دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Home+ښڪار نه شو/ نیازمحمد فیضي

ښڪار نه شو/ نیازمحمد فیضي

د شپې چوپتیا د ملخانو چغېدا او د سپیو غپېدا ماتوله، په ۲۰ مترۍ ڪې څوڪ نه ښڪارېدل، ګړندیو قدمونو ڪلا ته ورسولم، د ڪلا د باندې حجرې ترڅنګ ونه مې د ورځې په نښه ڪړې وه، ټوپڪ مې ملا ته ڪړ، په ونه ور نېغ شوم، پورته د ونو په پاڼو ڪې ستورو سترګې برېښولې، د څنګ له ښاخه مې بلۍ ته ټوپ ڪړل، د حجرې بام د ڪلا له دېواله لږ ټيټ و، په ڪوپه ملا ور نېږدې شوم، دمه مې وڪړه، دا ځل مې اراده بېخي بې رحمه وه، له ڪوره د ماشوم ژړا راتله، سر مې ور پورته ڪړ، د خونې په منځ ڪې د لاټېن رڼا ته یوې ښځې ماشوم تاړه، زما بانو هم ڪله چې مور تړي ډېره ژاړي، میرګل ته په تمه وم، چې راووځي او ښڪار یې ڪړم، د مور هغه ځواب «ستا پلار د میرګل پلار میرڪ په جنګ ڪې په چاقو وهلی و» نور هم بې ڪرار ڪړم بیا د مُلا هغو خبرو «څوڪ چې یو انسان له مرګه وژغوري لڪه ټول انسانان یې چې ژغورلي وي، څوڪ چې یو مړ ڪړي لڪه ټول یې چې وژلي وي» او د قاضي هغو خبرو چې «جرم شخصي عمل دی، د پلار سزا یې زوی ته نشو ورڪولای» میرڪ څو ڪاله مخڪې مړ و، په دې ذهني ڪشمڪش ڪې وم، چې د ڪلا دننه ګړب شو، میرګل له ڪوټې راووت، د توپڪ میل مې پرې برابر ڪړ، ګوته مې په ماشه لړزېده، د ده له حرڪت سره زما توپڪ هم ښورېده، د تېر په څېر بیا زړه نا زړه وم، د مور، مُلا او قاضي خبرو، دومره په شوچ ڪې ڪړم، چې بیا د وره په ګړب سره میرګل ننوتلی و، بیا ښڪار و نه شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب