پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Home+بینډۍ (بامیا) څه ډول سبزي ده؟

بینډۍ (بامیا) څه ډول سبزي ده؟

ژباړه: محمدي

د بینډۍ په اړه د تاند په روغتیا برخه کې څو لیکنې خپروو. بینډۍ یا بامیا د سمبل د کورنۍ یوه ګل دی، چې دا ګل په آسیا او افریقا کې ډیر پیدا کیږي.

 هر خواړه په بیلابیلو سېمو یا ځایونو کې په مختلفو نومو یادیږي.

بینډۍ په افغانستان کې هم ډیر نومونه لري، څوک ورته بامیه، بنګړۍ، لیړو او ځیني خو حتا بامیان هم وایي. په ټوله کې دا خواړه د پښتنو په سيمه کې د بینډۍ په نوم ډیر پېژندل کیږي. بینډۍ وچ او تازه په دواړو ډولو خوړل کیږي وچې بینډۍ بیا خلک په ژمې، چې تازه نه موندل کېږي او یا که پیدا هم شي، ډیرې ګرانې وي، خوري.

بینډۍ داسې خوندور خواړه دي د پوستکي ښکلا سربیره، د ډیرو ناروغیو درملنه کوي. ډیری خلک دا خواړه خوښوي، خو یو نیم داسې خلک هم شته چې بین‌ۍ یې نه خوښیږي د هغو لپاره پکار دا چې دا ګټې تر پایه ولولي:

۱- بینډۍ د ولوږې مخه نیسي

په بامیه کې شته انرژي له تاسې سره مرسته کوي چې ژر د لوږې احساس ونه کړئ، په منظم ډول د دې سبزۍ خوړل د وزن په کموالی کې پوره اغیزه لري.

۲- بینډۍ ستړیا له مینځه وړي

ایا تاسو د ورځې یا شپې په تیریدو سره د ستړیا احساس لرئ؟
د څیړنې په اساس، بینډۍ ډیر ګلوکوز لري چې د ستړیا مخه نیسي او تاسو ته لا ډیره انرژي درکوي چې ښه فعالیت وکړئ.

۳- د بینډۍ خوړل د کولیسټرول کچه راټیټوي

څیړنو ښودلې چې بینډې کې شته انرژي د آنټي اکسیدان خواص لري، دا د دې سبب کیږي چې په بدن کې د کولیسترول اندازه راټیټه کړي.

۴- بینډۍ د جګر د ناروغۍ خطر کموي.

څیړنې ښیي هغه خطرناک هرومونونه چې په بدن کې د جګر ناروغۍ لامل کیږي، د بنډۍ په خوړولو سره د دې هرمونونو اندازه کمیږي او د جګر د ناروغۍ مخه نیول کیږي.

۵- بینډۍ د کلسیم د کموالي مخه نیسي.

که چیرې شکر یا قند لرئ، نو تر ټولو ښه خواړه بینډۍ دي چې دا د بدن کلسیم پوره کوي. کلسیم د هډوکو پیاوړتیا، د وینی فشار تنظیمول، د زړه روغتیا ښه کول او د وینه کولیسټرول کموالي کې مهم رول لري.

۶- بڼدۍ د شکر ناروغۍ کنترولوي.

د شکرې ناروغۍ شمیر هرکال زیات کیږي. بینډۍ د نورو ګټو ترڅنګ کولی شي د شکر ناروغۍ مخه ونیسي. د بنډې تخم د د سبب کيږي چې د وینې ګلوکوز کم کړي، او د شکر ناروغۍ درملنه وکړي. برسېره پر دې، څیړنو ښودلې چې د بیندۍ اوبه د ویني د ګلوکوز کنټرول ښه کوي د شکر په درملنه کې ښه اغیزه لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب