د انسان د جوړښت څو مثالونه
ـــ د انسان په هډوکو کې ۲۲ فیصده اوبه شته.
ـــ انسان د خولو په وسیله ۸۵ فیصده تودوخه بهر کوي.
ـــ یو پنځه کلن ماشوم ۲۰ دانې غاښونه لري.
ـــ د انسان په دماغو کې یو ملیارد و شل لکه عصبي حجرې شتون لري.
ـــ انساني خوله د بدن یو فیصد مالګه بهر کوي.
ـــ د انسان د بډوډي (پښتورګي) وزن ۱۲۸ ګرامه دی.
ـــ د وینې سره کرویات ۱٢٠ ورځې عمر لري .
ـــ حجره (Cell) د ژوندیو موجوداتو ساختماني، وظیفوي، تکثري، تکاملي او ارثي واحد دی.
ـــ حجرات یوه اونۍ عمر لري.
ـــ وینه د بدن د تودوخې درجه برقراره ساتي.
– وینه ټول بدن ته اکسجن رسوي.
– وینه ټول بدن ته انرژي انتقالوي .
ـــ د عمر په تېرېدو د دماغو فعالیت کمېږي .
ـــ د نورو غړو په پرتله، زړه لس چنده ډېره انرژي مصرفوي .
ـــ د انسان د زړه شکل د پان پاڼې په شان دی .
ـــ د ۴۵ کلونو په موده کې زړه د ۳ لکه ټنه په شاوخوا کې وینه پمپ کوي .
ـــ د یوه عادي انسان د سر او بدن د وېښتان شمېر اته لکو ته رسېږي .
ـــ که چېرې د انسان له بدن څخه ۵۰ سلنه وینه بهر شي، نو انسان له مرګ سره مخامخ کېږي .
ـــ د ګاهن په نامه یوه ساینسپوه ویلي، چې د انسان د هډوکو ډېره برخه له فاسفورس څخه جوړه شوې ده .
ـــ په وینه کې دوه ډوله انتي جن پیدا شوی دی، چې یو یې A او بل یې B دی .
ـــ په ۱۸۷۰ زېږدیز کال کې د انسان او حیوان د وینې ترمنځ توپیر معلوم شو .
ـــ په ویټامینونو کې تر ټولو لومړی سي (C) ویټامین وموندل شو .
ـــ ویټامین اې ( A ) په سبزیجاتو کې لکه: رومي بادنجان، ګازرې او په حیواني محصلاتو کې لکه د چرګې په هګۍ او شیدو کې ډېر پیدا کېږي .
ـــ د لمر په رڼا کې د انسان پوستکی د ډي (D) ویټامین جوړوي .
ـــ د هډوکو په غښتلتیا او کلکوالي کې د ډي ویټامین ډېر اړین رول لري.
ـــ د (B1) ویټامین د کمښت له امله د بیري بیري په نامه ناروغۍ رامنځته کېږي.
ـــ ویټامین (B) په اوبو کې او ویټامین (A) په غوړو کې حل کېږي.
ـــ په سړو هېوادونو کې خلک د ویټامین (D) له کمښت سره مخامخ دي.
ـــ ویټامینونه په خوړو کې نه شمېرل کېږي .
ـــ یو انسان د خپل فعالیت له پاره ۳۴۰۰ کالوري ته اړتیا لري.