تاند (جمعه، د لیندۍ/ قوس ۲ مه) په پاکستان کې د نوومبر په لومړیو درېیو اوونیو کې لږ تر لږه ۵۵ امنیتي ځواکونه په نښتو او ځانمرګو بریدونو کې وژل شوي دي.
په اسلاماباد کې د شخړو او امنیتي مطالعاتو انستیتوت (PICSS) په یوه راپور کې، چې نن (پنجشنبې) خپور شو، وویل، د نوومبر په لومړیو ۲۰ ورځو کې ۵۵ امنیتي ځواکونه وژل شوي، په داسې حال کې چې تېره میاشت په همدې موده کې ۳۰ تنه وژل شوي وو.
په تېرو ۲۰ ورځو کې د امنیتي ځواکونو او وسلهوالو ترمنځ د نښتو پر مهال ۶۳ شکمن وسلهوال هم وژل شوي دي.
دا په داسي حال کې ده چې د پاکستان د دولت وسله والې مخالفې ډلې ادعا کوي چې د دغه هیواد امنیتي ځواکونو ته یې د هغه څه چې په رسنیو کې ویل کېږي. څو برابره زیاته مرګ ژوبله اړوي.
د شخړو او امنیتي مطالعاتو د انستیتیوت د معلوماتو له مخې، په اکتوبر میاشت کې، ۶۲ امنیتي ځواکونه وژل شوي وو چې د روان کال تر بلې هرې میاشتې ډېر شمېر دی. یوازې د اکتوبر په وروستیو لسو ورځو کې ۳۲ امنیتي ځواکونه وژل شوي وو. اکثره بریدونه په دوو ایالتونو خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې شوي دي.
په تېرو لسو میاشتو کې په پاکستان کې د دولت د وسله والو مخالفو ډلو له لوري ۷۸۵ بریدونه شوي دي، چې له امله یې ۹۵۱ کسان وژل شوي او ۹۶۶ نور ټپیان شوي دي.
لطفاً د پاکستانی خینزیرانو ته د مړه کلیمه مه استعمالوی ولیکی چی دومره پاکستانی خینزیران مردار شوی دی