یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهد‌ شېخ حقاني د وژلو په تور د ۵ داعشیانو د نیولو...

د‌ شېخ حقاني د وژلو په تور د ۵ داعشیانو د نیولو خبر ورکړل شو

تاند:( پنجشنبه، د قوس اوولسمه) د طالبانو استخباراتو په کابل کې د دوی د يوه وژل شوي مشهور ملاتړي ملا  شيخ رحيم الله حقاني د تورنو وژونکو د نیولو خبر ورکړی.

د طالبانو د استخباراتو په يوه اعلاميه کې راغلي ،چې‌ دغه تورن کسان د دوی د ځانګړو ځواکونو د عملياتو په پايله کې نيول شوي دي.

سرچينې ويلي چې دغه ډله په يو شمېر نورو پېښو کې هم لاس لري.

شیخ رحیم الله د‌‌ طالبانو له مشهورو ملایانو څخه و، چې د دوی ځانمرګو بريدګرو ته په روزنې ورکولو هم تورن و‌.

هغه څو مياشتې مخکې د يوه ځانمرګي برید پر مهال، چې مسوولیت یې داعش ډلې پر غاړه واخيست، ووژل شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب