Homeخبرونهڅېړنه: هره ورځ د قهوې څښل د ډیمېنشیا خطر کمولی شي

څېړنه: هره ورځ د قهوې څښل د ډیمېنشیا خطر کمولی شي

تاند (سې شنبه، د لړم/ عقرب ۱۹ مه)) د یوې اوږدمهالې څېړنې پایلې ښيي چې په مناسبه اندازه د کافین لرونکې قهوې څښل د مغز پر روغتیا مثبت اغېز لرلی شي او د ډیمېنشیا (د هېرې ناروغي) یا د حافظې د سختې کمزوري کېدا خطر کمولی شي.

دا څېړنه چې د امریکا د فزیولوژۍ ټولنې تر څارنې لاندې ۴۳ کاله روانه وه، ښيي هغه کسان چې په منظم ډول کافین لرونکې قهوه څښي، پر ډیمېنشیا د اخته کېدو اندازه یې د هغو کسانو پرتله ټیټه ده چې قهوه نه څښي.

د څېړنې له مخې، د قهوې په منظم څښونکو کې په کال کې د هرو ۱۰۰ زرو کسانو په منځ کې د ډیمېنشیا ۱۴۱ پېښې ثبت شوې وې، خو په هغو کسانو کې چې قهوه یې نه څښله، دغه شمېر ۳۳۰ پېښو ته رسېده.

څېړونکي وايي، هره ورځ د دوو تر دریو پیالو کافین لرونکې قهوې څښل د مغز د فعالیت او حافظې د ساتنې لپاره تر ټولو اغېزمنه اندازه بلل شوې ده. خو له دې زیاتې قهوې څښل کومه اضافي ګټه نه لري.

څېړنې ښودلې چې د قهوې دا احتمالي ګټې د هغو کسانو لپاره هم لیدل شوې چې د کورنۍ د مخینې یا جنیټیکي ځانګړنو له امله د ډیمېنشیا له لوړ خطر سره مخ دي.

په زړه پورې دا چې له کافین پرته قهوې ورته ساتندوی اغېز نه دی ښودلی، چې ښايي د قهوې په ګټو کې کافین مهم رول ولري.

په څېړنه کې د چای څښل هم د مغز له ښه روغتیا سره تړل شوي او هغه کسان چې هره ورځ یې له یوې تر دوو پیالو چای څښلې، مثبتې پایلې یې لرلې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د کندهار زمریان| غني حسن

د سریزي په توګه: د کندهار د ملا صاحب د سرای څخه یو کوشنی موټریز کاروان د کندهار هوايي ډګر پر لوري روانېږي، ځي او...