یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+سپیڅلې کرکه!؟ | ولي الله ملکزی

سپیڅلې کرکه!؟ | ولي الله ملکزی

 (د نفرتونو د تیارو له ډاره – په زړه کې پټ د مینې لمر ګرځوو)

لکه د هرې ورځې په څیر، د لمر وړانګو به د پامیر، تور غر او سپین غر په پراخو ورشو ګانو خپله لمن وغوړوله.

او ماښام به سپوږمۍ د اسمان له ګریوانه سر راپورته کړ؛ په څوارلسمې شپې به یې د مستې پیغلې په څیر، چَپَټ مخ نیولې او میینانو ته سترګکونه وهل. خو په نهه ویشتمې شپې به د زړې جادوګرې په شان، ترې تم او له سترګو پناه شوه.

شاعرانو به په ځنګل کې خیالي جونګړې او د سیند په غاړه د سپینو شګو څخه محلونه جوړول.

ښکته په اباسین کې، د هندوکش له سپينو واورو څخه را بهیدلو اوښکو به موجونه وهل.

ښارونکو به په چینارونو او سپینو کوترو د سخي په ګومبز غومبر اچولې وو.

چم په چم د امن سندره وه. د چارګل،‌ اوربل او چپه کاکول خبرې د کلیوالو نقل او پتاسې وې.

جینکو به د چیندرو لوبې کولې؛ پیغلو به له کشمالو څخه منجیلې جوړولې او منګي په سر به ګودرونو ته رهې وې.

ځوانانو به په حجرو کې تر نیمو شپو د سیتار، منګي او رباب نغمې غږولې.

په ټولنې باندې د درې ګوني مثلث (خان، ملک او ملا) راج وو.

بلې، د فقر او بیوزلۍ دسترخوان له واخانه تر زابله او له تورغونډۍ تر تورخم غوړیدلې وو؛ خو د هر چا حد او سرحد معلوم وو.

که کوم سرسبیله او کوڅه ډب به ناغیړي وکړه، نو د سپین ږیرو خبره به د کاڼي کرښه وه.

د محراب او منبر تقدس هم خوندي وو. د جمعې په خطبې کې به د المتوکل علی الله، محمد ظاهر شاه نوم په ډیر درنښت سره یادیده او د (السُلطْانُ ظِلُ الله) مقوله به یې لازمي برخه وه.

موږ ټول په دې باور یو چې د سلطنت دوره هیڅکله هم نمونه ایي او مثالي نه وه. ولې هر افغان خپل ځان د دې واحد ملت د تنستې تار ګڼلو.

خو دریغه دریغه! اول د ۱۳۵۲ کال د چنګاښ په شپږ ویشتم سهار او بیا د ۱۳۵۷ کال د غوايي په اووم ماښام، دغه د مودو مودو تسلسل مات شو او د وینو او باروتو سودا ګرو خپل مارکیټ پرانیست.

کوڅه په کوڅه به، د هورا او تکبیر زمزمې وې. لینن، خمیني او مرحوم حسن البناء زموږ د تاریخي مشرانو، ځای ناستي شول.

په برې خوا کې د کور، کالي، ډوډۍ، انسان نوین، اخلاق شوروي، مارکسیزم، اشرار او د اخوان الشیاطین شعارونه دومره ستغ وو چې د کڼو غوږونه یې هم تخنول. او په کوزې خوا کې ځینې جنابان د بخاری، کشمیر، فلسطین او چیچین د آزادولو مستې څپې لاهو کړي وو.

ناڅاپه، افراطي فکر او اجنبي کلتور، زموږ د ولس ترمنځ د ذوالقرنین دیوالونه هسک کړل.

نفرت دومره غالب شو چې پلار د خپل زوی سینې ته پاپشه ونیوله چې ته ملحد یې او نامراده زوی خپل پلار پولیګون ته حواله کړ چې ته موحد یې.

یواځې د کابل په جګړو کې چې زه یې عیني شاهد یم؛ شپیته زره کابلیان د هوس نذرانه شول.

په همدې نیمې پیړۍ کې، نور قومونه مریخ ته د سفر او د سمندر تل ته د کوزیدو په تکل وو؛ خو موږ د بمونو، غمونو، هجرتونو او شهادتونو د تاریخ فصلونه لیکل.

درویزې، رقص مرده، د سینو غوڅول او په لغړو لفظونو باندې د شخصیت وژنې وبا، زموږ په کلتور باندې یرغل راوړ.

افغان، افغانستانی شو؛ د فدرالیزم غوښتنه برملا شوه او دا دې خبره د ایالات متحده خراسان پولو ته ورسیده.

د الله په دین او د باورمندو انسانانو په قانون کې، کرکه مطلقا چټلي او یوه روحي ناروغي ده. نو   راځئ چې د شعار په ځای، د شعور لاره خپله کړو. راځئ چې اول خپل، راخپل کړو؛ بیا پردیپالو ته په عمل کې ثابته کړو چې کرکه سپیڅلتیا نه لري.

د غوره اخلاقو او رحمت ستر سمبول، حضرت محمد (ص) د خپلې لارې لارویانو ته داسې توصیه کوي: (یَا مَعَاذ، يَسِّرا وَ لَا تُنَفِرا – ای معاذه! ته او ملګری دې له خلکو سره نرمي وکړئ او پام چې کرکه او نفرت خپور نه کړئ).

د نیکمرغۍ او انساني ارتقاء سفر هلته پیل کیږي؛ کله چې درد په هیلې او کرکه په مینې بدله شي. ځکه مینه د جلیل او کرکه د قابیل صفت دی. څومره به ښه وي که دا سفر، همدا ګړۍ پیل کړو؟

—————————-

پاملرنه: که قدرمند لوستونکي وخت او علاقه لري، نو کولاې شي چې د ملکزي نورې لیکنې، څیړنې او ویډیوګانې د هغه په فیسبوک، لنکد ان او د یوټیوب په چینل کې ولولي او وګوري. ادرس یې دا دی: Wali Malakzay

2 COMMENTS

  1. د ښاغلی محترم ملکزی د پورته لیکنی وروستۍ دوولس دیارلس کرښی د پاملرنی او ستائنی وړ دی
    خو
    یو دولت ( شاهی دولت ) له یوې خوا د پرمختګ او ترقی باټی ویشتلې او له بلی خوا د تاریخ په استناد پر ټولنه د ” خان، ملک، ملا ” ارتجاعی سیورئ خپور ؤ.
    دا به د عقل او واقعیت څخه لیری خبره وای که د بیده پاچا او ” خان، ملک، ملا ” د شتون په دوام کی ویرانوونکی بدلونونه نه وای را منځته سوی.
    خپله د سلطنت فضاء کټ مټ نن ورځی غوندی ( د فرهنګی او اقتصادی فقر څخه تشکیله سوې ) یوه غلیظه او نااُمیدانه فضاء وه.

  2. بلې صیب،‌ زه هم په همدغه باور یم چې تاسو ورته اشاره وکړه. د اروا ښاد بابا د واکمنۍ په مهال، زه په ابتدائیه مکتب کې ووم او زما معلومات ډیر نیمګړي دي. خو د تاریخ د څانګې د یو محصل په توګه منم چې نهیلي، طبقاتي توپيرونه او په اقتصادي او علمي ډګرونو کې د خاړپوڅو مزل، د دغې دورې بد رنګه میراث دی. البته د امن، میرمنو د ونډې او ولسي جوړښت له بابته دغه څلویښت کلنه دوره یوه ځانګړتیا او امتیاز لري.
    مینه او مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب