنۍ ژبې په غنا کې خورا زيات ارزښتمن دي، سره له دې هم دا درې واړه کټګورۍ وييونه د ګړويزونو ځای نه شي نيولای.

پوهاند مجاوراحمد زيار د يوې (نګه، بشپړې، کره) ليکنۍ یا علمي پښتو د رامنځته کولو لپاره په ګړويزونو او بيا له زړو متونو څخه په را ترلاسه کړيو وييونو باندې  ټينګار کوي او د ګړويزونو په باره کې یې ټينګار تر دې حده دی چې وایي ((یو ويی چې یوازې يو وګړی هم وایي ثبت دې شي)) او دا هم وایي چې نوې جوړونه باید ((يوازې په علمي، تخنيکي، مدني، اداري او داسې نورو مفاهيمو پورې تړلې وي))، خو د دې ترڅنګ د يوې (نګه، بشپړې، کره) ليکنۍ یا علمي پښتو د وييونو په برخه کې په سلو کې د ۲۵ فیصدۍ نسبي نظر هم وړاندې کوي او وایي چې د يوې (نګه، بشپړې، کره) ليکنۍ یا علمي پښتو د رامنځته کولو لپاره مو د انډول او تناسب لپاره د فیصدي آر او معيار وټاکه. په سلو کې ۲۵ له اوسنيو ګړدودنو (لهجو)، ۲۵ له زړو ادبي متونو، ۲۵ له ټاکنو او ۲۵ له نورو ژبو څخه د پورونو په توګه. (زیار، الف، ب، ۱۳۶۰ل: ۲۹ مخونه) او يو ځای د مقالو د يوې ټولګې (د پښتو ژبې د ودې، اړتيا او لارې چارې «۱۳۷۸ل) په ۹۹ مخ کې د ۲۵ سلنې وېش داسې واضح کوي چې ((… که څه هم دا پرتليز (نسبي) وېش دی او په بشپړه توګه کومه د کاڼي کرښه نه ده، خو د ژبې د ګډوله کېدو د مخنيوي يوازينی منل شوی آر (اصل) دی او له دې سره سره د يومخيزې يا بنسټيزې سپېڅلتيا (پيورېزم) د مخنيوي لپاره هم يو سوليز (معقول) بنسټ بلل کېږي)).

نن ورځ د پښتو ژبې د لوړو زده‌کړو ډېر غمخوارن شته چې دوی د پوهاند زيار صاحب ۲۵٪ وېش د کاڼي کرښه بولي او داسې یې تعبيروي چې ګويا په ژبه کې بايد ۲۵٪ ګړويزونه، ۲۵٪ زړويزونه، ۲۵٪ نويزونه او ۲۵٪ پورويزونه وي او ډېر ځله د نويزونو جوړولو او پورويزونو کارولو ته د پوهاند زیار پورته وېش د دليل په توګه راوړي او زموږ د نويزونو او پورويزونو مينانو ته بې له دې چې ګړدودونو او پخوانيو متونو ته مراجعه وکړي په پرانستي مټ د پورويزونو د کارولو او په ډېره اندازه نويزونو د جوړلو جواز ورکوي چې دا کار له یوې خوا په ژبه کې د پوهولو او راپوهولو چار ستونزمنوي او له بلې خوا ژبه پردۍ کوي.

که څه هم چې پوهاند زيار خبره واضيح کړې او د یوه معين حد په توګه ۲۵٪ وېش ته قايلېدل هېڅ منطق هم نه لري، خو که له همدې وضاحت سره سره هم ځينې په خپل اخیستي مفهوم ټينګ وي؛ بیا هم دا وېش په پښتو ژبه کې عملي کېدای نه شي؛ ځکه: لومړی خو بايد د دې هېڅ پوښتنه پيدا نه شي او دې ته اړتيا هم نه شته چې موږ د يوه مفهوم لپاره په پښتو ګړدودونو کې کلمه ولرو او د فیصدۍ تر دې تيورۍ لاندې یې له ژبې یا معياري ژبې او ليک څخه وغورځو او ځاي يې بلې پردۍ یا نوې جوړې شوې او ژباړل شوې کلمې ته ورکړو، دويم دا چې موږ تر اوسه د پښتو د ټولو ګړدودونو وييونه نه دي راټول کړي چې د هغې له مخې دا پرېکړه وکړو چې دا یا هغه لغت په ورځنيو خبرو اترو کې کارېږي او که زړويزی دی؟ ځکه چې له یوې خوا د پښتو ګړدودونه خورا بډایه وييزې زېرمې لري او له بلې خوا پښتو يوه ځانساتې ژبه ده او د دې ژبې ګړدودونو ډېر هغه وييونه تر اوسه ساتلي چې په پخوانيو متونو کې راغلي، خو دا چې دا وييونه زموږ په ګړدودونو کې نه شته، نو موږ یې د خپلې محدوې وييزې زېرمې پر بنسټ زړويزونه بولو چې په حقیقت کې زړويزونه نه دي، بلکې ګړويزونه دي او په پښتو ګړدودونو کې لږ یا ډېر ژوندی کارونګ لري. زما د ليدنو له مخې د پښتو ژبې زړويزونه ډېر کم دي او تر ګړدوديزو پلټنو وروسته ډېر او پوره باور لرم چې د شته ژبې ۲۵ سلنه خو لا څه چې د دې سلنې نيمایي هم پوره نه کړي. درېيم دا چې نړۍ د پرمختګ په حال کې ده او هره ورځ نوي، نوي توکي توليدېږي او له نویو نومونه سره نورو ټولنو ته واردېږي، د دې ترڅنګ د نړۍ‌والو ترمنځ پراخو اړيکو دې ته هم لاره پرانیستې چې نوي علمي او فرهنګي مفاهيم له خپلو نومونو سره په تېزۍ له يوې ټولنې څخه بلې ټولنې ته ولاړ شي. په اوسني وخت کې د نړۍ خورا پرمختللي هيوادونه هم د فرهنګي تاثر په پايله یا د فرهنګي خلا ډکولو او فرهنګي ونجون په موخه نوي فرهنګي عناصر اخلي، د نورو علوم حاصلوي، مادي توکي واردوي او لا هم په يوازې توګه خپلې اړتياوې نه شي پوره کولای چې په دې توګه یې ژبو ته ګڼې پردۍ کلمې او اصطلاحات را درومي. نو زموږ غوندې ټولنه چې له يوې خوا یې د اسلام مقدس دين په منلو سره په ژبه کې پرېمانه دیني و علمي اصطلاحاتو او عربي کلمو ځای نيولی او له بله پلوه د خپلې کريابۍ لامله له واړه څخه تر لوی څيزه پورې له نورو ټولنو راواردوي، د نورو ټولنو علوم او فونون را انتقالوي او دا لړۍ اټکلېدای هم نه شي او ممکنه هم نه ده چې ودرېږي او په دې بهير کې زموږ ژبې بې شمېره کلمې اخیستې او لا هم ورته بې له دې چې احصايه یې معلومه شي پرېمانه پردۍ کلمې راروانې دي او هم یې پر وړاندې د نويزونو د جوړښت کار ښه په کش کې روان دی چې د دې هم هېڅ ډول احصايه نه شته؛ نو په دې ډول نامعلوم حالت کې د يوه معين حد په توګه په ۲۵ سلنه وېش هېڅ ډول تکيا نه شي کېدای.

پوهاند زيار وایي چې ((پښتو بايد لومړی خپله اره پانګه له ګړدودونو او زړو متونو څخه را ترلاسه کړي او بيا يوازې په علمي- تخنيکي او مدني ډګر کې د پښتو د وييپوهنې او ويي‌رغاوني بنسټونو له مخې نوې ټاکنې وکړي او تر ټولو وروسته بيا پرديو ژبنيو (وارداتو) ته غېږ پرانيزي. (زيار، الف، ب، ۱۳۶۰ل: ۲۹ مخونه) بل ځای وايي چې پښتو هم د نورو ژبو غوندې حق لري چې لومړۍ خپله پانګه په کار واچوي او بيا پردۍ. (زيار، ب: ۲۹ مخ) او دا هم وایي چې د پښتو غوندې نوې مدني کېدونکې او علمي کېدونکې ژبه تر هر څه لومړی د یوې پراخې او بشپړې وييپانګې (لغوي زخيرې) تثبیت ته اړتيا لري او هغه په دې ډول چې لومړی يې د لهجوي او متني څېړنې له لارې خپله آره او اصيله پانګه راټوله شي او بيا یې نوره تشه (خليګاه) له یوې خوا د ځينو نوو مدني او علمي نومونو په ژباړنو او ټاکنو او له بلې خوا په پورونو اخيستو ډکه شي. (زيار، الف: ۳۲ مخ) نوموړی دا هم وایي چې په وییپانګې پسې د ژبې ټول ګړدودونه وپلټل شي، هر ویی په خپله فونولوژیکي، سیمانتیکي او ایډیمي ځانګړنو سره په غږ لیک او غږ نیوني (ټایپ ریکارډر) ثبت کړي، که څه هم هغه ويی په یوه ویونکي پورې اړه ولري. د متونو څېړنه چې د ژبې زړو ليکلو يا شفاهي متونو او ادبياتو او همدا راز نومهالنيو چاپونو او خپرونو ته مخه وشي او نوي ويي تر را چاڼ شي.

آرپوهنيزه (اتمولوژيکي) څېړنه چې د آرپوهنې د ميتودونو د په کار اچولو له لارې له خپلوانو ژبو څخه ځينې له لاسه وتلي ويي بېرته خپل یا یې ورسره یو ګډ ميراث ثابت شي. کله چې د دې راز پلټنې له لارې وييپانګه راټوله او جوته شوه بیا وار دې ته رسي چې د ژبپوهنې له بنسټونو سره سمه یې د قاموسونو په بڼه خوندي کړي او هغه هم په بېلا بېلو ټولیو او کټګوریو لکه د وییونو قاموس، د ګړنو (محاورو) قاموس او داسې نور. په دې توګه ‎چې‎‎‎ د ژبې خپله آره سوچه وييپانګه لاس ته راغله، له یوې خوا به مو د خپلې ژبې د اړتیا یوه لویه برخه پوره کړې اوسي او له بلې خوا به مو د وييپانګې د پراختیا یوه وسیله تر لاسه شوې وي)). (زيار، ب: ۲۹ مخ)

او دا هم وایي چې نوې جوړونه باید يوازې په علمي، تخنيکي، مدني، اداري او داسې نورو مفاهيمو پورې تړلې وي چې زموږ فکري او کلتوري زېږنده نه وي، لکه ژبپوهنه د لينګويسټيک، ټولنپوهنه د سوسيولوجي، پوهنتون د يونيورسيټي، څارندوی د سکوټ او پوليس، توغندی د راکټ، او وړکتون د کودکستان لپاره، مګر که سوکړک یا سوړسک ته د جوارو ډوډۍ وټاکو یوه بېځايه ټاکنه به وي، (زيار، الف: ۱۳۶۰، ۳۴ مخ)) دا خبرې په خپله د دې معنا لري چې د ده په اصطلاح د يوې (نګه، بشپړې، کره) ليکنۍ یا علمي پښتو د رامنځته کولو پر وخت بايد نويزونه او پورويزونه د هغو مفاهيمو د ارایې او پديدو د نومولو لپاره وکارول شي چې د هغو د ارایې او نومولو لپاره په ګړويزونو او زړويزونو کې خلا موجوده او کلمې نه وي، نو پر دې بنسټ هم په ژبنۍ پانګه کې د يوه معين حد په توګه ۲۵ سلنه وېش ته قايلېدل مناسب نه برېښي.

شته ګړويزونو او زړويزونو ته د نويزونو جوړول

پورته لارښوونې راښيي چې د نويزونو له جوړښت مخکې بايد د ژبې د ټولو توکو د موندلو او راټولولو لپاره ګړدودي، متني، فکلوري او ایتيمولوژيکې پلټنې وشي او پايلې یې په قاموسونو کې ځای شي. کله چې ژبنۍ پانګه راټوله او په قاموسي ډول خوندي شوه، بيا بايد ټولې هغه ريښتيانۍ موجودې ژبنۍ تشې چې زموږ په ژبه کې د نويو او پرديو راغليو مفاهيمو د افادې په برخه کې موجودې وي او یا هم ناريښتيانۍ (ذهني یا معلوماتي) تشې[1] یعنې هغه تشې چې د افادې کلمه یې زموږ د ژبې په کوم ګړدود کې وي، خو موږ یې په اړه معلومات نه لرو؛ د دغو لاسته راغلو ګړويزونو او زړويزونو (ارخایزمونو او هېسټورېزمونو) په وسيله ډکېدای شي ډکې شي او پاتې نورې تشې دي په ژباړلو، ټاکنو او پور اخيستو ډکې شي او نوې جوړونې باید يوازې په علمي، تخنيکي، مدني، اداري او داسې نورو مفاهيمو پورې تړلې وي چې زموږ فکري او کلتوري زېږنده نه وي، لکه ژبپوهنه د لينګويسټيک، ټولنپوهنه د سوسيولوجي، پوهنتون د يونيورسيټي، څارندوی د سکوټ او پوليس، توغندی د راکټ، او وړکتون د کودکستان لپاره، مګر که سوکړک یا سوړسک ته د جوارو ډوډۍ وټاکو یوه بېځايه ټاکنه به وي.

د محمد معصوم هوتک په وينا د ژبو ماهران کله کله له نيولوګيزمونو سره له دې اسیته مخالفت کوي چې د نوموړي لغت لپاره په ژبه کې پخوا لغت موجود وي. دغه راز مخالفت د غيري ماهرو اشخاصو له خوا هم کېږي)). (هوتک، ۲۰۰۷م: ۵۷ مخ).

خو اوس موږ وينو چې زمو په فرهنګي کړۍ پورې اړوندو ځينو داسې څيزونو او مفهومونو ته هم نوې جوړونې او پورژباړې راشوې چې نومونه او د افادې کلمې یې په ګړدودونو کې تيارې شته؛ داسې مفاهيم او پديدې هم شته چې د افادې توکي او نومونه یې په زړو متونو کې تيار وو، خو بیا هم نوي وييونه ورته جوړ شوي دي او داسې مفاهيم او نومونه هم شته چې د مختلفو پوهانو له خوا ورته دوه يا څو نوي وييونه جوړ شوي.

داچې ولې په پښتو نويزونو کې دا ډول ستونزې ليدل کېږي؟ شوخ (سبب) یې دا دی چې له یوه لوري موږ د خپلو ژبنيو (ګړدودي، متني او تاريخي) توکو بشپړ قاموسونه نه لرو او له بله لوري زموږ په نيولوګېسټانو کې د وييپانګې او وييونو د معنا په اړه پرته خلا، په متونو او ګړدودونو کې د ويينو نه پلټنه او پسته‌پایي (راحت طلبي) د دې لامل ګرځي چې ځينې وخت په ژبه کې د شته وييونو په اړه د نه شتون پرېکړه کوي او نوي وييونه ورته جوړوي، چې په دې سره بېلا بېلو ستونزو ته لار هواروي.

دا چې دا څېړنه د نويزونو په ارزونه راڅرخي نو کېدای شي تاسې ته دا فکر پيدا شي چې د نويزونو له جوړښت څخه مخکې چې د ټولې ژبنۍ پانګې د قاموسونو د جوړښت، د وييپانګې په اړه د معلوماتو د خلا ډکولو او پوره پلټنې ته اړتيا ده؛ نو په نويزونو د څه ويلو لپاره هم د همدې تشو ډکون بنسټيزه اړتيا ده او په نه شتون کې یې لکه څنګه چې د نويزونو جوړښت له تېروتنو خالي نه دی، په همدې ډول د نويزونو نقد هم له تېروتنو سره مل دی چې دا يو معقول فکر او پرځای خبره ده او بايده دا وه چې موږ پورته یادو شويو توکو ته لاسرسی درلودای، خو ستاسې د ډاډ په پار به دا ووايم چې په دې څېړنه کې د نويزونو او په ژبه کې د هغو د شته بديلونو بېلګې له پوره پلټنې ورسته راوړل شوې. زه دا نه وايم چې زما دا کار به هېڅ (خو) او د (نقد ځای) و نه لري؛ اما، ما ته ګټمن ښکاري او د نويزونو د جوړښت پر وخت ځينو ښويېدنو ته د جوړونکو پام ور اړولای شي.

 د بشپړو قاموسونو د نه شتون او د ويينو په اړه د پرتې معلوماتي خلا ترڅنګ بله ستونزه دا ده چې زموږ نويزونو له یوه ټاکلي ادرسه نه، بلکې له مختلفو ادرسونو په داسې ډول سرچينه اخیستې چې ځينو یې د بل کړی کار نه دی څارلی او یوه ته د بل جوړونې هم نه دي معلومې او موږ ويلای شو چې ډېر ځله زموږ د ويي‌جوړونې کار انفرادي شوی، نو ځینې داسې مفاهيم او پديدې ليدل چې ورته د يوه له خوا جوړ شوی نويزی د بل د قناعت وړ نه وي، نو یا ورته بل نوم ږدي او یا یې هم په بڼه کې د بدلون غوښتونکی وي او د خپلې وړاندې کوونکې بڼې د ترويج کوښښ کوي او کړی یې هم دی؛ چې په دې سره په دې برخه کې يو ډول ګډوډي او خوا توروونکې رنګارنګي رامنځته شوې ده.

لکه مخکې چې وویل شول زموږ په ژبه کې داسې توکو او مفاهيمو د نومولو او ارایې لپاره هم نوي وييونه جوړ شوي یا ورته پورژباړې شوې چې د ارایې توکي یې په ګړدودونو کې تيار موجود دي او ځينو یې قاموسونو ته هم لاره موندلې، چې ځينې بېلګې دا دي:

ګڼه ګړوييزی اړوند ګړدود او ځای معنا نويزی معنا موندنه
1 پتارۍ، درځنی، در ځن خوست (منګل)، خوست، پکتيا (نيازي) پښتو پښتو تشريحي قاموس د مړي د مينځلو ځای، هغه نښه چې د مړي د مينځلو پر ځای جوړه شوې وي. مړولنځ د مړي ولنځي، د مړي د مینځلو ځای (پا) مرده شوی خانه، غاسلخانه پښتو سیندګی ۱۳۹۱ل
2 پتياری لغمان هغه څوک چې مړي مينځي. مړولاند مړولونی، مړي پرېوونکی، مړي مينځونکی (پا) مرده شوی، مرده شور (عر) غاسل ميت پښتو سیندکی، 1391ل
3 مخ و لاس خوست، پکتيا (نيازي، منګل) اودس وچ اودس څلور غړی (پا) وضوع، چهار اندام پښتو سیندکی، ۱۳۹۱ل
4 پیاڅه خوستوال (خوست) موم، د شاتو د مچيو ټمبکه ګبين‌ژاړله د ګبینو يا شاتو پاتې شونی موم (پا) موم و یا درد انګبین یا شهد پښتو سیندکی، ۱۳۹۱ل
5 ټکې، تاړۍ خوست (خوستوال)، کوزه پښتونخوا چکچکې لاسپړکا لاس پړک، لاس پړکوونه، چکچکې، چکچک (پا) چکچک، کف زدن پښتو سیندکی، ۱۳۹۱ل
۶ پون خوست (نيازي) او قاموسونو (پم) هم اخیستی. پمنتوب، پون ناروغي پمرنځ پمن رنځ، پمنه یا خپرېدونکې ناروغي (پا) بیماری ساری یا همه جاګیر، وبا پښتو سیندکی، ۱۳۹۱ل
۷ دروېزګر خوست (نيازي) هغه څوک چې په کليو او کورونو چنده او خيرات غواړي بسپنغاړی بسپنه، چنده یا نندره غوښتونکی یا ټولوونکی پښتو سیندکی، ۱۳۹۱ل
دَروېزَی ګدا يوازينۍ پښتو
۸ خوبي خوست نیازي ډېر خوب کوونکی خوبژلی ډېرخوب کوونکی، خوبجن، خواب الود پښتو سیندکی، ۱۳۹۱ل
۹ کوډګر، پاړوګر خوست نيازي هغه څوک چې کوډې کوي. کوډلوبی کوډګر، سحر ګر، مداري، شعبده باز، حقه باز، جادوګر پښتو سیندکی، ۱۳۹۱ل
۱۰ لامبوزن خوست هغه څوک چې لامبو یې زده وي. لامبوګر لمبوونکی، لامبوزن، لامبووهونکی، شاګر، ابباز پښتو سیندکی، ۱۳۹۱ل
۱۱ لامبوځن وييپوهنه ۱۵۸ مخ
۱۲ لاس اچول خوست نيازي په مستویو کې یو بل نيول او څملول، يو له بل سره زور وهل، داسې جنګ چې جنګ کوونکي يوازې سره لاس او کرېوان شي. د سوک څپېړې جنګ.

 

 

 

لاسلګی لاسلګونه، د سوک څپېړې جنګ (پا) دست اندازي، زد و خورد، دست بګريبان پښتو سیندکی، ۱۳۹۱ل
۱۳ ویستونی، خوست (نيازي) ويستونکی، هغه څوک چې ښه نښه ولي. موخه مار (پا) نشانزن پښتو سیندکی، ۱۳۹۱ل
۱۴ ويشتندوی ژبپالنه ۱۱۰ مخ  ؟
۱۵ بادوريه خروار د واورې هغه ورښت چې باد ورسره ملګری وي واور دوړ بادوړه (پا) برف کويه، بادکويه پښتو سیندکی، ۱۳۹۱ل
۱۶ بادجړۍ پښتو پښتو تشريحي قاموس هغه واوره چې باد راغونډه کړې وي
۱۷ زرګر اکثره پښتانه هغه څوک چې له زور څخه ګاڼې جوړوي.  

 

 

زرپښ

زرګر (پا) نقره کار، نقره‌ګر، نقره ساز پښتو سیندکی، ۱۳۹۱ل
زرګر يوازينۍ پښتو
۱۸ کڼده تار ننګرهار کوټ او لغمان کرغه‌يو سيم خاردار اغزن سيم اغزن مزی (پا) سيم خار دار پښتو سیندکی، ۱۳۹۱ل
۱۹ بې ديني اکثره پښتانه دين نه لرل بېدينواله بېديني (پا) الحاد ګرایی، (عر) الحاد (ان) atheism پښتو سیندکی، ۱۳۹۱ل

داسې وييونه هم شته چې په زړو متونو کې موجود دي، خو بیا هم ورته نوي وييونه جوړ یا را ژباړل شوي دي، چې له دغو جوړو شويو او راژباړل شويو څخه یې ځينې خورا مشهور شوي هم دي، لکه:

ګڼه متني ويي اثر معنا او بېلګه نويزی معنا موندنه  
ادار

 

ژبپانګه روغتياپال، طبيب:

دا عمل هم دردول کا

دا عمل دارو ادار

(ګګياڼى)

رنځپوه ډاکټر ۲۰۰۰ پښتو وييونه
۱ درملګر دا کلمه د زيار د ويي پوهنې ۱۳۶۰ل (۱۶۰مخ) په شمول په ډېرو قاموسونو کې شته خو په عملي ډول مې په کوم ګړدود او یا پخواني متن کې و نه مونده
درملی ډاکټر

 

يوازينۍ پښتو
۲ پالک زړه پانګه په زوی توب نيول شوي هلک په معنا، ظفر اللغات، خلف، لاسکوزي په معنا، پښتو قاموس اخيستی.

بيا له پسه شمس الدين د ده پالک و

چې په خلکو يې اواز د عدالت و

(خ، قصيدې)

 

زوی نيو

 

دینی زوی، (پا) پسر خوانده، فرزند

 

زيار سيندکی ۱۳۹۱ل
۳ بلکښ ژبپانګه په پرديو متکي، پردي‌پال، هغه څوک چې خپل او خپلوان پرېږدي او په پرديو تکيه کوي. د (بل+ کښ) مرکبه کلمه ده، په کندهار کې دغه کلمه متداوله ده، مقابل يې خپلکښ دی:

دا خپل ځان کړه تورې خاورې

کینه وکاږه بل کښه

پردی پال بیګانه پال، (پا) بیګانه پرور، بیګانه پرست زيا، پښتو سیندکی، ۱۳۹۰ل
۴ خپلکښ ژبپانګه د بلکښ متضاده بڼه خپلپال

 

خپل پالونکی، (پا) خویشخور، فامیلی ګرا

 

پښتو سیندکی، ۱۳۹۰ل  
۵ تپارۍ ژبپانګه د مړي د وينځلو ځاى، ولانګه:

لالکه! جګ يې لکه تيلۍ

څنګه مو ژړکې لکه ناړۍ

خور دې خپره سه پر تپارۍ

د لالاکو تيې ده سور غمۍ

ملا ځينې وکښه پر تپارۍ

د بابا پرې سوى د زړګي زۍ

 

 

 

 

 

 

مړولنځ د مړي ولنځی، د مړي د مینځلو ځای، (پا) مرده شوی خانه، غاسلخانه پښتو سیندکی، ۱۳۹۰ل  
۶ ګوډاګی پښتو زیاتره قاموسونه د بل په واک کې، د بل د لاس اله، هغه سړی چې د بل په اشاره کار کوي، لاسپوځی  

 

 

 

 

لاسکښېنولی

 

 

 

 

ګوډاګی، (پا) دست نشانده (ان) satellite, protege

 

 

 

 

پښتو  سيندګی ۱۳۹۱ل

۷ ګوډاګی پښتو  سيندګی(1391ل)

 

کښېنولی(لاس)، بړیڅی، نانځکه، تالي څټی)پا) دست نشانده ، کاسه لېس، عروسک، (عر) عمال

،(ان)satellite, protégé, puppet

۸ راشپېل،

پارو

پکتيا، احمدزي او لوګر خراوري هغه اله چې واوره پرې پاکيږي، هغه اله چې بامونه پرې تورېږي، هغه اله چې درمند پرې بادېږي.  

واور پاک

واروه پاکی (وسيله)، واوره پاکوونکی (وګړی) (پا) برف پاک، برف پاکن، برف روب  

 

پښتو سیندکی، ۱۳۹۱ل

ښتره پښتو اکثره قاموسونه او  د زيار ويي پوهنه (۱۷۸ مخ) د واورو او نورو شيانو د پاکولو اله.

اله پاک کردن برف و امثال آن.

واوره سپېڅ  واوره پاک، هېندار سپېڅ، (پا) برف روب، برف پاک، برف پاکن پښتو سیندکی، ۱۳۹۱ل

داسې هم شوي چې د يوه څيز د نومولو لپاره دوه یا څو نوي وييونه جوړ شوي، لکه د ګرامر لپاره چې د (پښويه، ژبدود، ژبښود، ليار) نومونه کارېدلي، یا هم يو څيز چا په یوه نوم نومولی، لکه انقلاب چې پاڅون بلل شوی او بل په بل نوم نومولی، لکه همدا انقلاب چې اوښتون ښوول شوی؛ دا ډول وييونه نور هم شته چې ځينې بېلګې دا دي:

ګڼه نويزی ماخذ معنا نويزی معنا موندنه
۱ نیاوتون ۲۰۰۰پښتو لغات محکمه ميانځګړۍ محکمه ژبپالنه ۱۲۸  
۲ ږغپوهنه ژبساتنه ۱۲۱مخ

پښتو ګرامر جز اول ۳ مخ

فونولوژي اوازپوهنه فونولوژي پښتو سیندګی 1391ل

 

 

 
۳ ويل پوهنه پښتو ګرامر جز اول ۳ مخ نحوه، جمله پوهنه غونډله پوهه جمله پوهه، نحوه، جمله شناسي پښتو سيندګی ۱۳۹۱ل  
۴ چپ توري پښتو ګرامر جز اول ۵ مخ حروف صامت، کانسونېنېنټ بېواک (غږ) حروف صحیح، همخواهان، صامت، کانسونېنېنټ پښتو سيندګی ۱۳۹۱ل  
۵ کتوځی پښتو ګرامر جز اول ۲۵ مخ معاينه خانه کتنځی د ناروغ کتنې (معاينې) ځای، (پا) معاينه خانه، درمانګاه، دمانکده پښتو سيندګی ۱۳۹۱ل  
۶ پوهنګيره ژبپالنه ۱۲۶ مخ انسايکلوپيډيا پوهنغونډ پوهنجونګ، دانش جونګ (عر) دايرة المعارف،  (ان) انسايکلوپيډيا پښتو سيندګی ۱۳۹۱ل  
۷ تيری/ تيري پښتو ژبه او ليک‌دود، ۱۹۹۱م ۳۲ مخ تجويز/ تجاويز مخېښود وړانديز، (پا) پېشنهاد (ار) تجويز، proposal, offer, suggestion پښتو سيندګی ۱۳۹۱ل
۸ توڼو

 

پښتو ژبه او ليک‌دود،

۱۹۹۱م ۱۸ مخ

جمعه مغيره حالت دی، کتب اللغات  

 

 

 

 

سيند

 

 

 

ويي ليکی، (پا) کتاب لغت، فرهنګ، واژه نامه، (عر) قاموس، لغت

پښتو سيندګی ۱۳۹۱ل
ژب‌توڼۍ   پښتو ژبه او ليک‌دود،

۱۹۹۱م ۲۶ مخ

په لينديو کې ورته (لغت) ليکل شوي، سړی نه پوهېږي چې د ليکوال موخه به ترې (قاموس) وي که (کلمه/ویی)؟
۹ در بښو زړه‌پانګه خياط، ګنډونکی، درزي.

غم کړ زړه د حميد هسې څېرې څېرې

چې حيران يې په ګنډل شو دربښو

(حميد)

 

ګنډونکی درزي، خياط، دوزنده، درزګير، خياط پښتو سيندګی 1391ل
څرښمار ۲۰۰۰پښتو لغات جامو ګنډونکی، اوبدونکی سکونکی خياط يوازينۍ پښتو
۱۰ ښور پښتو ژبه او ليک‌دود،

۱۹۹۱م ۱۹ مخ

حرکت، لکه زور، زېر، پېښ. خوځندی حرکت  یعنې زور، زېر، پېښ، زورکى:

خوځندى حرکت، غړوندى  اما

چو وچ ګرديد با ساکن مفسر

نصاب الصبيان۱۳۶۲ل ۵ مخ
۱۱ نوکی يوازينۍ پښتو ناخن ګير  

نوکتراش

نوک اخيستونی، ناخنګير، ناخن بر پښتو سيندګی ۱۳۹۱ل
۱۲ نوکغوڅی ۲۰۰۰ پښتو وييونه ناخونګير
 

 

۱۳

 

زېږدَله يوازينۍ پښتو زلزله، ځيلځيله، ځلځله ځمکرېږد ځمکرېږدله، رېږدله، رېږده، زمين لرزه، زلزله پښتو سيندګی ۱۳۹۱ل
ځمکلړزه ۲۰۰۰ پښتو وييونه
۱۴ سل کالي يوازينۍ پښتو قرن سلکليزه پېړۍ، سلیزه، سدۍ (پا) سده، صد ساله ګی

 

پښتو سيندګی ۱۳۹۱ل
۱۵ ګړار پښتو ۲۰۰۰ لغاتونه بحث، Discussion وېينه وينه، سکالو، ښکالوه، ګفتګو، بحث، مباحثه، مذاکره پښتو سيندګی ۱۳۹۱ل
۱۶ ټيکلپخي پښتو ۲۰۰۰ لغاتونه نانوایي ډوډپَخَنَي نانبائي يوازينۍ پښتو
۱۷ پایرساند پښتو ۲۰۰۰ لغاتونه Graduate فارغ، زده‌کړوتی (پا) دانش آموخته ، (عر)  فارغ التحصیل، (ار)  ډګری یافته، (ان) graduate, absolvent پښتو سيندګی ۱۳۹۱ل
۱۸ اړتون  

 

 

پښتو ۲۰۰۰ لغاتونه

 

 

 

زندان، prison

اړتون اړځی، څارنتون، توقيف ځای، (پا) توقيفګاه، (ار) حولات، custody پښتو سيندګی ۱۳۹۱ل
ستنځی اړځی ، اړتون ، پولیسي توقیفځي، (پا) توقیف خانه، بازداشتګاه، (ار) حوالات، (ان) a house of detention
بندیخونه
۱۹ ګاډيوان پښتو ۲۰۰۰ لغاتونه Driver، موټروان ګاډی چلوونکی موټروان، (پا) راننده ، ګاریچی، (ان) driver پښتو سيندګی ۱۳۹۱ل
ګاډی چلوونکی Driver،

موټرچلوونکی

ګاډيوان بګيوان، ګاډۍ چلوونکی، ټانګه ولا، کوچوان، (پا) ګادی ران، ګاديوان، کالسکه چی
۲۰ پخوال پښتو

۲۰۰۰

لغاتونه

اشپز پخليکار پخوونکی، پخوونی، (پا) اشپز، باورچی پښتو سيندګی ۱۳۹۱ل

 

 

 

 

 

 

 

 

پخولی يوازينۍ پښتو پخوونی پخوونکی، پخليکار، (پا) اشپز، باورچیو (عر) طباخ
۲۱ چای ځوښ

 

کابل، خيراباد  

 

چاينک

چای دمۍ چاينک زيار وييپوهنه ۱۸۰ مخ
چي‌جوښ موسی‌خېل

خوست نيازي

چای دمی چاينک یوازينۍ پښتو
باډول[2] ۲۰۰۰ پښتو وييونه چايجوش      
۲۲  

 

 

 

 

ژونکه

 

 

 

 

۲۰۰۰ پښتو وييونه

 

 

 

 

 

حجره، cell

ژوندينکه کوره کی فارسي: حجره ، سلول انګرېزي: cell

 

پښتوسيندګی ۱۳۷۸ل
ژونکه کورکی، ژندينکه، )پا) حجره، سلول،(ان) cell پښتو سيندګی ۱۳۹۱ل
کوره‌کی کورګی فارسي: حجره ، سلول انګرېزي: cell پښتوسيندګی ۱۳۷۸ل
۲۳ اوښتون ۲۰۰۰ پښتو وييونه انقلاب، revolution اوښتون اوړون، بدلون (پا) ديګرګون، واژګونی، انقلاب (ان) revolution پښتو سيندګی ۱۳۹۱ل
پاڅون انقلاب، revolution پاڅون سرغړاوی (پا) رستاخیز، برخاست، شورش، یاغی ګری (عر) قيام، (ار) بغاوت (ان) insurrec, tion, revolt, uprising, riot
۲۴ کب نيوان ۲۰۰۰ پښتو وييونه Fishman کب‌نيوی کب‌نيوونی، کب‌نيوونکی، (پا) ماهيګير (ان) fisher پښتو سيندګی ۱۳۹۱ل
۲۵ الوتوان د علومو اکاډمي پښتو انسټيټيوټ پيلوټ الوتاند (پا) خلبان (ان) pilot پښتو سيندګی ۱۳۹۱ل
۲۶ شپغالى

 

ژبپالنه

غلام سرور زهير

نايټ کلب بنډارځی بنډار خونه فارسي: بزمګاه، باشګاه انګرېزي: (night) club

 

پښتو سيندګی ۱۳۹۱ل
شپه غالی، بنډار غالی نايټ کلب پښتو سيندګی ۱۳۹۱ل
۲۷ کلولی ژبپالنه ۱۲۷ مخ تهذيب هڅوب (هغه څه چې ولسونه سره بېلوي) د درېګونو وييونو ـ هغه، څه، ولسونه) له سرغږونو رغول شوی نويز (نيولوګېزم) ، کلتور، کلچر، (پا) فذهنګ، کلتور، (عر) ثقافت، تهذيب پښتو سيندګی ۱۳۹۱ل
۲۸ ژواک ژبپالنه ۱۲۸ مخ کلچر
۲۹ نومکی پښتو ژبه او ليک ‌دود اسم تصغير کوچنينوم مصغرنوم زيار، ويي پوهنه۱۳۶۰ل
 

۳۰

سولپوهنه ۲۰۰۰ پښتو وييونه فلسفه سولپوهنه دمنطق علم (پا) علم منطق (ان) logic

 

پښتو سيندګی ۱۳۹۱ل

    پايله

په ژبه کې د نويو وييونو جوړښت د ژبې د هويت ساتنې یوه نا انکاري ارزښتمنه لار ده چې د يو لړ ځانګړو ارونو په پالنه بڼه پیدا کوي او ژبه له فقر، ګدايي‌ګري او پرديوالي څخه ساتي؛ خو که چېرته همدا جوړونې پر ژبنيو اړتياوو بناء نه وي او یا یې د ژبې د ټولو ګړدودونو او متونو له وييونو څخه د نويزونو جوړوونکو د نه، ناسم یا نابشپړ خبراوي په پايله بڼه موندلې وي؛ نو په دې حالت کې نه یوازې دا چې نوښت بې ګتې کېږي، بلکې له اصلې ژبې سره د زده‌کوونکو فاصله، د معيار پر وړاندې ستونزې او ژبنۍ ګډوډي هم رامنځته کوي. د دې تر څنګ دا کار د زده‌کړې بهير ستونزمنوي او په ضمن کې یې د نويو جوړونو بهير هم بې‌اعتباره او تر شک لاندې راځي. د ځينو په اصطلاح په ژبنۍ پانګه کې د ۲۵ سلنې د تيورۍ رعایت چې په کې د نويزونو او پورويزونو په شان د ګړويزونو او زړويزونو  په ۲۵ سلنه کارښت اتکا کېږي بل هغه فکټور دی چې خپلې ژبنۍ پانګې په مورد د بې‌بندوبارۍ حس روزي او پر ځای یې د پورويزونو د ناسنجول شوي مقدار او افراطي ويي‌جوړونې او کارونې پروسه تقويه کېږي.

وړندېزونه:

۱ـ د علومو اکاډمي ته مې (چې عملاً د نويزونه چاره پر مخ وړي) وړانديز دی چې ټول متفرق نويزونه راټول او د يوه ډېټابس په وسيله خوندي کړي، ترڅو د نورو نويزونو د جوړولو پر وخت د تکرار مخنيوی وشي.

۲ـ نيولوګيستانو ته مې وړانديز دی چې د نويزونو د جوړښت پر وخت د نورو کړي کارونه تر نظره تېر کړي او د دې تر څنګ په هغه مفهوم پسې چې دی غواړي نوې کلمه ورته جوړه کړي په ګړدودونو، قاموسونو او متونو کې پوره پلټنه وکړي او تر بشپړ ډاډ وروسته دې په ژبه کې د واقعي تشو د ډکون په موخه نوې جوړونې وکړي.

ماخذونه

  1. اڅکزی، عبدالصمد خان. پښتو ژبه او ليک‌دود، يونائټېډ پرنترز کوته: ۱۹۹۱م.
  2. رښتين، صديق الله. پښګرامر «جزء اول»، پښتو ټولنه: ۱۳۲۷ل.
  3. رفيع، حبيب الله. ژبپالنه، د افغانستان د علومو اکاډمي، دويم چاپ، ۱۳۹۷ل.
  4. رفیع، حبیب الله. ژبساتنه، مومند خپرندویه ټولنه جلال اباد، ۱۳۹۴ هـ ش.
  5. زيار، مجاور احمد «پښتو نيولوجېزم یا نوې ویي رغاوونه (لغت جوړونه»، د پښتو ژبې د ودې اړتيا او لارې چارې، (د مقالو ټولګه)، د محمد اسماعيل يون په زيار، د پښتني فرهنګ د ودې او پراختيا ټولنه – جرمني، ۱۳۷۸ل.
  6. زیار، مجاوراحمد. پښتو سیند ګی(نوویزونه)، چاپ: دویم، دانش خپرندویه ټولنه،۱۳۹۰ل/ ۲۰۱۲م.
  7. زیار، مجاوراحمد. پښتو سیند ګی(نوویزونه)، ساپي د پښتو څېړنو او پراختيا مرکز، ۱۳۷۸ل/ ۲۰۰۰م.
  8. زیار، مجاوراحمد. لیکلا، ننګرهار پوهنتونو د ښوونې او روزنې پوهنځی، ۱۳۶۰ل.
  9. زیار، مجاوراحمد. ویي پوهنه، د لوړو او مسلکي ښوونو چاپخونه: ۱۳۶۰ل.
  10. عظيمي، قاري محمد عظم. نصاب الصبیان، د علومو اکاډمي، دولتي مطبعه: ۱۳۶۲ل.
  11. لودين، دولت محمد. لغت پوهنه، د داود عربزي په زيار، دويم چاپ، ختيځ خپرندويه ټولنه: ۱۳۹۹ل.
  12. منګل، کامران. ۲۰۰۰ پښتو وييونه، (….)، ۱۳۹۶ل.
  13. هوتک، محمد معصوم. پرمعیاري ژبه د معیار په ژبه یوه څېړنه، اولویل کاناډا، ۲۰۰۶م.
  14. هوتک، محمد معصوم. له کندهاره تر اټکه، علامه رشاد خپرندویه ټولنه کندهار، ۱۳۸۹ ل.

[1] ـ له ناريښتيانۍ تشې (ذهني یا معلوماتي تشې): له دغو تشو څخه مې موخه دا ده چې په ګړدودونو او متونو کې د ځينو مفاهيمو د افادې لپاره تيارې کلمې وي، خو د نويو ويينو جوړونکي ترې، نه وي خبر، لکه د متونو او لهجو د (تپار، پتارۍ او درځني) لپاره چې (مړولنځ) کلمه جوړه شوې، يا د يوه مفهوم د افادې لپاره د ژبې ويونکو نومونه کړې وي، لکه په (زغره‌وال ټانک) یې چې د (شوبلې) نوم ایښي، خو د نويزونو جوړوونکی ترې، نه وي خبر او نوې نومونه ورته وکړي.

[2] ـ دا چې باډول نوې جوړه شوې کلمه ده که ګړدودي؟ و نه توانېدم چې مالومات یې وکړم.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ارګ له دېوالونو سره یوه ناسته! | امیرشاه یاد

2017 کال و ولسمشرۍ ماڼۍ د کابل پوهنتون د بېلابېلو ژبو او ادبیاتو محصلان او استاد د ارګ ماڼۍ ته غوښتي وو، تر څو...