په ژوند کې یوه عجیبه خبره دا ده چې ځینې خلک د دې پر ځای چې د خپل پرمختګ لپاره هڅه وکړي، د نورو د پرمختګ مخه نیسي. د دې پر ځای چې د بل چا بریا ورته د الهام سرچینه شي، د هغه په بریا خپه کېږي، حسد ورسره کوي او هڅه کوي چې د هغه د پرمختګ پر وړاندې خنډونه جوړ کړي.
خو ولې داسې کېږي؟
د دې چلند یو لوی لامل دا دی چې ځینې کسان د نورو پرمختګ د خپلې ماتې په سترګه ګوري. دوی فکر کوي چې که بل څوک بریالی شي، نو ګواکې د دوی ارزښت کمېږي. دوی دا حقیقت نه شي درک کولای چې د یوه انسان بریا د بل انسان د ناکامۍ په معنا نه ده. د بل چا د لوړوالي لپاره د دوی ټیټېدل اړین نه دي، او د بل چا د رڼا په زیاتېدو سره د دوی رڼا نه مړېږي.
ځینې خلک د دې پر ځای چې خپلې نیمګړتیاوې وپېژني، خپل وخت او انرژي د نورو په کمزوري کولو لګوي. دوی د نورو د عیبونو په لټه کې وي، د هغوی پر وړاندې بدې خبرې کوي، د هغوی په اړه منفي ذهنیتونه خپروي او کله ناکله داسې خنډونه جوړوي چې د یوه انسان د کلونو هڅې له ستونزو سره مخ کړي. دوی هېروي چې د بل چا په لاره کې اغزي شیندل، د خپل منزل پر لور تګ نه دی.
حقیقت دا دی چې د نورو د پرمختګ مخه نیول، انسان نه لوړوي؛ بلکې د خپل پرمختګ دروازه پر خپل لاس تړي.
که یو څوک بریالی دی، له هغه څخه زده کړه وکړه. که یو څوک تر تا مخکې روان دی، هڅه وکړه چې د هغه له تجربو ګټه واخلې. که یو څوک له تا ښه فرصتونه لري، د هغه د فرصتونو په ورانولو وخت مه ضایع کوه؛ بلکې د خپلو فرصتونو د جوړولو لپاره کار وکړه. ځکه ژوند د دې سیالي نه ده چې څوک به بل څوک شاته کړي، بلکې اصلي سیالي دا ده چې انسان به تر پرونني ځان څومره ښه کېږي.
هغه څوک چې پر خپل استعداد، هڅه او وړتیا باور لري، د نورو په بریا نه وېرېږي. برعکس، د نورو بریا ورته دا پیغام ورکوي چې پرمختګ ممکن دی او دی هم کولای شي خپل هدف ته ورسېږي. خو هغه څوک چې خپل ارزښت یوازې له نورو سره په پرتله کولو کې لټوي، تل به د بل چا له پرمختګ سره په جګړه کې وي؛ ځکه په نړۍ کې به تل داسې څوک وي چې تر ده مخکې وي.
موږ باید دا زده کړو چې د بل چا لاس نیول، زموږ خپل لاس نه کمزوری کوي؛ د بل چا هڅول، زموږ خپل ارزښت نه کموي؛ او د بل چا بریا ته مبارکي ورکول، زموږ د ناکامۍ اعلان نه دی.
که غواړې لوړ شې، د نورو د ښکته کولو هڅه مه کوه؛ خپل ځان لوړ کړه. که غواړې روښانه شې، د بل چا د څراغ مړولو پر ځای خپل څراغ بل کړه.
ځکه هغه څوک چې د نورو په لاره کې خنډونه جوړوي، ښايي د یو څه وخت لپاره یې د تګ سرعت ورو کړي، خو په دې کار سره خپله لاره نه لنډوي. په پای کې، د انسان اصلي ارزښت په دې کې نه دی چې څو کسان یې شاته کړي، بلکې په دې کې دی چې څومره یې ځان جوړ کړی، څومره یې نورو ته ګټه رسولې او څومره یې د نورو د پرمختګ لپاره د لارې په هوارولو کې ونډه اخیستې ده.
راځئ، د حسد پر ځای الهام واخلو، د دښمنۍ پر ځای همکاري وکړو او د نورو د پرمختګ د مخنیوي پر ځای د خپل پرمختګ لپاره هڅه وکړو. ځکه بریا په دې کې نه ده چې بل څوک ناکام کړې؛ بریا په دې کې ده چې ته خپله بریالی شې.
په یاد ولرئ! د بل چا د وزرونو په ماتولو سره ته الوتل نه شې زده کولای، د بل چا د لارې په بندولو سره خپل منزل ته نه رسېږې، او د بل چا د څراغ په مړولو سره ستا تیاره نه ختمېږي. که رښتیا غواړې لوړ شې، نو د نورو د ښکته کولو پر ځای خپل ځان لوړ کړه؛ ځکه د نورو په پښو کې اغزي شیندل ستا د بریا زینه نه شي جوړولای.
د انسان لویوالی په دې کې نه دی چې څو کسان یې له ځان څخه شاته کړي، بلکې په دې کې دی چې څومره یې ځان جوړ کړی، څومره یې نورو ته لاره هواره کړې او څومره یې د نورو په بریا کې د خپلې خوښۍ برخه موندلې ده.
هغه څوک چې د نورو د پرمختګ مخه نیسي، باید پوه شي چې د بل چا د لارې په تړلو سره د خپل منزل واټن نه لنډوي؛ یوازې خپل وخت، خپل فرصتونه او خپل انساني ارزښت ضایع کوي.
نو د نورو د ماتولو پر ځای ځان پیاوړی کړه، د نورو د بدنامولو پر ځای خپل نوم په ښو کارونو روښانه کړه، او د نورو د بریا پر وړاندې د دېوال جوړولو پر ځای داسې انسان شه چې نور ستا له شتون څخه ځواک واخلي.
ځکه تاریخ د هغو کسانو نومونه په درناوي یادوي چې لارې یې جوړې کړې دي، نه د هغو چې لارې یې تړلې دي. د نورو د پرمختګ مخه نیول ستا بریا نه ده؛ ستا اصلي بریا دا ده چې دومره لوړ شې چې ستا په لوړوالي کې نورو ته هم د لوړېدو هیله پیدا شي.
اوس ته له ځانه وپوښته!
ته د نورو د پرمختګ په لیدو خوشحالېږې، که دې زړه تنګېږي؟ د نورو د بریا لپاره دعا کوې، که د هغوی د ناکامۍ په تمه ناست یې؟ کله چې یو څوک له تا مخکې ځي، ته ترې د زده کړې هڅه کوې، که د هغه د شاته کولو لپاره لارې لټوې؟
راځه، نن له همدې شېبې یو تصمیم ونیسه! که دې تر اوسه د چا په پرمختګ کې خنډ جوړ کړی وي، خپل چلند بدل کړه. که دې د چا د بریا په لیدو زړه تنګ شوی وي، خپل فکر ته بدلون ورکړه. او که څوک ستا په شاوخوا کې د پرمختګ هڅه کوي، د هغه لاس ونیسه، وهڅوه یې او د لارې خنډ یې مه جوړېږه.
ته اړ نه یې چې د بل چا د ماتولو لپاره خپل ځواک وکاروې؛ خپل ځواک د ځان جوړولو لپاره وکاروه! ته اړ نه یې چې د بل چا رڼا مړه کړې؛ خپله رڼا دومره پیاوړې کړه چې ستا له رڼا څخه نور هم لار ومومي.
په پای کې، له تا یوه غوښتنه لرم: د دې لیکنې له لوستلو وروسته یوازې سر مه ښوروه او مه وایه چې خبره سمه ده؛ بلکې خپل چلند ته وګوره، خپل وجدان ته غوږ ونیسه او له ځانه وپوښته چې زه د نورو د پرمختګ خنډ یم، که د هغوی د پرمختګ ملګری؟ ځکه بدلون هغه وخت پیلېږي چې موږ د نورو د اصلاح کولو تر مخه د خپل ځان اصلاح ته پام وکړو.که غواړې نړۍ لږه ښکلې شي، د بل چا د لارې اغزی مه جوړېږه؛ د هغه د لارې څراغ شه!