د شعر په اړه شعر پوهانو ډېر څه ویلي دي، خو تر ټولو جامع او کره تعریف یې دا دی، هغه موخیله او اهنګیه وینا چې وزن او اهنګ ولري، د انسان په روح یا روان باندې اغېزه وکړي هغه وینا یا کلام شعر بلل کېږي. یو شعر د هر انسان په روان باندې اغېزه نه شي کولی په ټوله کې انسانان سره توپیر لري، ځینې انسانان نرم زړي وي، ځينې یې داسې وي چې زړه یې له تیږې هم کلک وي.
هغه شعر چې پر کلک زړه لرونکو انسانانو باندې اغېزه ونه کړي داسې نه ده چې هغه شعر به خراب وي، هغه کلمې چې شاعر سره پیلې وي، هغه هېڅ کله خرابه او بې کاره کلمې نه وي د شعر په اړه د کوزې پښتونخوا شاعر بونیري وايي:
ټوکې نه دي شعر لیکل
وینې دي د زړه یې څښم
یوه ورځ په یو ځای کې مشاعره وه، یو ځوان هلک د جهاني صیب شعر د ګډونوالو تر غوږو ورسا وه، د شعر ویلو په طریقه یې ونه شو لوستلی کله چې هغه هلک له دریځ څخه ښکته شو، نو استاد ګهیځ غږ پرې وکړ ښه چې جهاني صیب دلته نه شته کنه خوله به یې درته ماته کړې وه. له دې خبرې څخه دا معلومېږي چې شاعر ته یې د خپل کږې وږې کرښې مرغلرې دي.
ښه شعر هغه دی چې لوستونکي هغه ولولي او هر لوستونکی د ځان لپاره یو بیت خوښ کړي، داسې نه چې ټول لوستونکي یو بیت خوښ کړي، هر څوک چې یې لولي نو د خپل ذوق په اساس یو بیت خوښوي، که بل کس یې لولي نو هغه به بل بیت خوښوي، تر ډېره پورې د بیت خوښونه د انسان د ذوق پورې اړه لري، په ټوله کې ښه شعر هغه دی چې د وخت ترجماني وکړي، د وخت روان حالات پکې بیان شوي وي او د وګړو د ژوند انځور په کې وړاندې شوی وي. ښه شعر هغه دی چې د ټولنې روان په انځور شوی وي او د ټولنې له ناویلو پرده پورته کوي.