پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهيو چینایي شرکت د ط-الب وزير په امر د افغانستان د نفتو...

يو چینایي شرکت د ط-الب وزير په امر د افغانستان د نفتو او ګازو دولتي شرکت شریکوال شو

تاند( دوشنبه ، د اسد ۱۰ مه) ‏د چين د نفت او ګازو د استخراج د يوې کمپنۍ (اکسوس) مشر د طالبانو د مالیې وزیر هدایت الله بدري سره ولېدل.

د طالبانو مالیې وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي ، چې په دغه کتنه کې د افغانستان د نفت او ګازو دولتي شرکت سره د یاد چنایي شرکت د۲۰ سلنه شراکت هوکړه وروستۍ شوه او رسمآ د بدري له لوري د قرارداد لاسلیکولو امر وشو.

سرچينه زياتوي:«یاد چینایي شرکت ته د قوشقرې د تیلو د استخراج قرارداد سپارل شوی، چې د افغانستان د نفت او ګازو دولتي شرکت د شل سلنه شراکت په ملتیا به، په ګډه سره د قوشقرې له څاګانو څخه تیل استخراجوي.»

طالبانو په دې اعلاميه کې د دغه تړون نور جزییات نه دي روښانه کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...