تاند(شنبه، د تلې/ میزان ۱۸ مه) د ماشومانو او وسلهوالو نښتو په اړه د ملګرو ملتونو د سرمنشي په نوي راپور کې راغلي چې په افغانستان کې د ۲۰۲۳ کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه د ۲۰۲۵ کال د دسمبر تر ۳۱مې پورې ټولټال ۱۴۱۵ ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. په دې موده کې ۴۴۶ ماشومان وژل شوي او ۹۶۹ نور ټپیان شوي دي.
د راپور له مخې، د ماشومانو ۸۰ سلنه مرګژوبله د چاودېدونکو توکو له امله پېښه شوې ده. افغانستان لا هم د هغو هېوادونو په ډله کې دی چې د ناچاودو مهماتو له امله پکې د مرګژوبلې کچه لوړه ده.
په راپور کې د څېړل شوې مودې په ترڅ کې د ماشومانو د حقونو د جدي سرغړونو ۴۵۸۲ پېښې هم ثبت شوې دي. که څه هم د دغو پېښو شمېر د تېر راپور د مودې پرتله ۳۸ سلنه کم شوی، خو ملګري ملتونه ټینګار کوي چې دا کموالی د ماشومانو د عمومي وضعیت د ښه کېدو په معنا نه دی.
د راپور موندنې ښيي چې بشري مرستو ته د لاسرسي مخنیوی د ماشومانو د حقونو تر ټولو ډېرې ثبت شوې سرغړونې وې، چې ۲۲۴۱ پېښې یې تایید شوې دي. دا شمېر د تېرې دورې پرتله ۱۸۹ سلنه زیاتوالی ښيي. همداراز، په وسلهوالو نښتو کې د ماشومانو د جذب او کارولو پېښې ۸۱ سلنه زیاتې شوي او ۵۵۷ ته رسېدلې دي.
د ملګرو ملتونو په راپور کې د ماشومانو د حقونو د جدي سرغړونو ډېری تایید شوې پېښې طالبانو ته منسوبې شوې دي. راپور زیاتوي چې پر ښوونځیو او روغتونونو بریدونه لا هم په لوړه کچه دي او په دې موده کې د دغو بریدونو ۳۳۸ پېښې تایید شوې دي.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي راپور د نجونو پر زدهکړو محدودیتونو ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو د زدهکړو مخنیوی، پر ښځو محدودیتونه او د بشري مرستندویه ادارو او ملګرو ملتونو د ښځینه کارکوونکو پر کار بندیزونه د ښځو او ماشومانو اړینو خدمتونو ته لاسرسی ستونزمنوي.
د ماشومانو او وسلهوالو نښتو په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې، ونسا فریزر، د افغانستان له واکمنو چارواکو غوښتي چې د ښځو او نجونو د حقونو خلاف محدودیتونه لغوه کړي او ملګرو ملتونو ته اجازه ورکړي چې د ماشومانو د ساتنې مرکزونو ته له خنډ پرته لاسرسی ولري.
هغې همدارنګه د نړیوالې ټولنې له لوري د بشري مرستو، د ماشومانو د ملاتړ او بېرته ټولنې ته د ورګډېدو پروګرامونو، د ماینونو او ناچاودو مهماتو د پاکولو او د دغو توکو د قربانیانو د مرستې لپاره د ملاتړ پر زیاتولو ټینګار کړی دی.