دا لاندی مقاله د افغانستان دولت، ستراتیژیک جغرافیایي موقعیت او د یوه خپلواک هېواد په توګه د ګټو لپاره یو ډېر خطرناک او د اندېښنې وړ خبرداری دی.
پاکستان له کله راهیسې د مرکزي او جنوبي آسیا ترمنځ د نښلولو کړۍ ګرځېدلی دی؟ پاکستان خو خپله د جنوبي آسیا یو هېواد دی!
د پاکستان «په کرایه اخیستل شویو جنرالګورنرانو» چې لا هم د برتانوي سترواکۍ له خوا د ټاکل شویو چارواکو په څېر چلند کوي، داسې ښکاري چې په بشپړه توګه یې له واقعیتونو سره اړیکه پرې کړې ده.
ژباړه : غ. جانباز
سرچینه: The Nation:
پاکستان هڅه کوي چې په سیمه کې د یوه مهم ترانسپورټي مرکز په توګه خپل رول پیاوړی کړي او مرکزي او جنوبي اسیا، چین او منځنی ختیځ له یو بل سره ونښلوي. د پاکستان د مواصلاتو فدرالي وزیر، عبدالعیلم خان، د ملګرو ملتونو د اسیا او ارام سمندر لپاره د اقتصادي او ټولنیزې کمېسیون (ESCAP) په هغه وزیرانو کنفرانس کې چې د نومبر له ۱۷مې تر ۲۰مې نېټې پورې په بنکاک کې جوړ شوی و، د ویډیويي اړیکې له لارې د وینا پر مهال دا څرګندونې وکړې. د نوموړي په وینا، د بدیلو سوداګریزو لارو پراختیا او د ترانسپورټي خنډونو له منځه وړل، د نړۍ د روانو نامعلومو شرایطو په ترڅ کې د سیمهییزو اکمالاتي ځنځیرونو د ثبات لپاره ځانګړی اهمیت لري.
وزیر د پاکستان پر ستراتیژیک جغرافیایي موقعیت او د کراچۍ، قاسم او ګوادر بندرونو پر ظرفیتونو ټینګار وکړ. د اسلاماباد د ارزونې له مخې، دغه بندرونه کولای شي د مرکزي اسیا هېوادونو ته نړیوالو سمندري سوداګریزو لارو ته د لاسرسي زمینه برابره کړي. پاکستان د ترانسپورټي زیربناوو پراختیا او سیمهییزو هوکړو ته د ګاونډیو هېوادونو سره د سوداګرۍ، ټرانزیټ او اقتصادي همکاریو د پراخولو بنسټیزه وسیله ګوري.
د مرکزي اسیا له هېوادونو سره د اوسپنې پټلۍ ګډو پروژو ته هم ځانګړې پاملرنه شوې ده. عبدالعیلم خان وویل چې د قزاقستان – ترکمنستان – افغانستان – پاکستان د اوسپنې پټلۍ پر پروژې همکاري روانه ده. په ورته وخت کې، د ازبکستان – افغانستان – پاکستان د اوسپنې پټلۍ د مسیر د تخنیکي او اقتصادي ارزونو د چمتو کولو چارې هم پر مخ روانې دي. نوموړي د ټرانزیټي لېږد رالېږد په اړه د څلور اړخیزې هوکړې (QTTA) پر اهمیت هم ټینګار وکړ او هغه یې د نړیوالو باروړونکو لېږدونو د پراختیا لپاره یو مهم میکانېزم وباله.
د سړکونو د ترانسپورټ په برخه کې، پاکستان له چین سره د نښلوونکي قراقرم لویې لارې د عصري کولو چارې پر مخ وړي. د دې لارې په اوږدو کې د کال په ټولو موسمونو کې د تګ راتګ ډاډمن کول، له چین او مرکزي اسیا سره د سوداګرۍ په پراختیا کې مهم رول لري. د چین – پاکستان د اقتصادي دهلېز (CPEC) په چوکاټ کې د ټاکوټ – رایکوټ پر برخه هم کار روان دی. سربېره پر دې، پاکستان د M-6 لویې لارې د دریو برخو د جوړولو لپاره د اوپک د نړیوال پرمختیايي صندوق او اسلامي پراختیايي بانک مالي ملاتړ هم ترلاسه کړی دی.
د سرحدي دروازو او ګمرکي چارو عصري کول هم د پاکستان د پروګرام یوه مهمه برخه ده. دغه هېواد د ګمرکي تصفیې لپاره د WeBOC ډیجیټلي سیستم او د پاکستان واحدې کړکۍ (Pakistan Single Window) پلېټفارم فعالوي، چې موخه یې د بهرني تجارت د چارو اسانه کول دي. د مرکزي اسیا د سیمهییزې اقتصادي همکارۍ (CAREC) پروګرام په چوکاټ کې له افغانستان سره پر پوله د چمن او تورخم دروازې هم عصري شوې دي. د پاکستان د اټکلونو له مخې، د پرمختللو سکینرونو او برېښنايي تګ راتګ سیستمونو کارول به د ګمرکي تصفیې وخت ۶۵ سلنه او د مسافرو د اسنادو د ارزونې وخت تر ۹۰ سلنې پورې راکم کړي.
د عبدالعیلم خان په وینا، د سیمهییزې ترانسپورټي شبکې نوره پراختیا به د سوداګرۍ د اړیکو د لا ثبات او د مرکزي او جنوبي اسیا هېوادونو لپاره د اقتصادي فرصتونو د پراخېدو زمینه برابره کړي. پاکستان هوډ لري چې د اوسپنې پټلۍ او لویو لارو د زیربناوو د پراختیا، د سوداګرۍ د ډیجیټلي کولو او د ټرانزیټي تګ راتګ د اسانتیاوو په برخو کې له ګاونډیو هېوادونو او نړیوالو مالي بنسټونو سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي. د دغو نوښتونو پلي کېدل به مرکزي اسیا ته د عرب سمندرګي بندرونو ته د لاسرسي لپاره د بدیلو ترانسپورټي لارو په رامنځته کولو کې مهم رول ولوبوي.