شنبه, دسمبر 20, 2025
Home+شعر او د ترنم جوهر | ګل رحمان رحماني

شعر او د ترنم جوهر | ګل رحمان رحماني

بحث: د اسلامي ادب ګلبڼ ګروپ

سریزه: ترانه، ترنم او زمزمه له شعر هغه تړلي مفاهیم دي چې تل ورسره مخ کېږو، دا رښتیا هم په شعر کې یو پټ جوهر دی،  خو د شعر له عام لوستونکي سره دا پوښتنه مطرح کېږي چې ددې جوهر تشخیص څنګه کېږي او هر شعر دا ځانګړنې لري که نه؟ هر شعر ترنم او زمزمه کېدلی شي که نه؟ یا هم د شعر دروني خامۍ په مترنم غږ کې محوه کېږي او که کېږي ترنم کوونکی ددې جواز لري که نه؟ د اسلامي ادب ګلبن ادبي ګروپ کې د مشخصې پوښتنې پر بنست د کېدونکو بحثونو په لړ کې همدا موضوع د ګډونوالو تر منځ مطرح شوې وه. د پوښتنې او موضوع سپړنې اهمیت په دې کې دی چې اوسمهال په هېواد کې د ترنم هنر په اوج کې دی، هر څوک غواړي چې هر شعر ترنم کړي، چې ددې لپاره پر رسمي ادارو سربېره شخصي بنسټونه هم کار کوي او وخت پر وخت بېلابېل ترنمونه خپروي، د ملي راډیو ټلویزیون په چوکاټ کې د ترنم د تولید ریاست او ترنم راډیو ایجاد شوي، شخصي سټوډیو ګانې او ترانه ویونکي د خپلو مینه والو او خواله شبکو کې د نوم او مقام موندلو لپاره ترانې وايي. بله بل اړخه د ترنم یو اغېزناک اړخ دا دی چې د لوستو تر څنګ د نا لوستو لپاره هم د ذوق  او ادبي طبعې د خړوبولو سرچینه ده. د بحث ګډونوالو کې هم نامتو ترانه ویونکو لکه عبدالحکیم سجاد، په اطلاعاتو او کلتور وزارت کې د ترنم اړوندې ادارې مسوول مولوي امان الله مستغفر، مخکښو او له ترنم سره اشنا شاعرانو لکه پیر محمد کاروان  او هم له ژبني هنر او ژبپوهنې سره اشنا پوهانو  لکه پوهاند دوکتور عزیزالله جبارخېل او پوهاند دوکتور همکار ګډون کړی و، چې خپل نظرونه یې په لیکني او غږیز ډول شریک کړل. ښه به وي چې موضوع د ټولو ښاغلو ګډونوالو د نظرونو په رڼا کې را وسپړل شي.

شاعر او لیکوال ښاغلي یونس تنویر ښه ترنم د ښه شعر پایله وګڼله او وویل: زه فکر کوم چې ښه شعر او ښه ترنم دا دوه بېلې مسئلې دي، ښه شعر ښه ترنم لا کیف پیدا کوي، مګر ښه ترنم هېڅ وخت د یو ښه شعر عیب نه شي پټولی او که چېرې یو ښه شعر ترنم شي، په ترنم کې به لا ښه کیف پیدا شي، خو که ښه شعر په نا انډوله بڼه ترنم کړی شي خو بیا به هم د ترنم موسیقیت پیاوړی نه شي.

د شاعر او د جهاد د فرهنګي ارزښتونو د خوندي کولو ادارې غړي عابد سمسور هم له تنویر سره هم نظره و چې ترنم د شعر شعر پایله ده او ترنم کوونکي د ترنم لپاره د شعر په ټاکنه کې مهارت لري.

د نوموړي په اند کوم شعر چې ډېر اهنګین، روان او د وزن او خج په برخه کې خنډنی نه وي، ښه ویل کيږي.

ځینې شعرونه وي چې ردیف یې په زړه پورې وي او تکرار یې خوند پیدا کوي، همدغه حسن تکرار ترنم لا پسې ښایسته او خوږ کړي، ځينې بیتونه چې مسلسل هم‏وزنه، مشابه او هم قافیه کلمې ولري، نو ترنم یې بیخي ښه شي، مګر ځينې وختونه دا هم پېښېدلی شي چې قوي کلاسیک شعرونه یا د پیغام او محتوا له لحاظه لوړ بیتونه ښه ترنم نشي؛ ځکه هومره موسیقیت او د اهنګ له حسابه روانتیا و نه لري. دلته دوه بېلګې راخلو:

که یو څوک د کاروان صیب شعر ووایي او بل کس د شیدا بزرګ؛ نو یقیني ده چې د کاروان شعر به اسانه ترنم کیږي؛ خو د دې مطلب به دا نه وي چې د شیدا شعر لوړ نه دی یا د کاروان صیب شعر کمزوری دی، بله دا چې ښه ترنم یو نیم وخت د شعر هنري کمزورتیا پټولی شي. ښايي یو ساده او نسبتاً اسانه شعر په موږ د ترنم له امله دومره خوږ ولګېږي، چې خوږلني یې تر عمره عمره هېره نه کړو، خو دا خبره نسبي ده؛ غوره ترنم به په عادي شعر هم اورېدونکي ځان ته راکاږي، د وزن او موسیقیت کږلېچونه به یې تر یوې اندازې پټ کړي؛ خو د شعر عمومي کمزورتیا نه شي پټولی او نه هغه شعر په (لوی/ ستر شعر) بدلولی شي، ښه مثالونه یې زموږ ځينې محلي غاړې او نغمې دي چې خلک یې په خوښیو او جشنونو کې وايي.

د بحث بل ګډونوال رفیق الله رفیق داوړ بیا وویل چې د ښه ترنم نتیجه ښه شعر وي او ښه ترنم د شعر هنري کمزورتیا پټولی شي، د داوړ په اند، څومره چې شعر ښه وي او د سقالت ( دروندوالی) نه خالي وي او دروند والی په کې نه وي، په ژبه اسان راځي، خج پکې په ځای وي او په یو رکن کې هغه درانه سېلابونه پکې زیات نه وي، اکثرا د سقالت نه سېلابونه د زیاتوالي له امله راځي، نو هغه شعر په تحت الفظ کې هم ښه ویل کیږي او په ترنم کې هم ښه ویل کیږي.

 دلته یوه عامه خبره دا ده چې که چېرته ترنم کوونکي په خج باندې پوه وي، نو هغه بیا شعر ښه ویلی شي کوم سکته یې په ساده توګه محسوسېږي، کوم ترنم کوونکي چې په ترنم کې په خج باندې صحیح پوه شي؛ نو هغه کلامونه به ښه ویلی شي چې کوم کې ظاهري سکتګي حس کېږي، خو چې خج  په کې وي په صحیح ځای باندې لکه د باباګانو رباعیانې چې پنځم اوږد رکني څلورم ښاخ کې لیکل شوي دي.

په عمومي توګه چې دلته کله د سکتې د محسوسیت خبره کېږي، که ترنم کوونکي ته د خج پټه ولګېږي، نو دغه رباعي هم په ډېر ښه او خواږه ډول ویلی شي، حتی تر نورو کلامونو یې هم ښه وايي، دلته مطلب دا دی چې ښه شعر د ښه ترنم پایله وي، خو چې ترنم کوونکي ته معلومات وي. دویمه خبره دا ده چې ښه ترنم د شعر هنري کمزورتیا هم تر څه حده پورې پټولی شي، البته یوازې له عامو خلکو څخه دغه هنري کمزوري پټېدی شي، خو ادبپوهان د ترنم پر خوږلت سربېره هم د شعر په کمزورۍ پوهېږي.

د ژبو او ادبیاتو پوهنځي استاد پوهندوی ګل رحمن رحماني وویل چې ترنم په هر شعر کې یو پټ جوهر دی چې تشخیص یې ځیرکي او هنري خواري غواړي، خو ترنم کوم ځانګړی یا جلا شعر او ژانر نه دی، بلکې د یوه حالت او کیفیت نوم دی. هغه زیاته کړه: د شعر په اړه ښايي د ادبي ذوق هر خاوند د خپلې خوښې دوه درې تعریفونه په یاد ولري او په اړه یې ډېر څه وویلی شي، خو ترانه ـ چې موږ ورسره ښه اشنا یوو، اورو او وایو یې ـ  روښانه تعریف او ځواب نه لرو، په دې اړه هم ګڼې پوښتنې رامخته کېږي چې شعر او ترانه توپیر لري که نه؟ ایا ترانه هم د نورو شعري ژانرونو په څېر ځانګړی ژانر دی که د شعر د بیان یا لوستنې یو ډول او حالت دی؟ ترانه په خپل ذات کې ګڼ مینه وال او مخاطبان لري، خو کټ مټ هغه شعر نه دی چې موږ یې په عادي ډول لولو او اورو.

په دري ژبه کې ترانه ځانګړی مفهوم لري، خو تر کومه چې د پښتو ترنم او زمزمې خبره ده، یوازې د شعر یو ځانګړی ترکیب او کله کله داسې ژانر دی چې ګڼ نیم او پوره بندونه په کې راځي، تکرار او ماتېدنه لري، هر څه د یوه ښکلي غږ او اهنګ تابع ګرځوي، څو خاصه زمزمه او انګازه تولید کړي او کله کله خو د یوه پر ځای څو او ډله ییز ویوونکي لري.

   په ترانه کې پیغام د شعر په پرتله په مخامخ ډول له کوم ژبني خنډ او ځنډ پرته لېږدول کېږي، اصل او بنسټ یې هم باید همدا وي، ځکه چې د ترنم پر مهال مخاطب د تفکر او تحلیل لپاره وخت نه لري او د هرې مصرع د اورېدو پر مهال د غږ یا زمزمې په ښکلا کې را ګیر وي، یا په بل عبارت د مخاطب د ادبي ذوق د خړوبولو چاره یوازې غوږونو ته سپارل شوې وي.

په شعر کې بیا داسې نه ده او شاعر معمولا د پیغام او اصلي مفهوم د لېږد لپاره له ادبي صنایعو څخه زیاته ګټه اخلي، د مخاطب ذهن او فکر ته پام کوي، د هغه له زړه او عواطفو سره د ملګرتیا اړیکه پیدا کوي، همدا لامل دی چې په بېلابېلو زماني وقفو کې د شعر له اورېدو څخه متفاوتې اخیستنې لرو.  که څه هم ګڼې داسې ترانې شته چې مانا او مفهوم یې ډېر ژور او مبهم وي، خو اکثره ترانې روښانه او روڼ بیان لري چې په ساده ډول د پوهاوي وړ وي.

      ترانې تر ډېره له اهنګ او ریتم سره تړاو لري او په موسیقي کې خو  داسې هم شوي چې لومړی ورته سرود او ميلوډي جوړه شوې او وروسته ورته ترانه سازه شوې ده، په دې مانا چې ترانه د اورېدو لپاره او شعر د لوستنې لپاره طرحه کېږي.

یو ښه شعر باید شعري قوانین لکه قافیه، وزن، څپې، انسجام، خیال او تصویر ولري، خو په ترانه کې تر ډېره پورې اهنګ، کمپوز، خواږه غږ او د مصرو داخلي موسیقۍ ته ډېره پاملرنه کېږي، یا په بل عبارت دا څيزونه بیا ترانه کې الزامي نه دي، پر ځای یې د خپل مخاطب پر حواسو او خپلونه زور راوړي، همدا لامل دی چې د ترانو متن له ترنم  پرته ګونګ وي او که بې ترنمه وویل شي ښايي، مات، له سکتې ډک، ګونګ، بې مانا او بې خونده شي. بله مهمه خبره داده چې لوستونکی د عادي شعر په څېر د شعر په مفهوم او مانا کې نه جذبېږي، یوازې په رېټم او ملوډي کې یې جذب او ورکېږي.

هر شعر د ترنم او ترانې جوهر نه لري، دا جوهر یوازې هغه مهال شکل پیدا کوي چې شاعر یاني پنځګر یې یو څه له اهنګ او زمزمې سره اشنا وي، د پنځونې پر مهال یې د شاتو د مچۍ په څېر له ځان سره بونګېدلی او حتی کله کله د لاس په خوځولو بشپړ کړی وی چې دا حالت د شعر په متن کې د ترنم جوهر روزي او ترنم کوونکي ته د مرستې لاس ورکوي، خو دا هنر هر شاعر نه لري او کمپوز جوړونکي یې کېدای شي په سختۍ په کې را پيدا کړي، خو له طبیعي والي وځي او چوست اهنګ په کې ډډې ته کېږي.

   د ترانې متن معمولا له شعر نه یو څه کم وي، ډېرې تکراري برخې لري، ځکه چې باید په لنډون سره څو دقیقو کې را ونغاړل شي او لوستونکي خسته نه کړي، ځینې کره کتونکي یې په شعر کې یو مستقل سبک بولي چې د محتوا له اړخه ټولنیز احساسات او فکرونه په ساده او خوږه ژبه بیانوي. په همدې سبب یې ژبه محاورې ته ډېره ورته او ولسي ده، ځکه خو په ټوله کې ویلی شو چې ترانه ویل له شعر ویلو څخه سخت دی، خو د ریتم او کمپوز له اړخه په کې بدلون په اسانۍ راځي او ښايي دا اساني یې د محتوا د کمونې او زیاتونې سبب هم شي.

په ولسي منظومو ادبیاتو کې د ترنم جوهر ځکه ډېر ځلاند دی چې اکثره نالوستو خلکو ویلي او موږ ته د لیکلي متن پر ځای په ژبو او غږونو کې راپاتې دي او دا غږونه عادي ديکلمې نه، بلکې خواږه او سندریز دي، خوند او زړه راښکون لري، ښايي په همدې اساس د عامو خلکو تر منځ شاعر یوازې هغه څوک دی چې ښه غږ او ښې ترانې وویلی شي او شعر یوازې ترانې ته وايي.

د بحث د بل ګډونوال، شاعر او کره کتونکي صدیق الله بدر په نظر د دې پوښتنې ځواب مطلق نه دی، بلکې د شعر او اورېدنې د ذوق له ډول سره تړاو لري، ښه شعر تر هر څه مخکې پر ژوره معنا، دقیق تصویر، ژبني نوښت او دروني صداقت ولاړ وي. کله چې شعر دا ځانګړنې ولري، ترنم ورته لکه ساه ورکوونکې وسیله عمل کوي؛ یعنې شعر لا اغېزمن کوي، احساسات یې پیاوړي کوي او د اورېدونکي له زړه سره ژوره اړیکه ټینګوي، یعنې په دې معنا، چې ښه ترنم اکثراً د ښه شعر له بطنه زېږي، ځکه چې شاعر یا ویونکی د شعر له روح سره اشنا وي او غږ یې د معنا پر لور حرکت کوي، نه د معنا پر ځای، خو له بلې خوا، دا هم واقیعت دی چې ښه ترنم کله ناکله د وزني ستونزې تر څنګ د شعر هنري کمزورۍ څه ناڅه پټولی شي.

که شعر معنایي ژورتیا ونه لري، تصویرونه یې تکراري وي یا ژبه یې کمزورې وي، خو ترنم په کې احساساتي، موسیقایي او جذاب وي، نو اورېدونکی ښايي د غږ تر اغېز لاندې د شعر نیمګړتیاوې و نه ویني. په ځانګړي ډول په معاصرې رسنیزې فضا کې، چې اورېدنه تر لوستنې زیاته شوې، ترنم کله ناکله د شعر پر ځای قضاوت کېږي. د بدر په اند کمزوری شعر که هر څومره په ښکلي ترنم ولوستل شي، د وخت په تېرېدو خپل ارزښت له لاسه ورکوي، ځکه چې ژوره معنا نه لري چې څوک بېرته ورته را وګرځي. برعکس، ښه شعر حتی بې ترنمه هم ژوندی پاتې کېږي؛ لوستل کېږي، تحلیل کېږي او په حافظه کې ځای نیسي؛ نو ویلی شو چې ښه ترنم د ښه شعر ښکلا نوره هم زیاتوي، خو کمزوری شعر نه شي ژغورلی. ترنم وسیله ده، نه بدیل او شعر بیا  اصل دی، نه غږ.

خبریال او په شمشاد ټلویزیون کې د ادبي خپرونو چمتو کوونکي ماهر احسانزي وویل چې ترنم د ټولو پښتنو په فطرت کې نغښتی دی او هر څوک تر خپل توانه پورې په دې برخه کې هنري ذوق ازمایلی شي، ځکه خو په شعر کې د ترنم تشخیص خپله یو جلا هنر دی چې د ذوق او طبعې تړون غواړي. هغه د موضوع په اړه خپلو خبرو کې زیاته کړه چې دا ټولنیزه پوښتنه تیوریک بحث په دې نه شي کېدای ځکه چې مونږه تیوري ورته ولرو.

احسانزي زیاته کړه:  یو بحث دا دی چې دا هم لکه ښکلا ځانګړی تعریف او ځانګړی معیار لري او ذوق پورې ورتړلی خبره ده. یو خبره چې ډېر مهم دی پښتانه ټول ترنم کوي که عالم دی که مفتي دی که ملا دی که انجینر دی که ډاکټر دی که شاعر دی که خپله ترنم کوونکی دی دوی هر یو ترنم کوي ځینې له ځانه سره کوي لوګر یې په پټي کې کوي چې کله لو کوي دهقان یې هم هملته کوي هغخ چې قلبه کوي ورپسې روان دی هغه هم له ځان سره ټپې وایي او ځینې بیا مثلا چې غږ یې ښه وي او د ملګرو غوښتنه وي هغوی بیا د سټېج په سر هم  ترنم کوي، شعر ته خوند وربښي؛ نو هدف دا چې پښتانه له ترنم سره را روان دي د کاروان صاحب پښتو ته یو شعر لیکلی دی چې مطلع کې وايي «ځار یې شم پښتو د مستانه ترنم ژبه ده» ایا ښه ترنم د ښه شعر نتیجه یي؟ هو. زه فکر کوم هېڅ ترنم کونکی پرته له انتخابه ترنم نه کوي، دوی هم انتخاب کوي د انتخاب نه وروسته بیا ترنم کوي؛ نو کله چې شعر ښه وي ترنم کوونکی هغه هم تشویق کیږي او کوښښ کوي چې تر بل په ښه ډول ووایي؛ نو دا پکې رول لري.

ښه ترنم د شعر هنري کمزورتیا پټولی شي؟ دلته بیا دوه بحثونه مطرح کېږي،یو د شعر په اړه دی چې اورېدونکی هغه څوک دی چې د شعر شوقي دی، د ترنم شوقي نه دی، هغه څوک دی چې ادبي نقاد دی هغه څوک دی چې ادبي تاریخ لیکي، هغه په ترنم پسې نه ګرځي،  چې ترنم په کوم ډول شوی، هغه شعر ته ګوري؛ نو که شعر کمزوری وي، دا کمزوري نه پټېږي، ځکه دی په شعر پسې ورغلی، بله خبره دا ده چې  خلک دې د یو چا د غږ مینه وال دي، هغوی بیا د شعر انتخاب نه پېژني، په دې نه پوهېږي چې څنګه یې ویلی، بس مهمه دا ده چې چا ویلی؟ چا ترتم کړی؟ په کوم کمپوز یې کړی؟ په کوم طرز یې کړی؟ نو دلته بیا د خلکو د کټګورۍ خبره ده چې مخاطب څوک دی؟  مخاطب هغه څوک دی چې د ترنم لېوال دی،  په شعر کې دومره دخیل نه دی، یوازې ترنم پسې نه ګرځي.

 مثلا شعر پسې ګرځي هغه هلته بیا ترنم نه ورکوي، په لویه کې د شعر لپاره ترنم د شعر لپاره میډیا او رسنیز کېدل خلکو ته وړاندې کېدل ټولنې سره شریک کېدل دا مهم دي او دا دواړه سره تړلي هم دي او ډېر کله موږ او تاسې لیدلي چې د یوه ښه ترنم په سبب د یو ښه کمپوز په وجه، له یوه مشهور کمپوز  او له یوه مشهور ترنم څخه وروسته نورې پنځونې کړې دي.

د بحث د بل ګډونوال نسیم ایثار نظر دا و چې اساسا د شعر او ترنم د صلاحیتونو ساحې سره جلا دي او دواړه طبیعي رنګ لري، خو که چېرته عالي شعر ناسمې حنجرې ته ولوېږي، دا د شعر خوند پیکه کوي، خو  اورېدونکي ورباندې پوهېږي چې دا شعر عالي دی، خو ترنم کونکی د ترنم بشپړه حنجره یا هم وړتیا نه لري، برعکس ښه غږ او غیبي شعر هم همداسې در واخله، مقصد مې دا دی چې دا دواړه لازم او ملزوم او سره جلا هنرونه دي، البته  هر هنر یې خپل نزاکتونه او اصولي محور لري.

د انصار محمودي نظر دا و چې یوازې ښه شعر د ښه ترنم د تولید سبب نه ګرځي او دا یوازې د ماهرو ترنم کوونکو هنر دی. هغه زیاته کړه: د ښه ترنم په معيارونو کې لومړی هغه يې ښه شعر دی، البته چې د ښه شعر ورهاخوا ښه ترنم نور بلها معيارونه لري، ځينې وخت شعر ډېر ښه انتخاب شوی وي، خو د ترنم نورې برخې دومره کمزورې وي، چې منتخب شوی ښه شعر هم د سړي له پامه بد کړي، يواځې ماهر ترنم کوونکي د شعر اهنګ، خجونو او رديف ته په کتو کولی شي مناسب کمپوز ورکړي، زما په اند د ترنم نورو بعدونو ته له پام کولو پرته يوازې ښه شعر د ښه ترنم نتيجه نه شي کېدلی.

د پښتو ژبې نامتو شاعر پیر محمد کاروان، چې ګڼو غزلونو یې د ترنم او موسیقۍ جامې اغوستې، وايي چې شعر هنر دی، خوږ غږ ترنم او موسیقیت دا هم همداسې در واخله. د هغه په اند  د ښه شعر یو هنر چې په خواږه غږ ترنم او موسیقیت و نازول شي؛ نو د چا خبره غوړي لا غوړ شي۔ ځینې اهل ذوق شعر یوه ښکلي بنیادم ته ورته بولي۔ ترنم خوږ غږ او موسیقیت ښکلې جامې ګڼي۔ کله چې شعر په ترنم په زمزمه په موسیقیت و ویلی شي؛ نو  په اصطلاح یو ښکلی بنیادم ښکلې جامې هم واغوندې او نور هم پسې ښکلی شي۔ که یو څه کمزوری شعر په خواږه غږ ترنم زمزمه شي، منم چې د عالي ذوقونو په وړاندې به د شعر شاعرانه مقام لوړ نه شي، خو د خواږه غږ په ملګرتیا په عوامو کې مشهور کېدلی شي، پر ډېرو خلکو به د ښه غږ او ترنم له برکت ښه ولګېږي.

تکړه ترانه خوان او کمپوز جوړونکی مولوي عبدالحکیم سجاد وايي چې ترنم تر شعر زیات له ذوق سره تړلی دی او په زمزمه شوي شعر یا ترانه کې د خوند کچه هم سره جلا ده. هغه د یوه ترنم کوونکي په صفت وویل: ښه شعر کولای شي ښه ترنم و زېږوي، خو دا اړیکه مطلقه نه ده، ځکه ترنم تر ډېره له ذوق سره تړاو لري. ډېر ښه شعرونه چې ښکلي زمزمه شوي، خو د ټولو لپاره یو ډول خوند نه لري. همدارنګه داسې ترنمونه هم شته چې د کیفیت او د شعر د انتخاب له پلوه کمزوري وي، خو بیا هم د ځینو خلکو له ذوق سره برابر پرېوځي، په همدې ځای کې خبره ذوق ته رسېږي.سجاد په دې اند دی چې اوسمهال د ترنم ویلو تخنیکي معیارونه لوړ شوي، خو د شعر د انتخاب رنګ پکې پیکه شوی دی، ډېری اورېدونکي د ترنم شور، اواز او ظاهري جوړښت ته ډېر پام کوي چې له بده مرغه یو شمېر ترنم‌ ویونکي هم په همدې عام ذوق پسې روان دي. نوموړي وړاندیز کوي چې ذوقونه باید د ښه او معیاري ترنم، د ښه او کره انتخاب په چوکاټ کې وروزل شي. دې ټکي ته ځانګړی پام پکار دی چې شعر او کمپوز له وړاندې له ارزونې او کره کتنې تېر شي. که دا اصل ومنل شي، نو یوازې به ښه شعر زمزمه نه شي، بلکې ښه ترنم به هم وړاندې شي او ذوقونه به هم پرې خړوب شي.

په هېواد کې د ترانې او ترنم د تولید د رسمې ادارې مشر او شاعر مولوي امان الله مستغفر، چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت اړوند د ترانو او ترنم د ریاست چارې مخته وړي، د بحث په جریان کې یې خپل نظر داسې څرګند کړ: راشئ دې پوښتنې ته یو څه کلاسیکه بڼه ورکړو، لږ به ولاړ شو کلاسيکل اړخ ته. اول به دومره ووایم چې  هو، ښه شعر ترنم پیاوړی کوي او ښه ترنم کمزوری شعر پیاوړی کوي، هغه څنګه؟

که کمزورۍ شعر په ښه غږ ترنم شي، د شعر اصلي کمزوري په کې نه ورکېږي، یوازې اورېدونکی دې ته نه پرېږدي چې دا کمزوري په ګوته کړي، اورېدونکي ورسره اخلي، احساسات یې پاروي، عاطفه ورکوي او له کمزوریو یې پام اړوي، ټول فکر یې ترنم ته وي، همداسې ښه شعر هم د کمزوري ترنم پر مهال د شعر له ځواکمنتیا لرې ساتي، د شعر قوت ددې سبب ګرځي چې د ترنم کمزورۍ په کې محوه شي.

ښه ترنم، ښه کمپوز، ښه شعر او ښه موضوع؛ دا څلور واړه سره تړلي دي، که دا څلور واړه سره یو ځای شي، شعر ته خوند وربښي، خلک یې ډېر خوښوي او ډېر اورېدونکي لري، ښه ترنم یعنې ښه اواز او ښه کمپوز، طرز او ښه شعر او ښه موضوع؛ دا څلور په شعر کې دخیل وي، دا ټول څلور سره په اورېدلو کې هر یو خپله حصه لري، که  داسې وي چې  ترنم پیاوړی وي، خو کمپوز نه وي خوندور، یا کمپوز او ترنم خوندور وي، شعر نه وي خوندور، کله داسې وي شعر، کمپوز ټول خوندور وي، خو موضوع جالبه نه وي، باید څلور واړه رعایت شي،  که څلور نه وي، باید درې وي،که درې نه وي دوه باید پکې پیاوړی وي، دا ډول شعر تر یوه ځایه ځان رسولی شي.

که موږ او تاسې وګورو شاعران اکثرا له دې موسیقیت سره ډېر نابلده وي، یعنې یو هغه د شعر بحرونه، حجونه  او سېلابونه دي چې د هغه سره ترنم کوونکی یا شاعر نابلده وي، نه خپله شاعر د دې کمپوز او خپله د شعر له راګونو سره نابلده وي، د مثال په ډول زه به ووایم چې اوس یو شاعر مرثیه لیکي، رثیه باید ټوډي راګ، تستوري راګ، پاړي راګ او  جوګیه راګ کې ولیکي، مرثیه  باید سوني، بهاک او نیریز کې ونه لیکي، مرثیه باید ملتاني او باکسري، هساوري کې ونه لیکل شي، مرثیه په ټوډي، ستوري، پاړي، جوګیه راګونو کې ښه ښه کمپوزونه خپلولی شي، همداسې  مناجات، حمد او نعت په اسا، سوني، بېها، نیرېز، سروټ او باکسري کې ولیکل ش، ځکه د حمد، مناجات او نعت موضوعګانې بیا دې راګو کې خوند کوي.

 همداسې ترانه ده، وطني شعر دی، د وطن په ښکلا کې ترانه ده، هغه بیا په اسا کې خوند نه کوي هغه په سوني، بېها، نیریز کې بیا دومره خوند نه کوي، هغه باید په بایرمي، پاړي، بېلو، کسټوري او ټوډي راګو کې ولیکل شي، دې کې یو کمپوز ورته برابر شي، بیا ترانه ډېره خوندوره راځي.

 داسې که یو شاعر مثنوي نظم لیکي، په هغه کې بیا  یو کیسه رانغاړي، نو دغه کیسه باید داسې راګ کې ولیکي چې ورسره سمون خوري لکه کستوري، بایرومي هغه بیا باید مثنوي په نورو راګو کې ونه لیکي، که چېرې شاعر دغه شي ته پاملرنه وکړي، لومړی موضوع پیدا کړي، بیا په هغه راګ کې خپل کمپوز ورته انتخاب کړي، بیا نو هغه شعر تر ډېره ژوندی وي او تر ډېره هغه الوت کولی شي.

 که دغو شیانو ته شاعر، کمپوزر یا ترانه ویونکی پام وکړي، نو بیا هغه جالب وي، په اخر کې بیا وایم چې ښه ترنم شعر نه پیاوړی کوي، خو صرف دومره کوي چې د شعر کمزورۍ له اورېدونکي پټې ساتي، ښه شعر بیا ترنم نه پیاوړی کوي، صرف دومره کوي چې هغه د اورېدونکي فکر له ترنم سره د شعر خواته اړوي، د اورېدونکي فکر په ترنم کې وي او کمزوري یې ورڅخه ورکه شي.

د ننګرهار پوهنتون د ادبیاتو د  دوکتورا سکالر او کره کتونکی پوهنوال فهیم بهیر ترنم ته د هنر په سترګه ګوري او اوسنیو تخنیکي وسایلو ته په پام سره ښه ترنم د شعر ویلو ښکلاییز موج دی. هغه زیاته کړه: ښه ترنم، جلا هنر دی،  ځينې کسان دا هنر لري. ښه غږ او د ويلو مهارت يا تخنيکونه هغه ښکلاييز موج دی، چې په اورېدونکو اغېز کوي، دلته دا اغېز کله د ښه شعر له امله وي او کله عادي نظم هم دا ځانګړنه لري، زما په اند په دې برخه کې د شعر پر ځای د نظم تله درنه ده، ډېری نظمونه ترنم شوي دي او زموږ په ټولنه کې ګڼ مینه وال لري، اوسمهال تخنيکي وسايل د غږ په اغېز کې هم ونډه اخلي. دويم؛ د شعر هنري  کمزورتيا د ترنم په اساس نه شي پټېدای، څوک چې په شعر پوهېږي او هنري اړخ  يې پېژني، هېڅ خوږ غږ نه شي کولای چې د هغه د درک پر وړاندې د شعر کمزوری ارزښت طلايي ښکاره کړي، خو عام وکړي، د ارزښت نومرې هغه نظمو ته ورکوي، چې ښه ترنم شوي وي، ښه اغېز ولري، په همدې اساس دوی دې ډول نظمونو ته د لوړ شعر ارزښت ورکوي، خو بيا هم په دې اړه ذوقونه جلا دي.

ژبپوه او د پوهنتون استاد پوهاند دوکتور عزیزالله جبارخېل وویل چې د ترنم له اړخه د شعر د ټاکنې پرېکړه د اورېدونکي غوږ او دماغ کوي او په زړه چنګ لګوي. هغه زیاته کړه چې د ښه شعر لپاره ځانګړنې خورا زیاتې دي، خو د ښه ترنم په برخه باید شعر له غوره معنی څخه هم برخمن وي. دا چې ترنم د شعر هنري کمزورتیا پټولی شي، په دې اړخ  کې کېدای شي، نظریات مختلف وي، ځکه چې کله سړی ښه ترنم کوي، دې کې هېڅ شک نشته چې پر غوږونو باندې ښه لګېږي، پر دماغ ښه لګېږي، واقعا یو هنریت پکې وي، یو کشش په کې وي، پر زړه باندې چنګ لګوي، سیده هنري کمزورتیا به یو څه پټه کړي، خو هغسې په بنیادي ډول که شعر هنري کمزورتیا ولري، بیا هغه دومره نه شي پټولی.

استاد نور احمد قرانمل هم نظر درلود چې ښه ترنم یوه کمزوري شعر ته هم ښه پوښښ ورکولی او د پاملرنې وړ ګرځولی شي، دده په اند ښه ترنم که څه هم یو بد شعر ته ور ولوېږي، خو هغه که په ښه اهنګ سره وویل شي، هغه اواز هغه ترنم چې پوښ شوی وي، د پوښتابه تر مرحلې پورې رسېدلی وي، هنرمند یا ترنم ویونکی ډېر تمرین ولري؛ نو هغه کولی شي د خپل اواز پر لحن غږیزه روڼتیا باندې ښه رنګ ورکړي.

      قرانمل وايي چې شعر او غږ جلا خبرې دي، د ترنم لپاره تمرین او فریکونیسي مهم دي، چې زېر او بم یې پر خپل ځای او مقامونو کې ادا شي، چې دا یوه بېله موضوع ده. یو هنرمند یا یو شاعر چې څومره په حساب باندې خپل ځانته تجربه ولري، یو اهنګین اواز ولري، ښکلی اواز ولري، نو دا بالکل يوه پیکه شعر ته هم ښه رنګ ورکولی شي، خو که یو ښه شعر هم موجود وي، یو ښه انتخاب کوي چې په هغه شعر کې د بحرونو  دروندوالی موجود نه وي، په حساب باندې سېلابوتیک جمپونه نه وي پکې واقع، روانوالی په کې وي،  تخیل په کې کارول شوی وي، ښکلا او تجمل هم په کې وي او شعر هم په پخو الفاظ باندې تړل شړی وي، په عروضو باندې برابر وي، خو چې کله اواز پېکه وي ترنم پيکه وي، نو د هماغه شعر کیفیت په همغه شکل د خلکو ذهنیته پورې نه شي رسېدلی.

شاعر وايي:

حسن هم لکه اواز د روح ذات دی

ځکه هېڅوک ماړه نه شول په لیدو

په دې برخه کې د حسن او اواز مقایسه راغلې ده، کله چې د حسن او اواز تر منځ تناسب موجود وي، انډول برابروي، پایله دا چې ښه اهنګ، ښه اواز او ترنم یوه پیکه شعر ته هم رنګ ورکولی شي، ښه شعر، صاف شعر او  پوخ شعر چې سم ترنم کې ونه ویل شي، په صاف او پاخه ترنم کې ونه ویل شي، نو هغه تقریبا د خلکو ذهنیت ته، په هغه شکل چې ښايي، نه شي رسېدلی. دا بله برخه چې ایا یو ترنم د یو شعر هنري کمزورتیا پټولی شي؟ زما ځواب دا دی چې ولې یې نه شي پټولی، کله چې یو ښه ترنم ویونکی او یو پوخ استاد شعر د ترنم فالب ته ور واچوي، هغه د خپل اواز د تثبیت لپاره او د خپلې ښېګڼې د معلومولو لپاره حمتن په شعر کې په ځینو مواردو کې تغیرات راولي، لفظي او لغوي  بدلونونه رامنځ ته کوي، څو همغه شعر په ښه لحن او خواږه اواز کې وویل شي. د دې لپاره موږ بیخي ډېر مثالونه لرو، یو شاعر دی په خپل شعر کې وایي:

 غبرت دې بریالی په هېنداره د ادراک

که هغه ګوري افلاک

غبرت ګرد او غبار  ته ویل کېږي او د ادراک هېنداره  د انسان مغز  او تفکر دی، کله چې د انسان په مغز باندې د انسان په افکارو، عقایدو کې ګرد غبار یا لړې پرتې وي، نو اسمانونه ورته کاږه ګوري، د اسمانه څخه مراد دلته ملایکې او هغه کایناتي جهان دی چې انسان یې په خپلو سترګو نه شي مشاهده کولی، خو یو ترنم کوونکی غبرت په غبرت اړولی دی، په خپل غږ یې شعر ښکلی کړی دی، دلته یې دا کار د خپلې اسانتیا لپاره کړی دی، خو د شعر کیفیت په غبرت سره جوړ دی. په یوه بل ځای کې مولوي بریالی صاحب وايي: عینین یې د وژلو – اسباب د قتلولو

ترنم کوونکی شاید د عینین پر مانا د نه پوهېدو او یا د روانۍ لپاره دا کلمه هی هی ویلې ده، دلته مې موخه دا وه چې ښه شعر د ترنم هنري کمزورتیا پټولی شي، خو د دې با وجود ښه شعر په ترنم کې هومره بدلون نه شي را وستلی څومره چې ورسره ښايي، په پای کې وایم چې د شعر انتخاب مهم دی، دا بیا د ترنم ویونکی پر ریاضت، پر تمرین او  پر علمي وړتیا باندې استدلال کوي چې یوه جلا موضوع ده.

   د ادبیاتو پوهنځی استاد، شاعر او کره کتونکی پوهاند دوکتور محمد ابراهیم همکار وویل چې د یوه ښه ترنم لپاره انتخاب شوی شعر باید درې ځانګړنې ولري، هغه دا ځانګړنې داسې توضېح کړې:

 لومړی منځپانګه ده، هغه څه چې شاعر غواړي ټولنې ته وړاندې کړي،  له دې سره کلمې، الفاظ د هغې ماحول، چاپېریال برابرول او بیا د ترنم په خاطر قافیه او یا موسیقي داره کلمې ضروري خبرې دي، نو که چېرته الفاظ هم غوره وي او منځپانګه هم ښه وي، دا نو داسې شي لکه په یوه ښکلي لوښي کې چې ډېر ښه خواړه پراته وي؛  نو دواړه لېوالتیا ولري، د دې سره د هغې منځپانګې ارزښت او اړتیا هم ملګري وي، خوند یې برابر شي. له دې سره ورته ښکلې حنجره او اواز ورته اړین دي چې د ترنم خواږه زیاتوي، زما د خپلې تجربې  او له خلکو د اورېدو له مخې اکثریت خلک پر اواز باندې تکیه کوي، د کلام انتخاب ورته مهم وي، ښکلی چاپېریال او الفاظ برابروي او ښکلی غږ ورسره ملګری کوي، دا درې واړه توکي جذابیت زیاتوي، د پاملرنې وړ ګرځي، د کلام داخلي موسیقي ډېره مهمه ده، د عبدالرحمان بابا کلام ددې ځانګړنو لپاره غوره مثال دی.

د بحث د بل ګډونوال مرجان هڅاند په اند شعر او ترنم د روح او جسم په توګه یاد کړل چې تړاو یې ضرور دی، هغه زیاته کړه: زما په نظر له ادبي او هنري پلوه، شعر د ترنم روح بلل کېدای شي، خو روح بې‌ جسمه خپل اغېز نه شي رسولی. که شعر هر څومره لوړ ادبي مقام ولري، خو که اهنګ، وزن، خج، وقفې، ادا، غږیزه لوړتیا او ټیټوالی او د احساس انتقال پکې سم نه وي، نو شعر خپل حقیقي جمال له لاسه ورکوي. ترنم د شعر د مانا غږیز تعبیر دی؛ یعنې هغه څه چې شاعر په الفاظو کې پټ کړي، ترنم کوونکی یې باید په اواز کې څرګند کړي.

د نوموړي په اند که مسلکي اړخ ته که وکتل شي، ښه ترنم د شعر له دروني جوړښت سره ژوره اشنايي غواړي، ماهر ترنم کوونکی یوازې الفاظ نه لولي، بلکې د شعر وزن اوري، خجونه پېژني، د قافیې او رديف تمه احساسوي او د بیتونو ترمنځ عاطفي تسلسل ساتي. همدا مهارت دی چې د شعر لپاره مناسب کمپوز زېږوي، نه دا چې کمپوز پر شعر تحمیل شي. کله چې کمپوز د شعر له طبیعت سره ناساز وي، نو غوره شعر هم د اورېدونکي پر زړه بار ګرځي، په بحث کې د انصار محمودي صاحب دا ټینګار چې “یواځې ښه شعر د ښه ترنم نتیجه نه شي کېدای” یو ډېر دقیق هنري حکم دی،  ترنم هغه مهال بشپړ اثر ګرځي چې شعر، اواز، اهنګ او احساس په یوه واحد هنري وجود بدل شي، که له دغو عناصرو څخه یو هم کمزوری وي، ټول اثر خپل توازن له لاسه ورکوي.

په ملي راډيو کې د ادبي خپرونو چمتو کوونکی، شاعر او د بریا ادبي بهیر بنسټګر نظم الدین ندرت  وايي چې یو ترنم هغه مهال جذاب او بریالی دی چې خپله ترنم کوونکی ځان اورېدونکی هم وګڼي او له دغه فن سره خپله رښتینولي وپالي، هغه د صائب د «تلاش سرخ رویی می کنی، رنگین ترنم کن» نیم په راوړلو سره زیاته کړه: که ترنم سره د طرز صداقت شوی وي، یو ترنم کوونکی د ښه شعر د انتخاب صلاحیت هم ورسره خپلولی شي، خو دا کار هغه وخت کیدلی شي چې یو ترنم کوونکی ځان اوریدونکی هم وګڼي او بیا د خپل فن سره خپله هم دا پرتلنه وکړي چې ما څومره له خپل فن سره صداقت کړی دی، که داسې وشي، نو یقیني یم چې دا به یو ترنم کوونکي ته خامخا اندازه ولګېږي چې زما که غږ څومره خوږ دی، ایا همغومره مې ورسره د ښه شعر په انتخاب کې صداقت کړی که نه؟

دا باید بلکل ومنو چې د ښه ترنم ماهیتي قدر او قیمت د ښه شعر په انتخاب او د ښه شعر ښکلا د ښه  ترنم په پیرایه کې خامخا کېدلی شي، دا ځکه چې د هر ارزښت تر شا د هغه علت او کیفیت خامخا پروت وي، لکه چې صائب په خپل یو کلام کې وایي:

تلاش سرخ رویی می کنی، رنگین ترنم کن

که این لعل گرامی را بدخشان سخن دارد

دلته خو به مونږ د صائب له همدغه یو شعر څخه هم دا  اخیستنه خامخا کړی وي چې د رنګ تر شا کیفیت او د کیفیت تر شا علت څومره د یو څه په قدر او قیمت پورې تړلي دي، بله خبره د یو کلام د معنی له کشش نه اخوا د هغه کلام په لفظ افرینۍ کې هم ده، اوس که د لفظ افرینۍ په تناظر کې د ستر خوشحال دا یو کلام د بېلګې په توګه را واخلو، نو ګورو چې یو کلام د لفظونو په موسیقۍ کې څومره د ترنم کوونکي د طرز په جوړولو کې مرسته کوي:

د جهان په مخ به نه وي، هسې تا غوندې دلبره

پري رویه، عنبر بویه، سنبل مویه، سمن بره

ګلعذاره، زلفې ماره، شهسواره، خوش رفتاره

باده نوشه، می فروشه، قصب پوشه، مو کمره

اوس که دا کلام د یو ترنم کوونکي تر مخې هسې هم تیر شي؛ نو د ترنم یو موډ خامخا په ځان کې ځکه پیدا کولی شي چې د لفظونو موسیقیت او اهنګ لکه مستې څپې داسې روانې دي چې شخص ترنم ته اړ باسي،  دا چې څنګه یې باید ترنم کړي، دا بیا د یو ترنم کوونکي د فن خپل حاصل کړي صلاحیتونه دي او زه فکر کوم ښه ترنم کوونکی هغه نه دی چې د خپل جوړ کړي طرز لپاره شاعر ته د شعر لیکلو فرمایش ورکړي،  بلکی ښه ترنم کوونکی هغه څوک دی چې د شعر له لوستلو سره هغه کلام ته یو طرز جوړ کړي، یعنې  طرز ته شعر نه، بلکې شعر ته باید طرز جوړ کړلی شي، بله دا چې ترنم کوونکی باید یو شعر د غږ په لوښي کې د احساس په لمبو د ښکلایز حس جل وهلو سماعتونو ته په پوره پوختګۍ سره ورسوي.

پایله: د بحث نږدې ټولو ګډونوالو ترنم او زمزمې ته د شعر په څېر د جلا هنر او فطري وړتیا په نظر قایل وو، بل د اتفاق ټکی دا و چې د ترنم لپاره درې اړخونه لکه د شعر موضوع یا محتوا، د شعر لفظي رنګیني  او خوږلت او درېیم هم ښکلې حنجره یا اواز خورا مهم دي، خو په دې کې د نظر یووالی نه و چې ښه ترنم د شعر د بنسټونو کمزوري یا بدي پټولی شي کنه؟ څو ګډونوالو وویل چې ښه ترنم د شعر پر کمزوریو باندې پرده اچوي او اورېدونکی یوازې د مترنم غږ تر اغېز لاندې وي، خو نورو ګډونوالو بیا وویل چې هر ښه ترنم د ښه او معیاري شعر پر ستنو ولاړ دي، که شعر پیاوړی او معیاري نه وي؛ نو ترنم هم بې خونده وي. د اوسنیو ټکنالوژیکو وسایلو، ثبت الو او غږیز اېډېت په راتګ سره د ترنم چاره ساده او رڼه شوې ده، خو د کمپوزونو په برخه کې نیوکې هم موجودې وې، ښه ترنم هغه وبلل شو چې خپل کمپوز او اهنګ ولري، کاپي او تقلید شوي نه وي، کمپوز او اهنګ باید په شعر کې را پیدا شي او جلا کمپوز او اهنګ ته شعر ولیکل شي، شعریت او د ترنم کیفیت ته یې خامخا زیان رسېږي، یو نظر دا و چې هر نظمي فورم د جلا راګ او اهنګ لرونکی وي، چې رعایت یې په ترنم کې هم اغېز او محبوبیت پیدا کوي، له دې لارې د اورېدونکو ژوند او خاطرو کې د ښکلي یادګار په توګه پاتې کېږي.

نېټه: ۱۴۰۴، د لیندۍ ۲۳مه

پای

رود یارد کېپ لینګ او د ځنګل کتابګ| ګل رحمان رحماني 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

په لغمان کې تر میلاد مخکې دورې لرغونی اثار وموندل شول

تاند (دوشنبه، د لیندۍ/ قوس ۲۴ مه) د لغمان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د یکشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې اعلان...