Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد افغانستان د اقتصاد په اړه د نړیوال بانک د تازه راپور...

د افغانستان د اقتصاد په اړه د نړیوال بانک د تازه راپور جزییات څه ښيي

نړیوال بانک په خپل تازه راپور «د افغانستان اقتصادي څارنه» کې ویلي چې د ۲۰۲۶ کال په اګست کې په افغانستان کې کلنی انفلاسیون ۶.۷ سلنې ته راکم شوی، په داسې حال کې چې دا اندازه په جولای کې ۷.۵ سلنه وه.

د راپور له مخې، د اګست په میاشت کې د خوراکي توکو انفلاسیون په اووه سلنه کې ثابت پاتې شوی، خو د غیرخوراکي توکو انفلاسیون له ۷.۹ سلنې څخه ۶.۴ سلنې ته راکم شوی دی.

په همدې حال کې، ایران د افغانستان په بهرنۍ سوداګرۍ کې خپل لومړی ځای ساتلی دی. ایران د روان مالي کال په ترڅ کې د افغانستان د صادراتو تر ټولو لوی بازار و او د ټولو صادراتو ۳۱.۱ سلنه برخه یې لرله. له ایران وروسته چین، ازبکستان، متحده عربي امارات، هند، قزاقستان او ترکمنستان د افغانستان د صادراتو مهم بازارونه وو.

د وارداتو په برخه کې هم ایران د ۳۲.۹ سلنې ونډې په لرلو سره د افغانستان د وارداتو تر ټولو لویه سرچینه وه او ورپسې چین، متحده عربي امارات، ازبکستان، قزاقستان، ترکمنستان او روسیه راغلي دي.

د افغانستان بهرنۍ سوداګري

نړیوال بانک وايي، د اګست په میاشت کې د افغانستان د بهرنۍ سوداګرۍ کچه شاوخوا ۱.۳۴ میلیارد ډالرو ته رسېدلې چې د جولای پرتله ۱۹ سلنه او د تېر کال د اګست پرتله دوه سلنه زیاته ده.

د افغانستان صادرات په اګست کې د جولای پرتله ۷۵ سلنه زیات شوي او ۱۴۵.۶ میلیون ډالرو ته رسېدلي، خو د ۲۰۲۵ کال د اګست پرتله لا هم ۱۸ سلنه کم وو. خوراکي توکو د افغانستان د صادراتو ۶۸ سلنه برخه جوړوله او د صادراتو تر ټولو لویه برخه وه.

په همدې میاشت کې د افغانستان واردات ۱.۱۹ میلیارد ډالرو ته رسېدلي چې د جولای پرتله ۱۵ سلنه او د تېر کال د اګست پرتله څلور سلنه زیاتوالی ښيي.

په دې توګه، د افغانستان سوداګریز کسر په اګست کې شاوخوا ۱.۰۵ میلیارد ډالرو ته رسېدلی دی.

د طالبانو د حکومت بودجه او لګښتونه

نړیوال بانک ویلي چې په روان مالي کال کې د طالبانو د حکومت لګښتونه د کورنیو عوایدو پرتله په چټکۍ زیات شوي او له همدې امله د بودجې کسر شاوخوا ۲.۱ میلیارد افغانۍ، یا نژدې ۳۲.۳ میلیون ډالرو ته رسېدلی دی.

د روان مالي کال ټول دولتي لګښتونه شاوخوا ۱۱۳.۶ میلیارد افغانۍ، د ۱.۷۵ میلیارد ډالرو معادل، ښودل شوي دي.

د امنیتي برخې لګښتونه ۵۱.۳ میلیارد افغانۍ، یا شاوخوا ۷۸۹ میلیون ډالر، وو چې د حکومت د ټولو لګښتونو ۴۵.۲ سلنه جوړوي او تر ټولو لویه برخه ده.

له امنیت وروسته، پوهنې ته ۱۸.۳ میلیارد افغانۍ، یا ۲۸۱.۵ میلیون ډالر، ځانګړي شوي دي. پر روغتیا ۲.۴ میلیارد افغانۍ، یا ۳۶.۹ میلیون ډالر، او پر کرنې ۱.۲ میلیارد افغانۍ، یا ۱۸.۵ میلیون ډالر، لګول شوي دي.

د نړیوال بانک د معلوماتو له مخې، پر ټولنیزو ملاتړونو ۱۰.۹ میلیارد افغانۍ، پر حکومتولۍ ۱۰.۸ میلیارد افغانۍ او پر زیربناوو او طبیعي سرچینو ۹.۴ میلیارد افغانۍ لګول شوې دي.

همداراز، ۸.۱ میلیارد افغانۍ د اقتصادي حکومتولۍ او د خصوصي سکتور د پراختیا لپاره او ۱.۱ میلیارد افغانۍ نورو برخو ته ځانګړې شوې دي.

د اګست میاشتې عواید او لګښتونه

د نړیوال بانک په وینا، د اګست په میاشت کې د حکومت عمومي لګښتونه ۲۷.۳ میلیارد افغانۍ، یا ۴۲۰ میلیون ډالرو ته رسېدلي دي. دا کچه د جولای پرتله څلور سلنه کمه، خو د تېر کال د اګست پرتله ۳۱ سلنه زیاته ده.

په همدې میاشت کې د افغانستان کورني عواید ۲۵.۴ میلیارد افغانۍ، یا ۳۹۰.۸ میلیون ډالر، وو چې د جولای پرتله ۲۷ سلنه او د تېر کال د اګست پرتله نهه سلنه زیاتوالی ښيي.

د روان مالي کال په ترڅ کې د افغانستان ټول کورني عواید شاوخوا ۱۱۱.۵ میلیارد افغانۍ، یا ۱.۷۱ میلیارد ډالر، ښودل شوي دي. خو د لګښتونو د چټک زیاتوالي له امله د بودجې کسر ۲.۱ میلیارد افغانیو ته رسېدلی دی.

د روانو لګښتونو په برخه کې، په اګست کې د معاشونو د ورکړې لپاره ۱۲.۸ میلیارد افغانۍ، یا ۱۹۶.۹ میلیون ډالر، لګول شوي دي. دا رقم د جولای پرتله دوه سلنه او د تېر کال د اګست پرتله ۲۰ سلنه زیات دی.

د توکو او خدماتو لګښتونه هم په اګست کې ۶.۵ میلیارد افغانۍ، یا ۱۰۰ میلیون ډالرو، ته رسېدلي چې د جولای پرتله اووه سلنه او د تېر کال د همدې میاشتې پرتله ۲۳ سلنه زیاتوالی ښيي.

د افغانۍ ارزښت او اقتصادي فعالیت

د نړیوال بانک د راپور له مخې، د اګست په میاشت کې د افغانۍ ارزښت د امریکايي ډالر په وړاندې ۱.۱ سلنه لوړ شوی او د تبادلې منځنۍ کچه یو ډالر په ۶۵.۱۸ افغانۍ وه.

نړیوال بانک وايي، که څه هم د بارانونو مناسب وضعیت او د کرنیزو محصولاتو د زیاتوالي تمه شته، خو د افغانستان د اقتصادي فعالیتونو د ودې چټکتیا د کمېدو په حال کې ده.

د دغه بانک په وینا، د بهرنیو مرستو کمېدا، په سیمه‌ییزه سوداګرۍ او ترانزیت کې ګډوډي او د سیمه‌ییزو کړکېچونو له امله د ناڅرګندتیا زیاتېدل هغه عوامل دي چې د افغانستان اقتصادي فعالیتونه یې محدود کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ژبه؛ باید سوچه شي که تغذیه؟ | عبدالرحمن فرقاني

دا فلسفه چې ګواکې ژبه باید «سوچه» شي او له نورو ژبو د اغېز له هر ډول نښې څخه خوندي پاتې شي، په حقیقت...