Homeخبرونهخوست: هوايي ځواک په سېلابونو کې ايسار خلک ژغورلي

خوست: هوايي ځواک په سېلابونو کې ايسار خلک ژغورلي

تاند( دوشنبه ، د اسد ۱۰ مه) ‏د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ويلي، چې د دوی هوايي ځواک د خوست ولایتي ادارې په هڅو د شمل په سیلاب کې ګڼ ایسار کسان دچورلکو په واسطه وژغورل.

سرچينه زياتوي، چې پرون ماسپښین د شمل خوړ چې د لویو سیلابونو شاهد دی یو ځل بیا د سیمې خلک پکې د سیلاب پر مهال د خوړ په منځ کې ایسار پاتې وو.

د طالبانو کورنيو چارو وزارت ويلي، چې ياد شوي کسان د دوی د هوایي ځواکونو لخوا په ځانګړو عملیاتو کې وژغورل شول.

طالبانو د يادو کسانو د شمېر او دغو سېلابونو د زيانونو په اړه څه نه دي ويلي.

په وروستيو کې افغانستان د نورو خونړيو طبیعي پېښو تر څنګ د سختو سېلابونو شاهد دی.

يوازې تېره مياشت دغو سیلابونو په مختلفو سيمو کې سلګونه تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...