ناڅاپه يي د چورلکې غږ تر غوږو شو. ډیره ټیټه خو کږه وږه را روانه وه. میږو برته منډې کړې. خو شیبه وروسته لږ وړاندې سره راټولې شوي، لویه دوړه پورته او ګړز شو، چورلکه مخامخ د خوړ ژۍ ته نژدې په کډې کې ولګیده، دواړو په هغه لوري ورمنډې کړي. د چورلکې له مخکنۍ برخه څخه تورلوګي پورته کیدل. ښیښې يي ماتې شوې وي.
شاوخوا څو وړې وړې ټوټې هم پرتې وي. دواړه لږ وړاندې تر چورلکه را تاوو شول، د چورلکې له ماشینه لا هم غږپورته کیده، په دریو تنو يي سترګې ولګیدې.دوه تنه مړه او په ځمکه پراته وو. یو بل په چورلکه کې د ننه بند و.
او لاسونه يي لاسونه غورځول، چیغې يي وهلي، غږ يي سم نه اوریدل کیده. عثمان هڅه وکړه چې ور نژدې شي. که يي وژغولای شي.
طاووس تر مټ ونیوه، په لوړ غږ يي ورته وویل: – مه ورځه که په بمونه پټاوو سوو بیا به څه کوي؟ له دې خبرې سره دواړه لږ نور هم له چورلکې وړاندې ودریدل. په دغه وخت کې یوه بله چورلکه د غره له ژۍ را واوښته، همدا چې د عثمان او عبدالکبیر ورباندې سترګې ولګیدې وارخطا شول، ژر د خپلو میږو په خوا ورختا وتل.
چورلکه تاوو را تاوو شوه. یوې او بلې خواته يي ډزې وکړي. او بیا کرار کرار لویدلې چورلکې ته نژدې په یوه هواره کې را کوزه شوه. چې له کوزیدو سره يي دوړې جوړې شوي، بوړبوکۍ او خاشې يي په هر لوري بادولي، دوئ دواړو خپلې سترګې په شملو پټې کړي. په همدې دوړو کې ترې نه څو کسان په بیړه بیړه را کوز شول. لومړی يي په الوتکه کې بند کس را ویوست او بیا يي د وژل شویو مړي هم هليکوپتر ته ورسره پورته کړل، دوړې نورې هم زیاتې شوې او چورلکه والوته. عثمان دا هرڅه په خپلو سترګو ولیدل، لکه خوب چې ویني، بیا يي کبیر ته وویل: یارکیه! که مې خدای غلط نه کړي، د طیاره لکۍ د تیرې غونډۍ له جګې څوکې سره لګیدلې وه. ځکه لکۍ يې نه وه.
ـ زه بیا وایم مجاهدینو به ویشتلي وي.
ـ نه پوهیږم که هرڅنګه وي خو د دوو خورانو اجل پوره و. کورنۍ يي د غم په ټغر کینستي.
دوئ لا په خپلو کې په خبرو بوخت ول، چې په یوه ډاډسن کې سپاره کسان چې برګې دریشۍ يي اغوستي وي را ورسیدل. یوه يي په لوړغږ په مخابره کې خبرې کولې او ويي وویل: ښايي پینځه ساعته بعد به يي له پلې در واړوي. د بادیني لاره لنډه ده، له مقاماتو سره مې خبرې کړي دي.