تاند (شنبه، د تلې/ میزان ۴مه) پاکستاني رسنیو د جمعې په ورځ ناوخته هم مهاله خبر ورکړ چې د پاکستان د اطلاعاتو او نشریاتو وزارت د طالبانو د دفاع وزارت هغه ادعا رد کړې چې ګواکې سپین بولدک ته نژدې د پاکستان یوه پوسته ویجاړه شوې ده. دغه وزارت دا ادعا بېاساسه او له واقعیت سره په ټکر کې بللې ده.
د پاکستان دغه وزارت، چې د تبلیفاتي چارو مسوولیت لري، دا ادعا پهداسي حال کې کړې چې په ټولنیزو رسنیو کې هغه ویډیوګانې لاس په لاس کېږي چې د طالبانو لاس ته د پاکستان ورغلې پوسته او د هغې ویجاړۍ ښکاري. د اې آی متخصصانو تایید کړې چې دا ویډیو د دې ټکنالوژۍ په مرسته نه ده جوړه شوې.
د پاکستان د اطلاعاتو وزارت ویلي چې دغه ادعا د وروستۍ سرحدي نښتې له پېښو سره سمون نه لري او افغان چارواکي یې د پېښې په اړه په ناسم انځور وړاندې کولو تورن کړي دي.
د دغه وزارت په وینا، د سپټمبر د ۲۴مې او ۲۵مې ترمنځ شپه افغان ځواکونو د ګلستان په سیمه کې د برید هڅه وکړه، خو دغه اقدام شنډ شو. وزارت ویلي چې د پاکستان په ځوابي برید کې د طالبانو ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
پاکستان ادعا کړې چې په دغه ځوابي اقدام کې لږ تر لږه ۱۳ تنه طالبان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.
پاکستان تر دې مخکې ویلي و چې څو تنه افغان ځواکونه یې وژلي دي.
خو د افغانستان دفاع وزارت د پاکستان ادعا رد کړه او ویې ویل چې د دوی ځواکونو ته هیڅ راز مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
د پاکستان د اطلاعاتو وزارت ویلي چې د نښتې او له هغې وروسته د رامنځته شویو پېښو ویډیوګانې او انځورونه هم شته چې د سرحد په اوږدو کې د پېښې څرنګوالی څرګندولی شي.
دغه وزارت ټینګار کړی چې موجود شواهد د کابل له روایت سره په ټکر کې دي او دا ادعا یې رد کړې چې ګواکې د سپین بولدک ترڅنګ د پاکستان پوسته ویجاړه شوې ده.
دغه وزارت په دې تړاو کومه ویډیو نه ده خپره کړې. او دا یې هم نه دي ویلي چې د شپې په تیاره کې یې څرنګه د ناببرې حملې ویډیوګانې ثبت کړي دي.